د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر غني ته د یو سپین ږیري مشوره‏

منلی 13.08.2015 13:56

چې سما نیسي سمون ورته په کار دی
ناسم کله کړی تګ پر سمه لار دی

چې په زور دې سموي په زور یې سم کړه
مه کړه ځنډ چې تېرېدونکی دې نن وار دی

په پراته باندې مېږی زړه ور تېرېږي
له ولاړ څخه زړه ور زمری په ډار دی

مه ږده پښه ته د لوېدلي پر سر باندې
داسې کار ګوره ولاړ ته شرم عار دی

سمولای که کاږه نه شي منلی
ترپ پر څنګ له کږو هم د سمون چار دی