د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلي پکتیا

نجیبه احمدزۍ 05.09.2015 15:39

ما د پکتیا خړو ډاګو ته سلام
ما یې اوچتو دنګو غرو ته سلام
پکې پراته دې غیرتې قومونه
ځدراڼ ځاځې او احمدزو ته سلام
په خوست زرمت او په منګل یې ویاړم
ما یې دا ټولو با غیوره پښتنو ته سلام
غیرت یې نغښتۍ د پګړۍ هر ول کې
ما یې پګړۍ هسکو شملو ته سلام
تنکي ځوانان یې په وطن فدا دې
ما یې دا ښکلو شاه زلمو ته سلام
ده هره پیغله یې د نن ملاله
ما یې د پیغلو قربانو ته سلام
په شل متره کمیس ټکرې مو نازم
ما یې دا دروند دود رواجو ته سلام
چې میلمه پاله په دنیا یادیږې
ما یې تروو سبو مستو ته سلام
چې کې پرتي دې قدرتې ښکلاوي
ما یې دا شنو دښتو درو ته سلام
رڼې ویالې یې هر طرف بهیږې
ما یې ګودر ویالو جینو ته سلام
هر مازدیګر یې نری باد په ګودرو الوزي
ما یې دا شنو پلو پټو او پالیزو ته سلام
افتخارات مو په تاریخ کې زرین لیک لیکلې
ما یې نجیب په ځیر دلیر شاهسواروته سلام
دا مې ارمان چې آخرې سلګۍ ستا غیږ کې ورکړم
ما یې سپیڅلیو زیارتو او هدیرو ته سلام
نه مې لندن نه فرانسه نه جرمنې پکار ده
ما یې له لرې د پکتیا لارو کوځو ته سلام
زمونږه ویاړ یې ستا په نوم ژوندې یو
ښکلې پکتیا د احمدزۍ ستا عظمتو ته سلام
نجیبه : احمدزۍ