د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعقرب ددریمې خونړۍ پیښه

محمدآصف خواتی 06.08.2015 12:23

کله چې ددموکراسۍ د لسیزې خبره کیږي نشي کیدای چې د۱۳۴۴ کال دعقرب ددریمې خونړۍ پیښې یادونه ونه شي۰ که څه هم ددې پیښې څخه څه کم نیمه پیړۍ  تیره شوې خوبیا هم دهغې دپیښیدو د څرنګوالي اویا تنظیم کونکو  په هکله دنظریووالی نشته اوحتي ددې پیښې  دقربانیانود دقیق شمیرپه اړه هم اختلاف ترسترګوکیږي۰ هرڅوک دخپلو سیاسي اوعقیدتي باورونو، سازماني تړاوونو او سیاسي ملحوظاتو له مخې هغې ته ګوري۰  البته هغوی چې په شعوري ډول حقایق تحریفوي اودرواغ خپروي غواړي  دتاریخ په سترګوکې خاورې وشیندي ۰ دلیکنې پدې برخه کې به ددې خونړۍ پیښې دپيښیدوپه اړه  لنډ بحث وشي۰ ضمنآ به دې پوښتنې ته  دځواب دلټولو هڅه وشي چې ولې او څه ډول  داخونړۍ پیښه ترسره شوه ؟ کیسه داسې وه چې  دکابل پوهنتون  دحقوقو د  پوهنځي رئیس حمیدالله   ددرباردوزیرعلي محمدخان زوی دولسي جرګې دمشر محمدعمر وردګ دموافقې پر اساس دنوموړي پوهنځي دڅلورم ټولګي ددپلوماسۍ دڅانګې یوشمیر محصلین چمتوکړي وو چې د عقرب په دویمه د  
ولسي جرګې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې آجندایې د دکتور محمدیوسف په مشرۍ نوې کابینې ته دباور درایې ورکول و۰ داکاریې ظاهرآ پدې نامه کړی و چې دامحصلین مسلکي پوهه اوتجربه ترلاسه کړي۰ حمیدالله دمحمدیوسف له ملګروڅخه شمیرل کیده اونوموړی داساسي قانون دمسودې داوه کسیزه کمیټي غړی هم و۰ دې ډلې محصلینو خپلوخپلوانو او ملګروته ویلې ووچې هغوی دولسي جرګې په غونډه کې ګډون کوي۰  دهغوي خپلوانو اوملګرو هم  دپلوخورۍ دریشي واغوستې  چې  دولسي جرګې  په غونډه کې ګډون وکړي۰ البته هغه مهال هرڅوک لیوال و چې وویني دخلکود کور( ولسي جرګې ) غونډې څه ډول دایریږي، دصدراعظم دتګلارې سره آشنا  شي اوکابینې ته د رایې ورکولودبهیرشاهداوناظروي۰ داهم دیادولووړده چې هغه مهال دحقوقوپوهنځی د اریستوکراتو، اشرافو اوشتمنوکورنیو پوهنځي ګڼل کیده څرنګه چې دادبیاتواوساینس پوهنځي د اطرافي کلیوالوپوهنځي شمیرل کیدل۰ بیله کومه شکه دوخت سیاسي کړیو، دحکومت مخالفو اوموافقو  ډلو،په ټاکنوکې دولسي جرګې  ناکامووکیلانوهم خپل پلویان هڅولي وي چې په دې غونډه کې برخه واخلي۰ البته هرې ډلې لدې کارڅخه خپلې موخې اونخښې لرلې۰ له بله پلوه روڼ اندواوپه تیره د سیاست مینه والوته داپه زړه پورې وه چې داوږده استبدادوروسته دوی ته فرصت پیدا شوی دۍ چې دولسي جرګې په غونډو کې اوهغه هم دحکومت مشرته درایې ورکولو بهیرکې ګډون وکړي۰ دنوي اساسي قانون داوه پنځوسمې مادې له مخې  دولسي جرګې غونډي علني وې چې دقانون له مخې  په غونډو کې ګډون قانوني ممانعت نه درلود۰لدې امله  زیات شمیرلیوال دعقرب په دویمه نیټه د ولسي جرګې تالارته ننوتي وو اوداستازو او د کابینې لپاره ځانګړې شوې څوکۍ نه بلل شوننداره چیانو چې ډیری یې محصلین اودښاردلیسودلوړوټولګیوزده کونکي وو نیولې وې۰ کله چې صدراعظم اوکابینه یې تالارته ننوزي دکیناستوځای نه ویني اوپریکړه کیږي چې غونډه  وځنډیږي۰ دامهال دشورا ځینې غړي اوپه هغوکې ببرک کارمل په غونډه کې دمیلمنو ګډون دهغوی قانوني  حق ګڼي۰ بالاخره پریکړه کیږي  چې د عقرب په دریمه به دتالاربهرلودسپیکرنصب شي اودرایو ورکولې بهیربه مستقیمآ خپورشي ۰ ددې پریکړې وروسته دولسي جرګې په غونډه کې لیوال ځوانان دخپلو کورونو اولیلیو په لورخوزیږي پدې تمه چې سبا به دتالاربهردلودسپیکرله لارې صدراعظم ته داعتماددرایې ورکولو بهیرواوري۰ کله چې سهاروختي سلګونه تنه محصلین ، زده کونکي اونوردولسي جرګې مقرته راغلل امنیتي  ځواکونوماڼۍ ته دننوتواجازه ورنکړه اودلودسپیکر څرک هم نه لګیده۰ دامهال یوسړی دکاکا حکیم پنجشیري په نامه دولسي جرګې داحاطې دیوال ته خیژي اودسیدقاسم رښتیا د صدارت مرستیال اومالیې وزیردفساد په هکله وینا کوي چې هغه ګواکې بیا په نوې کابینه کې ځای لري۰ پولیسودنوموړي دراپارونکې احساساتي وینا مخه ونیوله اوویل کیدل چې توقیف کړی یې هم و۰ ددې کاروروسته راټول شوي ځوانان دزنده باد اومرده باددشعارونوپه ورکولو سره دښارپه لورخوزیږي اوپه لاره کې دپولیسوسره لاس اوګریوان کیږي چې یوشمیر یې پولیس نیسي۰پدې هکله کابل ټایمز دعقرب د څلورمې نیټې په ۱۷۶ ګڼه کې داسې  لیکي:« ددوشنبې په ورځ مظاهره کونکوغوښتل تالارته ننوزي اود پولیسوپه لوري یې  ډبرې ویشتلې۰دولسي جرګې تالارته دنه ننوتووروسته مظاهره چیان د دارالامان په لور ولاړل موټراوودانۍ یې په ډبروویشتلې ۰پدې جمله کې دسوداګرۍ وزارت اوحبیبیه لیسه زیانمنې شولې ۰ څاښت مظاهره چیان دښارمختلفو سیموته لاړل ، امنیتي ځواکونو هغه وخت مداخله وکړه چې هغوی پولیس په ډبروویشتل۰ دولتي سرچینودقربانیانوپه اړه څه ونه ویل۰» هیره نشي چې ځینې څیړونکی اولیکوال ددې پیښې په هکله پخپلولیکنوکې داهم وایي چې ګواکې مظاهره  چیان د دریمې کارتې دپولیسو آمریت ته  په زورننوتي وواوله هغه ځایه یې وسلې ترلاسه کړې وې اوپه امنیتي ځواکونویې ډزې کړې چې امنیتي ځواکونه اړشول متقابلې ډزې وکړي اومرګ اوژوبله منځته راشي۰ پداسې حال کې چې کابل ټایمزدولتی رسنۍ دهغې په اړه څه نه وایي۰ دلته  زموږ د ځینولیکوالو اوڅیړونکو دلیکنواوڅیړنوموخه چې دواقعیتونوروښانول اوبیانول نه بلکې دحقایقو تحریف اوددرواغو خپرول دي ښه جوتیږي۰ کله چې دمظاهره چیانواوپولیسوترمنځ دنښتو اود ځوانانودنیولو خبر پوهنتون ته ورسید نور محصلین هم دښاردمرکزپه لورخوزیږي اوپه لاره کې دلیسو دلوړوټولګیو محصیلین هڅوي چې ددوی سره مل اوپه  مظاهره کې برخه واخلي هماغه دی چې زرګونه تنه محصلین ، زده کونکي اونورخلک ددوی سره یوځای کیږي ۰ خوامنیتي ځواکونو ددهمزنګ سره ددوی دتلو خند ګرزي او دالاریون کونکي دسخي دغره له لارې ځان پل باغ عمومي اودمیوندواټ ته رسوي اودښارپه مختلفو سیموکې میټنګونه جوړوي۰ البته چې لومړي میټینګ  د پوهنتون په سیمه کې دسیدجمال الدین افغان دمقبرې ترڅنګ جوړشو چې دانجینر محمدعثمان مشهور په لنډي احساساتی وینا محصلین وهڅول چې دخپل اعتراض غږپورته کړي۰ انجینرعثمان هغه مهال دکوم سازمان غړیتوب نه درلود خووروسته دمترقي ځوانانو د سازمان ( حزب دموکرات نوین) غړیتوب ترلاسه کړ چې دهیوادپه سیاسي کړیوکې د شعله یانوپه نامه یادیده۰ دښارپه نوروسیموکې د محمدطاهربدخشي اوسلطانعلي کشتمند( دافغانستان دخلق دموکراتیکې ټولنې)، هادي محمودي ( سازمان جوانان مترقي)، شاهپورروئین یار،  نوروزکبیر او نورو غیرسازماني کسانونومونه یادیږي چې ویناوې یې کړې دي۰ دماپښین وروسته دمظاهره چیانویوه ډله دریمې کارتې ته چیرې چې د محمدیوسف کورو راځي چې ددې سیمې د پولسیوپه آمریت کې نیول شوي کسان خلاص کړي۰ دلته دي چې امنیتي ځواکونه په هغوی ډزې کوي چې مرګ او ژوبله  هم له ځانه سره لرله۰ ددې ډزو وروسته مظاهره چیان خواره واره کیږي  ، ځینې یې دسیمې په کورونوکې پټیږي اوپدې توګه مظاهره هم ختمیږي۰ اکثرآ وژل شوي کسان دری تنه  او ټپیان لسګونه تنه یادوي ۰ ټپیان دعلي آباد اوګندنا ( ابن سینا) روغتونو ته ددرملنې لپاره وړل کیږي۰ کله چې په ښارکې مظاهرې اوپه ځینو سیموکې دمظاهره کونکو اوامنیتي ځواکونوترمنځ اخ اوډب اونښتې روانې وې ولسي جرګې حکومت ته  د اعتمادرایه ورکوله۰  په مظاهره کونکوباندې دډزوپړه اکثرآ په سردارعبدالولی دمرکزي قول اردو درستیزوال اچول کیږي اوځینې بیا صدراعظم محمدیوسف ته هم ګوته نیسي چې په مظاهره کونکوباندې دصدراعظم لخوا دډزوامر ورکونې  شک خورا لږ دۍ۰ ددې خونړۍ پیښې څلورورځې وروسته ډکتورمحمدیوسف دناروغۍ په نامه استعفي ته اړکړل شو  اوپاچا محمدهاشم میوندوال د صدراعظم په توګه ولسۍ جرګې ته ورپیژاند۰ دمحمدیوسف استعفی ددې معنا لرله چې په مظاهره کونکودډزو مسؤلیت ده ته متوجه شي اوپدې توګه دپوهنیزو مؤسسو دمحصلینواوزده کونکو دقهر اونارضایتي کچه راټیټه شي۰ نوی صدراعظم کابل پوهنتون ته ورځي اومحصلینوته دغمشریکې اوهمغږۍ دښودلو له امله توره دریشي اغوندي اوهغوی ته وعده ورکوي چې په محصلینوباندې دډزو مسؤلین به وموندل شي، دمظاهرې بندیان به خوشي  شي اودسیاسي بحثونوپه موخه دمحصلینواتحادیه  جوړه شي۰ داهغه غوښتنې وې چې محصلینو له حکومت څخه لرلې۰ میوندوال په مظاهره باندې دډزود پلټلو مسئله ولسي جرګې ته وسپارله اوهغوی هم بیله دې چې هغه ددوی دنده نه بلکې دعدلي  ارګانونومسؤلیت دۍ  ومنله خوپدې اړه یې هیڅ اقدام اوحتي یوه غونډه هم ونکړله ۰ دمیوندوال پلویان بیا وایي چې حکومت ددې قضیې څیړل پیل کړل خووروستیو حکومتونو هغه تعقیب نکړه۰ داسې بریښي چې په مظاهره سردارعبدالولي دډزو امرکړی واوکوم نرپیدا کیده چې دادوسیه وڅیړي۰ د۱۳۴۴ کال دعقرب ددریمې خونړۍ پیښې وروسته هرکال دوخت سازمانونودا ورځ دځوانانودورځې په نامه لمانځله اوپه لومړیو کلونوکې  دعقرب ددریمې نیټې دپیښې د څیړنې اومحاکمې  سربیره یو  شمیرسیاسي اوصنفي غوښتنې مطرح کولې ۰ خووروورو په مظاهره باندې دامر کونکي ارګان موندلواودهغودمحاکمې غوښتنې هیرې شوې اودیوه دود او سمبولیک حرکت په شان  داورځ لمانځل کیده اوپه هغو کې به احساساتی او جذباتي ویناوې کیدې اوګوندونوبه خپلې تګلارې په کې بیانولې۰
دې نمانځنودجمهوریت ترټینګښت پورې ادامه لرله اوجمهوری دولت چې دګوندونوپه فعالیت ، غونډو اولاریونونو بندیز ولګاوه اوپوځي حالت یې اعلان کړنوره داورځ  ونه نمانځل شوه۰کله چې د افغانستان دخلق دموکراتیک ګوندواک ترلاسه کړدبریکوټ- دارالامان سړک یې دعقرب ددریمې  اوداورځ یې دځوانانوپه نامه ونوموله خو دکومو نمانځنوپته نه لګیده۰ دځوانانوپه نامه ددې ورځې نومول ډیروته داتصورپیداکړچې ګواکې دعقرب د دریمې نیټې  دمظاهرې سمبالونکی همدا ګوند و۰ همدارنګه دنوموړي ګوندځینې فعالانو هم پدې اړه دمبالغې ډکې لیکنې کړې چې پدې توګه وښيي چې  ګواکې  نوموړي ګوند دجوړیدووروسته ډیرژر وکولای شول په ځوانانوکې نفوذ وکړي۰  دځوانانومترقيٍ سازمان (حزب دموکراتیک نوین ) هم ورته دریځ لري۰البته په سیاست کې د دا ډول دریځ نیونه معمولي کاربریښي۰ موږولیدل چې دافغانستان دخلق دموکراتیک ګونددواکمنیدووروسته چې امنیتي حالا ت  کړکیچن شول دلته اوهلته د واکمنۍ په وړاندې دمخالفتونواودولتي ضد کړنو لړۍ پیل شوه هرې سیاسي ډلې ځان ددې دولتي ضدفعالیتونواوحتي ورانکاریو نوښتګرګاڼه۰ هغه مهال د ځوانانو مترقي سازمان په هیڅ صورت دا وس نه درلود چې یوه ستره مظاهره سمبال کړي داځکه چې هغه دعقرب ددریمې نیټې دخونړۍ پیښې یوه میاشت مخکې جوړشوی و۰دافغانستان دخلق دموکراتیکه ټولنه دخپلې لس میاشتنۍ شتون په ترڅ کې هم دومره نه وه ځواکمنه شوې  چې زرګونه تنه کوڅو ته راوباسي ۰ پدې اړه دصباح الدین کشککی لدې ارزونې سره چې « دا مظاهره یوازې دکمونستانو له لوري نه وه سمبال شوې ۰ کمونستان دیوه مهم اومنسجم ځواک په توګه نه ووراڅرګند دشوي چې دامظاهره په بشپړ ډول رهبري کړي» همغږي وښودل شي۰ دکیڼو اندونوسیالان او په تیره دا، خ، د، ګ سیاسي اوایدئولوژیکي مخالفان  داخوځښتونه پدې تورنوي، ملامتوي او محکوموي چې هغوی ددې مظاهرې دنوښتګرواوتنظیمونکوسربیره د محصلینو اوزده کونکوسوله ئیزه مظاهره  په زورزیاتۍ او خشونت واړوله۰ دشیراحمد نصری حقشناس په شان ځینې څیرې حتي په مظاهره کې دشوروي دسفارت  دکارکونکوګډون اوشتون ته هم ګوته نیسي۰ که چیرې په واقعبیانه توګه  دې خونړۍ پیښې ته وکتل شي اصلي لامل یې دځوانانو اودسیاست دمینه والو لیوالتیا وه چې دولسي جرګې په غونډه کې برخه واخلي  خو دحکومت له لوري ددوی دې لیوالتیا ته نه پاملرنه اوخپلو ژمنوته شاه ګرزونه وه ۰دسیاست مینه والو اوروڼ اندو غوښتل  دولسي جرګې په هغه عمومي غونډه کې ګډون وکړي چې کابینې ته درایې ورکولو لپاره ځانګړې شوې وه ۰ خوحکومت دې ته لاره هواره نکړه چې هغوی حکومت ته درایې ورکولو بهیروویني یا یې واوري ۰ که څه هم ژمنه یې کړې وه چې دعقرب په دریمه به  دولسي جرګې دتالاربهر لودسپیکرنصبوي اودرایې ورکولوجریان به مستقیمآ خپروي۰ دحکومت بیغورۍ  او دخلکو دمخکښې برخې روا غوښتنوته نه درناوی ددې سبب شو چې قهریدلي ځوانان په مظاهره لاس پورې کړي اوددې  ځوانانواوامنیتي ځواکونوترمنځ چې ځوانانودسوله ئیزولاریونوتجربه نلرله اوامنیتي ځواکونو دمظاهرودکنټرول اوکابو کولوسابقه  نلرله اوځینوچارواکوبیا مظاهرو ته د بغاوت په سترګه کتل خبره دې ته ورسیږي چې ترمنځ یې نښتې وشي ، پربې وسلې  ځوانانو د ماشینګڼواوټوپکو ډزې وشي او لسګونه تنه قربانۍ ولري۰ دا هم دیادولو وړ ده چې ددې مظاهرې نوښتګرکوم ځانګړی مرکز یا سازمان نه و۰ دوخت سازمانونودا وس اوامکانات نه درلودل چې یوه ستره مظاهره تنظیم اود هغې لارښوونه وکړي۰ دپلازمیینې په مختلفو سیموکې دخوروورو ډلو لاریونونه هم ښيي چې دامظاهره دیوه مرکزاویوه لاس څخه نه رهبري کیده۰
نوربیا۰۰۰