د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ببر غازي

توریالی ملیار 22.08.2015 13:09

په شرابو یې ښه ځان وپړساوه، نایټ کلبونه، ډيسګوګان د لوکسو هوټلونو نرمې او ګرمې خاطرې، هر وخت د ناروا عشق په هوسونو کې ډوبې شېبې، د جنسي هوسونو لپاره ښکلې نجونې او ښځې... د خوراک کمی هم نه و له خپلو ملګرو او معشوقو سره په هر لوکس هوټل کې هر ډول ګرانبیه خواړه، هر کال یا څو میاشتې وروسته د لوکسو موټرو بدلول، په هوا، ځمکه او اوبو کې له خوندونو ډک سفرونه، له ویرې او شرم پرته د سړکونو او لارو پر سر د خپلو معشوقو په تودو غیږو کې لوبېدل، له میندو پلرونو او کورنیو لیرې د بې مسوولیتۍ ژوند خوږې څپې، په نڅاګرو د زرګونو ډالرو شیندل او له هغوی سره شپې سبا کول، په بیچ او د سمندرونو تر غاړو بربنډې شیبې تیرول او د مستونو نجونو سره د اوبو پر غاړو د ساعتیریو هوسونه...

دا ټول پوره شول هره ورځ همدا حال و او تکرار- تکرار، نور دغه ټول عیشونه ورته بې خونده ښکاره شول، د هوس هیڅ نوې لاره او نوی ډول په نظر ور نغلو ډير سوچونه یې ووهل چې د عیاشئ لپاره نور څه وکړي خو هیڅ داسې څه یې پیدا نه کړل چې د خوند ونو لپاره پرې خپلې څو شېبې رنګینې کړي... هندارې ته یې وکتل ږیرې پرېښودلو ته یې شوق وشو وې راشه دا ځل له ببر مخ او ببر سرخوند واخله چې څه کیږي، ږیره یې پرېښوده لویه او ببره یې کړه، د سر ویښتان یې هم ورسره ببر او اوږده کړل- له دې سره ورته د ژوند ډول بې مزې ښکاره شو- سوچ یې وکړ چې که څه وخت له وژنو خوند واخلم، په خپله خواوشا یې نظر واچاوه خو دلته وژل سخت وو، ځکه دلته ژوند ارزښتمن و، قانون او قیودات و نو ځکه د یو چا د زړه درزا درول سخت وو، همدا ډول یې د خپلو خاطرو زیږوونکي د ظلم په تیره چاړه نه شوای حلالولی او د تېرو هوسونو د مستې دونیا په ورانولو یې زړه ونه شو هلته ورته د بیچ ملګري، د نایټکلپونو او ډيسکو ګانو بربنډ هوسیان شیخان ښکاره شول، د هغوی په ښکلو خاطرو یې د هدیرو خاورې نه شوای امبارولی، نو یې چرت په یوه داسې وطن کښيوت چې څښتن نه لري، غمخور نه لري، نه یې د درد چیغې څوک اوري او نه یې د اور لمبې څوک وینې هغه وطن چې وینې پکې تر هر څه ارزانه او وژنه پکې یو ویاړ، زړورتوب او د عزت نښه ده... دغه وطن نو ده ته هم شین کافر ښکاره شو ، جومات یې ورته کلیسا، امام یې ورته مشرک او مقتدي یې ورته سر په دونیا دوزخي، همدا ډول لمونځ یې ورته ملنډې، روژه یې ورته بې هوده کار او نور عبادتونه یې ورته بدعتونه وو... نو پریکړه یې وکړه چې د خپل هوس تنده په همداسې یو ځای کې او همداسې خلکو ماته کړي.

ځوان چې اوس یې نو ږیره او ویښتان ښه ببر شوي وو، نیکر یې وایست، تورې جامې یې واغوستې، له ببر تور سر یې توره ریتاړه را تاو کړه او د نویو هوسونو د پوره کولو لپاره یې د سفر ګامونه پورته کړل، دا ځل یې نو همدا هوس پاتې و چې څنګه د خلکو له وژلو ډير خوند واخلي، په ټوپک، چاړه، زندۍ، وهلو، بم، ماین، او..... ده باید دغه ټول هوسونه یو پر بل پسې پوره کړي وای چې د همدغو هوسونو پوره کولو لپاره یو بې سره او بې څښتنه وطن ته راغی.
لومړی یې په یوه جومات کې، یوه سپين ږیري ته لاس اوږد کړ، له لاسه یې تسبیح وغورځولې، په خوله کې یې د یا الله!!... یا الله!!... نوم ور وچ کړ سملاسي یې فتوا پرې ولورله کافر یې کړ، ملحد یې کړ، امریکايی، یهود او... یې کړ تر جاغه یې ونیو او په ټیلو ټیلو یې له جومات وایست او د خپل بایللي وجدان او ضمیر محکمې ته یې ورساوه.

بیا په یوه ځوان پسې شو له لاسونو یې کتابونه وغورځول، په جیب کې یې د پوهنتون کارت د کفر د ثبوت لپاره پوره دلیل وګاڼه ملحد او عیاش یې وباله او دی یې هم په تور دنګ غره کې د تورې محاکمې تور غارګوړي ته ورساوه.

بیا یې یوه ماشوم ته پام شو چې په یوه لاس کې یې د غوا پړی او په بل لاس کې یې کتاب و، ماشوم هم دغه ببر غازي ته سخت پړ و ځکه په داسې یوه ملک کې یې غوا تر پړې نیولې وه چې کوپار پکې دي، په یوه داسې ښوونځي کې درس وايي چې نصاب یې سوچ کوپر دی، په داسې یوه خاوره کې اوسي چې خلک یې ټول مشرکان دي... په دغه یتیم او بې اسرې ماشوم یې هم د ظلم تور لاسونه ور خښ کړل ماشوم که هرڅو مورې!! مورې !! چیغې وکړي خو چا وانه وریدې او ببر ځوان دغه ماشوم هم د خپلې قضا، فتوا او حکم تر مرکز او دفتره ورساوه.
ږیرور ځوان همداسې نور ګنا کاران او کفار هم په بیړه پيدا کړل، له جوماتونو او خړو کورونو یې را وایستل او ورسره بویې تلل چې د خپلې قضا حکم پرې صادر کړي.

په تور غار کې ببر غازي اوس په دې هوس کې وو چې دغه خلک د کومې فتوا پر بنسټ محاکمه کړي چې تر ټولو ډير خوند ترې واخلي او د خپلو هوسونو د یادښت په کتابچه کې یې نوم ورزیات کړي- لږچرت یې وزغلاوه، بیا یې د هو سر وښوراوه د باندې ووت څو واړه واړه ماینونه یې را واخیستل هغه یې قطار کیښودل لږ تیږې خاورې یې پرې ور واړولې بیرته غار ته ننوت، له لاس تړلو یې څادرونه ټول کړل او د ټولو کړو خاورو او تیږو پر سرونو یې هوار کړل، بیرته غار ته ننوت، دلته نو یې فتوا د خپل وجدان په دریګونومحکمو کې ښه چاڼ کړې وه په زنځیري کړیو تړل شوي یې را وایستل قطار یې د څادرونو پر پيڅکو کښينول او د بریښنا په یوه پړق، یوه درز او یوه لمبه یې همدلته خپل دا هوس هم پوره کړ.

له دې کار سره ځوان د الله شکر پرځای کړ، ناره تکبیر او الله اکبر نارې یې کړې، ځان یې واجب الجنت وګاڼه، ځان یې د الله درسول نږدې دوست وباله، ځان ورته یو ستر مجاهد، لوی فاتح او ستر غازي ښکاره شو...
چې د ماینونو د چاودیدو دوړې لږې کرارې شوې، نو ګنا کاران د ببر ځوان له زنځيري کړیو خلاص شوي وو، اوس هغه پولادي کړۍ ماتې شوې وې، اوس د څو سپين ږیرو، ځوانانو او ماشومانو ګرم زړونه چاودیدلي وو، اوس یې د بدن ګرمو او سرو وینو خړې خاورې سرې کړې وې، شنه نیمژواندو بوټو ته د وینو غوړپونه رسېدلي و او سره لمر ورو- ورو د بهیدلو وینو څنډې وچولې...

ببر ځوان په ویاړ تاو را تاو شو د اختر د قصاب په څير یې په خپله ډډه لاس وواهه یوه تکه سپینه او تیره چاړه یې له بغله را وایستله او د ټوټی ټوټي بدنونو ګنا کار سرونه یې هم له تنو پری کړل یو پر بل پسې یې له غره ورغړول او یو پر بل پسې په تیږو او پرښو کې بند شول...

ببر غازي له ککریو دا بله خوا مخ را وګرځاوه، په شنو وښو یې سره چاړه او سرې مټې پاکې کړې بیا نو پسې د شنې درې په ننداره شو، شېبه وروسته د غره له بلې ډډې د خړو کلیو په لور په غوړمبیدو او غرغړو روان شو.
الله خیر...