د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان کورني تولیدات او بازار

سهراب 01.09.2015 01:02

زمونږ ګران هیواد افغانستان چې په رسمي توګه د افغانستان اسلامی جمهوریت په نوم یادیږي په غرونو کې کلا بند ېو هیواد دی، چې د آسیا د لویی وچي په څلور لارې کې پروت، او دا هیواد د مینځنی آسیا ېوه برخه ده، ځکه خو بهرنیان تل هڅه کوي چې دي سیمي ته لاس رسي پیدا کړي او له بده مرغه کله چې راغلی بیرته له ماتي سره مخ شوي او داسي ماته یې خوړلي چې بیا هیڅکله پخپلو پښو نه دي درېدلي.
که د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې وکتل شي نو له پیل نه زمونږ ګران هیواد افغانستان خپل کورني تولیدات درلودل، د بیلګې په توګه د غالیو، ګیلمونو،میمڅیو،ټغرونو،پوستینچو،پښګری، زرګری،مسګری، کاشی کاری، کلالۍ، د دي ترڅنګ د نساجی صنعت سوداګری هم رول درلوده، لکه د سپڼسیو،وړنیو او وریښمینو.... داسي نور، د افغانستان په جلا جلا سیمو کې په زیاته او یا په کمه کچه جوړیدل او بازار ته وړاندي کیدل چې د ځان لپاره یې بازار درلوده.
دا خو جوته خبره ده چې د نن ورځي بازارونه د تیرو زمانو بازارونو سره ډير توپیر لري، لکه څنګه چې تاسو پوهیږي پخوا به خلک له یوي سیمي څخه تر بلی سیمی پوري په میاشتو میاشتو سفر کوه ترڅو هلته ورسیږي او خپل کارونه پرمخ بوځي، همدا شان د سوداګری لړۍ هم له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وه. اما نن ورځ تګ راتګ له یوي سیمي څخه تر بلی سیمي پوري ډير اسانه شوي دي، خلک کولي شې چې د دوه یا دریو شپو په تیریدلو سره له ېوي قارې څه تر بلي قارې پوري ورسیږي، او د اوسني عصر تراسنپورتي سیستم په سوداګري کې ډير ستر رول لري ځکه خو په نړیواله کچه هر سوداګر کولي شي چې له یوه هیواد څخه بل هیواد ته توکې په اسانه توګه انتقال او په بازار کې یې د مصرف لپاره اماده کړي.
د کورنیو جګړو او ځینو پخوانیو نښتیځنو څخه به تیر شو ځکه دا دوره د تیارو دوره وه چې افغانان یې سخت زیات زیانمن کړل حتی له خپلو کورونو څخه یې وایستل شول، او په پردیو هیوادونو کې میشت پاتې شول، دا هرڅه د پردیپالو له خوانه په افغانستان کې وشول. پردیپال هغه کسان دي چې مونږ ټولو افغانانو ته معلوم دي او خدای پاک دي له دوي سره معامله وکړي چې زمونږ ګران هیواد افغانستان یې دي حالت ته را رسه ولي دي، خپلی اصلی موضوع ته به راشو.
په تیرو دیارلسو کلونو کې افغانانو ته په افغانستان کې د پانګې اچوني لپاره څه نا څه زمینه برابره شوه، چې نن سبا مونږ ویاړو او ویلی شو چې افغانستان خپل کورني تولیدات لري اما د افسوس ځای دا دی چې افغانان خپلو شته تولیداتو ته بازار نه لري، پخپل هیواد کې زمونږ هیوادوال یا خو خبر نه دي او یا نه پوهیږي چې ولي له خپلو تولیداتو څخه ګټه نه پورته کوي!، که چیرته ځیر شو او وګورو نو په هره برخه کې مونږ خپل تولیدات لرو، زمونږ هیواد وال باید خپلو تولیداتو ته د قدر په سترګه وګوري او کله چې هم بازار ته ځي نو ښه دي ځیر شي چې کوم شي په افغانستان کې تولیدیږي او دوي ورته اړتیا لري باید همغه شی له بازار څخه را ونیسي او مصرف یي کړي، ځکه له دي سره زمونږ د ګران هیواد اقتصاد پیاوړی کیږي، او دا د هر افغان دنده ده چې د بهرنیو هیوادونو له تولیداتو څخه مخ وګرځه وي او هغه څه په بازار کې واخلي چې ګټه یې زمونږ هیواد پوري مربوط وي.
په دي خو ټول ښه پوهیږو چې زمونږ دولت یا خو وس نه لري او یا وخت نه لری چې د افغانستان کورني تولیداتو ته پاملرنه وکړي، داسي پاملرنه ورته وکړي چې د بهرنیو تولیداتو په مقابل کې ېو منظم سیستم ورته جوړ کړي ترڅو د داسي سیستم په شته والی سره زمونږ تولیدات دننه په افغانستان کې ېو ځانګړي بازار پیدا کړي، او دا بازار به هغه مهال رامینځته کیږي چې د بهرنیو تولیداتو قیمت لوړ شي او د کورنیو تولیداتو قیمت ارزانه شي، نو له دي سره به زمونږ هیواد وال د خپلو باکیفیته تولیداتو څخه په مناسبه توګه ګټه پورته کړي او زمونږ کورني تولیدات به دننه په افغانستان کې نور هم با کیفیته او لا به ډیر شي.
بهرني بازارونو څخه به فعلاً تیر شو، ځکه بهرني بازارونه نن سبا ډیرو سترو کمپنیو د ځان لپاره جلب کړي، که دننه په هیواد کې کورني تولیدات د ځان لپاره بازار ولري نو لري به نوي چې بهرني بازارونو کې به د افغانستان کورني تولیدات ېو ځانګړي مقام خپل نه کړي. اما دا درست کارونه هغه وخت سرته رسیدلي شي چې زمونږ دولت د دي وړتیا پیدا کړي تر څو د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او په دي برخه کې هغه سوداګرو سره مرسته وکړي چې دوي دننه په افغانستان کې پانګونه کړي، دوي ته باید امنیت، ثبات رامینځته کړي، د دوي تولید شوي توکې باید د افغانستان په هره برخه کې بازارونو ته وړاندي شي، په دي برخه کې د دولت په مرسته باید تبلیغات وشي، د افغانستان تولیدات باید هر افغان ته ور و پيژندل شي، له کیفیت او څرنګوالي څخه یې باید مونږ ټول افغانان په سمه توګه خبر شو. ترڅو د دي ترڅنګ هر افغان دي ته زړه ښه کړي چې له بهرنیو تولیداتو څخه مخ وګرځه وي او خپل کورنی تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.
بله مهمه خبره دا چې په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له خوانه په میلیادونو ډالرو مصرف وشو، خو بیا هم زمونږ هیواد په ډیرو برخو کې پخپلو پښو نه دي ولاړ، زمونږ د هیواد اکثره ارګانونه او اداري د بهرنیو مرستو پرته فعالیت نشي کولي، تر کله به دا لړۍ روانه وي؟ او تر کله به د پردیو هیوادونو مرستو ته داسي تم پاتي کیږو چې زمونږ د هیواد چارې ورسره پرمخ ولاړي شي، اوس مهال دولت ته په کار ده چې کورنیو تولیداتو ته په ځانګړي توګه پاملرنه وکړي، تر څو دا تولیدات دننه په افغانستان کې د ځان لپاره ېو ځانګړي بازار پیدا کړي، نن سبا خو مونږ پخپلو بازارونو کې پرته د بهرنیو تولیداتو څخه نور هیڅ هم نه وینو، حتی کله کله سړی داسي فکر کوي چې مونږ دننه په افغانستان کې ېوه ستنه هم نشو تولیده ولي، اما حقیقت داسي دی چې مونږ په هره برخه کې تولیدات لروو بلکې خپلو کورنیو تولیداتو ته بازار نه لرو، نن سبا په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو تولیداتو بازار خپل کړي دی، هری مغازي ته چې لاړ شي نو یواځی پاکستانی، آیرانی تولیدات په ستره کچه پیدا کیږي. له ېوه ځایه زه خبر شوي یم چې په جلال آباد کې ېوه افغاني کمپني ده چې عطر تولیده وي او ډیر خلک یې دننه په هیواد کې د عطرو خوشبو خوښه وي اما بد بختانه یاده کمپنی خپل تولیدات د پاکستانی تولیداتو په نوم بازار ته وړاندي کوي، ځکه خو یې خلک اخلي، که چیرته د افغانی تولیداتو په نوم بازار ته وړاندي شي نو بیا یی خلک نه خوښه وي. همدا ېوه لویه ستونزه ده چې مونږ دننه په هیواد په هره برخه کې کافی تولیدات لرو خو بازار ورته نه لرو، د بازار پیدا کولو لپاره سم مدیریت نه لرو، که زمونږ سوداګر په ېوه برخه کې پانګه اچونه کوي، نو ممکنه ده چې همدومره سرمایه به ولري چې خپل تولیدات پري راسمبال کړي، که دبازار موندني په برخه کې پانګه اچونه وکړي نو بیا به یې هم سرمایه ډوبه شي او هم به یې تولیدات زیانمن شي، په اصل کې دا د دولت دنده ده چې دي برخي ته پاملرنه وکړي، او د افغانستان کورني تولیدات لا پسي پياوړي کړي.