د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علومي خپل سیاسي شخصیت انتحار کړ !

استاد محمد ظریف امین یار 29.08.2015 15:21

سیاست کې د قدرت او د سیاسی رفتار ثبات تر منځ انډول ساتل تر ټولو مشکل مسله ده. په معاصره سیاستونو کې سیاستوال باید د یو اړخه د برخورد ، رویې او وختني لیدلوري ثبات حفظ کړي نود بلې خوا باید مناسب سیاسی قدرت او حکومتي موقف هم ترلاسه کړي. سیاستوال باید داسې سیاسي دریځونه اختیار کړي چې هم ثبات او هم قدرت ورته په برخه کړي. په نړئ کې ډیر داسې سیاسیون تیر شوي یا شتون لري چې دغه انډول باندې یې کافي مکث او تمرکز نه ده کړي ، د انډول موازنه ترینه خطاوتې ده او د همدغه موضوع پر بنسټ په سیاسی لوبو کې شکست سره مواجه شوي دي. مډرن سیاست لږ آدیالوژیک (Ideological) او خورا ډیر وضعی او رفتاري تعریف شوئ ده. په ننئ سیاست کې هغه څوک بریالئ سیاستوال دئ چې وضعیت سره سم د مشري رفتارونو په نظر کی نیولو سره د ګټې او ضرر تحلیل څخه وروسته دقیق او معقولو پریکړو وکړي یا دریځونه اختیار کړي او په دې اساس خپل سیاسي موقف وساتي یا سیاسي موقف او موخو ته لاسرسی پیدا کړي.
    
د افغانستان معاصر تاریخ کې دواړه ډوله سیاسیون شتون لري. ډیر آیدیالوژیک لکه د خلق ډموکراتیک ګوند مشر نور محمد تره کئ، د ثور د کودتا قوماندان حفیظ الله امین، د افغانستان د خپلواکئ بیا لاسته راوړنکئ غازی امان الله خان ،د طالبانو د تحریک او رژیم مشرملا محمد عمر او د حزب اسلامی مشر گلبدین حکمتیار هم تیری شوي. او ډیر وضعی او رفتاري سیاستوال لکه د کمونیستانو د خاد او بیا وروسته د حکومت مشرډاکتر نجیب الله،د اجنتی نظام مشر ببرک کارمل، د جهاد او داخلي جکړو مشران احمد شاه مسعود، ربانی ، عبدرب رسول سیاف او مزاری،د اوسني ډموکراتیک حکومت بنسټګر حامد کرزئ او د نړئ دوهم متفکر د افغانستان د ملي یووالي حکومت ولسمشر ډاکټر اشرف غنی؛ تیرشوي یا اوس هم شتون لري. خو که تاریخ ته یوه کره کتنه وکړو دا به په ډاګه شي چې سیاست بازانو تل وختي ګټو ته لومړيتوب ورکړئ او خپل سیاسي شخصیتونه یې د موقف او قدرت لپاره خرڅ کړي.دغه وضعیت ته موږ په سیاست کې د سیاسی شخصیت انتحار هم وویلئ شو. د سیاسی شخصیت انتحار عبارت له هغه سیاسي دریځ، حرکت، رفتار ، رویه،سلوک، اسلوب یا برخورد څخه ده چې د یو سیاستوال بشپړ سیاسي شخصیت صفر سره ضرب کړي او د راتلونکي لپاره ورته د سیاسي پرمختګ دروازې د ابد لپاره بندې شي.




د افغانستان په کمکي سیاست بازانو کې نور الحق علومی هم یو سیاست باز ګنل کیږي. علومي هغه سیاست باز دی چې تل د قدرت لپاره د ټولنې اصالت یې د خپل فردي اصالت لپاره قرباني کړئ دئ. د ملت ګټې یې تل د قدرت په لوبې کې بایللي او خپل سیاسي شخصیت یې تل بدنامئ او ملي ګواښ سره مخامخ کړئ. علومي د هغه کم اصل افغانانو په لیست کېده چې خپل هویت او ملي منافع یې د قدرت او مادي ګټو لپاره بهرنیانو او دنني وطن خرڅوونکو باندې خرڅې کړي دي.زما په آند علومي د شاه شجاع او د سقاو زوئ څخه هم لوئ غدار او خاین دئ ځکه چې هغو خو په کلکه د افغانستان ملي منافعو په خلاف خپل دریځونه په ښکاره توګه مطرح کول، اما علومي د ملت د خدمتګار په جامه کې د ملت لپاره د نستوړي مار جوړ شوئ ده.

که د علومي سیاسي ژوند ته کتنه وکړو نو ژر به استنباط شي چې ښاغلي تل د قدرت لپاره خپل ټول ارزښتونه لیلام کړي دي. پام ولرئ چې دا وضعی سیاستوال نه دئ دا نا اهل سیاست باز دئ. توپیر یې دومره دئ چې وروستنئ قشر یعنی سیاست بازان هیڅ ارزښت باندې هم نه دي ولاړ یعني د ارزښتونو لیلامونکي دي. د دغه موضوع د استنباط لپاره دا اړینه بولم چې د ډاکټر نجیب الله سره د علومي غداري او سیاسی نمک حرامي ته اشاره وکړم. نن کره معلومات موجود دي او اکثره تاریخ لیکونکي اوسیاسي پوهان په دې باور لري چې د ډاکټر نجیب د رژیم سقوط دو ستر لاملونه د علومي او دوستم غداري وه.

کله چې ډاکتر نجیب ته حکومت انتقال شو شوري اتحاد کابو شکست سره مخامخ وو او په اصل کې ډاکتر نجیب ته حکومت ورکول د شوروي اتحاد د ډاکتر نجیب په خلاف یو بریالئ سیاسي مانور(Political Maneuver) وو. هغه وخت ډاکتر نجیب په سیاسي وضعیت باندې سم پوه نشو او د قدرت په نشه کې یې سیاسي تیر وتنه وکړه.کله چې ډاکتر نجیب د شوري اتحاد د ناسالمې ارادي څخه په بشپړ ډول آګاه شو نوهغه بیا پوه شو چې په تیرو کلونو کې د شوروي اتحاد لخوا د شوروي اتحاد د ګټو د تحقق لپاره کارول شوئ ده او د هغه سیاسي شخصیت د عامو خلکو په ذهنیت کې خورا تخریب شوئ. پدې اساس هغه کوښښ وکړو چې خپل حکومت ته دوام ورکړي او د همدغه ارادې په اساس ملي مصالحه یې اعلان کړه(ګرچه وویل کیږي دغه مصالحې که هم د شوروي اتحاد لاس وو)  او د شوروي اتحاد د اتکا څخه د خپل حکومت د خلاصون هڅې یې پیل کړې.اما شوروي اتحاد د سیاسي مجبوریت له کبله په دغه وخت کې خپلې سیاسی ستراتیژی ته ۳۶۰ درجه توپیر ورکوي. شوروي اتحاد شمالي جهادي قوماندانانو سره د سیاسي خبرو لړئ پیل کوي او د ګډې همکارئ تړون ته هم رسیږي. په دغه اساس وخت کې دوستم او علومي د ډاکټر نجیب د رژیم سقوط لپاره جمعیت او شمالی جهادي ډلو سره چې د شوروي اتحاد د ارادې سره سم حرکت کوي؛ یوځای کیږي. په هغه وخت کې هم علومي داسې فکر کوو چې دئ به په جهادي حکومت کې سیاسي پایداره دنده ترلاسه کړي نو ځکه ډاکتر نجیب یې په شمالي جهادیانو باندې خرڅ کړو. شمالی جهادیان پرچمیانو سره په توافق کابل ته راننوتل اما حکمتیار د شمالي جهادیانو دغه سیاسي تړون اوجهاد خرڅونې باندې اعتراض وکړ. او استدلال یې کوو چې زموږ جهاد شوروي اتحاد او د هغو هم فکرانو سره وو نو اوس ولي باید موږ د پرچمیانو په اوږه کابل کې د خپل سپیڅلي جهاد بریالیتوب هغو سره یوځائ ولمانځو !دا وویل اړین دي چې دقرت په سر د وروستنیو دنني جګړو یو ستر لامل د شمالي جهادي ډلو افغان جهاد سره غداری وه.

اوس چې علومي د بریښنایی پیژند پاڼو په هکله غیر اسلامی او غیر ملی دریځ اعلان کړئ، د تعجب وړ نه ده. ځکه چې علومي هیڅکله هم ارزښتونو ته لومړیتوب نه دئ ورکړئ.نه پرون نه نن او نه به سبا ! اصلاْ علومي د ارزښت پالنې ټولې حجرې یې خپل وجود کې انتحار کړيدي او هرڅه ورته مادي او قدرتي ګټو کې تړلي ښکاري. . علومي استدلال کوي چې تذکرو کې د افغانستان د حکومت نوم پورته لیکل شوي دئ نو د افغان کلیمه لیکلو ته اړتیا نشته.اما زه ورته وایم چې ته ماته په ټولې نړئ کې د افغانسان په شان یو هیواد وښایه چې ملي تذکرو کې یې ملت معلوم نه وي ! بله خبره داده چې نورو ملتونو کې د ملت موضوع حله ده. د بیلګې په توګه هندوستان کې ټول خلک ځانونو ته انډین(Indian) خطاب کوي،سره له دې چې زرګونه ملیتونه پکې شتون لري. هم مسلمان هم عیسوی او هم هندو او په همدې ترتیب هم پنجابئ هم ګجراتی او هم بیهاري وغیره ټول ځانونو ته انډین وایی او پرې فخر کوي. د دغه برهان په اساس که د  هندوستان خلک خپلې تذکرو کې د ملت مشخصه هم ونه لیکي کومه ستونزه به نه وي. اما په افغانستان کې تر اوسه هم د ځینو ملي خاینینو او بهرني ګوډاګیانو له کبله د افغان کلیمې سره حساسیتونه پارول کیږي او د نفاق اور ته پوکئ ورکول کیږي. علومی او داسې نور لاسپوڅي پدې ښه پوهیږي چې د افغان کلیمه ملیتی کلیمه نه ده بلکې دا ملتی کلمه ده اما بیا هم د خپلو تمویلي سرچینو د هدایت سره سم افغانستان سره خیانت باندې بوخت دي. همدغه راز اسلام زموږ دین او شناخت دئ او باید په پیژند پاڼو کې ظاهر شي ترڅو په دې پوه شو چې څوک مسلمان او څوک غیر مسلمانان دي.هغه خلک چې افغان کلیمې سره حساسیت لري سل په سلو کې ملي خاینین دي او د افغانستان ملي یووالي لپاره وایرسونو په څېر مضر دي. دا ځیني بیا داسې مثال ورکوي: وایی چې څه مطنقي اړتیا موجوده ده چې مثلاْ پرته له دې چې ټول پوهیږي دا موټر دئ په پلیت باندې ولیکو چې "دا موټر دئ". زه هغو لاسپوڅو ته داسې وایم: سره له دې چې ټول پوهیږي چې دا موټر دئ اړتیا شته چې ځانګړتیاوې یې ولیکل شي. سمه ده چې دا موټر ده اما دا باید معلوم شی چې دا موټر د کومې کمپنی او کوم ډول دئ ځکه په نړئ کې خو زرګونه کمپنئ د موټر تولیدات لري. نو خلاصه دا چې هغه ټول خلک چې د افغان کلیمه په خلاف استدلال کوي یا څرګند مخالفت کوي د افغانستان لپاره ملي وایرسونه دي. تر څو چې افغانستان د دغه لاسپوڅي او د نستوړي مارانو موضوع حله نکړي ملي اجماع او ملي یووالي به تل د ګواښ لاندې راځي.

خلاصه دا  چې علومي یو ځل بیا خپل سیاست بازي څرګنده کړه او وروسته له کلونو بیا هم هماغه خپل کم اصل او مادي خاصیت او د ملت ضد دریځ یې وښوده. علومي په دغه دریځ سره یې خپل بشپړ راتلونکي او حاضر سیاسي شخصیت انتحاري کړو او ملت سره یې یو ځل بیا لویه جفا او نمک حرامي وکړه. خو دومره به زه عرض کړم چې اسلام او افغان زموږ پیژنګلوي ده او هیڅ بنی بشر ته به دا فرصت او اجازه ورنکړو چې زموږ اسلامی او ملی ارزښتنونو باندې یوه سانتي هم تیروتنه وکړي. نه افغانستان او نه د افغانستان تاریخ او ارزښتونه د علومي شخصي لاسته لاوړنې دي او نه هم موږ یې د املوکو په تول لکه علومی د لیلامولو عادت او خاصیت لرو.زموږ لپاره زموږ ملي ګټي، د هیواد ځمکني بشپړ سیاسي او جغرافیایی حاکمیت ، اسلامی او ملي ارزښتونه د قرمزخط دي. چې د وطن او اسلامی او ملي ګټو لپاره د هرڅه نه تیر یو نو د ملی یووالی حکومت چې د شګو حکومت په شان ښکاري که ژر تر ژره اسلام او افغان په تذکرو کې ځائ نکړي نو خپل د سقوط معکوسه شمیرنه د پیل کړي. ډاکتر غنی په دې باندې ښه پوهیږي چې د افغان کلیمه ملیتی نه بلکې ملتی ده نو باید خپل اسلامی او ملي وجیبه او رسالت ادعا کړي او خپل درآیت او مهارت وښایی که نه نو راتلونکی کې به نادمه وي. په اخر کې د تره کئ  یوه ډیره معقوله خبره اقتباس کووم چې داسې وویلی وو : "د خلکو زور د خدای زود."

تل د وي ګران، لوي او سرلوړئ افغانستان

کابل
۱۳۹۴ کال د وږي څلورمه نیټه