د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو ترمنځ اختلافات به د سولې خبرې ټکنۍ کړي

سردار محمد همدرد 02.08.2015 15:21

په نږدي تېرو سويو ورځو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيلېدو ريپوټونه خپاره سول، داسې ښکارېدل چې طالبان هم نور له جنګه ستړي دي او غواړي د سولې خبرې وکړي، خپله لومړۍ ناسته يې په اسلام اباد کې وکړه، دغه کار ټولو افغانانو ته نوې هېلې ورکړې او هر چا خوښي ښودله چې ښايي دا خبرې ګټورې او له تشريفاتو خالي وي، د لومړۍ ناستې وروسته سملاسي د دويمې ناستې د جوړېدو ريپوټونه هم خپاره سول، چې له اختر وروسته به جوړه سي، تېره جمعه چې د زمري له لسمې نېټې سره سمون لري د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرو اترو د دويمې ناستې ورځ ټاکل سوې وه.
د سولې د لومړۍ ناستې سره جوخت د کوچني اختر په تړاو د طالبانو د مشرتابه له لوري اختريز پېغام خپور سو چې د سولې خبرې يې روا او د نبوي سياست موخه بللې وه، دغه کار د خلکو هېلې نورې هم وغوړولې.
د اختر وروسته چې د زمري لسمه نېټه چې د دوهمې ناستې ورځ ټاکل سوې وه، مخکې له دې چې دغه ورځ راورسيږي، لومړی د افغان دولت له لوري د طالبانو د مشر ملا عمر مجاهد د مړيني خبر ورکول سو او داسې خبرونه خپاره سول چې نوموړی په ۲۰۱۳ ز کې پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه په يو روغتون کې ساه ورکړې.
تر دې يوه ورځ وروسته د طالبانو له لوري هم د ملا عمر مجاهد مړينه تايد سوه او ورسره جوخت ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشر په توګه وټاکل سو.
د ټولو رسنيو د سر سر ټکي او تاوده بحثونه تر دې دمه د ملاعمر مجاهد مړينه او د طالبانو د نوي مشر پر ټاکل کېدو راڅرخي.
د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور پر ټاکلو خپله د طالبانو د سر سر خلکو ترمنځ ژور اختلافات راپورته سول او د کوټې شورا ځينو غړيو رسنيو سره په  خبرو کې وويل چې نوی مشر پر خپل سر ټاکل سوی او له دوی سره هيڅ سلا مشوره نه ده سوې.
د طالبانو ترمنځ د مشر په ټاکلو راپورته سوي ژور اختلافات که څه هم په ښکاره ډول يې طالبان د ځان لپاره دومره زيانمنوونکي نه بولي خو داسې بريښي چې دغه اختلافات به طالبان په ډېرو ډلګيو وويشي او وبه پاشل سي.
بل خوا په ظاهره داسې ښکارېدل او خلکو داسې انګېرله چې ملا اختر محمد منصور چې اوس طالبانو خپل مشر ټاکلی د سولې د خبرو پلوی يې باله، خو نوموړي په خپل لومړي ږغيز پېغام کې د سولې روانې خبرې ګنګوسي بللي او افغانستان کې يې پر جهاد کولو ټينګار کړی.
د سولې وروستۍ خبرې دومره هېله ورکوونکي وې چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د سولې عالي شورا دومره لاسته راوړنه نه درلوده لکه په وروستيو کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ اخيري ناستې چې خلک هېله من کړل.
د کوټې شورا هغه لوړ پوړي طالب چارواکي چې د ملا اختر منصور په ټاکلو نا خوښ دي، بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې په راتلونکو ورځو کې به لوړ پوړي طالب چارواکي راوغواړي او د نوي مشر په اړه به خبرې وکړي، دوی وايي خپله به ملا اختر محمد منصور ته هم بلنه ورکړي.
سر له اوسه داسې ښکاري چې طالبان به پر ډلو وويشل سي او که دوی يو وار پر ډلو ټپلو وويشل سو بيا د دوی ترمنځ خبرې هم ښايي ګټه ونه کړي ځکه د دوی ترمنځ تر ډېره قومي ريښي هم ځغليدلي دي.
اوس راځو دې ته چې ملا عمر مجاهد د طالبانو لپاره څومره مهم مشر و؟
د طالبانو ترمنځ مخکې هم قومي او نور بېلابېل اختلافات موجود و خو د ملا عمر په شتون کې دوی خپل مخالفتونه نه سول کولی، ملا عمر خپله د طالبانو لپاره يو ښه رهبر په دې خاطر و چې ټول طالبان پرې راټول و او د ده په ژوند کې طالبانو دا جرآت نه  درلود چې ډلې جوړې کړي، که څه هم د ملا داد الله ورور داد الله محاذ جوړ کړ  او دې ته ورته نورې ډلې جوړې سوې، خو ډېره  نتيجه يې ورنه کړه، دا د ملا عمر کمال و چې ټول طالبانو پرې راټول و او پر ده يې باور درلود اوس چې د ملا عمر د مرګ خبر خپور سو، نو خپله د طالبانو ترمنځ دا اندېښنه ډېره ده چې  ښايي په بېلابېلو ډلو وويشل سي، ځکه اوس د دوی  لوړ  پوړي چارواکي هم په يوه خوله نه دي، حتی ځينو يې رسنيو سره په خبرو کې دا هم وويل چې دوی تر اوسه د مشر ملا صيب پر مرګ هم خبر نه و.
خپله د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مجاهد د مړيني د خبر خپرېدل او د طالبانو ترمنځ تازه راپورته سوي مخالفتونه به د سولې پورسه په دې خاطر ټکنۍ کړي چې، مخکې ملا اختر  محمد منصور د سولې طرفداره و خو اوس يې په لومړي غږيز پېغام کې د سولې خبرې رد کړي دي، خو د کوټې شورا ځينې غړي بيا د سولې طرفداره دي، چې دا به هم خپله د دوی ترمنځ د نورو ژورو اختلافاتو د راسپړلو لامل سي او د سولې په پروسه به ژوره منفي اغېزه وکړي.
په اوسني وخت کې طالبانو سره د افغان دولت د سولې ډېره تمه نه سي کېدلی، هغه وخت کې سوله ممکن ده چې طالبان د خپل مشر په ټاکلو يوه  خوله سي او خپل وروستی دريځ روښانه کړي.