د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوویشتمې پیړۍ د رهبرۍ لپاره چوکاټ

محمد عارف رسولي 09.08.2015 21:23

سریزه
په اوسنۍ زمانه کې د ټولنو او ملتونو د ښه پرمختګ لپاره د وړو رهبرانو رول خورا زیات دي او دا رول ورځ تربلې زیاتیږی. نو اړینه ده چې د رهبرۍ په ماهیت او څرنګوالي، د رهبرۍ په رول، او د رهبرۍ لپاره د پيروانو شتون، دهغوي وده، دهغوي ژمنیتیا او نورو باندې یو څه رڼا واچول شي.
له دې کبله په دې لیکنه کې هڅه شوې چې زموږ دځوان کهول پوهاوی د رهبرۍ د اصولو او مهارتونو او شرایطو باندې یو څه رڼا واچول شی. هیله ده چې ګټور به وي.
رهبري څه شی ده
مخکې تردې چې په دې موضع خبرې وکړم لمړۍ باید د خپل دین یعنې اسلام له نظره د رهبرۍ په هکله یوڅه ووایم. داسلام له نظره، هر سړئ د یوې رمې/ټولي شپون/لارښؤنکئ دئ، او د رهبرۍ موقف لري. که موږ وګورو نو هرڅوک یا په کورکې، په کلي کې، په فابریکه کې او یا په کوم سازمان او دفتر کې ، د ولایت او یا د ملک په سطحه رهبر دئ. نو لدې کبله و هر مسلمان ته اړتیا ده چې په خپل دې رول او موقف پوه شي او هغه په ښه توګه ادا کړي. دغه فکر او مسؤلیت له موږ سره مرسته کوي ترڅو دخپلو رهبرانو په کړو وړو ښه پوه شو او له هغوی وغواړو چې څنګه مشري وکړی او د مشرۍ اړونده لارې چارې وپیژني.
همدارنګه ځینې هغه پوهان چې په  د یني او اوسنيو علومو او په خاصه توګه درهبرۍ په هکله ښه پوهه لري  درهبرۍ یو هراړخیزه تعریف  داسې کوي: " رهبري هغه وړتیا او ظرفیت دئ چې دخلکو یو ګروپ د یوې جوړې ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره تنظیم کړي، او چې دهغوی دوام لرونکې همکاري ددې موخو د ترلاسه کولو لپاره یقینی کړي." دا تعریف پوره وسیع دئ تر څو د رهبرۍ ټول اړخونه په ځان کې راونغاړي او همدارنګه پوره مشخص دئ ترڅو د هغو عناصرو د ترکیب پیژنده وکړي چې د رهبرۍ د ظهور لپاره ضرور دي.
همدارنګه درهبرۍ کومه فلسفه چې د پخوا زمانې غربي نړۍ د رهبرۍ په  پروګرامونو کې په روښانه توګه لیدل کیده نورنو دننیو ټولنو او سازمانونو د پیچلو ستونزو سره  ترډیره بریده اړخ نه لګوي. دا ساده فلسفه داسې انګیري چي رهبري په  ځانګړو کسانو کې شته څوک چې حتما باید په نورو خلکو کې ولولې راوپاروي او هغوی ترتاثیر لاندې راولي چې ستونزې حل او موخې ترلاسه کړي.  که څه هم،  دغه د «قهرمانۍ » نظریه د رهبرۍ ډیر ځله د خلکو د کمبود دنظریې په بنسټ ولاړه ده، لکه څنګه چې د رهبرۍ یو عالم ویلي.
په خاصه توګه په غربي نړۍ کې، رهبرانو ته دقهرمانانو په سترګه کتل کیږي – لوي سړي ( کله ناکله ښځې) څوک چې د بحرانونو په وخت کې مخته راوزي ...... ددې دودیزې رهبرۍ نظریې زړه د خلکو د ناتوانۍ په فرضیه، د هغوي دځاني لرلید په کمښت او په ناتوانۍ بناء ده ترڅو د بدلون قوتونه په کارواچوي، هغه کمښتونه کوم چې ګویا یوازې د یوڅو سترو رهبرانوپه مټ پوره کیدای شي.   
د رهبرۍ یوه نوې فلسفه په راڅرګندیدو ده. چې ځینو پوهانو د قهرمانۍ دزمانې راوروسته رهبري بللې او هغه له کښته نه پورته تغیر او انتقال مومي چې له ګډ قدرت اود ټولنې دجوړیدو څخه قوت اخلي. ځینې پوهان ورته د ژوندیو سازمانونو رهبري نوم ورکړئ او په خورا روښانتیا یې د سیالې ، ویشل شوې، ټولنیزې، او د عمل غوښتونکې خاصیت رهبري بللې ده.
که څه هم ځینې پوهان او لیکوالان دهغوپه احتواکوونکې او د تمرکز په ساحه کې د نظر اختلاف لري کله چې دوي  دنوې رهبرۍ د فلسفې د غوښتنو په بناء د اړینو تغیراتو تشریح کوي، دلته کم نه کم درئ ورته نظریې شته: ګډه رهبري، رهبري د اړیکو په ډول، او رهبري په ټولنه کې.  دګډې رهبرۍ مفکوره ډیر ځله د خورې شوې، ګرځنده، ویشل کیدونکې، جمعي، یا د ګروپ محوري رهبري ده، اودهغو اړونده سازمانونو ته د «له رهبرانو ډک» ویل شوي. فرضیه داده چې موږ ټول د رهبرۍ کیفیتونه لرو چې که ورته اړتیا شی ورباندې حساب کړلئ شو کله چې موږ له نورو سره په ګډو مسئلو باندې کار کوو.
د رهبري د اړیکې په ډول نظریه ، د یوې لړۍ سیالو اړیکو په محور باندې راڅرخي او د توان ورکولو ، مشارکت،   او لاس ورکولو او خدمت په مفهوم باندې ولاړه ده. دریمه نظریه، یا رهبري په ټولنه کې، د یوه مفهوم ورکوونکې لرلید لرونکي وي په کومه ټولنه کې چې د رهبرۍ اړیکې راپیدا کیږي. د « ژمنې ټولنې» راټوکیدل د مسابقې او خپل ځان محورۍ څخه یو بدلون او اوښتون راپه ګوته کوي. پوهان داسې ټولنې د یو مودل په توګه د تنظیم کیدو اودمصؤن ځای په توګه د معنویت غوښتنې، د اړیکو ورکولو د نوو لارودتمرین، اود مهمو ارزشونو لکه باور، ژمنه، شریکول، اوټولنیز مالکیت دودې لپاره وړاندې کوي.

د یوه نظریاتي چوکاټ اړتیا
په ډیرو اړوندو څیړنیزو مرکزونو کې پوهانو ددې اړتیا ولیدله چې د رهبرۍ د مهارتونو د ودې لپاره و یوه منطقي چوکاټ ته اړتیا شته ځکه چې د رهبرۍ د پروګرامونو د ودې او انکشاف په ساحه کې د یو ټاکلي توحیدوونکي لرلید نشتوالئ لیدل کیدلو. نورو د یوه تل پاته توپیر چې د رهبرۍ د پروګرامونو څخه راټوکیدلئ وي نشتوالئ راپه ګوته کاوه او هم یی د اوږدمهاله ارزونې اړتیا لیدله. ځینو د رهبرۍ د زده کړې پروګرامونه تنقیدول چې هغوي ډیر لنډ مهاله، له پورته څخه کښته ، او ډیر عام دي، او دیوه سیستماتیک تغیر په ځای چې ټول ګروپ یي غواړي په ځاني او شخصي غنامندۍ باندې بناء وو.
نو ځکه په ۱۹۹۴ کال کې د پوهانو یوه ګروپ ته وظیفه ورکړل شوه ترڅو یو نظریاتي چوکاټ جوړ کړي ترڅو داوسنیو او راتلونکو ټولنېز محوره رهبرۍ د ودې د کوښښونو لارښونه وکړي. له دې زیات، وړاندوینه شوې وه چې او توحید کوونکئ او همغږه کوونکئ چوکاټ به کومک وکړي ترڅو (الف) له ګډې ژبې کومه چې د پروګرام پلانوونکي او ګډون کوونکي هغه پکارولئ شي چې پلانونه، تجربې او نتیجې له یو بل سره شریکې کړي؛ (ب) د رهبرۍ د ډیرډول ډول پروګرامونو د تاثیراتو د ارزونې ، او د هغو فکتورونو د پیژندنې لپاره چې تل پاتې بدلونونه راولي طرحې وړاندې کړي؛ او یو قوي بنسټ له کومه چې څیړونکي پلټنو ته وده ورکوي، تجربې شریکوي، او ګډې هڅې له نورو سره چې د ټولنیز مشرتوب په وده او انکشاف باندې لګیا دي په کار اچوي.
د یوویشتمې پیړۍ د رهبرۍ تعریف
هغه موظف تیم ترډیرو څیړنو وروسته دې پایلې ته ورسیده چې د یوویشتمې پیړۍ لپاره رهبري هراړخیزه او څو بعدي ده: هغه په ګروپونو یا سازمانونو کې متمرکزه ده، نه په انفرادي کسانو کې، اود ګروپ له زړه، مغز، روح او انرژي څخه کاراخلي او ورته رجوع کوي. ددې فلسفې محرکه قووې ټولنه، د ګروپ د رهبرۍ زړه؛ لرلید، کوم چې روح او روان په ولولو راولي؛   زده کړه، کوم چې مغز په خوځښت راولي، او عمل، کوم چې انرژي تولیدوی ګڼل کیږي. له دې نظره، د رهبرۍ وده او انکشاف له فرد محورۍ څخه و ټول محورۍ ته بدلون مومي؛ دښوونیزو موادو د یوې ټولګې څخه د یوې تحول منونکي او اصلاح شوې تعلیمي پروسې په شکل چې تمرکز یې په اړیکو جوړولو باندې وي؛ او له یو اړخیزه او یوازې د رهبرۍ د ودې له پروګرامونو څخه د رهبرۍ د ودې وهغو پروګرامونو ته چې په روښانه موضوعاتو او مسئلو باندې ولاړوي وراوړي، چې د ګډون کوونکو په واسطه په دې پروسه کې په ګوته شوي وي.
هغو ځانګړو ټولنیزو او دپوهانواو پوهنتونونو په مرسته  زیارونو ته د ټولنې د عمل او د رهبرۍ د ودې نوم ورکړل شوئ اوهمدارنګه دې زیارونو ته د انرژي لرونکو شریکو مشرانو، د رهبرۍ د موضوع د شریکو څیړونکو او زده کوونکود ټولنو چې و یوه متمرکز عمل ته د یوه ګډ لرلید په لوري ژمن اوسي تعریف ورکړل شوئ دئ.   
دا چوکاټ د ټولنو د ودې، د سازمان دودې ورکولو، او د رهبرۍ د ودې ورکولو د ساحود یوه تقاطع په ډول فکر کیدای شي. ټولنې ته وده ورکول عبارت د ګروپ له روحیې لوړولو، او دهغه د ژمنې، هویت، وفادارۍ، او عزم د تقویې څخه عبارت دئ چې د ګډو موخو لپاره کار وکړي. سازماني وده بیا د ګروپ د ظرفیت لوړول دي چې ترڅو چې د سختو او موثرو کارونو په کولو کې لاس ورکړي او د ګروپ موخې ترلاسه کړي. درهبرۍ وده بیا د افرادو او اشخاصو وظرفیت ته وده ورکول دي ترڅود ټولنې او سازمان ودې ته سهولت ورکړي. له دې نظره، د ټولنې دعمل او درهبرۍ وده د رهبرۍ وده ده د ټولنېزو سازمانونو لپاره. دهغه موخه داده چې د کسانو توان زیات کړي ترڅو د ګروپونو ټولنیزه روحیه او وړتیا زیاته کړي ترڅو په موثر کار کې سره لاس ورکړي.
د ټولنې دعمل او د رهبرۍ دودې لپاره نظریاتي چوکاټ
داچوکاټ له څلورو برخو څخه جوړ دئ. لمړۍ برخه، مخکې تشریح شوې، د ټولنې، لرلید، زده کړې، او عمل د یوې هراړخیزه فلسفې په واسطه په مخ ځي. د چوکاټ دوهمه برخه هغه لاندې اووه (۷) عناصر دي چې په عمل ولاړو ارزشونو سره تړاو پیدا کوي. دریم د ټاکل شوو رهبرانو رول د ټولنې د عمل د رهبرۍ په تشویق کې. څلورمه برخه د متودولوجیکی اصولو تطبیق په دغو ارزشونو او پروسو باندې د میتود او محتوا دواړو له نظره.

دعمل ارزشونه
    •    ګډلرلید ته وده ورکول. یوه ګډ لرلید ته چې په راتلونکي متمرکز وي او د ګروپ په قوتونو باندې بناء وي د پیل يو مهم ټګئ کیدای شي. په لرلید تمرکز روح په کار اچوي، دګروپ کوښښونو ته معنی او مقصد ورکوي، او غړو ته زمینه برابروي چې له خپلې ځان غوښتنې پورته شی او هڅونه او خوڅښت وساتي. مشترک لرلید دعمل لپاره یو سرحد ټاکی.
    •    یوځای رهبري کول. په (رهبرډکو» سازمانونو کې درهبرۍ رولونه شریک وي او هر څوک دګروپی پروسې او کار مسؤلیت اخلي. ویسا او باور چې تریوه بریده د ریښتیني او بې پردې اړیکو نیولو له لارې وده کوي، ترټولو مهمه غوښتنه ده. ټاکلي مشران دهرکس ودې ته تشویق ورکوي د ځان دنمونې کولو، روحیې وروکولو، ښوونې، کارسپارلو او خدمت کولو له لارې.
    •    یوځای زده کړه. د ټولنې دعمل او رهبرۍ وده په موثره توګه په پوهه ولاړده ، کوم چې یوه لرلیدته مفهوم  او عمل لپاره خبرتیا ورکوي. د ګروپ غړي پوهه راوړي او همدارنګه پوهه غوړوي او جوړوي د زده کړې د دوران له لارې. د زده کړې دوران شامل دئ په یوځای پلان کولو، عمل کولو، او ورباندې غور او بیا کتنه کولوباندې.
    •    دټولنې جوړول. د ټولنې دعمل او رهبرۍ دودې په زړه کې دیوې مواظبې ټولنې شته والئ چې ټینګې، باور منده ګروپی اړیکې لري چې د لرلید په انکشاف، رهبری کولو، زده کولو، او د یوځای عمل کولو په مرسته ځواکمنه  شوې وي اړین دئ. دټولنې حس د هویت ، او ژمنې په احساس کې، دتنوع په قبلولو او درک کولوکې او دمنازعاتو په منځکړتو او ازموینه کې د جوړوونکو پروسو په جریان کې  منعکس کیږي.
    •    انرژي ته وده ورکول. ګډه انرژي د یوه ګروپ توان دئ ترڅواړینو زیرمو ته وده ورکړي او یا یې لاسته راوړي چې خپلې موخې لاسته راوړي. دغنامندۍ لپاره یو ګروپ باید په سازماني وده یا د ورتیا به لوړولو باندې تمرکز وکړي. ګډه انرژي په لرلید کې د ګډ مالکیت ودې ، زده کړې، پلان کولو، تصمیم نیولو او عمل کولو ته اړتیا لري.
    •    یوځای کار کول. یوځای کارکول په جمعي انرژۍ باندې تمرکز کوي او یوه لرلید ته ژوند او وده ورکوي.  دعمل پروسه په تیم کې د کارکولو، سیاسی ارزونې، کړنلارې جوړولو، اوپه هوښیارتیا سره د ټولنې د سرمایو او زیرمو تنظیمول غواړي. سهولت کوونکي – ټاکل شوي رهبران یا مشاورین – حتما باید پروسې ته ژمن وي، د ګروپ ښیګڼوته وفادار وي او له دې اړتیا او حرص څخه چې قدرت کنترول او وساتي مبرا او پاک وي.
    •    اړیکه ټینګول. یو ګروپ چې د ټولنې دعمل او رهبرۍ دودې په کار کې شریک وي  باید چې قوي ذات البینی اړیکې ولري. د اړیکو سمول دیوه داسې دیالوګ غوښتنه کوي چې دپوهیدو لپاره غوږنیول، دیو بل په نظریاتو باندې تعمق او فکر کول، د خلاص فکر خاصیت درلودل، او په نهایی تحلیل کې د تنوع په منځ کې ګډه ځمکه لټول وي. د کره او اعتماد وړ معلوماتو راټولول اعتماد پیدا کوي، و ګډې زده کړې ته لاره هواروي، او کومک کوي ترڅو ښه په نښه شوي او اړونده عملونه ډاډمن شي. شبکه جوړول یا نټورکنګ، یا له ډیرو مختلفو لوریو او کړیوسره اړیکې جوړول د فراخو او لیرې رسیدونکو اړیکو جوړول ممکن کوي کوم چې همکارۍ، او د ټولنې جوړولو ته له نورو سره د مشارکت او ګډون لاره هواروي.
د رهبرانو رول
هغه ټولنې چې د رهبرانو څخه ډکوالي ته ژمنې وي هغه بې رهبرانو نه وي.مګر  ټاکل شوي رهبران تر دې مفهوم لاندې دهغه معمول فکر سره سم چې رهبران قهرمانان بولي موافقه نه کوي. بلکه هغوی پلان کوونکي، ښوونکي او خدمت کوونکي وی څوک چې د ټولنې دعمل او رهبرۍ دودې لاند ني شپږ اصول اجراء او تمرین کوي. لمړي څلور په میتود او کړندود پورې اړه لري، کوم چې زده کوونکي په هغو پروسواو بهیرونو کې چې دو ورڅخه ګټه اخلي، په نوبت سره ، د رهبرۍ دکار د کومک کوونکو په ډول شاملوي. هغه دوه نور د بحث د موضوع اصول دي.
    •    تسهیل او آسانه کول. درهبرۍ د ودې کوښښونه باید په غیر رسمي او ښوونو باندې بنا وي، چې په ښه توګه د آسانه کولو او تسهیل کولو (facilitation) په نامه سره ښه تشریح کیږي.  دټولني د عمل او رهبرۍ  د ودې میتود د ګروپ د یو بل سره تړلې زده کړې د پرمختیا کار آسانه کوي کوم چې تنوع ته ارزش ورکوي اوپه منازعو باندې په جوړوونکي شکل څیړنه کوي. دغه بهیر او پروسه په درناوي، تشویق او ټولنه جوړولو باندې تکیه کوي.
    •    په زده کوونکي تمرکز. ددې لپاره چې د رهبرۍ ودې ته ښه والئ وروبښو، د زده کولو آسانه کوونکي (facilitators) اړتیا لري چې په هغه مفهوم چارچوب باندې ځان پوه کړي چې دهغوي رهبري پکې واقع ده؛ د زده کوونکو اړتیاوې، غوښتنې، او قوتونه؛ او هغه مسئلې چې باید ورته ځواب وویل شي. ترټولو موثره لاره د اړونده ټولنې دعمل او رهبرۍ دودې جوړشوئ میتود هغه دئ چې ګډون کوونکو ته د هغوي په لرلید جوړونه، پلان کولو ، تصمیم نیولو، اود خپلوزده کړوپر تجربوباندې د بیا کتنې په پروسه کې د شمولیت له لارې کنترول ورکوي.  
    •    په رهبریت باندې تمرکز. په زده کوونکي متمرکزه وده په رهبر باندې متمر کزه نه ده. رهبریت د ګروپ یا د سازمان د غړو په منځ کې د اړیکو دیوې بستې په ډول موجود وي؛ او هر یو په ګروپ کې د رهبرۍ ظرفیت لري او په مختلفو وختونو کې د رهبرۍ رول ادا کولای شي. دغه نظر یا د ګروپ محوریت روش درهبرۍ په وده کې دئ، کوم چې د سازمان په انکشاف او د وړتیا جوړولوپه مرکز باندې ولاړ دئ او  د رهبرۍ په وده کې په کار اچول کیږی.
    •    په مسئلو/عمل تمرکز. د موضوع بهر د رهبرۍ دودې پروګرامونه لږ او محدود اثر لري ځکه چې په هغو کې د حقیقي ژوندانه د حالاتو زده کړې کم یا نه انتقالیږي. نو ځکه د ټولنې دعمل او رهبرۍ د ودې کوښښونه دکومو موخه چې د اوږدمهاله تاثیراتو درلودل وي باید حتما د زده کړې د واقعی مسئلو په اطراف باندې چې ګروپ ورسره مخامخ کیږي، زده کړه په عمل کې، راڅرخي، او همدارنګه دوامداره بیا کتنه یا ګډ خپل ځان ازمویښت وي.
    •    وچ او تنګ نظره نه وي. د ټولنې د عمل او رهبرۍ د ودې له جملې کوښښونه په ثابت ډول نشی تعینیدلای. هغه باید له ګډون کوونکو سره اودهغو په واسطه وټاکل شي.