د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کور څښتن بايد غير قانوني کډوال وباسي

یاسر الهاشمی 11.08.2015 14:11

د بريتانيا چارواکي وايي د کورونو څښتنان بايد هغه کډوال چې په غیر قانوني ډول بريتانيا کې ژوند کوي له کوره وباسي او دوی نشي کولای هغوی ته کور په کرايه ورکړي.
د دې نوي پلان په ترڅ کې به د کورونو څښتنان کولای شي غير قانوني کډوال بې د محکمې له امر او کوم قانوني خنډ څخه له کوره وباسي. د بريتانيا حکومت وايي دغه اقدام يې په دې هېواد کې د غېر قانوني کډوالو د شمېر کنټرولو لپاره کړی دی.
د کډوالو په چارو کې د بريتانيا وزير، جيمز بروکنشاير ویلې چې د کورونو هغه څښتنان چې بې له کومې پلټنې غير قانوني کډوالو ته کور په کرايه ورکوي کېدای شي پنځه کاله بند محکوم او جريمه شي.
دی وايي د کور څښتن بايد د خپلو کرايه ورکوونکو اسناد وګوري او وروسته له هغې ورته کور په کرايه ورکړي.
د بريتانيا چارواکي وايي د دې نوي پلان پر اساس به د ټولو هغه کسانو مالي ملاتړ هم بند کړي چې بريتانيا کې د اوسېدو غوښتنه يې رد شوې.
اوس مهال په بريتانيا کې شاوخوا )۱۰۰۰۰( غير قانوني کډوال خپلو کورنيو سره اوسېږي او هره اوونۍ شاوخوا (۵۰ ) ډالره مالي ملاتړ له حکومت څخه ترلاسه کوي. د دې تر څنګ ويل کېږي چې په دې وروستيو کې له اسيا او افريقا څخه بريتانيا ته د راتلونکو کډوالو په شمیره کې زياتوالی راغلی.
د دې نوي پلان له کبله به د کورنيو چارو وزارت د هغو کسانو په اړه چې بريتانيا کې د اوسېدو غوښتنه يې رد شوې د کور مالکانو ته خبر ورکوي. په ورته وخت کې د دې قانون پر اساس د کور څښتن اجازه ورکړل شوی چې د کرايه ورکوونکي د اوسېدو قانوني حالت وګوري او د قانون سره د ټکر په صورت يې له کوره وباسي.
د کډوالۍ په دغه نوي پلان کې راغلی چې د کورونو د څښتنانو د سرغړونه په صورت کې کېدای شي دوی تر پنځه کالو بند محکوم او يا هم نقدي جريمه شي.
د سويډن د عدالت او کډوالو چارو وزير د بريتانيا لومړي وزير پر هغه خبره چې بريتانيا کې پناه غوښتونکي يې "غير قانوني" بللي نيوکه کړې وه.
يکشنبې (۲ اګست) د بريتانيا د کډوالو چارو وزير جېمز بروکنشاير ويلي وو، "زه غواړم په دې اړه نوي قوانين جوړ کړم ترڅو وکولای شم د هغو کسانو مرسته وکړم چې په رښتيا او قانوني توګه بريتانيا کې د اوسېدو وړ دي".
د بريتانيې چارواکي په داسې حال کې دغه پلانونه له وضعې خبر ورکوي چې بريتانيا او فرانسه غواړي، د کالاېس په سيمه کې د کډوالو د ستونزو حل کولو لپاره ګډ کار وکړي.
بی بی سي