غزل
نیکمل ځاځی 08.09.2015 12:22د مینې د سندرې زمزمه ده لیونۍ
زما د دردیدلي زړه نغمه ده لیونۍ
چې دواړه سره کښینو، نو پوره لیونتوب جوړ شي
یو څه زه لیونی یم څه هغه ده لیونۍ
زما آرماني خیال یې پکښې ونغښتو له ورایه
کمڅیو جوړولو باندې سره ده لیونۍ
د لارې غاړې کاڼو ته یې پام نشي خیر وکړې
نن بیا راته غصب او په غصه ده لیونۍ
یو تاته خو به ووایم ددې د زړه خبره
نیکمله په ژوندون راپسې مړه ده لیونۍ
خبرونه
- سپینه ماڼۍ: بایډن د محصلانو د بیان د ازادۍ حمایت کوي
- دراني: د افغانستان مسلې پاکستان ته، له هند سره دریو جګړو نه زيات تاوان اړولی خو افغان سیاستوال دا ادعا ناسمه بولي
- که د امریکا لومړیتوب نه دی نو ایا افغانستان اوس د منځنۍ اسیا ستونزه ده؟
- د امریکې سفير د پاکستان د سېنېټ چيرمېن سره په دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي
- عراق په ترهګرۍ محکوم ۱۱ تنه اعدام کړي دي
- له اسرایلو سره د امریکا د نویو ۲۶ بیلینو ډالرو مرستې پرسر پوښتنې راپورته شوي
- لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
- امریکا اوکراین ته د اوږد واټن وېشتونکي بالستیکي میزایل ورکړي
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019