د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتصالات د کرکټ ۲ ستورو سره تړونونه لاسلیک کړل‏

نعمت الله ظفرزی 13.08.2015 13:53

اتصالات د کرکټ دوه ځلانده ستورو حمید حسن او محمد نبي عیسی خیل سره د سوداګریز استازو تړون لاسلیک کړ
کابل، د اګست ۱۲ مه ۲۰۱۵
                  اتصالات د افغانستان د کرکټ دوه غوره لوبغاړو حمید حسن او محمد نبي سره د سوداګریز استازو په توګه د دوی سره یو ځانګړی تړون لاسلیک کړ، چې دوی به د اتصالات په استازیتوب په سوداګریزو کمپاینونو او سوداګریزو سفیرانو په توګه راښکاره کیږي.
حمید حسن او محمد نبي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غوره لوبغاړي دي، چې د کرکټ په ډګر کې په نړیواله توګه د خپلو لاسته راوړنو او غوره لوبو په ترسره کولو سره مشهور دي.
د نني لاسلیک موخه افغانستان کې د لوبو نړۍ سره د اړیکو ټینګول، ملاتړ او ځوان استعدادونو هڅول دي، ترڅو له دې لارې خپله روښانه راتلونکي غوره کړي.
د اتصالات اجرائیوي مشر ښاغلي صلاح زرګرالراس د غونډې پرمهال وویل، اتصالات په افغانستان کې د خپلو چارو له پیل څخه د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ او په ځانګړي توګه د لوبو د ملاتړ لپاره ځان ژمن بولي او د خپل کاري فعالیتونو یوه برخه یې ګڼي. نن ورځ په افغانستان کې کرکټ یوه ډیره وتلي لوبه ده  او د افغانستان د ځوانانو په ژوند کې ډیر مهم رول لري. اتصالات ویاړي ، چې د کرکټ په پرمختګ او وده کې نیغ په نیغه رول لري.
نوموړي همدا راز وویل، د اتصالات لخوا د حمید حسن او محمد نبي سره زمونږ ننی تړون د غوره استعدادونو د ودې او هغوی ته د لازمینې د برابرولو ښکارندويي کوي او ځوانانو ته د یوې روښانه راتلونکي زیری ورکوي.
همدارنګه د کرکټ ستوري حمید حسن وویل، دا زمونږ لپاره ستر ویاړ دی، چې مونږ د اتصالات په  څیر د  یوې سترې کمپنۍ د سوداګریز نوم استازیتوب کوو.  زما بریالیتوب او پيژندګلوي د اتصالات سره تړاو لري، چې په  افغاسنتان کې د کرکټ د پیل په  لومړیو کې یې د کرکټ په ډګر کې د سهولتونو په برابرولو کې مرسته کړیده.
د افغانستان د کرکټ بل غوره لوبغاړي محمد نبي زیاته کړه، د اتصالات سره زمونږ مشارکت د بل نسل د پرمختګ لپاره یو نوښت دی او د دوی لپاره د پرمختګ نوې دروازې پرانیزي.
نوموړي وویل، ډیر ویاړو چې د اتصالات د کورنۍ غړي یو، په څنګ کې اتصالات هڅه کړې چې په افغانستان کې په نړیواله توګه مخابراتي چوپړتیاوې وړاندې کړي او په بیلا بیلو برخو کې یې د افغانانو لپاره د پرمختګ زمینې برابرې کړيدي. زما په اند اتصالات یواځینۍ کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې یې د لوبو د پرمختګ لپاره ډیرې مرستې کړیدي.
اتصالات په افغانستان  کې د لوبو د ملاتړ اوږد تاریخ لري، چې دا هر څه د لوبو د ادارو او چمتو کوونکو سره د دوی پیاوړي اړیکې دي.
اتصالات په افغانستان کې د خپلو چارو د پیل څخه تر اوسه پورې، یواځې دا نه چې په ټول افغانستان  کې یې خپلو مخابراتو چوپړتیاووې ته پراختیا ورکړیده، بلکې په څنګ یې په افغانستان  کې د خلکو اعتماد او ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ