د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قیامت علامه، ننګرهار ته له ډبورۍ اسلام را روان دی

حامد شینواری 18.08.2015 13:30

د قیامت د رانږدې کیدو یوه لویه علامه داده چې  ټولې معادلې به سرچپه شي،لمر به  له مغرب څخه راخیږي، کار به بې کارو او ناهلو ته وسپارل شي ، مور به خپل بادار زیږوي او تر ټولو لویدلي او پښې لوڅي خلک به د بنګلو او ماڼیو خاوندان شي.
خو له دې  یادو انعکاساتو څخه معلومیږي چې په آخره زمانه کې به ټول کارونه سرچپه روان وي،لکه همدا اوس چې دهمداسې عمومي پړمخیتوب ډیرې علامې د ژوند په بیلابیلو ډګرونو کې ترسترګو کیږي .
د قیامت له دې علامو څخه یوه هم په ننګرهار کې روانه د داعش او خلافت موضوع ده، ننګرهار په درست افغانستان کې د علم او پوهې په زانګو مشهوره سیمه ده، چې په تاریخي لحاظ یي د علم،کمال او ادب وتلي ستورې په لمن کې ځلیدلي دي،خلک یي  دافغانستان د هرې سیمې په نسبت باسواده  او د علم او پوهې له نعمت څخه برخمن دي.
خو ددې ښیرازې او منورې سیمې په کوزه څنډه کې پرته  د اورکزو یا تیرا سیمه د پښتونخوا په سطحه تر ټولو جهل ځپلې،وحشیانه او د ظلم،ناپوهۍ،وحشت  او جهالت په تیارو کې ډوبه سیمه ده ، سره له دې چې د پښتنو قبایلي سیمې ټولې  وروسته پاتې او د علم له رڼا څخه بې برخې دي، مګر د اروکزو سیمه ، تیرا ، ډبورۍ او نور ملحقات یي شاید هغه جهل ځپلې سیمې وي چې د لوی افغانستان په لراو بر کې یي بل ځای مثال ونه لیدل شي، مګر عجیبه داده چې نن سبا له  همدې وحشیانه خطې څخه دننګرهار منورې او په علم سمبالې سیمې ته د خلافت  تر نامه لاندې هدایت (!) را روان دی، چې زما لپاره خو بیخي یوه عجیب واقعیت ایسي .
راځئ دلته د اسلام او خلافت د اوسنیو داعشي دعوه دارانو په پلازمینه  اورکزو باندې یو څه رڼا واچوو چې دا څرنګه سیمه ده؟ اوسیدونکي یي کوم ماډل انسانان دي؟ او له کومو عاداتو او اخلاقو څخه برخمن دي؟
ما د هجرت په مهال څه موده وخت د اورکزو ایجنسۍ په  زرګري سیمه کې تیر کړی دی، دا خلک که څه هم اوس رسما قبایل نه بلل کیدل بلکې هنګو او ټل ته د نږدیږکت له امله او د ځایي مدارسو او ملایانو د هڅو په نتیجه کې  یو څه متمدن شوي و مګر بیا هم  پخواني وحشیانه  خویونه او عادات په کې پاته وو، په دې سیمه کې په سلو کې  اویا خلکو بدۍ درلودلې،نارینه یي اکثره له وسلو سره ګرځیدل او ما چې کتل ددې خلکو لپاره تر ټولو اسانه کار د انسان قتل و، چې په ډیرو کوچنۍ خبره یي یو بل سره وژل ، یو د بل کورونه یي سوځول او میړوښې یي تښتولې .
په دې سیمه کې د قتلونو ډیرې پيښې شوي دي او د قومي جنګونو خورا بوږونونکي واقعات منځته راغلي، خو یوه پيښه چې زما به هیڅکله هیره نه شي هغه وه چې د زرګري په کوچني بازار کې  د اورکزو ددوو قومونو ملکانو او مشرانو دجرګې په مهال په یوه بل د کلاشینکوفونو خولې وراواړولې .
کیسه داسې وه چې د یوې قبیلې څو کسانو غلو له بلې قبیلې څخه موټر غلا کړی و، ددې مسئلې دهواري لپاره د دواړو قبیلو مشران او په خبره پوه خلک د زرګري په کوچني  بازار کې سره راغونډ شوي و او ددوی په اصطلاح جرګه یي جوړه وه، څرنګه چې ټوپک ددوی همیشنی ملګری دی د جرګې په مهال خبره تونده شوه ، لاسونه ټوپکو ته شول او ګوتې ماشو ته شوې، په دې مهال نو هغه څوک نر و چې ډیر کسان ووژني، په څو دقیقو کې د جرګې په میدان د شپاړس تنو انسانانو مړه جسدونه وغورځیدل او تر شلو ډیر ټپيان شول ، په وژل شویو کې یو ملک او څلور زلمي زامن یي هم و،ډیر ټپي کسان هغه ماشومان او تنکی ځوانان  و چې د خپلو مشرانو د خبرو اوریدلو ته راغونډ شوي و او دجرګې شاوخوا ولاړ و، خو زما په کې هغه تنکی ځوان تراوسه ارمان دی، چې له هنګو څخه یي په  خپل ډاټسن موټر کې سبزي بار کړې وه او اورکزو ته یي وړله ، نوموړي همدلته خپل موټر ودراوو د موټر سر ته وخوت ترڅو یي رسۍ ټینګې کړې چې سبزي ونه لویږي ، خو دغه مهال د ډبورۍ  خرو په یوه بل ډزې پیل کړې، دغه تنکی ناخبره اورکزی ځوان د موټر په سر ولګېد لاندې راوغورځید او د پاخه سرک په مخ یي سا ورکړه .
د داعش داوسنۍ پلازمینې ډبورۍ/ اورکزو ننداره مې بل وخت هغه وار په نصیب شوه کله چې مې یوه دوست ته د تور زیړي مرض لګیدلی و،له ډیرو معالجو وروسته مجبور شو چې په ډبورۍ کې مشهور حکیم شالو ملا ته لاړ شي،هغه چې نسخه یي  له ډیر پخوا د تورزیړي لپاره ټک پتری بلل کیدله، له ملګري سره  د پایوازې په توګه زه هم روان شوم، کله چې  د هنګو ضلعې له حدودو څخه تیر شوو او د اورکزو حد ته داخل شو، نو د هرڅه رنګ راته بدل ښکاره شو، پوخ سرک ختم شو او موټر په کندو او  سختو غرنیو لارو مزل پیل کړ، د سپیرو غرو په څنډو کې  نیمه ودان کورونه ،په خرو او قچرو سپاره ټوپک په غاړه خلک،د خسو او وښو پنډې په شا ښځګلې او داسې نور ې نښې د اورکزو  دسیمې  ژوندي تصویرونه وو.
ما د افغانستان او پښتونخوا ډیرې وروسته پاتې، کلیوالي او قبایلي سیمې لیدلي دي، مګر هغه ګډوډي او له  انسانیت څخه لرې والی مې چې په اورکزو خصوصا ډبورۍ کې ولید بل ځای مې یي تصور هم نه و کړی .
د ډبورۍ بازار ته په رسیدو  نور نو سرک ختم شو او د شالو ملا تر کلي چې څو ساعته لار وه باید پیاده تللي وای، دموټر پوښتنه مو وکړه خو خلکو ویل هلته روډ نه دی تللی موټر به څنګه لاړ شي؟ خلک مو لیدل چې اوس یي هم د پنځه پیړۍ پخوا زمانې غوندې  بارونه په کچرو او اوښانو چلول، د موټر او بایسکل په ځای خلک په خرو او یابوګانو سپاره و په کلیو چې تیریدو پرلپسې د قچرو او خرو کاروانونه په مخه راتلل، له ملا څخه را ګرځیدو وروسته  چې د ډبورۍ بازار ته راغلو ، ګورو چې دبازار له څنګ سره په  خوړ کې په سلګونو خلک راجمع شوي دي  او بیروبار جوړ دی، پوښتنه مو وکړه چې دا څه خبره ده ؟ خلکو ویل نن د میلې ورځ ده . موږ هم ورغلو چې ځه په میله  کې به کوم شی واخلو .
خو کله چې ورغلو ګورو چې  ټولو خلکو مخې ته لوی لوی جوالونه  او بورۍ  له  شنو میده بوسو ته  ورته موادو ډکې ایښي دي او دخرڅلاو چیغې یي وهي، په ټولو میله کې یوازې همدغه مواد خرڅیږي، زه حیران شوم چې دا اوس کوم ډول مواد دي او فکر مې کاوو چې شاید دا به کوم ځانګړی طبي بوټی وي او یوازې به دلته پیدا کیږي . خو ملګري  مې راته وویل چې دا خو اومه چرس دي، وروسته مې ولیدل چې د میلې په منځ کې یوځای ډیر اور لګیدلی دی، هرڅوک له یوه جوال څخه موټی  راډکوي او په دې اور ځان ته چرس پخوي، ښایي کوم د چرسو  تجار به خیرات کړی و، چې هرچا ترې د موټې ډکولو او ځان ته پخولو  حق درلود، همدلته چې ځینو کسانو دپخو چرسو سګرټ لګولي و او مایي بوی  حس کړ نو مې زړه ته ولوېده چې رښتیا هم چرس دي،ما چې دغه میله ولیده او بیا مې دخلکو لخوا د چرسو عام دودول ولیدل دا مې یقین شو چې ددې سیمې  به تر نوي فیصده زیات خلک چرسیان وي، ځکه چرس په کې  بیخي عادي بلل کیدل او  د  ژوند یو عام کاروبار و .
ناوخته غرمه وه او موږ د ډبورۍ په بازار کې په یوه داسې هوټل پسې ګرځیدو چې ډوډۍ یي د خوراک وړ وي، باور وکړئ زه او ملګری مې له ټول بازاره همداسې وږي راستانه شوو،ځکه هیڅ داسې مناسب ځای مو پیدا نه کړ چې د ډوډۍ څکه په کې وکړو، د همدې سفر په مهال چې کله په نیمه لاره کې له یوه بل ملګري سره معطل شوو هغه راته ددې سیمې داسې کیسې وکړې، چې زما زړه ته نه لویدلې، ما چې کله ورته په ډير تعجب  د اورکزو په ډبورۍ بازار کې د چرسو د میلې خبره وکړه، ده راته کړل : چې ته د چرسو میلې ته حیران یې مګر په همدې اورکزو کې هره میاشت یوځل د بې سرپرسته ښځو د خرڅلاو میله هم دایریږي، نوموړي وویل چې اورکزي له کلونو کلونو راهیسې یوه یاغي سیمه ده، چې هیڅ حکومت یا کومه بله د قانون مرجع په کې واک نلري، هرڅوک چې هرڅه وغواړي دلته یي کولای شي، همدلامل دی چې له پخوا څخه قاتلان، داړه ماران او په مختلفو جرمونو ککړ عناصر همدې سیمې ته تښتي او هلته پناه اخلي،حتی اکثره خلک له خپلو مدعیانو څخه چې ښځې تښتوي همدلته یي راولي، یا له پنجاب او نورو سیمو څخه  په مختلفو طریقو همدلته ښځې راتښتوي، همدغه بې سرپرسته ، میړوښې او تښتول شوې ښځې وروسته د تښتوونکو لخوا خرڅلاو ته وړاندې کیږي او ددې لپاره ځانګړی ځای او وخت معلوم دی.
د اورکزو او تیرا ځیني کیسې مو شاید د مولانا بجلي ګر په وعظونو کې هم اوریدلي وي، مولانا بجلي ګر په اصل کې د تیرا افریدی و، خو وروسته له خپلې جاهلې ټولنې څخه د په تنګ کیدو له امله په پیښور کې میشت شوی و، نوموړې ددې سیمې ځیني داسې کیسې بیان کړي چې د جهالت ، قساوت،وحشت ،ظلم او له دین څخه د ناخبرۍ په برخه کې شاید نړیوال ریکارډ جوړ کړي.
ددې ایریا د خلکو فکري سطحه او جاهلانه حالت له دې هم اټکل کولای شئ، چې په تیرو لسوکلونو کې یې ډیر خلک د جهاد په نامه د منګل باغ په نوم د پيښور د لاریو د اډې په یوه کلینر پسې روان و، او د ملامحبوب په نامه د یوه بل ملا سره په جګړو کې یي داسې قساوتونه او قتلونه وکړل چې  قلم یي په یاد شرمیږي.
نن سبا د همدې سیمې پخواني چرسیان، قاتلان،داړه ماران او نور لا ابالي وسلوال د یوه پخواني مشهور اختطاف ګر حافظ سعید خان تر مشرۍ لاندې راټول شوي دي، او غواړي په ننګرهار کې  خلک له سره مسلمانان کړي.
د داعش د اوازې  له ګډیدو سره  د اورکزو  او تیرا وسلوالو د یوه شکمن پلان له مخې خپلې وسلې  په قچرو بار کړې او د ډیورنډ له کرښې څخه د افغانستان پلو  اچین ، سپین غر، کوټ  او نورو سیمو ته واوښتل، هلته یې ځایي مجاهدین له خپلو کورونو فرار کړل، د هغوی کورني سامانونه ،مواشي او ټول ممتلکات یي د غنیمت په نامه ضبط کړل او د هغوی په کورونو کې یي واړول .
اوس د شینوارو د ډیری غرنیو سیمو ولکه د اورکزو د پوډریانو په لاس کې ده، او په ځایي مسلمانو اولسونو هغه چپه میچنې چلوي چې  په اوریدو یي د انسان  پوستکی ځیږ کیږي،د عبدالرحیم مسلم دوست په مشرۍ  د ننګرهار ځایي دواعش  چې په پیل کې  د خلافت په شعار کې ګرم راغلل او د خپلو سپینو مسلمانانو اموال یي د اورکزو پوډریانو ته جائز وبلل تر دې چې  هغوی ته یې د خپلو مسلمانو متدینو خلکو په کورونو کې ځایونه ورکړل، اوس یي چې د  اورکزو  د وسلوالو وحشیانه اعمال لیدلي په دوه کې حیران دي، چې څه وکړي.
څه موده وړاندې  چې د سپین غر د مامند سیمې  ګڼ شمیر کلیوال د اورکزو د یوه وحشي قومندان معاویه لخوا  ذبح او ځیني یي په بمونو والوزول شول، عبدالرحیم مسلم دوست  ددې خلکو د خلاصولو لپاره ډیرې هڅې وکړې، خو د اورکزیو چرسیانو لخوا  یې هیڅ خبره وانه وریدل شوه بلکې اضافه  توهین او په سخته سزا هم وګواښل شو.
د اورکزو چرسیانو د ننګرهار په ځایي ولس داسې حال راوستی چې اوس خلک  خپلو کورونو ته به خپله خوښه نه شي تللی، دسپین غر د  مامند سیمې اوسیدونکي چې غواړي خپل کلي ته ستانه شي، نو په شډل بازار کې باید له داعشیانو څخه  خپل کلي ته د تللو ویزا او اجازه واخلي، د مامند اوسیدونکي وایي چې  داعشیان په شډل بازارکې ناست دي او څوک چې مامند ته ځي نو لومړی د تکبیر په نوم یو اورکزی ورته قسمونه او طلاقونه ورکوي، چې په ټول عمر به د داعش خلاف خبره او عمل نه کوي او بیا ورته د لعل محمد په نوم یو بل کس ځانګړې پارچه ورکوي  چې  که له چا سره دغه پارچه نه وي مامند سیمې ته نه شي داخلیدلی او که څوک بې پارچې ګیر شو نو  سخته سزا ورکول کیږي.
د سپین غر مامند سیمه  د پوډري داعشیانو لوی مرکز دی، چې اوس یي  واک مکمل د او رکزیانو په لاس کې دی،په دې سیمه کې پخوا ددوی مشر د جهادیار په نوم و، چې بیا د شاهد او ګل زمان سره  په همدې سیمه کې په بمبار کې ووژل شو، اوس  ددې سیمې واک د معاویه په نوم د یوه سرسخته اورکزي په لاس کې دی، هغه د سپین ږیرو د الوزولو په ویډیو کې چې کوم تن په آس سپور راځي  همدا معاویه دی ، چې همدا جنایت د همدې  سړي لخوا دمامند سیمې له بي ګناه خلکو سره ترسره شوی دی .
سره له دې چې دننګرهار له ډیری سیمو څخه د طالبانو د ځوابي حملو په مټ د داعشیانو ټغر ټول شوی دی، خو په ځیني سرحدي سیمو کې چې پاته دی، په خلکو یي د ژوند کړۍ سخته تنګه کړې ده، په ننګرهار کې د ډبورۍ  د چرسیانو نفوذ ته په پیل کې د ننګرهار یو شمیر ځایي سلفیانو لار هواره کړه، خو اوس د مسلم دوست په شمول د ننګرهار ځایي سلفیان ټول په دې پوه شوي، چې  د اورکزو  داعش په اصل کې دپاکستان یوه استخباراتي دسیسه وه، چې غوښتل یي خپل یاغیان د افغانستان خواته واړوي او هلته یی په جګړو مصروف وساتي،عبدالرحیم مسلم دوست اوس له حافظ سعید خان څخه دا شکایت لري، چې خلافت قایمول خو یوازې په افغانستان کې ضرور نه دي بلکې په پاکستان کې هم جهاد فرض دی، دې ته په پام سره  حافظ سعید خان ولې خپلې ټوله درنه وسله او  وسلوال افغانستان ته انتقال کړي او په پاکستان کې یي تراوسه  یو ډز هم نه  دی کړی؟
په هر حال په ښیرازه او نوراني  ننګرهار د ډبورۍ  د کارغانو سیوري راپریوتل یو داسې تریخ حقیقت دی ، چې که توجه ورته ونه شي پایلې به یي ډیرې ځورونکي وي،دا خلک لکه څنګه چې وړاندې ذکر شول مطلق جاهلان، قاتلان، داړه ماران او تاریخي غله دي چې په خپل تاریخ کې له قساوت ، اختطاف او داړه مارۍ پرته بل هیڅ هم نلري.
له داسې خلکو څخه د خلافت او شریعت تمه کول د ځان دوکه کول دي، دننګرهار اوسیدونکي هغه که احناف  دي یا سلفیان ، طالبان دي اویا دولت پلوي، باید په مشترکه توګه د اورکزو دپوډریانو په خلاف مبارزه وکړي، ددوی د قوت او استقرار مخه  ونیسي او که داسې ونه کړي  نو د خپلو سپین ږیرو د قتل عام د ويډیو د لیدلو غوندې دې  دې ته هم انتظار اوسي چې یوه ورځ  یي ماشومان او تورسرې د  غلامانو او وینځو په نوم د ډبورۍ په میله کې خرڅلاو ته وړاندې شي ، دا خبره ځکه کوم  چې دا وحشیان په هیڅ کتاب باور نلري او نه هم د اخلاقو او سړیتوب کومې کرښې ته ملتزم دي .