د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه (تحفه)

امید بهار 29.07.2015 18:30

(تحفـــــــــــــــــفه)
لنډه کیسه
جمال په بیړه له کوټي راووت ؛سپوږمۍ پري دشا لخوا غږ وکړ؛
چیرته ځي ؛جمال چي سپوږمۍ ته وکاته ؛دسپوږمۍ په سترګوکي يي ریښتیني مینه ولیده؛
بیرته راځم؛چاسره مي وعده کړي ده؛په همدي سره دکلا له وره نه ووت؛
په شودیاره پټی کې ناستي مرغی والوتي؛جمال دکونج پټی په پوله دسیند تر غاړي ووت؛
دسیند نه پوري غاړه په وچه پرخه هجران ناست وو؛لاندي سیند ته وړي وړي تیږي غورځولي؛ دمازدیکر ژیړ لمر لا دکلي په چینارونه ولاړوو؛جمال او هجران دوړوکوالي ملګري وو ؛خود جمال دواده نه دوه اوونۍ تیري شوي وي؛اوس یی دهجران سره ناسته ولاړه کمه شوي وه؛هجران ته دجمال په لیدو تیر وختونه وریاد شول ؛دماشومتوب کیسي يي کولي ؛پخوابه دوی ناوخته به یودبل سره په همدي پرخه ناست وو؛دښوونځي درسونه به يي یادول؛
جمال اوهجران تر ناوخته سره همدلته ناست وو؛دجمال تره خپل پټي اوبه کول ؛دهجران اوجمال په لیدو یی زړه له کیني ډک شوو؛
هجران جمال نه لږ خفه وو؛ځکه ده دجمال لپاره په ژوند کې ډیره قرباني ورکړي وه؛اودجمال دتره دښمني يي هم د ده په سر اخیستي وه؛
جمال یو غریب انسان وو؛هجران به ورته غلي داني ورکولي؛ لرګی به يي ورکول ؛
کله نا کله به یي دکور سودا هم ورته راوړله؛خو جمال يي دي ته پرنښوده چې ښوونځی
پریدي ؛خود جمال دواده نه وروسته ده داسي کڼله چې نور زما سره ملکرتیا پريدي
په تیاره خړه کې دواړه خپلو کورو ته راغلل؛
دجمال تره په غوسه کور ته راننوت په هواره دری ايښی زاړه بالښت ته یی تکیه ووهله
ښځي تري دغوسي پوښتنه وکړه؛
دجمال تره وویل ؛نن مي بیا دکونډي زوی جمالی اوهجران سره يوځای ولیدل اور رباندي بل شوو؛ دادهجران دلاسه د ده په مرسته اوکومک دا دکونډي زوي تر دولسمه راورسیده؛
دادواړه چې یوځای وینمه په زړه مې ورته ویني راوړي؛دلاټین ژیړه رڼا په دیوالو تقسیم شوه ؛ښځي وخند ل
؛سړی نور هم غوسه شوو؛ ښځي وویل سړیه داسي لوبه مي روانه کړي ده چې ورته حیران به شي؛
هجران په هم پري توروخاورو ته ولیږم ؛اود سپوږمۍ مرۍ به هم پري ورغوڅه کړم؛
جمال ته ما هم تحفه اخسیتي وه؛
ورپسي ښځي په کټ کټ وخند ل؛سړی حیران شوو؛ښځه دنغریو کوټي ته ننوته.
دجمال په کوټه کې رنګا رنک سره شنه ګلان رازوړندوو؛جمال په کټ کې اوږد غزیدلی وو؛
سپوږمۍ په تناره ډوډۍ پخوله؛ دسپینوبکسوپه سر سپینه روجایی هواره وه؛په الماری کې
ډیرې تحفي اوسوغاتونه ایښي وو؛چې ملګرویی راوړی وو؛ناڅاپه دجمال نظر دسوغات
په هغه ډبی ولګیده چې پري لیکل شوی وو؛[سپوږمۍ ته]
جمال جټکه وخوړه ؛نیغ ودرید ه ؛په زړه کې ډیري پوښتني راغلي ؛
دسوغاتو له منځه یی همغه سوغت راوباسه ؛
ژر ژر يي وسپړلو؛په ډبی کې دڅوشیشي کاسوترمنځ سپین لاسي دستمال ایښی وو؛
چي دسرو شونډو چاپی ورباندي وو؛دجمال لنډ شک ورورو یقین ته نژدي کیده؛
دستمال یی خلاص کړ؛لاندي په هواره سره کا لینه سپین خط ولویده؛ جمال دباندي وکاته ؛
خودتناره له کوټي د ډوډي دپخولو ټپا راتله ؛په ریږدیدلو لاسونو یی خط وسپاړه؛
خط په ډیر هنر اوژور فکر لیکل شوی وو....سلام داسمان سپیني سپوږمۍ
؛ماخوستا نوم دزړه په سر لیکلی وو؛خو زه نه پوهیږم ته ولي دومره ژربي وفاشوي؛
ډیرژر دي هر څه هیرکړل؛دادلاس نښه دی درواله؛دستمال درته یادوم؛دساعت دستني څرکار خوته؛
داځکه درکوم؛چې جمال زما ملکری ده؛دخط په پاي کې په سپینه کرښه لیکل شوي وو؛
ستا هجران؛جمال خپلي سترګي پورته کش کړي؛وجود باندي يی ګرمه خوله راغله؛ډیر ژر يي په زړه کي دهجران اوسپوږمۍ دمرګ دسیسه جوړه کړه؛په زړه کې به یی څوځلي ورتیر شول؛هی هی له تانه زما دومره تمه نه وه؛بچو ډیرژر به دي توروخاوروته ولیږم؛ په میز دتمانچي دکاش تر څنک اوږده سلسه کارتوس پراته وو؛سپوږمۍ کوټی ته راننوته په سپین ګلابي مخ يي تور ویښته راخواره وو؛ دجمال سترګو کې یوازي نن ویر میلمه وو؛
جمال به فکر کې هره لحظه دتمانچي پر واړه میخ ګوتي کش کولي؛له ډز سره به یی فکر بلي خواته واوښت؛
دي لیک دسپوږمۍ ریښتیني میني څیره دجمال په مغزوکې ور بد له کړه؛دهجران سپڅلی ملکرتیایی ډیرژرله زړه نه ووته ؛اوهغه ټول ښه يی له ‌ذیهن نه وواته؛
کله به یي زړه کي ورتیر شول؛نه نه هجران به داسي کارنه کوي ؛
خوژر به یی دهجران دتیري ورځي خفګا ن چي دواړه دسیند نه پور ي پرخه باندي ناست وو مخي ته نیغ ودریده؛ اوس به هر ډول شیطاني وسوسي ورغورزیدي ؛
‌ذيهن یی په یوه نامعلومه کش مکش کې اخته وو؛
په ‌مغزو کې یی دسپوږمۍ اوهجران دمرګ دسیسه جوړه کړه؛
په دي ورځو کي د جمال له ژونده خوښیو کډه کړی وه؛ورځ تر ورځ يي شکونه زیاتیده؛
له هجرانه ورته لوی دښمن جوړوو؛رنک یی الوتی وو.
دژوري پټي لا نيم هم نه اوبه شوي ؛
هجران په ژوره کې پورته لاړ ؛ښي لورته جیګ غره پناه ورکړي وه؛
اوچپ لورته ته يي دلوخو پخوانی ځنګل وو؛چې سمي نیمي لوخې يې وچي شوي وي؛
دکاریز نه دچنډخوکورړا غږ راته ؛جمال همد لته پټ وو؛په لړزانده لاسو يي توفانچه نیولي وه؛هجران دکاریز خواته ورمیږ ورکوږ کړ؛دغره له ډډي نه دکړنچي اوز سره دشپانه خوږي شپیلی بیل خوند کاوه؛ جمال خپله چپه ستر ګه راپټه کړه ؛ماشه یی ګوتي ته په انتظار وه؛
هجران دبیلچي په لاستي زور وکړ.دکاریزه پولي ته وخوت؛جمال ګوته ور زورکړه؛
له ډ ز سره هجران لاندي نریو اوبوته ولویده؛ له رڼو اوبو سره وینه ګډه شوه ؛
دجمال لپاره دتیښتي یواځینی لاره ؛دغره نه اخوا دخړو غونډیوشاته لاره وه؛
په شوبله کي پورته تللي پلونه نیمکله ښګاریده؛ ؛په تیاره خړه کې يي تر سړک ځان رسولی وو؛
په سپوږمۍ باندي سپین سیرو م رازوړند وو؛شاوخواته یی ورورڼه ولاړوو؛
سرته يي پلار اومور ناست وو؛سترګي یی پټي وي؛له خولی نه يي سره وینه راتله
ډاکټرسر وخوځاوه ؛پټ یی دسپوږمۍ پلار ته څه وویل؛دپلارپه سترګوکې اوښګي راغلي؛
جمال نه اوس خونکار جوړ شوی وو؛دهجران اوسپوږمۍ مړیني په کلي کي یوه لویه غوغا جوړه کړه ؛اوس یی دهر کلیوال په زړه کې ډیر شکونه پیداکړي وو؛
دجمال تیښته دسپوږمۍ اوهجران په یوه شپه مړه کیدل ؛په جمال د قتل شاهدان وو؛
جمال ښار ته لاړوو؛دماما کانو کورته يي پناه وړي وه ؛ اوس نو جمال ته هیڅ نه وو ورپاتي ؛ډیر پښیمانه وو؛ اوهره شیبه به یی دمابس هسکړي مخي مخي ته کیدي؛
ډیري ورځي وتي وي ؛دجما ل ټیلیفون وشرنګیده ؛غوږ ته یی ونیوه؛ ښځینه غږ يی واوریده؛جمال په لړزانده غږ وویل څوک یاست؛ ښځي وویل ما څه کوي ؛د ا راته ووایه تحفه (سوغات)
دي خوښ شوو.که نه؛په همدي سره غږ ورک شوو؛جمال چغه کړه پاسني غاښونه یی په لاندیني شونډه دومره زور کړه چې چاپونه پکې پاتي شوو؛
دلنډ فکر وروسته يي اوږد اسویلی له خولي نه ووت؛ دښګلي سپوږمۍ اوخواږه ملګري شهادت ورته ډ یر ژر ځان معلوم کړ؛ په سترګو يی توره شپه راغله او دحجري په کونج کې ورولویده؛