د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په (۲۰۱۵) ز کال کې (۳۴۰) زره ناقانونه کډوال اروپا ته راغلي.

یاسر الهاشمی 20.08.2015 13:02

د اروپايي ټولني د سرحدونو د څار ادارې «فرنټکس» ویلي دي چې سږ کال په جولای میاشت کې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله غیر قانوني کډوال درې برابره ډیر شوی دی. د فرنټکس په وینا دغې وضعیت یو بیړنۍ حالت رامنځ ته کړی دی.
فرنټکس د سه شنبې ورځې يو راپور خپور کړ چې د هغې له مخې د روان کال د جولای په میاشت کې د اروپایي ټولني سرحدونو ته (۱۰۷۵۰۰) کډوال رسیدلي دي. راپور زياتوي چې په لومړي ځل د جولای په میاشت کې د کډوالو شمیره تر یو لک کسانو اوښتی دی.
د فرانټکس د راپور له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۰ زره کډوال اروپا ته رسیدلي دي، په داسې حال کې چې په تیر کال کې اروپا ته د ټولو راغلو کډوالو شمیر ۲۸۰ زره تنه وو.
د دغې ادارې مشر، فبریک لیگیري په یوه بیانیه کې ویلي دي:
((دا د اروپا له پاره یو بیړنی وضعیت دی او دا ایجابوي چې د اروپایي ټولني ټول غړي هیوادونه له هغو ملي چارواکو سره د مرستي له پاره گامونه واخلي چې ډېر کډوال ور روان دي))
اروپایي ټولني د خپلو هغو غړو هیوادونو له پاره( ۲،۴) میلیارده یورو مرسته تصویب کړې ده چې د کډوالو له هجوم سره مخامخ دي. زیاتره رارسیدونکي کډوال په سوريه، عراق او افغانستان کې له ناکراریو څخه راتښتیدلي کسان دي چې اروپا ته د ایټاليا، یونان او د بالکان حوزې د ختیځو هیوادونو له لاري داخلیږي.
لیگري زياته کړه:
(فرنټکس پر غړو هیوادونو باندي غږ کړی دی چې په یونان او هنگري کې زموږ د ملاتړ له پاره اضافي تجهیزات او پرسونل برابر کړي).
هنگري د کډوالو ډېرښت ته سخت غبرگون ښوولی دی چې پکښې د سرحدونو د کنترول تر څنگ له صربستان سره پر سرحد د اغزن سیم راگرځول شامل دي.
یوازي تیره اوونۍ د یونان سواحلو ته د (۲۱۰۰۰) کډوالو تر راتگ وروسته دغه هیواد پر خپلو اروپایي شریکانو غږ کړی دی چې د کډوالو د موضوع په هکله یوه پراخه ستراتیژي جوړه کړي.
د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند ویلیم سپیندلر، په ژنیو کې ویلي دي چې اروپایي ټولنه باید له یونان سره مرسته وکړي، خو آتن باید د دې موضوع په هکله «غښتلی مشرتوب» وښيي.
ډېر کډوال چې له جنوبي اړخه اروپا ته داخليږي، موخه یې دا وي چې د شمال پر لور وخوځیږي، چې په دغو هیوادونو کې د پناه غوښتني شرایط یو څه مناسب دي.
د (هندلز بلټ) په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په رپوټ کې لیکلي ول، چې د آلمان حکومت داسې اټکل کوي چې په ( ۲۰۱۵م) کال کې به (۶۵۰ ) زره کسان د پناه غوښتنه وکړي.
د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر انتونیو گوتیرس، د کډوالو د منلو په برخه کې د اروپایي ټولنې پر هیوادونو د لا زیاتي خواخوږۍ غږ کړی دی. هغه پر دې ټینگار کړی دی چې د آلمان تر څنگ د سویډن له پاره د ډېرو کډوالو منل له توانه وزي.