د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

٢٨ د فخرورځ ده

بڅرکی 20.08.2015 21:28

لومړۍ برخه :داسد ۲۸ یو ویاړدی.
دوهمه برخه دمحمدزودوخت ستونزي ۱۸۳۹م کال لومړی افغان انګلیس جنګ.
دریمه برخه داستقلال جنګ دافغانانګلیس ۱۹۱۹م کال (۱۲۹۸هـ ش )کال .
څلورمه برخه : نتیجه یا پا یله
«په افغانستان کي داسد ۲۸یودفخرویاړلې ورځ ده»
دافغانستان استقلال زموږ دملی مبارزویوروښانه اونه حیردونکی ویاړدی.
هغه وخت چی انګریزانوهندته ځانونه راورسول.اودتجارت په نوم ئې دخپل وخت مډرن سلاحوي سره ځای پرځای کړې،داوخت دتیمورشاه دحکومت ورستی وختونه وه.چي ۱۷۹۳یا اتلسمه پیړۍ وه،داوخت هیوادپه سخت کړکیچن حالت کي وو،دیوه طرفه سیهکان یاغی سوی وه،دبله پلودتیمورشاه دورور سکندرشاه له خواکودتاه ورته تنظیم سوې وه اودبله پلوه بیا په داخل کي فیض الله خان دپيښوربالااحصارته فوځونه ورداخل کړه اودتیمورشاه پلویان ئې ووژل. نژدې وو،چي خپله تیمورشاه همدلته ووژل سي ، خودبیدوعسکروپه را ویښولوسره ئې نجات پیداکی.په کشمیرکي هم آزادخان بغاوت وکی، په شمال کي او په بخارکي بیا شاه مراد بیګ یاغي سو... دغه پرله پسې جینجالونه ددې سبب سوه چي ، فرانسویانو اوانګریزانوپه سیمه کي دقدم دپیداکیدووخت تر لاسه کی.په همدغه وخت کي بیا تیمورشاه وفات سو، چی دا بیا بل نوښت او جینجال سو.دتیمورشاه دوفات څخه وروسته دهغه هوښیارزوی شاه زمان خان پرتخت کښیناست .
شاه زمان په لومړي سرکی دیوه مرکزي حکومت دپاره هڅه اوکوښښ وکی.اودغه وخت چی انګریزانوپه هندکی نفوذ کړی وو، تیمورشاه ددې سخت مخالف ؤ، چی انګریزان دي سیمي ته راداخل سي.نوئې غوښتل چي دفرانسې په مرسته پرهندباندي حمله وکي،ځکه هغه هم په دغه وخت کي دایران پر شاه وخوا لښکري سره راټولی کړی وې.په همدغه خاطرئې یولک نفریزفوځ جوړکی اوتیاري ئې ونیول... انګریزان خاموشه کښیناستل...او دشاه زمان په مقابل کی دهغه ناراضه وروڼه همایون او شاه محمودئې راوپارول.او همدغسي سردارپاینده محمدخان اونورودرباریانوکودتاه وشاه زمان ته تنظیم کړه،کودتاه ناکامه سوه ادغه سرداران شاه زمان اعدام کړه، چی په ټولنه حتا په کورنۍ کي هم جینجال ورته پیداسؤ.اوبیله سکني ورورشاشجاع څخه ئې په بل چاه باندي باورهم نه درلود،چی دغه جینجالونه ددې سبب سوه، چي هیواددبحران خواته بوزي،هیواددکورنۍ جګړې خواته ورټیل وهل سو.نو څه وخت چي به لرغوني پاچهان دپنجاب اوهنددنیولوپه تکل کي سوه،په هیواد کی دننه به ورڼواو مخالفو سردارانوبغاوتونه ورته کول، شاه زمان به مجبورسوچي بیرته دداخلی بغاوتونو دارامولو دپاره بیرته هیواد ته را ستون سي،خوددغه حالت څخه انګریزانوپوره ګټه واخیسته اودپنجاب سیهکان یې دافغانستان دهیوادپرضدتنظیم کړه.او انګریزان ورځ تربلی قوي کیده،په دې وخت کي ۱۸۲۵ پوري په صنعتي برخه کی انګریزان پوره پرمختللی وه،که څه هم شاه زمان داوخت دهنددنیول دپاره بشپړه امکانات درلودله ،خو!دهغه ستردښمن انګریزا چي په اقتصادي لحاظ هم پیاوړی وه اوپه سیمه کي دسیکهانو،هندواڼواوافغانانوپه پرتله هوښیاروه. ډیرژرئې دقومونوترمنځ تفرقې واچولې اوپه هرقوم کې دځان پلویان دپیسو اوطاقت په وسیله پیداکړه.اودخپل توان لوی قوت افغانان وه هغه ئط هم سره واچول.او پرشاه زمان ئې دافغانانو په منځ کي استعمال دبې بورۍ فضأ پیداکړه .اوترهغه وروسته چي افغانانودپنجاب ځینی برخي پریښودلې انګریزان په سیمه کي سره ځای پرځای سوه.
انګریزان په دې پوهیدل چي دافغانانو سره مخامخ جنګ ستونزمنددی او جنګ بایلی.نوئې دسیمی قومونه یودبله په جنګ کی سره ودرول،سیکان ئې دپښتنوپه مقابل کی دښمنان کړه، او په دې وخت کي چی دخراسان سیمی هم دشاه زمان په قلمروکی وې،سمدلاسه ئې دایران دپاچاه فتح علي شاه قاجاری سره جوړی ته ورسیدی اودخپل یوه سفیرپه وسیله ئې دافغانستان پرځینوسیموحمله وکړه.خو! که څه هم بریالی نه سوه، خوشاه زمان ئې په داخلي جنګ بوخت کی اودستی ئې سیهکان را پارول،خو!که څه هم دپنجاب په نیولوکي دشاه زمان یو تعداد توپونه دجیلم په دریاب کي غرق سؤخو! دغه توپونه بیرته رنجیت سنګ دآوبورا وایستل اوبیرته ئې وشاه زمان ته ورواستول... چي په دې کارسره ئې دشاه زمان باورهم تر لاسه کی .شاه زمان هم رنجیت سنګهـ دپنجاب دسوبې رسمي حاکم وټاکه... چی دغه کاردسیکهانو اورنجیت سنګ دپاره یوه ښه موقع سوه.اوسیکهانوبیرته دانګریزانو سره دافغانانواوشاه زمان په مقابل کی یووالی وکړ.اوپه دې سره دهنددمسلمانانواوافغانانوترمنځ داړیکولیکه چي اته سوه کاله موجوده وه پرې سوه.اوپه سیمه کی دانګریزانوپه ګټه قومونه سره وپاشل سوه،دانګریزانوهغه شعارچي:(تفرقه واچوه حکومت وکړه) په بشپړه توګه عملی سو.اوهندوئې دسیکهـ جلاکی،پښتون ئې هم دپنجابي اونورو قومونوڅخه جلاکی،سیمه ئې په فزیکی لحاظ دځان په ګټه ضعیفه کړه.پرسیمه ئې هغه کسان واکمن کړه چي دبرطانوي حکومت فرمانونه عملي کوی اودقدرت لیواله وه.داسي کسان په هرسیمه کي پیداکیدای سي.
څه وخت چي دشاه زمان دحکومت په ورستیو وختونوکي انګریزان دهندټوله برخه په خپل لاس کی ونیول، نوئې خپله دهغه قومونوڅخه چي انګریزانو ئې ملکان اوخانان دځان په خدمت کي درولي وه دهغوی څخه ئې غټ فوځونه دپښتونوپه مقابل کی جوړکړه،هغه ئې دپښتنوسره وجنګول.ځانونه ئې داټک وشاه وخواته را نژدې کړه،داوخت په کوردننه دافغانستان په هیوادکي برسیره پردې چی دشاه زمان اودهغه دناسکه(نااصلي) ورورپه مقابل کي شاه محمود هیواددبهران وخواته ورکش کړی وو، خپله دمحمدزواوسدوزوترمنځ هم دقدرت پرسرټینګ جنګونه کیده. چی په دغه ناتواني دافغانانوانګریزان خبروه اوددې موقع څخه ئې هم ګټه واخیسته،لږوخت لانه ووتیرسوی چي دچاروواک دمحمدزوپه لاس ورغلې اودلومړی محمدزي پاچا سردارمحمدعظم خان ناتوانه حکومت را منځته سو.
دوهمه برخه : دمحمدزو دوخت ستونزي دانګریزانو سره
څه وخت چي سردارمحمداعظم خان وفات سوبیاهم دپاچهی پرسراړودوړرا منځته سواوپه دې اړودوړکي امیردوست محمدخان وتوانیدی چي کابل ونیسي، داوخت چي سیکهان دانګریزانودباورخلک وه،هغوی دموقیع څخه ګټه واخیسته اوکشمیر،پنجاب،پيښورئې ونیول.دوست محمدخان خپل دوه زامن سردامحمد افضل خان او سردارمحمداکبرخان دمقابلي دپاره ورواستول ،سیکهانوماته وکړه اوپه تیښته بریالي سوه.خو!بیا هم په سنګرکي ناست وه اودولت ئې ارام ته نه پریښودی.دلته چی دافغانستان دولت دامیرمحمددوست محمد خان ترمشری لاندي یومتمرکزدولت وو،خودسیکهانو،پنجابیانواوانګریزانودخواڅخه همیشه تر بریدلاندي راتله اوهیوادته یوسترګواښ موجودوو،دهیوادچاروکي ئې دبیا ابادولودکارونوڅخه لاس په سرکړه اوپه داخلي اوبهرنی جنګونوانګریزانواخته کړه.ترڅودومره ناتوانه سوه،چی ایرانیانوهم ددې جرئت پیداکی چی دهرات ښارمحاصره کی او مشهدئې ونیوه.
ددې حالت څخه انګریزان په بیره کی سوه چي که هرات اودخراسان سیمی دایرانیانوپه لاس ورسي نودایوسخت خطرګڼل کیده؛ځکه دایرانیانودلښکروپه لیکوکی بیاروسان هم وه،دوی یاانګریزان په دې فکرکی سوه که دوی هرات ونیوه نوامکان ددې هم سته چی روسان ددوی څخه هندوستان هم ونیسي،ځکه هغه هم یواروپائي هیواددی.اوتوانمندی ئې هم درلودله نوسمدلاسه ئې دفارس دخلیج دلاري پرایران حمله وکړه،ایرنیان ئې مجبورکړه چي هرات پریږدي.
نوانګریزانوخپله پرافغانستان باندی دحملې په فکرکی سول.دافغانستان دولت ئې ودې ته پرې نه ښود، چي په عسکری نظام کی سمون راولي.په ۱۸۳۹م کال کې دکوږک دلاری کندهارته د۱۵۰۰۰عسکروسره دجنرال کین اومکناټن په مشرتوب راننوتل.اودخپلوقوي سلحواوډیرولښکروپه وسیله ئې کندهارونیوه،مخ دغزي پرلورراروان سوه ،په غزني کي دسردارمحمددوست محمد خان زوی سردارغلام حیدرخان ورسره وجنګیده اوسردارحیدخان ماته وکړه اوغزنی هم دانګریزانولاس ته ورغلی،دکابل پرلوري راغله،په کابل کی چي سرداردوست محمدخان واکمن وو،دحملې دپاره چمتوسو،خو! دبده مرغه په دغه حساس وخت کی دکوهستان خلکوهم دانګریزانوپه پلوي تحریک اولمسون راپیل کړ.امیردوست محمد خان چی حالات ولیدل چی په دې نازک اوحساس وخت کی چي داخلي شورشونه هم روان دي دهیوادددښمنانوپه مقابل کی نه سی جنګیدلای نوسمدلاسه دافغانستان دشمال وخواته وتښتیده اوهلته ئې دبخارا دپاچاه څخه مرسته وغوښته،دبخاراپاچاه هم مرسته ورسره ونه کړه.او امیردو ست محمدخان ئې هم بندي کی.انګریزانو کابل ونیوه اوشاشجاع ئې دکابل پاچاه کړ.شاه شجاع چي پاچهي دمحمدزودلاسه بایللې وه اودشاه زمان سترګي هم د کلنجرپه کلاکی ددمحمدزواو شامحموددخواڅخه ایستل سوی وې، نو ئې هم دغه پاچهی قبوله.کړه اوغوښتل ئې چی دانګریزانوپه مرسته اوتفاهم باندي دانګریزانوسره یوګډحکومت جوړکړي اودقدرت څخه په ګټه اخیستو سره ملي مبارزین سره یوځای کړي اوبیا افغانستان دیوه قوي حکومت اودانګریزانو دقوي حماې سره جوړکړي. خوداخبره محمدزواودشاشجاع دښمنانو ورسره ونه منل اوشاشجاع ئې دپردیودنوکرپه توګه رسوااو تبلیغ کی.
پښتنوچي دپردیوحکومت په خپل هیوادکی نه سوای منلای نودشاشجاع اوانګر یزانوپه مقابل کی دهرلوري ښورښونه را پیل سوه.اوولسونوپه خپل منځ کي مشران اوقومندانان سره وټاکل.په شمال کي د کوهستان میرمسجدي خان دانګریزانواوشاه شجاع په مقابل کی لښکرکښۍ راپیل کړې،امیردوست محمد خان چي دافغانانودښورښ څخه خبرسونودبخارا دبندی خانې څخه راوتښتیدی په جبل سراج کی دملي مبارزینوسره یوځای سواودکابل وخواته را وخوځیدی، خو!دبده مرغه حمایه نه سو.اوځان ئې مکناټن ته وسپاره هغه هم دی هندوستان ته بندي ولیږی.
انګریزانو دشاه شجاع په نوم حکومت کاوه ولي خپله شاه شجاع هم لکه بندی دانګریزانویرغمل وو.چي ددې وضیعت څخه شاه شجاع اوخلک ناراضه وه اوویل کیږي چي: شاه شجاع وملي مبارزینوته لکه وزیراکبرخان ،غازي عبدالله خان پټي وسلې هم وررسولې.چی دلومړی افغان اوانګلیس جنګ په خپل قوت سره دوام پیداکی،انګریزان په دې وخت کی سخت دکړاونوسره مخامخ سوهملي مبارزینودانګریزانوخزاندارباندي حمله وکړه اوهغه ئې وواژه، دمبارزې ږغ په ټوله هیوادکی خپورسو،اوپه هرخواکی پرانګریزانوباندی بریدونه راپیل سوه، ناتارپرجوړسو،انګریزانوپه دې جنګ کی خپله ماته ولیدل،نوئې سدلاسه دسولي د خبرووړاندیزوکی ،افغانانوهم دسولي وړاندیزومانه،دسولی خبري دبی،بی مهروپه سیمه کي دبالاحصاراوعسکري چوڼۍ څخه دباندی را پیل سوې،په خبروکي انګریزانوهغه وړاندیزونه چی دسولی دپاره ئې کړي وه دهغو خلاف ئې په درواغو سره افغانان تیرایستل؛ خواافغانان ورته هوښیاروه اومکناټن ته ئې ددرواغجن لقب سره وویل:مکناټن دچړی په وسیله پروزیراکبرخان باندي بریدوکی،خوهغه ناکامه سواووزیراکبرخان دتوپنګچې په وسیله مکناټن وواژه.په هیوادکی اخ اوډب راپیل سواوډیرجنرالان دانګریرانوووژل سوه او ډیري وسلې هم دملی مبارزینوولاس ته ورغلې.داوخت دژمي یخی شپې وې او انګریزانوڅه مات لښکردجلال آباددخوا څخه تښتیدل خو!په لاره کی دمبارزینو دخواڅخه نیول کیده اوټوله په همدغه لاره کي مړه سوه.خپله شاه شجاع هم په جلاابادکي ووژل سو. یوازي یوجنرال (ډاکتربرایدن)دعبرت په خاطرنیمه ژوندی دجلااباد دلاري دانګلیسانودامن ځای پیښورته ځان ورساوه.اوپه همدغه لومړي جنګ کي انګریزانوهم ماته وموندل،هم یې سبق واخیستی، چی دافغانانو سره جنګ ستونزمند کاردی.
دهمدغه لمړي افغان انګلیس دلومړۍ جګړې دماتی وروسته انګریزان بیاپه دې لټه کي سوه چی دمکناټن اوخپلونوروجنرالانودماتي قصدیاغچ واخلي،داځل ئې دجنرال پالک په مشرۍ یوسترفوځ بیا په ۱۸۷۸م کال کی ترتیب کی.اودادوهم جنګ دافغان اوانګلیس ؤچي راپیل سو.انګلیسانوداځل،ددروخواوڅخه لکه کندهار،پکتیا اوننګرهاردخواڅخه جګړه راپیل کړه،خو!دجلاابادخواڅخه رامخته سوه اوپه دې ځل ئې هم ډیرتلفات دکندهار په میوند کي ورکړه.اودافغانستان په ګوټ، ګوټ کی ډیرلښکري مات سوه.اوتاوانونه ولیدل،انګریزانوپه دې سبق کي یادغه جنګ کي دې نتیجې ته ورسیدل چی دافغانانوسره ګرم جنګ او دخاوري نیول ئې سخت ګران کاردی،نه ئې غوښتل چی نورهم دلته تاوانونه وکی اوپه دغه جنګ کې خپل شکست اوناکامی هم ولیدل دبله پلوه امیرشیرعلي خان هم خپله دوستي دروسانوسره ټیګه وړاواړینه وبلل،نوپه دې سره هم انګریزان وبیریدل چي بیرته افغانان ممکن هندوستان هم دځان کی.اوانګریزان دروسانواوافغانانوپه زوردسیمی څخه بې برخی کړي.نوئې بیا هم دسولی لاره خپله کړه اودخبرواوسولي دلاري مخته ولاړه.
ده امیرشیرعلي خان تروفات وروسته ئې زوی امیرمحمد یعقوب خان پرتخت کښیناست اوپاچاه شو.دلته دباچاه ګښتی سره سم انګریزانوبیاوخت غنیمت وګاڼه اوترجلاآباده پوري رامخته سوه،دکابل دنیولوعزم ئې وکړ،امیرمحمدیعقوب خان مجبورسواودروغی هیله ئې وکړه.اودګندمک سیمي ته ولاړه،چی هلته دانګر یز انوقرارګاه وه،دانګریزانوشرطونه ئې ومنل اوپه شرطوکی دغه وه... چي دانګریزانو سفیردي په افغانستان کی وي،سرحدبه نوی وټاکل سي،انګلیستان به دکاله ۱۶لکه کالداری دافغانستان حکومت ته ورکوي،په مقابل کی دافغانستان څخه دکوږک دغرلاندی سیمی دپښين په شمول دیوه اوږده خط په امتداد افغانستان څخه جلا کړه،چی دې معاهدې ته دګند مک معاهده وايي.داوخت دانګریزانوسفیرکیوناري کابل ته راغلی.لږوروسته افغانانودعسکرودتنخواه دلږوالی په سبب بلواوه سوه.اودبالا احطارخواته ولاړل،انګریزانو پردوی ډزي وکړې،افغاني عسکرهم په قهرسوه،پربلاحصارئې حمله وکړه اودکیناری کورته ئې اورواچاوه،کیوناري ئې هم دخپلی کورنۍ سره په بالاحصارکي وسوځاوه.
څه وخت چي ددې پيښي څخه انګریزان خبرسوه،نوسمدلاسه ئې کابل دمحمد یعقوب خان په شمول ونیول،خو!څه وخت چی دپيښي څخه عبدالرحمان خان خبرسو،نودغیرت وینه ئې پرجوش راغله اوسخت جنګ پرکابل اودافغانستان پرنوروسیموتیرسوانګریزانولښکربیا ډیرتلفات ورکړه،اوډیرعسکرئې مړه سوه. خودجنګ نتیجه ښه نه وه .ځکه چي ملي مبارزینو ښې وسلې نه درلودلې.
خو! بیاڅه وخت چي دشمال دلوري عبدالرحمان خان دملی مبارزینوسره یوځای سو،نو! نوجنګ دافغانانو په ګټه پایته ورسیدی اودوهمه افغان – انګلیس جګړه هم ورسره خلاصه سوه.
دریمه برخه :داستقلال جنګ :څه وخت چي امیرحبیب الله خان وفات سو. نصرالله خان په جلال ابادکی پاچاسو.خو!دغه دنصرالله خان پاچهي امان الله خان چي داوخت په کابل کي نایب الحکومه ؤ،ونه منل نودلته په یوه وخت کي دوه پاچهان راڅرګندسوه.یو په جلاابادکي اوآمان الله خان په کابل کي... خو! دنیکه مرغه ددې دوه ورڼوترمنځ مسئله په سوله سره حل سوه.او نصرالله خان ونه غوښتل چي دافغانانووینه دي توی سي.
امان الله خان پا چاه سو، اعلیحضرت امان الله خان یوآزادي خوا،منورداستقلال په مؤخه پوهه،په ټولنیزوکارونوکي دښځوونډه اخیستل اودټولني دنوښت اوپرمخ تګ سره خوراډیرعلاقه منده وو.اعلیحضرت امان الله خان لومړی دخپل هیواد افغانستان بشپړه استقلال دانګریزانوڅخه اعلان کی.چي په همدغه منظورئې سپاسلارمحمد نادرخان جنوبي سرحداتوته واستاوه – سردارعبالقدوس خان چي پخوانی صدراعظم وو،هغه ئې دقندهارخواته ولیږی- سپهاسالارصالح محمدخان ئې دمشرقي خواته وا ستاوه،چي که کوم احتمالي جنګ پیښ سي نودوی به مخکي چمتووي.دوړاندیزسره سم انګریزانودافغانستان استقلال په رسیمت ونه پيژندی.اودجنګ لاره ئې غوره کړه، چی په ۱۲۹۸هـ ش کال د۱۹۱۹م کال سره برا بره ده .جګړه پیل سوه.
دافغان انګلیس په دریم جنګ کي چی دافغان او انګلیس دریم اوورستی جنګ دی.بیا هم بری دافغانانوپه ګټه دی.اوانګریزان ماته کوي،ددې جنګ ګټل هم څه اسانه کارنه وو،خودمحاذدقومندانانوپوره میړانه اوسرښندنه وه چي دانګریزو ددغه وخت تیارو،ماشندارانو اومډرن سلاحوي ئې هم ونیولې اوهم ئې تباه کړې.سردارعبدالقدوس خان چی دجنګ په میتودونو ښه پوهه وو،دغلیم په مقابل کي دانګلیس دعسکرو،توپ،تیاروته ئې سینه سپرکړه.په میړانه ئې جګړه وکړه.اودافغانستان خلکو هم دته دغازي بابا لقب ورکړ.
دمشرقي محاذچي دصالح محمدخان ترمشرۍ لاندي اداره کیده،هغوی هم دخپل محاذ څخه سخته دفاع وکړه.اوانګریزانوته ئې هم تاوانونه ورورسول اوخپله ئې هم یولړقربانۍ ورکړې خو!دجګړې دضروریاتو دنه رسیدوپه وجه دجګړې څخه پر شاه سول.
په پکتیاکي سردامحمدنادرخان هم په پوره میړانه ددښمن توپ خانې تسلیمي کړې،اودانګریزانوهغه پاخه مورچلونه ئې مات کړه دښمن ئې ماتي ته مجبور کی،په دې جګړه کي دهیوادملي اردواودخلکوملاتړدجبهې دلیکوسره موجودوو، خو!دسپاسالارمحمدنادرخان پوه،هیوادپالنه اودهغه نیک احساسات او قرباني، غښتلتوب هم دستاینی وړوو.څو دښمن ددې ډول ملي احساساتو اومبارزوپه مقابل کی ناتوانه سوه اودتسلیمی بیرغونه ئې وښورول.ددغه جنګ چي داستقلال اوآزادۍ ورستی جنګ وو،انګریزان مجبورسوه چي دخبرولاره خپله کړي.اوسمدلاسه ئې دروغي مجلس په راولپنډۍ کښي جوړکی،په دې مجلس کي انګریزانودافغانانوبشپړه خپلواکي ومنله.په دې ډول دتوریالي پاچاه په هوښیارانه لارښوونه،دخلکوپه بشپړه ملاتړاودغښتلوملي اتلانوپه توره افغانستان دامان الله خان په زمانه کي آزادسو.
سمدلاسه دآزادۍ څلی په کابل کي جوړسو،څودملي مبارزینو،سربازانو،قومي مشرانودفداکارۍ اوسربازۍ یاد دتل دپاره ژوندی وساتل سي.ورسته له هغه چی هیوادآزادسو،خارجی سفیرا اونماینده ګان هیواد ته راغلل،اودافغانستان سفیران نوروهیوادوته ولاړل،دترقۍ اوپرمختګ یووه نوې مرحله یا پړاورا پیل سو.
په داخل کی هم اصلاحات رامنځته سوه،دمینځواومریانورانیول اوخرڅول منع سوه.اساسی قانون جوړسو،نوی نظام نامې را ووتلې،دحکومتي دایروتشکیلات تنظیم سم سوه.ډموکراسي دخپل وخت سره پلي سو،اخبارونه راووتل،نوي ودانۍ جوړی سوې،ښوونځۍ اودښوونی بهیردنارینواوښځوپرمخ خلاص سو.دښځوآزادي اولڅ مخی آزاداوپه خپله خوښه سو،دملک چاری مخ پرښه والی روانی سوې،سړکونه اوترانسپورټي چاروته پاملرنه وسوه.
خو! دامیرامان الله خان پا چهي چي لس کاله ئې دوام وکی،دبده مرغه پسله شپږکاله ارامۍ اوپرمختګ څخه بیاهم انګریزانودنوي استعماري لارواو طریقو په وجه دافغانستان ددغه پیشرفت مخه دیوه کوهدامني غله چی دکلکان په کلي کي دغله حبیب الله په نوم ئې شهرت درلوداودغلوډله ئې هم درلودله (دسقاوزوی) وو.راپورته سو،دسقاودزوی سره دامان الله خان دوخت ناراضه، دټولني ارتجاعي قوتونه،اوخارجي هیوادومرسته وکړه اودغه غل ددې توان پیداکی چي قدرت ته ورسیږي اوامان الله خان مجبورسو چي سلطنت پریږدی .اوسلطنت ئې وخپل ورورسردارعنایت الله خان ته پریرېښود.اوخپله دکندهار دلاری غربی هیوادوته ولاړی.دغازی امان الله خان څخه وروسته،هیواد برسیره پردې چی دبشپړه آزادۍ لرونکی وو،خوداخلي جګړې هم په کښي راپیل سوې،ترڅودغه غل هم دهیواددخلکوپه مرسته اوملی مبارزینوپه سرښند نود منځه ولاړی.
څلورمه برخه نتیجه:دافغان انګلیس جګړې چی پای ئې دانګریزانوماته او دافغانستان په استقلال اوآزادې سره ختمه سوه، یوه اوږده جګړه وه. چي په ۱۸۳۹م کال را پیل سوه اوپه ۱۹۱۹م کال داګسټ پر ۱۹ پای ته ورسیدل اونوموړې جګړه اوداستقلال،آزادۍ جنګ یوازي دامیرامان الله خان په پیرکی نه بلکي دغه درې جنګونه چي څه دپاسه اتیا کلونه ئې په ځان کی ونیول،سخت جنګونه،سخت کلونه اوافغانستان ئې یوقرن دپرمختګ څخه واچاوه، چی پایله ئې په ۱۹۱۹م کال کی وسوه .
نن موږبیاهم په داسي شرایطوکی دافغانستان استقلال نمانځوچی اوس هم دپردیوعسکردناټوپه نامه یا دنړیوالی ټولني ترنوم لاندی زموږهیوادادره کوي،اوتریوه استعماری نظامی قوت لاندی،دګاونډي هیوادونوددښمنان یرغلنو لاندی په بد حالت کی افغانستان شپې اوورځي تیروي.پر مختګ نه سته ،سوله نسته اوافغانی اراده دخارجی قوتونوتر کنترول اوتهدیدلاندی ده.
ځکه نوپه افغانستان کی دغه ورځ خپله په دولتي کچه او قوت هم نه سي تجلیل کیدای اوهغه عنانه دجشنونوچي څلویښت کاله مخکی دافغانستان خلکودرلودله اوسنی نسل ئې بیخی پيژني نه. په هغه جشنونوخبرهم نه دی . چی درې ورځي به دشپې اوورځی جشنونه نما نځل کیده. پای په درناوي