د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناپیلیون ژوند ته یوه کتنه

عطا محمد میاخېل 06.08.2015 12:24

ژباړن : عطا محمد میاخېل
   ناپیلیون بناپارت د ۱۷۶۹ ز کال د اګست په ۱۵ مه نېټه د مدیترانې کرس ټاپو اړوند په یوه ګڼ نفوسه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه مهال یاد ټاپو د جنوا حکومت ( نننۍ ایټالیا ) یوه اړونده سیمه وه، خو وروسته د فرانسې له خوا اشغال شو.
  ناپیلیون د کارلو بناپارت او لیتزا رومولینو د  کورنۍ په ۱۱ زامنو کې څلورم زوی وو، له ابتدایي زده کړو وروسته، له خپل ورور سره په پوهنتون کې د شاملېدو په موخه بورګوندي ته لاړ. یو کال وروسته یې د نظامي زده کړو پوهنتون ته مخه کړه، مګر ورور یې ورسره ملتیا ونه کړه. نوموړي په پوهنتون کې د نظامي زده کړو یو له غوره محصلینو څخه وو، چې هغه مهال د اروپا تر ټولو پیاوړي او ځواکمن نظامي کسان یې په خپل واک کې لرل .
  ناپیلیون د شپاړسم لویي له پوځ سره یو ځای شو، تر څو په هغه کې د خدمت کولو له کبله د فرانسې په تاریخ کې مهم رول ولوبوي. هغه د سلاحانو په لیکو کې د یو ځای کېدو په موخه والنس ته لاړ او نظامي زده کړې یې وکړې .
  د پلار له مرګ څخه وروسته په کال ۱۷۸۶ ز کې بېرته خپل ټاټوبي ته را وګرځېده، تر څو د خپلې کورنۍ چارې سمبال کړي، هغه د ۱۷۸۹ او ۱۷۹۰ز کلونو په لړ کې خپل انقلابي لید لوری وروزه او په بېلا بېلو اړخونو یې فکر وکړ .
  ناپیلیون په ۱۷۹۱ ز کال والنس ته ولېږل شو، د ۱۷۹۱ ز کال په دوبي کې پاریس ته راغی، له دې وروسته یو ځل بیا والنس ته لاړه، تر څو د فرانسې په پوځ کې د سلطنت غوښتونکو او انقلاب غوښتونکو ترمنځ اختلافات له نیږدې وڅاري. د ۱۷۸۹ انقلاب په نوموړي کومه اغېزه نه لرله، ځکه هغه له سلطنت غوښتونکو سره خوا خوږي نه کوله، له بلې خوا یو انقلابي او سیاسي شخص هم نه و، په ۱۷۹۲ز کال د پروس او اتریش جګړې کې یې ګډون وکړ، او انګریزانو په ۱۷۹۳ز کال د تولون کنټرول تر لاسه کړ.
  ناپیلیون انګریزانو ته په ماتې ورکولو کې د مهم او کلیدي رول لوبولو وروسته، د جنرالۍ رتبې ته ورسېد. د ماکسیمیلیان له کوچني ورور اګوستین روبسپیر سره یې پېژند ګلوي وشوه، که څه هم ناپیلیون د جاکوبنیانو غړی نه و، خو د هغوی له سیاسي ملاتړ څخه برخمن وو. په ۱۷۹۴ م کال د جاکوبنیانو سقوط د دې لامل شو، چې ناپیلیون هم زنداني شي، مګر له ۱۰ وروځو وروسته چې د نوموړي په ضد کوم اسناد پیدا نه شول بېرته خوشې شو .
   سره له دې چې له خپلې لومړنۍ مېرمنې څخه یې دوه زامن لرل، د ۱۷۹۵ ز کال په ژمي کې یې له ژوزفین سره واده وکړ، له دې وروسته یې خپله مېرمن په پاریس کې پرېښوده او د جګړې په لومړیو لیکو کې د ګډون په موخه ایټالیا ته لاړ، په ایټالیا کې د ډېرو بریاو له تر لاسه کولو وروسته بېرته فرانسې ته را وګرځېده او فرانسویانو به هغه د اتل په نامه یاداوه، چې هم په سوله او هم په جنګ کې مخکښ دی، له دې وروسته له ناپیلیون څخه وغوښتل شول، ترڅو د انګریز د مستعمرو د ګواښلو په موخه مصر ته لاړ شي. په ۱۷۹۸ز کال له خپل ۳۵ زره کسیز پوځ سره مصر ته لاړ او اسکندریه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته، له دې وروسته د قاهرې د نیولو په موخه روان شو او العدم ته نیږدې له مصري ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه او په کمو تلفاتو یې جګړه په خپله ګټه پای ته ورسوله .
  ناپیلیون په ۱۷۹۹ ز کال پاریس ته لاړ او د یوې کودتا په ترڅ کې یې د فرانسې حکومت نسکور او د یوه ۱۳ کسیز هیات په مشرۍ یې خپله دیکتا توري پیل کړه . تر ۱۸۰۲ ز کال او د کورنیو جګړو له ځپلو وروسته، ناپیلیون د فرانسې په تاریخ کې په یوه پیاوړي او ځواکمن دیکتاتور باندې بدل شو. نوموړي په ۱۸۰۵ ز کال په انګلستان باندې د برید هوډ درلوده، مګر روسیې او اتریش ته لاړ او هغوی ته یې سخته ماتې ورکړه .
   ناپیلیون تر ۱۸۰۷ ز کال پورې ټوله سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د سوید له ماتې وروسته لهستان ته ننوت . په سیمه کې یوازینۍ ځواک چې د ناپیلیون په وړاندې یې خنډ جوړاوه ، هغه انګلستان وو، له دې امله یې په هغه ځای برید وکړ، مګر له انګلیسي دریادار(نلسون) څخه یې سخته ماتې وخوړه . دغه راز نوموړي په ۱۸۱۲ ز کال په روسیې باندې برید وکړ، خو پایله یې دا وه، چې د فرانسې ۵۰۰ زره کسیز پوځ ماتې وخوړه .
  لکه څنګه چې د ناپیلیون امپراطوري په ډېره چټګتیا جوړه شوه، هماغسې په ډېره چټکتیا له منځه لاړه، نوموړی په ۱۸۱۵ز کال د البا ټاپو ته تبعید شو، مګر له ۱۰ میاشتو وروسته کله چې د اتلسم لویي څخه د خلکو د ناخوښۍ خبر یې واورېد، نو له خپلو ۱۰۲۰ جنګیالیو سره بېرته پلازمېنې ته را وګرځېده او د واک په ګدۍ کېناست، ۱۰۰ ورځې په آرامۍ تېرې شوې، مګر اروپایي متحدانو یو ځل بیا برید وکړ او ناپیلیون لاچاره وو، چې د خپل تاج وتخت د ساتنې په موخه جګړه وکړي. ناپیلیون په همغه کال د واترلو په جګړه کې سخته ماتې وخوړه، پاریس ته را وګرځېده او د سنټ هلن ټاپو ته تبعید شو او د ژوند تر پایه هلته پاتې شو. هغه چې د سرطان ناروغۍ سخت ځورواوه د ۱۸۲۱ زکال د مې په پنځمه نېټه له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .