اې خلکودا څه حال دې؟
29.07.2015 11:50اې خلکودا څه حال دې؟ ورور له ورورسره جنګیږي
بچئ له خپــــل آبا، خواښــې له نګورســـره جنګیږي
نفرت څپه خـــوره ده انسـانیــــت له مینځه تلې
هیڅ لورئ معلوم ندئ کور په کور سره جنګیږي
یوچا سره چاړه چا سره توره او ټوپک دی
چې نلري توپک د ژبې زورســـــره جنګیږي
باور پرهیچا نسته یو په بل باندی شکمن دي
هرخوا ته تباهي ده لور په لور ســــــره جنګیږي
د خداې دنیا ده لویه،هرانسان ته پکې ځای شته
دا څــه کمئ زیاتئ دې کلئ کــور ســره جنــګیږي
هرچــــیری چې دپوهې او تعلــیم دواړه کمئ وي
هرخواته تربګني وي سپین او تور سره جنګیږي
ای خدایه پدې خلکو نن سبا دا څه چل سوئ ؟
پردیو په لمسون د وطن مـــــور ســـره جنګیږي
د جنګ اور راخوره ده په هر لور کی ددې خاورې
خالد بیا پــــه قلـم لدی ســــوراور ســـره جنګیږي
* * *
۲۷ / ۷ / ۲۰۱۴
خالد