د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجاهدین غواړي بایللې جګړه اوس وګټي!

نظرمحمد مطمئن 07.09.2015 11:46

مجاهدینو د وروستي ځل له پاره جګړه او لوبه هغه وخت وبایلله چې خپل لوری يې په یو مخیز ډول بدل کړ، سمه ده چې د جهاد پر مهال د سي آی اې پیسې او امکانات د هغوی د مجبوریت له کبله د مجاهدینو لاسته ورتلل، ځکه امریکا د روسانو څخه د ویټنام د جګړې غچ اخیست، او مجاهدینو اړتیا لرله چې روسان له خپل هیواده وشړي، ولي کله چې د ۹/۱۱ وروسته د مجاهدینو ځینو مشرانو د سي آی اې پیسې او مرستې مخامخ ترلاسه کړي، او هغه عرب مجاهدین يې هم ځينې ووژل او ځينې يې پسې واخستل کوم چې د روسانو سره د جهاد پر مهال د دوی مرستې ته راغلي و، همدا ډول د سي آې اې پیسې يې د خپلو مسلمانو افغان وروڼو په وژلو او غټ غټ بمونو په راغوښتلو باندي لګول غوښتل، بناء عملا په فتنه کې واقع شول، همدوی و چې له سي آی اې څخه يې مخامخ د ډالرو بنډلونه پر خپلو هغو لاسونو واخیستل چې دوی ویل دا لاسونه د جهاد ګردونو وهلي دي، په هغو سترګو يې داهر څه ومنل چې دوی ویل دغو سترګو د الله ج په لاره کې بې خوبي منلې او د دوزخ اور پرې حرام دی، پر هغو خولو يې د سي آی اې له مامورینو څخه مننه کوله چې دوی ویل د عملي جهاد سره سره يې پر همدې خوله د کفارو مقابل کې ډیر افغانان د روسانو او کمونسټانو سره جګړې ته اماده کړي و.

البته له پورته خبرو څخه زما هدف هغه پاک او سپيڅلې مجاهدین نه دي چې هغوی نن هم د خپل جهاد د ثمرې اړوند مایوسه شوي، هغوی خپلو ځینو رهبرانو ته ډیر سخت په غوسه دي او هغه شهیدان چې تر خاورو لاندي دي، هغوی چې د یو اسلامي نظام له پاره یې خپل سرونه نذارانه کړل، هغه معیوبین چې نن هم د خپلو بچو له پاره د روزۍ ګټلو له پاره  په ټکنده غرمو کې پر یوه پښه او يا یو لاس او یا هم د بدن د نورو غړو نه درلودو سره سره په بازار کې سبزي خرڅوي او ډیری يې د کابل ښار کې د بېلابېلو سختو کارونو په کولو سره خپل ورځنی ژوند تیروي، هغوی چې وزارت دفاع او وزارت داخله ته د ورتګ اجازه نه لري، بل خوا د همدې مجاهدینو پر لاسونو معیوب کمونسټان د اوسني دولت څخه کلنۍ مرسته ترلاسه کوي.

د مجاهدینو او طالبانو ضد څرګندونې

د ولسمشر غني د حکومت له راتګ سره سم د مجاهدینو او طالبانو خلاف څرګندونې پر ټولنیزو رسنیو کې د پام وړ دي، دلته هغه کمونسټ چې د څلورو لسیزو دبربادیو جرړه ده، همدا نن هم چې کومه بدبختي روانه ده، د دوی دلاسه ده، هغوی ته یو ډول برائت ورکول کيږي، د طالبانو سره چې د کرزي په وروستي وخت کې د سولې اړوند هڅې په ټولنیزو رسنیو کې روانې وې هغه بیرته پر مخالفت واوښتلي.

داسي ښکاري چې یوه ډله کسان ګمارل شوې تر څو په ټولنیزو رسنیو کې د ورکړل شوې پلان سره سم د حکومت او خپل مشرتابه په ګټه تبلیغات وکړي، د همدې تبلیغاتو برخه به ممکن دا هم وي چې مجاهد او طالب ضد روحیه په ځوانانو کې قوي شي.

نن په هیواد کې د یو مستقل افغاني قیادت د نه شتون او خپلمنځې جګړې او اختلافونو له امله د مجاهد او طالب د جګړو او مخالفتونو له امله ده،  چې په اتومات ډول کمونسټان خپلو ځانونو ته برائت ورکوي،  راځئ خپل نږدې تاریخ وګورو چې کمونسټانو په لنډه نږدې نېمه پیړۍ (۱۳۵۲ ل – ۱۳۹۴ ل) کې څو کودتاوي او کوم کارونه کړي:

لومړی: سردار داوود خان د کمونسټانو پر لمسون د پاچا ظاهر حکومت ړنګ اعلان او سپینه کودتا يې وکړه، همدا د وینو تویولو پېل و، په نظام کې ډیری کمونسټان ځای پر ځای شول؛

دوېم: پر سردار داوود خان په رڼا ورځ هغو کمونیستانو پوځي کودتا وکړه چې یو مهال یې د ده په ننګه د کودتا بدعت رامنځ ته کړی و او هغه يې له خپلې کورنۍ سره په ارګ کې وواژه، له دې وروسته يې هر هغه څوک واژه چې  د دوی په اصطلاح د ثور «پُرشکو او برګشت ناپذیر انقلاب» ته متعاهد نه و.

درېيم: کمونسټانو د خپل نظام پر وروستي واکمن ډاکټر نجیب هم کودتا وکړه، د پرچم ډله د ببرک کارمل په هڅو او د دوستم د عملي اقدام له مخې د شورا نظار له مشر احمدشاه مسعود سره ائتلاف وکړ، ډاکټر نجیب چې غوښتل په سوله ییز ډول واک  مجاهدینو ته وسپاري، ويې نه شوای کولای، د کابل واک د احمدشاه مسعود او دوستم وسلوالو په خپل کنټرول کې واخیست.

د حکمتیار او مسعود تر منځ جګړه پېل شوه، دوستم پکې پوره ګټه وکړه، خقلیان ډیر د اسلامي حزب او پرچمیان د جمعیت او شورا نظار ترڅنګ ودرېدل، هغوی ته بیا هم د هغوی د کړیو جرمونو څخه برائت ورکول شو.

طالبان د کندهار په سنګسار او میوند کې راپيدا، چټک نظامي پرمختګ يي وکړ، کابل يي ونیوی، او ددوی په اداره کې هم ځينې مهم پخواني کمونستان په بېلابېلو ادارو کې کار کاو، حنیف اتمر مؤسسه کې کار کاو، له طالبانو سره يې د اړيکو جوړولو هڅې کولي، معصوم ستانکزی هم بوخت و، شیرمحمد کريمي په نظامي برخه کې دنده درلودله، هغه وخت کې هم کمونسټانو په ډیره هوښیارۍ په ډیره لږه میاشتنۍ تنخوا خپل منظم پلانونه په پټه پرمخ وړل.

څلورم: د امریکا په مرسته په ډیر ارام او هوسا ډول د افغانستان د نظام واګې تر لاسه کول، چې د ۲۰۱۴ ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې ډیری پخواني چپي مشران د اشرف غني تر څنګ ودرېدل، ځينو مجاهدینو ته چې يواځي همدا نوم پاتې دی، بیا يې هم طمعه درلودله چې د غني په څنګ کې به وزارتونه ترلاسه کړي، له هغه سره ملګري شول، کله چې غني واک ته ورسېد، په نوم مجاهدین يې خړې سترګې په نېمه لاره پرېښودل او واک کې يې پر ډیرو مهمو چوکیو د امریکا په خوښه پخواني کمونسټان وګومارل.

ډاکټر عبدالله چې خپله ډله کې يې ډیری پخواني مجاهدین سره راټول کړي و، هغه هڅه کوله چې د شمال ټلوالي پخواني جګړه مار پر غني ومني، ولي غني د امریکا له تګلارې سره سم داکار ونه کړ، د عبدالله له ډلې يې هم مهمو وزارتونو او مهو چوکیو ته هغه څوک خوښ کړل چې پخوانۍ سابقه يې کمونسټي وه.

د مجاهدینو ګوښه کولو پلان

پخوانی افغان ژورنالیست، محمد حسن ولسمل اوس هم منکر نه دی، هغه وایي چې ماته د کرزي د حکومت  پرمهال د سرحدونو چارو وزارت د مرستیال چوکۍ وړاندیز وشو، ومې منله، کابل ته د تلو تیاری مې نیو، امریکایان کور ته راغلل، هغوی وویل چې تاسي په افغانستان کې سیاسي ګوند جوړ کړئ، ټول مصارف موږ درکوو، په کابل او ولایتونو کې مجهز دفترونه جوړ کړئ، په دې ډول موږ غواړو خلک د مجاهدینو له پخوانیو ګوندونو څخه خلاص کړو او د هغوی ګوندونه ضعیف کړو.

مولوي غلام محمد غریب  په جنوبي ولایتونو کې د اسلامي حزب مشهوره څیره، چې په لومړیو کلونو کې يې د کرزي د حکومت او ناټو د راتګ زښته زیاته پلوي کوله، هغه ویل هر څوک چې د کرزي د حکومت مقابل کې جګړه کوي هغوی یاغیان او واجب القتل دي، د هغه د خولې خبره ده وایي:

د کندهار هوايي ډګر کې  د کندهار لوړپوړو چارواکو امریکایانو ته معرفي کړم، چې مشهور مجاهد دی، امریکایانو مخامخ وویل چې موږ خو د مجاهدینو په ورکولو او ختمولو پسې راغلي یو!

ومو لېدل چې اسلامې حزب په څو ټوټو ووېشل شو، اسلامي جمعیت څو ښاخې شو، استاد سیاف ته څومره کسان پاتې دي؟ د اسلامي انقلاب حرکت مولوي محمدي ګوند څو ټوټې شو او دا دی د اسلامي حزب مولوي خالص په نوم ډله هم کابل کې پيدا شوه.

سمه ده چې د امریکا پلان به دا و چې د مجاهدینو په نوم ګوندونه کمزورې او یا له منځه یوسي، ولي خپله د همدې ګوندونو د پخوانۍ تېروتنې تکرار هم دی چې د جهاد پر مهال سره متحد نه شول، دا ډول د امریکا تر حملې وروسته په کابل کې هم د خپلو شخصي اغراضو او اهدافو له پاره بیا ځل په بېلا بېلو ډلو ووېشل شول چې ګټه يې امریکا او د هغه وخت د امریکا د خوښې د کرزي حکومت ته ولاړه.

برعکس د حنیف اتمر د حق او عدالت ګوند پرمختګ کړی، چې د کابل مېشتو مجاهدینو ګوندونه يې یو ډول وننګول، داسي هم نه ده چې حنیف اتمر ته هر څه بهرنیانو ورکړل، سمه ده امکانات به بهرنیانو ورکړي وي، خو د هغه د دومره زیات پرمختګ او په دولت کې د کلیدي کس جوړېدل، او دهغه د ګوند د زیات شمیر کسانو په لوړو چوکیو ګمارنه خپله د اتمر ځیرکتیا او هوښياري هم ده.

مجاهد او طالب

مجاهدین یو وخت داسي و چې خلکو سپيڅلي پرښتې ګڼلي، هغوی چې د روسانو او د هغوی له پلویانو سره جګړه کې شهیدان شوې الله ج دي د هغوی روحونه ارام او خوشاله ولري.

د روسانو تر وتلو وروسته د خپلمنځي جګړو له امله يې قدر او عزت ته په ولس کې صدمه ورسېده، بېلا بېل عوامله و چې خپلمنځې او بیا وروسته کورنۍ جګړه پېل شوه، د ډاکټر نجیب د حکومت تر نسکوریدو وروسته په کابل او ولایتونو کې د مجاهدینو په نوم وسله والو چې کوم اعمال کول، رښتیا هم چې هیڅ مسلمان ته د  منلو وړ نه و.

کندهار کې د طالبانو د راپيداکيدو پر مهال زه د ننګرهار پوهنتون د دوېم کال محصل وم، ما په سروبي کې د زرداد پاټک لیدلی و، په ننګرهار کې مې د حضرت علي د شاړو قومنداني لیدلې وه، په کابل کې مې د پښتون ضد د مسعود د ډلې د کسانو تعصب لیدلی و، د عبدالعلي مزاري او استاد سیاف د جګړو او پر ناموسونو تیري  خبرې مې اوريدلي وي، د مسعود او هزاره د افشارو د جګړې بحثونه له چا پټ نه و، په کابل کې د مکروریانو له درېيم منزل څخه د پېغلې نجلۍ ځمکې ته ټوپ وهل او وژل کېدل د خپل عزت له امله هنګامه وه، په کندهار کې د لغړزنو هلکانو ساتل او له هغوی سره پرته له شرم کولو د لواطت خبره له چاپټه نه وه، په هلمند کې د وسلوالو له ظلم او تیرې څخه امان نه و، په هرات کې د اسماعیل خان پښتون ضد تعصب د پټېدو نه و، په شمال کې د دوستم واکمني او غیر اسلامي نظام  همدې مجاهدینو زغمه، خو ولس دا هر څه نه شوای زغملای.

مجاهدین چې په خپلو منځونو کې یې سختې جګړې وکړي، کله چې طالب کندهار، هلمند، هرات، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان او غزنی ونیوی، په کار وه چې نور تر دې زیاته جګړه نه وای شوي، استاد رباني او مسعود هڅه کړي وای چې سوله وکړي او جګړه پای ته ورسوي، کله چې طالبانو میدان ښار ونیو، له دي وروسته مناسب وه چې احمد شاه مسعود په میدان ښار کې د طالبانو سره په کړو  ژمنو وفا کړي وای، کله چې طالبانو پکتیا، پکتیا او خوست ونیو، نور باید استاد رباني د سولې له پاره قرباني ورکړي وای، ځکه د ولس پراخ ملاتړ له طالب سره هغه لیدی، او د ننګرهار تر نیولو وروسته بیا د جګړې اړتیا نه لېدل کېده، ولي د کابل تر نیولو وروسته هم همدې مجاهدینو د شمال مقاومت په نوم جګړه جارې وساتله او افغان ولس د سولې له لوی نعمت څخه بې برخې پاتې شو.

باور وکړئ چې ځينې طالب مشران پر دې ډیر ځوریدل چې موږ به په کابل کې د هغوی په ځینو کړنو سختې نيوکې کولې، مخامخ مو طالب مشرانو ته ویل،  هغوی به واقعیتونه منل، ډیرو پوښتنو ته يې جواب داو، چې له جګړې نه يې ورته خلاص چې دغه اصلاحات راولو، د اصلاحاتو راوستلو او عملي کولو له پاره د طالبانو لویه بهانه  د هغوی د مخالفینو سره د جګړې شتون او دوام و.

کله چې جګړه د دوو ډلو تر منځ وشي، بیا خو هغه پخوانۍ مینه نه پاتې کیږي. موږ چې په کابل کې څه لیدل داسي معلومېده چې طالبانو  مجاهد  ته پر پخوانيو کمونسټانو برتري ورکوله،  ځينې مجاهدینو د طالبانو ځینو کسانو رښتیا هم ووهل او وټکول، ممکن دا به هم د ځینو پټو لاسونو دسيسې وي، البته ټول طالبان داسي نه و چې د مجاهدینو سره دښمنې وپالی او یا هغوی بې عزته کړي، ځکه ډیری طالب مشران يې پخواني مجاهدین و، البته هغه کسان چې په وژنو او بدو کړنو متهم نه و، د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد او د طالبانو د مشر مرستیال ملا محمد رباني اخند دواړه پخواني مجاهدین و.

ماچې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مینه د دعوت او جهاد پوهنتون او اسلامي پوهنتون له فارغ شوو محصلینو سره لېدلي هغه زه کله هم نه شم هیرولای، داسي ښکاريده چې هغوی له ځوان نسل او په ځانګړې ډول محصلینو سره مینه لرله او غوښتل يې چې همدا د دعوت جهاد او اسلامي پوهنتون محصلین ورسره په ادارو کې کار وکړي، ولي بیا هم داکار هغسي چې لازم و، ونه شو.

د مجاهدینو نوي ائتلافونه او تحرکات

تیره اونۍ د مجاهدینو ځینو  ګوندونو د «جهادي ګوندونو د یووالي شورا» په نوم خپل شتون  او خوځښت اعلان کړ، پلان دا و چې د استاد سیاف په مشرۍ د پخواني ولسمشر کرزي په مرسته د مجاهدینو يو ائتلاف اعلان شي، په دي کې د کرزي د وخت د کابيني ډیری غړي وو، د محمد یونس قانوني، بسم الله محمدي، عطاء محمد نور، اسماعیل خان په ګډون ډیرو له استاد سیاف سره ژمنه کړي وه، مګر ولسمشر غني وار پرې مخکې کړ، يو ځل بیا يې پخواني غولول شوي مجاهدین وغولول او د هغوی له خوا د مجاهدینو نوم وکارول شو، د جهادي ګوندونو د یووالي شورا په نوم يې له استاد سیاف مخکې د خپل شتون او خوځښت اعلان وکړ.

استاد سیاف، کرزی او ډله يې هم ارام ناست نه دي،  هڅې روانې دي چې د ګډ حکومت پر وړاندې ننګونې زیاتې شي، ستونزې ورته جوړې شي، او که وتوانیږي ډاکټر عبدالله  هم دوی له ځان سره ملګری کړي، ترڅو د غني حکومت په یو مخیز ډول سره کمزوری او د ړنګېدو لورته ولاړشي. که همدا لوبې او د حکومت د ننه دسیسې د پخوانیو مجاهدینو او پخوانیو کمونسټانو تر منځ روانې وي، او مجاهدین وتوانیږې چې سره یوځای شي، چې امکانات يې ډیر نه لیدل کيږي، نو امکان به ولري چې یو ځل بیا به د مجاهدینو تر نوم لاندي له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکول شي.

د کرزي د حکومت له پېله په تېرو څوارلس کلونو کې د اشرف غني واک ته رسيدو تر وخت پوري مجاهدين د واک او سوچه سياسي منافعو په خدمت کې  يواځي د يوې وسيلې په توګه کارول شوي دي. دوی خپل مستقل حيثيت او هغه تاريخي مشروعيت هم پر دغو کارونو لا نور پيکه کړی دی، چې يو ورځ د يو چا او بله ورځ د بل چا له پاره د سياسي مصالحو پر اساس، نه د جهاد او اسلام د ارزښتونو په اساس، همدا مجاهدین ورسره ايتلاف کوي، سينه ډبوي، او د خپل وقار خبره مطرح کوي. عامو خلکو ته هم حتی د دوی موخې واضحې وي، چې د جهاد او مجاهدينو خبره د همدغه يو شمېره جهادي نخبه ګانو له پاره فقط د زيات واک د ترلاسه کولو او د مقابل لوري د ننګونې له پاره د وسيلې په حيث کارېږي.

 کرزي به هم چې کله غوښتل د امريکا ضد، يا پاکستان ضد يا سولې او طالبانو ضد خپل سياسي موقف ته اسلامي او جهادي حمايت ترلاسه کړي، بس د مجاهدينو شورا او ناسته به يې راغوښته، او يوه پرپړه اعلاميه به يې صادره کړه.

غني هم د ولسمشریزو ټاکو د کمپاين پر مهال  همدا کار وکړ. ځينې د مجاهدينو څېرې يې  يواځې د خپل سياسي اعتبار د پخولو له پاره رامخې ته کړل.

د مجاهدينو د اعلان شوي شورا تر شا هم ويل کېږي چې د ارګ لاس دی،  له دوی څخه کټ مټ هماغه سوچه سياسي استفاده کوي، او عبد الله به  هم اوس مجبور وي چې د مجاهدینو په نوم بله ډله را وټوکوي، او د خپلو سياسي اهدافو له پاره به يې کاروي.

ویلی شو چې  نوم د مجاهد او جهاد دی، خو خبره ټوله د ګوندي او شخصي ګټو ده،  پدې توګه د مجاهدينو اصطلاح نوره د مستقل او تاريخي اسلامي طبقې په حيث نن کوم خاص اثر او مخاطب نه لري،  مجاهد د کوم خاص تعريف، لوری او هدف په معنا نور نه کارېږي، بلکي يواځي د يو وسيلې په توګه يې يوه او بله سياسي ډله کاروي.

پروني او ننني بایلونکي مجاهدین ولي طالب نه شي منلای؟

خبره لنډوم، همدا پرونی مجاهد چې د پروني کمونسټ تر قوماندې لاندي په کابل کې خوشاله دی، همدا پرونی مجاهد چې د روس پر ځای يې اوس  د امریکا لوری نیولی، همدا پرونی مجاهد چې د اسلام آباد پرځای هند او ایران منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د پکول او ژیرې پرځای نیکټايي او خرېیلی مخ منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د اسلامي نظام پر ځای سیکولر نظام منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې په ناستو کې د قران د تلاوت  پرځای سندره او ساز منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې په کابل ټلویزونو کې نېمه بربنډه ښځه منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د ۴۹ هیوادونو په وسلو سمبال پوځیان منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د خپلو کورونو تلاشي د بهرنیانو له خوا منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د ناټو ځواکونو ته د وسلې تسلېمولو او لاس په نامه درېدل منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې  شراب خرڅول، خوړل او نور فحشا منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې  د کمونسټ او سیکولر خبره او نظر زغمل منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د خمیني د ورځي مراسم په کابل کې منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د ډاکټر نجیب د مرګ تلین په کابل کې منلای شي، همدا پخوانی مجاهد چې عیسویت ته د ځینو ادارو له خوا په پټه تبلیغ  نه شي منع کولای، همدا پخوانی مجاهد چې په دري ژبه او په پټه د انجیل تکثیر او وېش يې غوسه وپاروله، ونه توانېدل چې په ټولیز او پټه يې لږ وېش بند شي، همدا پرونی مجاهد چې د بهرنیانو تر ټانګ وروسته تګ او له هغوی نه د وړاندي کیدو نه اجازه منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې په پروني کمونسټ امام پسي د لمانځه په وخت کې اقتداء منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د پروني کمونسټ جنازه کې شرکت منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې د پروني عرب مجاهد سپکاوی منلای شي، همدا پرونی مجاهد چې بالاخره په خپل کور او د افغانانو په  ودونو د ناټو بمبارد منلای شي، د امریکايي عسکر په لاس د ماشومانو او ښځو وژل منلای شي، د بهرنیانو آډو کې د افغان میرمنو کار کول منلای شي، او د جان کیري له خوا دوه سره حکومت منلای شي، آیا سخته ده چې طالب هم ومني؟ طالب دومره بد جریان دي چې دا زغمل کېدای شي خو د طالب شتون یا یې د مشر فاتحه نه شي زغمل کېدای؟!

سوله کې ستاسې بقا ده

کابل ميشتي مجاهدین دي پر دي پوه وي، او ډاډه دي وي چې  بایللي جګړه نه شي ګټلای، نن ورځ امریکا هم دوی ته د هغوی د پياده پوځ په ډول اړتیا نه لري، نن ورته هند او ایران هم ډیره اړتیا نه لري، نن ورته روسیه هم اړتیا نه ګوري او نن ورته اسلام آباد هم په ښه سترګه نه ګوري، او د نفلي حج او یا عمرې له پاره عربو ته هم سترګې نه لري چې  مکې  او مدينې ته ولاړ شي، په مصر کې هم اخوانیان يې د نوم په اوریدو قی کوي، په ترکیه کې هم پخوانی عزت نه لري، القاعده ته يې هم سترګې مړې دي.

که افغان سیاستوال (ټول ښکېل اړخونه) غواړي چې د دوی راتلونکی نسل، د دوی بچیان ارام او هوسا ژوند ولري، مهمه دا ده چې د جګړې پر اور د پټرولو شېندلو پر ځای اوبه وپاشي، د جګړې پر ځای د سولې لاره غوره کړي، هغه طالب چې له دوېمې نړيوالي جګړې راوروسته يې له یو لوی ائتلاف سره ۱۴ کاله جګړه وکړه، له هغه سره مخامخ خپله د سولې او امنیت خبره وکړي او بهرنیو پوځیانو ته د وتلو لاره هواره شي، پر داسي یو نظام توافق وشي چې ټولې ډلې  او ټول افغانان پکې خپل ځان وويني. دا چاره ډېره ستونزمنه نه ده. دا لار تر هغو لارو ډېره اسانه او ساده ده چې دوی يې فکر کړی دی.

خو د سولې او خبرو اترو لپاره تل یوه تېروتنه شوې ده، یو غلط تاثر پالل شوی دی، چې پاکستان سره هر څه دي او پاکستان هر څه کولای شي. ځيني پخواني مجاهدین به ځکه داسې فکر کوي ، چې پرون د ژنیو په خبرو کې د دوی استازیتوب د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کړې وه، دوی تیار نه دي چې ننني حالات او نننی طالب درک کړي او د اعتراف اخلاقي جرئت ولري!

بس همدا جرئت د سولې پر لور ډېر خنډونه لرې کولای شي.