د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیا به کله دی خالی انګړ ته راشې ؟؟؟

نجیبه احمدزۍ 16.08.2015 14:31

چې په تورو شپو را یاد شی سلګۍ راشې
تړمې اوښکې مې په ځیرې گریوان راشې
سترگې پټې کړم که خوب کې چیرته راشی
ددې سوې زړه ټکور به شی که راشی
دا پوښتنه مې بار بار په شونډو راشې
بیا به کله دی خالی انګړ ته راشې ؟؟؟