د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بريتانيا ناقانونه کارګران زندان ته ليږدوي

یاسر الهاشمی 27.08.2015 12:20

د بريتانيې حکومت غواړي چې په دغه هيواد کې د میشتو ناقانونه کارګرانو په وړاندې يوه نوی لايحه وضعه کړي او د دغه لايحې په هيواد کې د ناقانونه کارګرانو مارکيټ له مينځه يوسې.
د تيرو ټاکنو پر مهال د محافظه کار ګوند له خلکو سره ژمنه کړی وه چې د ناقانونه کډوالو شميره به تر لسګونو زرو پورې راټيته کړي. اوس محافظه کاران غواړي خپلو ژمنو ته د عمل جامه واغوندي، نو د دې کار لپاره د محافظه کارانو په مشری د بريتانيي حکومت به تر راتلونکی منۍ (خزان) پورې د ناقانونه کارګرانو په وړاندې نوی لایحه تصويب کړي.
د دغه لایحې پر اساس به هر ناقانونه کارګر تر نيول کيدو وروسته د شپږو میاشتو لپاره زندان ته وليږدول شي او هغه تجاران چې ناقانونه کارګران په کار ګماري د هغوی تجارتي دفترونه به هم و تړل شي.
د بريتانيې حکومت باور لري چې ډیری ناقانونه کارګران د شرابو د خرڅلاو او غذايې موادو د خرڅلاو په دوکانونو کې په دنده بوخت دي. که چيرې هر دوکاندار د ناقانونه کارګرانو د استخدام په تور ونيول شي نو د کار جواز به ورڅخه واخيستل شي او د نقدي جريمې تر څنګ به زندان ته هم وليږدول شي.
د بريتانيي د وزيرانو شورا د دغه لايحې د تصويب پخلی کړی او ویلې چې د توقيف خونو پرځای زندانونو ته د ناقانونه کډوالو لیږل به د هغه خلکو لپاره هم د عبرت درس وي چې غواړي په غير قانوني دول بريتانيې ته راشي. هغوی دې بايد په دې پوه شي چې په بريتانيا کې د دوی لپاره هيڅ ځای نشته.
د بريتانيې حکومت وروسته له هغې د دغه لايحې د وضعې څخه خبر ورکوي چې تر دې وړاندې جولای د مياشتې په وروستيو کې د ځمکو د خاوندانو په اړه يوه لايحه تصويب کړه. د دغه لايحې پراساس د ځکمې خاوندان مکلف ګرځول شوي تر څو کډوالو ته د کورونو د ورکړې څخه مخکې د هغوی اسناد چک کړي.
د بريتانيي د کډوالۍ د چارو وزير، جيمز بروکنشاير ویلې:
(( که ناقانونه کډوال پدې فکر کې وي چې په بريتانيې کې به په اسانۍ سره قبولي واخلي او کار وکړي، نو دا د دوی لویه تیروتنه ده. موږ به خپل ټول توان په کار واچوو تر څو ناقانونه کډوالو ته د کار زمينه مساعده نشي، کور په کرايه وانخلي او بانکې حساب خلاص نه کړي.
هغه کسان چې په غير قانوني ډول بريتانېي ته راځي او په غير قانوني ډول کار کوي، په حقيقت کې دوی د قانون سره لوبې کوي. موږ به د دوی په وړاندې سختې جزاګانې تطبيق کړو او د دې ترڅنګ به موږ د خپل هيواد سرحدونه هم پياوړی کړو. دا هغه څه دي چې د بريتانيې خلک يې غواړي. ))