د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوه اداره او دوه مسولین

ع ژ فراهی 31.08.2015 12:33

څه دپاسه ۱۳ کاله کیږي چې دغربیانو،په ځانګړي ډول دامریکایانو په ملاتړ په هیواد کې دموقتې ادارې څخه راپیل او بیا ترنن پوري حکومتونه دقدرت واګي په لاس کې اخلي.
دطالبانو د دورې ترنسکوريدلو وروسته چي حامد کرزی دواګ په ګدۍ کښیناستي تر لنډي مودې پوري خلکو داسې احساس کاوه چي نوی کور نوی ژوند سو او واقعا کارکیږي. دخلکو هغه خوبونه رښتیا کیږي چي څولسیزي یي چاتعبیر نسوکولای. تر۱۳۸۴ کال پوري امنیتی وضیعت ښه وه پریو تعداد پروژو کارونه پیل سوه آن تردي پوري هیلي را ژوندۍ سوې چي کیداسي پرلویو بنسټيزو پروژو لکه بندونه دکانونو ایستل به هم پیل سي چې ددي کار په ترسره کولو سره به افغان غریب ولس ته کارونه او دندي پیداسي .همدا ډول فکر کیدي چي دجنګ جکړو لمنه به نوره ټوله سي،خو داسی نسوه. یوتعداد پروژي پلي سوي مګر کوم کارونه چي اړین وه هغه همدغسي په خوب ویده پاته سوه.
راځو ودي ته چي ولي امنیت ټينګ نه سو ولي سوله رانغله؟ اصلي علت یی داوو چي په لومړي ګام کې امریکا صادقه نه وه په دوهم ګام کې افغانستان دنړۍ دهیوادونو دسیالۍ ډګر وګرځيدی. داپه دي مانا چي هرهیواد په یوه اوبل نوم دموسسو څخه راپیل د(پي آر ټي )ګانو په نوم په ولایتونوکي دفترونه پرانیستل چي هرهېوادځانته دنده اوځانته پلان درلوده . داصلي دندي پرځای چي افغان دردیدلي ولس ته کارونه وه، په خپل استخباراتي دندو مصروف پاته سوه. د۱۳۸۴ کال دختم څخه راشروع په هیواد کي کله یوځای کله بل ځای دطالبانو ګروپونو یو ځل بیا سرونه را اوچت کړه چي دغي لړۍ اوس مهال تردي ځایه خپلي ریښې وځغلولي چي اوس یي دامریکایانو په شمول اوسني حکومت او پاکستان څخه هم لاره ورکه کړیده.
کله چې ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترډيرو لانجو اوسیاسي چنو وروسته دقدرت واګې په لاس کې واخیستلي هم داسي هیلي راپیداسوي چي ګویا اوس نو دفساد پرضد هغه مبارزه پیلیږي کومه چي افغان ولس ورڅخه خورازیات کړوونه لیدلي وه .همداډول به کارونه پیل سي د مخدره توکو لمنه به راتنګه سي. خلکو داسي هم انګیرله چي دیوي نوي پالیسۍ له مخي به نږدي او لیري هېوادونوته داسي څراغ بل کړي چي افغانستان ته دبهرنیانو پاملرنه ډيره سي مګر داسي نسوه. ددې حکومت خښته هغه وخت کږه پریښودل سوه چي نوري ټولي ډلي ټپلي پکښي ځای سوي خو داسلامي ګوند اوطالبانو لپاره ځای پکښي نه و. داچي ولي یادي دوې ډلي ځآي نسوې داهغه سوال دی چي یوازي یي جان کري ځواب ویلایسي.
پهر حال سره د ډيرو ستونزو جنګ اوجګړو لا زور واخیستی آ ن تردي چي اوس اوس دولسمشر دلومړي مرسیتال په قومانده په شمال کي سخته جګړه روانه ده همدا ډول په ډيرو ولایتونو کي طالبان حاکم دي دولسوالیو چهار دیوالی دحکومت په لاس کې ده خو شا او خوایي دطالبانو حکم چلیږي.
یوه آداره دوه مسولین سوه! هریو یي ددي کوښښ کوي چي خپل دخوښي وړ کسان په دنده وګماري چي داکړنه نه یوازي دحکومت پایي سسته وي له بله اړخه خلک هم ورته دشک په سترګه ګوري .مرستي بندي سوي بیکاري خپل اوج ته ورسیدله،افغان ولس هره ورځ ستونزي ګالي. په ټولیز ډول داسي ښکاري چي خلک ودي ته لیواله دي چي یو داسي بدلون راسي چې نور واقعي ولسواکي پلي سي دخلکو غږ واوریدل سي. ځکه نوموړو دوو مسولینو ونکړایسو چي په تیر یوه کال کې دقناعت وړ اقدامات وکړي.لکه څنګه چې لیدل کیږي تردمګړیه یي هیڅه هغه ژمنه نه ده عملي کړې کومه چي دواړو مسولینو په ټاکنیزکمپاینونوکي ورته لافي وهلي. دخلکو چاره یی څه ؟خلک څه ملامت دي ؟خلکو رایه ورکړه خلکو داسي نه انګیرله چي هېواد به دداسي مسولینو ته لاس ته لویږي چې دوی به یوازي په هم دې نوم خوښ وي چي یویی ولسمشر بل یي ریس اجرایه وي.
سوال دلته دی، چې نور یاسره جوړسی یا قدرت هغو کسانو ته ورکړی چي دا ولس ارامه وي،او یا هم لکه څنګه چي دحکومت نوم وحدت ملي دی باید دانوم په اثبات ورسوی چي ایا وحدت ملي دی که نه؟اړینه ده چي ټولي هغه ډلي دځان سره یوځای کړی چي اوس مهال یي تاسوته لوی خنډ جوړکړی دی. پرته له دي، پاته کاري دوره به دجنګ سره سره په دي ټکې پای ته ورسیږي چي نه مو کار وکړ اونه موهم خپل مسولیت اداکړ بلکي په تاریخ کې به دناکامه اوناکاره مسولینو نوم ځانونوته وټاکی.نږدي یوکال تیرسو ډيري اداري بي مسوله پاته دي،دټاکنو دکمیسون پرسرمواصلاحي کمیسون وټاکی په دي کې لاهم نندرۍ غږول کیږي چي سر به یي چیري ووزي.اصلي ستونزه په دي که ده چي دوه مسولین یو پربل باور نلري همداډول همدغه دوه مسولین باید هرکارخپله ترخپل کنټرول لاندي راوړي چي داناممکنه کاردی. ځکه ولسمشر،ولسمشر وي اجرایه ریس،اجرایه ریس وي. پریږي ترځان کښته مسولینو ته دنده وسپاری امکانات اوصلاحیت ورکړی ترڅو هرڅوک په خپله دنده پوه سي. ضرور نه ده چي هرکار تاسو دوه نفره وکړی.دیوه هېواد دولسمشر و لومړی مرستیال ته لازمه نه ده چي په جنګ کې برخه واخلي ځکه هیواد به ددفاع وزیر،دکورنیو چارو وزیر،او دملي امنیت مشرلري .واضح خبره ده چې کار دومره شړیدلی دی چي نن جنرال دوستم عملا په جنګ کې ونډه اخلي .هغه جنګ چې له بده مرغه په هغه کي پښتانه وهل کیږي پښتانه وژل کیږي پښتانه بي کوره کیږي.که چیري دوستم واقعا دافغانستان په غم اوفکر کي وای نودا کار به یي دکندهار هلمند اویا هم دفراه څخه پیل کړی وای، ولي نوموړي لومړی خپلي سیمي اوساحي ته ولاړ؟ همدلته جوته کیږي چې کیدایسي جنرال دوستم دخپل بقا لپاره کارکوي اویاهم دولسمشر او اجرایه ریس تر کنتروله وتلی کار دی.په پای کې ویلایسو چې جنګونو زور اخیستي غلجکي حملي په جبه یي حملو واوښتلي،بیکاري لویه ستونزه وګرځيدله،امنیت په ښارونوکي نسته ولسوالۍ کله دحکومت څخه او کله دطالبانو په لاس کي وي .ددي لپاره چي ولس نور په ارامه ساه وباسي ضروري ده چې ولس ته مراجعه وسي هرډول چې دخلکو غوښتنه وه هم هغسي نظام جوړسي چې هم موسیاسي بقا په نړیواله سطحه خوندي وي هم مو خلک ددي پریشانۍ څخه خلاص سي.
لیکوال: ع .ژ فراهي