د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنی بریښی ، خوسترکار

عبدالرووف لیوال 07.09.2015 12:32

په تیراوونۍ کې دمزارشریف په ښارکې دبلخ ادبی خوځښت له خوا، افغان هستوی فزیک پوه ډاکتررحمت الله تنها ونمانځل شو.
زما په اند دشاعرانواوادب پوهانولپاره په تیروڅوارلسوکلنوکې ډیرې نمانځ غونډې جوړې شوې خودالمړی ځل دی چې دیوه افغان اتل ساینس پوه لپاره داسې غونده جوړیږی .
دداسې غونډو جوړول زموږ په ټولنه کې ارزښتناکه اولوی کاربریښی ، ځکه زموږځوان کول دساینس په ډګرکې دومره وروسته پاتې دی چې حتی همدااوس داتلسمې پیړۍ نصاب ورته درس ورکول کیږی ، موږ۳۰کلونه پخوانه هم سل کاله وروسته پاتی یویعنې یوسلودیریش کاله وروسته یو.
دزبات لپاره به لږ څه وړاندې (بکراوند) ته ولاړشو.
کله چې زه په ۱۳۵۵کال دکابل پوهنتون زده کړیال وم ، خدای بخښلی پوهاندبلبل شاه جلال چې دافغانستان داتمی انرژی دمرکزمشروو، موږ ته یې راډیو اکتیف مضمون درس را کاوو ، هستوی فزیک پوه ښاغلی پوهندوی انورسلطان دکابل پوهنتون علمی مرستیال وو ، موږسره بهرنی زده کړیالنوچې په کابل کې په زده کړوبوخت ووپه حیرانتیا به یې پوښتل چې افغانستان داتومی انرژی په نوم مرکز هم لری؟ اودا ورته دډیرې حیرانتتیا خبره وه.
په هغه وخت په ګردافغانستان کې یو پوهنتون وو، اودننګرهار دطب پوهنځی دننګرهار په درونټه کې شتون درلود او په دې پوهنځی کې هم دپوهاند بلبل شاه جلال ورورښاغلی پوهاند احمدشاه جلال بیولوژی مضمون تدریسولو ، خبره بلې خواته لاړه نشی ، زه ولې داسې غونډې جوړول اړین بولم ، لاملونه یې دادی :
الف : زه چې اوس دیوه شخصی پوهنتون علمی مرستیال یم ، داسې زده کړیالانوسره کله ، کله مخامخ شم چې درادیو لوژی په څانګه کې سربیره پردې چې داتلسمې پیړۍ دX_ ray ماشین يې هم په سترګو نه دی لیدلی دا خولا پریږده چې سیټی سکن – التراسوند ـ سونو ګرافی – ام .آر . آی  دستګاووباندې دکوم اغیزمن پراتیک کارڅرک هم نه لګي.
ب : داچې زموږرادیولوژی برخه دناروغانودناروغیوپه پيژندنه کې څومره وروسته پاتې ـ بالکل دحیرانتیا خبره ده –نن ورځ زموږګاونډی د هستوی او اټمی بریښنانه په تولید سره هوسا حتی په موږیې پلوری اوموږدساینسی پوهې دنشتون له امله هغوی ته اړیو.
همدارازهرکال زموږ په زرهاوو ناروغان دتشخیص لپاره بهرته درومی اوپه لکونو ډالر موپه بهر کې لګیږی.
زه دشاعرانواولیکوالودنمانځنې مخالف نه یم ،خو دساینس پوهانوتشویق اونمانځنه فرض عین ګڼم ، ځکه دا نمانځنې زموږبرخلیک پورې اړه لری او حیاتی مسله بریښی – زه په داسې حال کې چې دبلخ دادبی خوځون ددې کار ستاینه کووم ،هیله لرم چې داسې نمانځنې لاډیرې اودود وګرځی .