د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تمه ده چې دبې روزګارۍ ستونزې یوڅه حل شي

حقیق 24.08.2015 15:21

بې روزګاري هغه ستر آفت دی چې دیو هیواد خلک نه یواځې دا چې له اقتصادي اړخه نوروته اړکوي او دټولنې داوږو بار ګرځی بلکې داسې ناوړو کړونو ته هم زمینه برابرولی شي چې دهیواد او خلکو لپاره زیان لرونکي  وي، ډېر کسان دبې روزګاری له کبله جنایتونو او غیر قانوني کار وبار ته مخه کوي ، په وسله والو ناقانونه ګروپونو کې شاملیږي ، په مخدره توکو روږدي کېږی ...
له نېکه مرغه په دې وروستیو کې دکار او ټولیزو چارو وزیرې بدخشان ته دخپل سفر په ترڅ کې خلکو ته ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به دبیکاری په کچه کې کموالی راشی . هغې ویلی چې دقطر هیواد ته به ۱۵۰۰۰ تنه او سعودي عربستان ته چې تر درې سوو زرو کسانوپورې دکاریګرو غوښتنه یې  کړې هم یوشمیر کسان دکار لپاره واستول شي چې دغه خبر دافغانانو لپاره په دې وخت کې یو ښه خبر دی . ځکه چې له یوې خوا ناامنیو نه خلک زوریږي او له بل لوری ډير شمیر کسان په بې روزګاری هم اخته دي . البته یو څه  باید هېر نه کړو  چې په دا تیرو دیارلسو کلونو کې زموږ ډیر شمیر ځوانان په لوړو زده کړو سمبال شول ، په همدې کچه چې ځوانانو زده کړې موندلې نو په دولتي برخه کې ټولو ته دکار موندنه ستونزمنه ده . مخکې له دې دزده کړو مؤسسی کمې وې او لږ شمیر خلکو کولای شوای لوړې زده کړې ترلاسه کړي اوس نه یواځې داچې په هیواد کې دننه بلکه په هیواد کې دباندې هم ډیرو کسانو ته دزده کړې زمینې مساعدې شوې چې ټولو ته دکار موندل به ستونزمن کاروي. خودا په دې مانا نه ده چې نور باید ددوی لپاره دکارموندنې هڅې ونشی .
 داهم باید وویل شی چې دا  یواځې دولتي ادارې  نه دي چې هلته زموږ خلک په کې په کار بوخت شي بلکې،  خصوصی برخه ترټولو مهمه  او دزیاتو کسانو دجذب زمینه لري چې باید په دې برخه کې مهم پرمختګونه رامینځته شي  .
دکارموندنې لپاره ددولت او حکومت اړوندې څانګې مکلفې دي څو اغیزمنه ستراتیژي جوړه او دعملی کولو لپاره یې هڅه وکړي . افغانستان هغه هیواد دي چې ستر انساني کاري پوتانشیل لري ، چې له بده مرغه زموږ له دغه ځواک نه بهرني هیوادونه په تېره بیا لویدیز ګاونډئ  او عربی هیوادونه ښه ګټه پورته کوي په داسې حال کې چې افغانانوته هلته ډېره  لږه ګټه لاس ته ورځي .
 که چېری زموږ هیواد کې بنسټیزې پروژې په  کار ولویږي په تېره بیا دمعدنونو داستخراج به برخه کې نو ډاډمن یو چې ډېروکسانو ته به دکار زمېنې برابرې شي ، دغه راز هغه دګازو نل لیکه چې ټاکل شوې له ترکمنستان څخه به  دافغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته وغزېږي هم لاتراوسه سم درک نه دي  څرګند شوی  او دکار په اړه یې لا تراوسه هم اړینې خبرتیاوې نه دي خپرې شوي  پرته له دې چې د ا اعلان شوی چې ددغې پروژې کار به دروان میلادی کال په ډسمبر کې پیل شي نو خدای دې وکړي چې په همدې نېټه یې عملی کار پیل شي .  ویل کیږي چې په دغه پروژه کې به هم په لسګونو زره کسان په کارونو بوخت شي.
یو څه چې دولتی څانګې  او په تیره بیا دملي یووالی  حکومت کولای شي داوس وخت لپاره ترسره کړي ، هغه په  لنډمهاله توګه او اوږدمهاله توګه دپلانونو جوړول دي چې بې روزګاره خلکو ته کارونه وموندل شي. بې روزګاره افغانانو ته دکارموندنه به هغه امنيتي ستونزې هم راکمې کړي چې همدا اوس زموږ هیواد ورسره لاس او ګرېوان دي. یواځې دملی پولیسو او ملی اردو په لیکو کې دځوانانوجذبول نشي کولای په میلیونونو بې روزګاره خلک له ستونزو وباسي ، بلکې خصوصی سکتور  کې دکاری زمینو  مساعدول هغه څه دي چې خلک له بې روزګاری ژغورلی شي. که چېرې د تولیدي فابریکو په  شمېر کې زیاتوالی راځي، که چېرې کرنیزې برخې ته پام کېږی او هغه ماشینیزې کیدو خواته ولاړه  شي چې زموږ بزګر وکولای شی په لږ کار سره ډېر حاصل لاسته راوړي ، که چېرې دابولګولو سیستم ته پام کېږي ، چې دبرېښنا دغځېدو په اړوند دهېواد ټولو بې برېښنا برخو ته پروژې ترلاس لاندې نیول کېږي ، که چېرې په بهر کې افغانانو ته دمنظمو دولتی قرار دادونو له مخې دکارموندنه کېږي، که چېرې دمالداری او فارمونو جوړولو په برخه کې له خلکو سره دلومړنۍ پانګې په برخه کې مرسته کېږي ، او که چېرې په حکومتي ادارو کې ځوانانو ته دکار زمېنې مساعدېږي ... نو ډاډه یو چې زموږ ډېر شمېر خلک به هم په کارونو بوخت شي او ورسره به په اقتصادي، ټولنیزه او امنیټی برخه کې زموږ دهېواد ډېر شمېر ستونزی دحل لاره ومومي. او دکار په زیاتیدو سره به نه یواځی داچی نور زموږ هیوادوال بهرته دکارونو لپاره ولاړ نه شی بلکه هغو هیوادونو کی چی همدا اوس لکه سعودی عرب هیواد چی افغانان له ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی په کې  بیرته خپل هیواد ته خلک راستانه شی.
خلک هیله لري چې ډیر ژر هغه ژمنې چې دوی سره شوي عملی شي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت دچارواکو وروستۍ خبرې او ډاډ چې هغوی به په ډیر شمیر کې افغانان دکار لپاره قطر او سعودي ولیږي د اوس لپاره یوښه خبردی خو باید چې ژر عملی بڼه غوره کړي او په همدې ډول په اوږده مهال کې باید په هیواد کې دننه دلویو او وړو پروژو په طرحو او په کار اچولو سره زموږ ډیر شمېر هیوادوالو ته په کور دننه دکار زمینې برابرې شي .
په دې هیله چې هم حکومت ، هم خلک او هم نړېواله ټولنه  چی له  موږ سره یی دمرستي ټټر وهلی دافغانستان دخلکو دغه غټه ستونزه یعنې بې روزګاري  چې همدا اوس  زموږ دهېواد لوړه سلنه خلک ورسره مخامخ دي په پام کې ونیسي او دحل مناسبې لارې ورته ومومي.
-------------------------------------------