د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خصوصي وړکتون (طنز)

وحید الله اسلام 29.07.2015 12:49

که څه هم د زرو ګلی کار تر نورو کارمندانو اسان وو، خو بیا یی هم زړه تنګ وو، ویل به یی دولتی وړکتون دی ورک شی، ماشومان یی هیڅ ادب نه اخلی، زرو په دی نظر وه چی په خصوصی وړکتون کی د دولتمندو بچیان زده کړی کوی نو ځکه یی امتیازات لوړ او ماشومان ارام وی.
زرو یو نوی جوړ شوی خصوصی وړکتون ته خپله سی وی وسپارله، د انترویو له پاره یی له خپلی اوسنی دندی یوه ورځ رخصت واخیست، د مرکی مسوول د مرکی پرمهال ورته وویل چی دا خصوصی وړکتون دی، دلته ماشوم ته د پلار په سترګه کتل کیږی، ستا معاش د ماشومانو له فیسونو درکول کیږی، هر ماشوم د اداری له پاره د ځانګړی مشتری حیثیت لری نو ځکه باید هیڅ ماشوم ته تندی تریو نه کړی او نه هم تر پایه ورته تیزه خبره وکړی، زرو ورته په ځواب کی د لوی حوصیلی ډاډ ورکړ، ، د ثبوت له پاره ورته د خپل میړه سره د سختی ګذاری کولو خبره هم یاده کړه.
دی خصوصی وړکتون د زرو ګلی له کوره یو څه واټن درلوده، زرو به نو د سهار له خوا که هر څومره وختی پاڅیده خو بیا به یی هم په وړکتون ناوخته کیده، د کور د کارونو خلاصیدا، تر وړکتونه پلی تګ او ارایش یی د سهارنی مهال ویش اساسی کارونه وو، د ژمی په رارسیدا سره یی مهالویش نیمګړی شوی وو، سینګار یی په ښه زړه نه شو کولی، همدا چی د کور کارونه به یی خلاص کړل، دروند دستکول به یی اوږی ته واچاوه، ایله به د وړکتون د پیل زنګ ته ورسیده، د ماشومانو له وروستی قطار سره به ودریده، یو شیبه به یی اوضاع وڅارله، له مدیره به یی سترګی پناه کړی، دستکول به یی پرانیست، په منډه منډه به یی ګډوډ سینګار وکړ، د مخ سفیده به یی دومره په تادی ووهله چی سپینوالی به یی وریځو او پیکی ته رسیدلی وو، په آیینی کی به یی یوازی شونډو ته وکتل چی لب سیرین تری شواړ شوی نه وی، بیرته به یی دستکول د لوی ټیکری لاندی پټ کړ، په ارامو قدمونو به د نورو استادانو خواته لاړه، وروسته به یی د آشپزخانی له دیګونو سره د سینګار دستکول کیښود او چابکه به د ماشومانو په شور ماشور ورننوته.
له دی دندی سره په لومړیو ورځو کی یو څه خوشحاله ښکاریده، خو دا چی د سهار له اتو بجو د ماسپښین تر دوه بجو یی له مه کوه او وکوه بل کار نه وو نو ډیره خوابدی وه، په لږو ورځو کی یی د بدن وزن او د مخ نسبی ښکلا له لاسه ورکړی وه،
زرو یوازی د څلور کلنو ماشومانو د تربیی او سمبالونی دنده په غاړه لرله، له لږی تجربی یی دلته دا زده کړل چی د شتمنو خلکو بچیان تر غریبو ډیر شوخان وی، زرو اوس په دی نظر وه چی د غریبو بچیان په کمو ویټامینونو تغذیه کیږی، نو ځکه یی د شوخی کچه کمه وی،
نن ډیره خفه ښکاریده، له آشپزخانی یی پلاستیکی کڅوړه راواخیسته، په غوسه راووته، د سینګار نیم سامان یی د دستکول له سوځیدا سره له کاره وتی وو، یو نیم شی چی له سوځیدو ژغورل شوی وو، په تخرګ ونیو، اشپزی ورغږ کړ: دا نو د سامان د ایښودلو ځای وو چی تا ایښی وو، مدیر صیب یی په وضعیت پوه شو، له عذر وروسته یی ورته وویل: نن لږ وختی کور ته لاړه شه، ارام ته اړتیا لری، دی خبری یی یو څه بونګیدا غلی کړه، په تلو کی وه چی مدیر صیب د بخښنی په غوښتو سره ورغږ کړ، استادی! دی مخامخ ماشوم ته خو دا بوټونه او دستکشی ورواغونده.
زرو اف وویل، د ماشوم اوږدو بوټانو ته یی بد بد وکتل، یو یی تری راواخیست، له ډیر زور، اخوا دیخوا کیدو سره ونه توانیده ماشوم ته بوټان په پښو کړی، ماشوم یی میز ته پورته کړ، بیا یی له ټول زور او زحمت سره، بوټان ماشوم ته په پښو کړل، لا یی ساه نه وه اخیستی چی ماشوم وویل: خاله! بوټان می په چپه دی، د یوی پښی دی بلی ته اچولی دی.
زرو له ډیر زور وروسته بیرته بوټان د ماشوم له پښو راوویستل، بیا یی په هماغه ټول زور او زحمت سره د ماشوم تنګ بوټان سم ورپښو کړل، همدا چی کږه ملا یی راسمه کړه، ماشوم وویل، دا بوټونه زما نه دی.
زرو سر ته ټکان ورکړ، ویی ویل: دا څه په مصیبت اوښتی یم، له ستړیا سره یی ماشوم ته وکتل، ویی ویل: څه درته ووایم، په ډیر خواری یی د ماشوم له پښو بوټونه راوویستل، ویی ویل: ښه نو اوس ووایه چی ستا کوم بوټونه دی؟، ماشوم په ارامی وویل: دا بوټونه می د ورور دی خو مور می ویل چی پروا نه کوی ته یی نن پښو کړه، .. زرو چی له غوسی سره اوښتی وه، کوشش یی وکړ خپله حوصیله پرځای کړی، بیا یی په ډیر فشار سره ماشوم ته بوټونه ورپښو کړل، یو اه یی وکیښ، ځان ایله ورته ارام ښکاره شو، ویی ویل: اوس ووایه چی دستکشی دی چیرته دی؟ ماشوم وویل: بوټانو کی می وی کنه!!!!!