د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځینو افغاني رسنیوته د شکمنو بړېڅو وایرس ور ننوتی

محمد انور ولید 29.07.2015 11:52

مطبوعات په ټولو دیموکراتیکوپارلماني او صدارتي نظامونوکې د خپلو درېیو ( اجرأیه ، قضأیه او مقننه ) قووا وو تر څنګ څلورمه (رسنیزه ) قووه هم لري . چې له دې سره یاد هېوادونه د څلورو قوو لرونکي دي .
افغانستان هم له داسې هېوادو یودئ چې څلورمه قووه ( رستیز ) ځواک لري . دا ځواک په فزیکي لحاظ پوځي نه برېښي چې ځمکنی ، هوایي او بحري وسیلې او امکانات دې ور سره وي ، بلکې دا ځواک له داسې مردمي کول څخه تشکیل شوی چې په فکري ، قلمي ، علمي  ، سیاسي ، کلتوري او مسلکي تجهیزاتو باندې څه نا څه سمبال دئ ، خو له نړیوالو او سیمه ییزو لوبو سره یا خو بلدیت او مالومات نه لري ـ او یا هم د خپلوملي ګټو پر ضد له افغان دښمنانو سره غاړه غړۍ دئ .
ځکه هغه زېګنالونه او محرم مالومات چې متأسفانه د افغانستان له داخل څخه د افغانستان د خاورې ، ملت او نظام دښمنانو ته د امنیتي چارو په برخه کې د رسنیو له لارې رسېږي ، د افغانستان دښمنان په ډېرو پیسو او ډېرو قربانیو ورکولوسره هم دا کار نه شي تر سره کولای .  
د بېلګې په توګه : یوه ورځ په چاپي او برښنایي خپلسرو رسنیوکې ویل کېږي چې ؛ د جان کېري په وساطت په افغانستان کې دوه سری حکومت جوړ شوی . ؤلسمشر او معاونین یې بېل ـ  او اجرأیه ریْس او معاونین یې بېل اجراأت اوکړنې تر سره کوي . بله ورځ وایي چې ؛ پخوانی ؤلسمشر ددولت پر ضد اپوزیسیون جوړوي ، ترڅو یوځل بیا قدرت ته ځان ورسوي . خو بیا د اجرأیه ریْس له خولې د بدخشان د سفر هغه خبرې په تصویري بڼه نشر ته سپاري چې د کرزي پر ضد یې کړې دي . او یا هم په شمال کې ملېشې جوړېږي او نور .  دا په داسې حال کې ده  چې دا مهال د افغانستان ټول سیاسیون باید په ګډه سره په واحده ملي روحیه یو د بل ترڅنګ سره  ودرېږي .
په تلوېزیونونوکې هم په تصویري بڼه په ګردیو مېزونوکې پر دولتي چارواکو باندې داسې ضد او نقیض جرحې او بحثونه روان وي ته به وایې چې همدا اوس په کومه نړویواله دادګاه کې  د افغانستان اصلي میراث خواره مُدعیان او مدافع وکیلان سره را ټول ، او د خپلو ادعأ وو د ثبوت او حق تر لاسه کولو له پاره د دوی په خپل آند د تمهید په څېر مؤجه او ثقه دلایل وړاندې کوي .
تلوېزیوني او رادیویي څارنوالان هم د مچ په څېرددوی هره خبره پرته له څه ضرورته ور پرې کوي او د اصلي خبرو مسیر یې پر بله خوا بیایي . کله نا کله خو داسې بحثونه پر لفظي او فزیکي شخړو باندې هم واوړي ، او هغه ټوله نړۍ په خپلو سترګو باندې ویني . دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په نورو هېوادو او د افغانستان په ګانډیانو کې هېڅکله هم د خپل هېواد ملي او امنیتي رازونه ، د هغوی آمار او ارقام نه دي ویل شوي او افشأ شوي .
 (( زموږ سیمې ته به هرکال پخوا جټان را تلل ، په شپو شپو به پراته وو ، نارینه وو به يې په کلیوکې بیزوګانې رقصولې او پیسې او اوړه به یې ور باندې ټولول ، ښځو به یې چغلونه جوړول او نارینه وو به یې پلورل . خو ډېری وختونه به یې د ښځو تر مینځ لانجې او لفظي شخړې هم کېدلې .
یوه ورځ ددوی د ښځو تر مینځ پر څه باندې لانجه راغله او لفظي جنګ یې پخپلو کې سره پیل کړ . جنګ څلور ورځې دوام وکړ او لا پسې روان ؤ . د دې جټانو مشر لا لا نوروز نومېده . خورا بوډا سړی ؤ . زموږ ملک محمد اسلم خان ترې پوښتنه وکړه چې : اې لا لا نوروز ! ته خو ددې کورنیو مشر او سپین ږیری یې ! دا څلور ورځې کېږي چې ستاسې د ښځو تر مینځ پرڅه باندې لانجه راغلې ، هره ورځ شخړې او ناندرۍ دي ، زموږ غوږونه یې را وخوړل . ته یو څه ور ته ووایه چې چُپ شي . لالانوروز پرخپله لکړه تکیه وکړه ، ودرېد ، او ملک محمد اسلم خان ته یې داسې وویل : ای ملک ! ده ای زمان اصل چت کی مانده ! ای خو کم اصل است . اصل جت که باشه ، دوماه ، سه ماه الی چهار ماه جنګ اش دوام میکنه ، یک روز ـ دوروز ، چهار روز چیست . ))
اوس چې موږ فکر کوو ، زموږ د ګردیو مېزونو روڼ آندي ، شنونکي او رادیو یي او تلوېزیوني څارنوالان هم د لالا نوروز اسامیانو ته ورته دي ، خو په لږ توپیر . هغه هم داسې چې د لالانوروز د اسامیانو په ژبه به نور څوک نه پوهېدل ، او یوازې پردې به پو هېدل چې ګواکي ددوی تر مینځ څه لانجه شته . ولې زموږ د شنونکو په ژبه خو ټوله دنیا او دوست او دښمن ټول پوهېږي . دوی بنډل بست پیسې له خپلو اړوندو خواوو څخه پرې اخلي ، خو په اصل کې کار بیا د افغانستان کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو دښمنانو ته کوي .
همدغه شنونکي په شمول د ځینو چارواکیو د افغانستان محرمې نقطې ، محرم رازونه ، د دولت د ضعف نقطې ، په کورني او بهرني سیاست پورې تړلې پټې ناویلې خبرې ، د سرحدي ځواکونو شتون او د هغوی اړوند امکانات او قووتونه د بلبل نادریې غوندې په خپلوخبروکې افشأ کوي او د افغانستان دښمنان یې پر ضد بیا خپل تصمیمونه نیسي . له دېنه داسې برېښي چې زموږ ملي پرېکړې پر سوړو ور برابرې شوې دي . ځکه دغه ډول رسنیزې شبکي او ځینې ور بلل شوي شنونکي له کومو خوا وو خبرېږي . همدا علت دئ چې زموږ محرم رازونه له دې کانالونو څخه په عبور سره رسنیز او ډنډوره یي شکلونه اختیاروي ، او بیا هلته په ځینو رسنیوکې د شکمنو بړېڅو د ځای پرځای شوو ملي ضد وایرسونو په واسطه د افغانستان ددښنانو په سترګو او افکاروکې د ګردیو مېزونو له آدرسه هایلایْټ کېږي او هغوی یې پرضد بیا خپل اقدامات پرمخ وړي .
دولت ملي ذمه واري او دنده پرغاړه لري چې باید د خپلو ملي رازونو سوړې نورې بندې کړي . ځکه ملي رازونه ساتل د ټول ملت امانت دئ . او د ملي امانت سره جفأ او لوبې کول خپله یو ترټولو ستر ملي خیانت دئ چې له ملي تباهۍ پرته بله هېڅ جبیره او بدیل نه لري .