د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سپيانو او کټارو د پناه غوښتونکو د راتګ مخنيوی.

یاسر الهاشمی 08.08.2015 12:53

بریتانیا تصمیم لري چې له فرانسې څخه بریتانیا ته د پناه غوښتونکو د بهیر د مخنیوي لپاره نورې کټارې جوړې کړي او د پلټونکو سپیانو او نورو امکاناتو له لارې دې لړې ته د پای ټکی کیږدي.
د بریتانیا صدراعظم ډیويډ کامرون (David Cameron) خبرداری ورکړی چې د سږکال په دوبی کې به د پناه غوښتونکو بهیر نور هم تند شی، د دې ترڅنګ د فرانسې د کالايس بندري ښار څخه د «چینل تونل» یا «ایرو تونل» له لارې بریتانیا ته د راتلونکی کډوالو په شمير کې زياتوالی راشي.
ويل کيږي چې په تیرو ورځو کې په زرګونو کډوالوغوښتل د فرانسې د کالايس له بندر څخه د ایرو تونل چې د «مانش تونل» په نامه هم یادیږی له لارې‎ په غير قانوني ډول انګلستان ته داخل شي.
د فرانسې پولیسو ویلې چې یواځې د جمعې په ورځ هغوی د څه د پاسه زرو هغه پناه غوښتونکو مخه ونیوله چې غوښتل د نوموړي تونل له لارې بریتانیا ته تیر شي او (۳۰ ) تنه پکې زندان ته هم بيولي. همدا راز د فرانسې حکومت د کالایس بندري سيمې ته ( ۱۲۰) تنه اضافي پولیس هم استولي ترڅو هلته له څه د پاسه ۳۰۰ موجوده پولیسي ځواک سره مرسته وکړي.
په اوسني وخت کې کابو (۴۰۰۰) کډوال چې ډيريی له سورېې او اریتریا څخه دي، په کالايس کې دیره شوي او هره ورځ هڅه کوي چې د بار وړنکو لاریو او اورگاډو په واسطه په غیرقانونی توگه بریتانیا ته لاړ شي.
د «ایروتونل» د شرکت يویاند ویلې چې د پولیسي ځواک غښتلتيا په کالايس کې د کډوالۍ په کنټرول کې رغنده رول لوبولی شي او له کله راهيسې چې په کالايس کې د پوليسو شميره زيات شوی د کډوالو ګډوډي نه دی لیدل شوی.
د جمعې په ورځ چې د روان کال د جولای د (۳۱) نيټې سره سمون خورې د بريتانيا صدراعظم ډيويډ کامرون په یوې بیړنې غونډې کې وویل چې: ((روانه وضع « خلک غواړي په غیرقانوني توگه زمونږ هیواد ته ننوځي» په هيڅ وجه د منلو وړ نه ده.))
کامرون زياته کړه چې:
((چې بریتانیا به له فرانسوي پولیسو سره په گډه خپلې پوره هڅې وکړي ترڅو پرې نه ږدي چې کډوال تونل ته نژدې شي. موږ به دې موخې ته د رسيدو لپاره نورې کټارې جوړې کړو او د پلټونکو سپیانو او نورو امکاناتو له لارې دې لړې ته د پای ټکی کیږدو.))
ددې ترڅنګ د جمعې په ورځ د ایرو تونل چارواکو د فرانسی په کورنیو چارو وزارت کې له مسوولو کسانو سره ولیدل او هغوی دا خبره تصدیق کړه چې په کالايس کې د تونل چاپیره به لوړکټارې جوړې کړای شي.
د کډوالو د ستونزو سر بیره د «کالايس په بندر کې د بیړیو کارگرانو هم په احتجاجونو لاس بوری کړی دی او ټایرونو ته اور اچولی ترڅو دغه بندر ته لاس رسی محدود کړي. د کارګرانو د احتجاج په نتيجه کې په هغو سړکونو باندې چې تونل ته غځیدلي دي، کابو (۱۱) کیلو متر ترافیکي ازدحام رامنځ ته شوی و.‎
دويچه وله: