د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انتخاب یا اجتناب دویمه برخه

محمدآصف خواتی 28.07.2015 11:37

 دتاریخ په اوږدوکې ډیرلږ پيښ شوي چې مطلق العنان واکمنان په خپله خوښه نورپه واک کې شریک کړي اویا دیوه دموکراتیک نظام دمنځته راتلوپه موخه رښتیني ګامونه پورته کړي ۰خوپه کال ۱۹۶۳ کې ظاهرآ دافغانستان ټولواک محمد ظاهرداګام اوچت کړ، سلطنت اوحکومت یې سره جلا اودسلطنتي کورنۍ بهر غیر خانداني سیاستوال  یې دحکومت دمشرپه توګه وګوماره۰ دپاچا ددې بیساره اقدام په اړه د ۱۹۶۵  کال دنوامبرپه لومړی نیټه  دکرسچین ساینس مانیترورځپاڼې پخپله  یوه سرمقاله کې لیکلي و: «هغه پاچاهان چې دمطلقه واک خاوندان وي او وغواړي خلک یې دپرمختګ او عملي ولسواکۍ لارښودرول ترلاسه کړي په رښتیا سره لږدي۰ خومحمدظاهرشاه دافغانستان پاچا دا ځانګړتیا لري۰  د۱۹۶۳راهیسې هغه ددې لرغوني ټاټوبي دروازې دسیاسي آزادیودنسیم په وړاندې پرانیستې دي۰ »  دټولواک ددې بیساره اوهیښونکي اقدام په اړه داپوښتنه راولاړیږي چې کومو لاملونو پاچا وهڅاوه یا اړکړچې دخپلې کورنۍ دبشپړواک څخه تیرشي اونورهم په واک کې شریک کړي؟ پدې هکله دوې متضادې نظریې چې یوه دانتخاب ( غوراوي ) اوبله داجتناب (تیریدنې) یامجبوریت پرمحور څرخیږي شتون لري۰
الف – یوشمیر څیړونکي اولیکوالان پدې انددي چې ټولواک وخت ، زمانې، ملي اونړیوالوشرایطو ته په کتو سره په شعوري ډول اوپخپله خوښه دیوه پرمختللي دموکراتیک افغانستان په خاطر دسلطنتي کورنۍ د بشپړواک څخه تیرشو اوخلک یې دهیواداودولت په اداره کې شریک کړل۰ دپخواني پاچا یو شمیرپلویان لاپرمخ ځي اووایي چې پاچا« دخپل واک په زمانه کې څوک دتاج اوتخت دساتلولپاره ونه روزل اوچمتونکړل اوداسې حرکت یې کاوه چې دی وروستۍ پاچا وي »۰
ب- ددویمې نظریې خاوندان دپاچا داحرکت  دهغه دخپلې خوښې عمل نه بلکې  یو مجبوریت ګڼي اوپدې باوردي چې پاچا  بل بدیل او بله چاره نه لیدله بیله دې چې دموکراسۍ ته مخه کړي او د دموکراسۍ نه دیوې وسیلې په توګه  دخپلې واکمنۍ ددوام لپاره ګټه پورته کړي۰هغوی ددموکراسۍ په درشل کې په سلطنتي کورنۍ کې نه حلیدونکو اختلافونو ،بې اتفاقیو اومخامختیا ته ګوته نیسي چې پدې کورنۍ کې دواک دمدعیانو ترمنځ لیدل کیدې۰ پردې بنسټ پاچا اوپه سلطنتي کورنۍ کې دهغه پلویان پدې سلا شول چې په کورنۍ کې دمخالف اړخ په زیان ددولت په اداره کې خلکوته برخه ورکړي ۰ لدې امله یې دداسې اساسي قانون  دجوړولو لپاره لاره هواره اوزمینه سازي وکړه چې په سلطنتي کورنۍ کې دواک مدعیان ددې ترخه واقعیت سره مخامخ کړي چې هغوی قانونآ دسیاسي فعالیت او په  لوړو دولتي څوکیودکارکولواجازه نلري۰په نوي  اساسي قانون کې دې ډول بدلون د سلطنتي کورنۍ هغه غړي چې د واکمنۍ  خوبونه یې لیدل دهغوی د خوبونواوخیالونونخښې یې  داوبو په ځګ واړولې۰هغوی یې ددې واقعیت سره مخامخ  کړل چې خپلو موخو ته درسیدولپاره دټولوروا اوناروا هلوځلو څخه لاس واخلي چې پدې توګه به په سلطنتي کورنۍ کې سیالیو،اختلافونو، بې اتفاقیواودښمنیوته دپای ټکی کیږدي۰ پاچا پدې کارهغه مهال لاس پورې کړ چې صدراعظم محمدداود پاچا ته په  ۱۳۴۱ کال کې دری لیکونه واستول چې  دنوموړي کال دچنګاښ په نهمه  یې په خپل لومړي لیک کې په هیواد کې دټولنیزو- سیاسي بدلونو غوښتنه کړې وه ۰ په لیک کې یې د سلطنتي کورنۍ له وضعیت څخه سرټکولی و۰ له بله پلوه یې ددې بدلونونو دنه راوستلواونه پلې کیدو له امله  دګواښ په توګه د هیواددتیرتاریخ دهغو ترخو پیښو یادونه هم کړې وه چې دواک  دمدعیانو دسیالیو او خپلسریوله امله پیښې شوې وې اودایې هم پرې اضافه کړي و« خدای دې ونکړي چې هغه ترخې پیښې پدې زمانه او ستاسواعلیحضرت په سلطنت کې تکرارشي ۰» داپه واقعیت کې دګواښ اوخطر هغه زنګ وچې هغه ته بایدپاچا پام را اړولی وای۰  پاچا دې ګواښ ته په کتوسره اوپه خپله کورنۍ کې  دواک دمدعیانو ترمنځ دشخړواوناندریواوواک ته درسیدوپه موخه  په هیوادکې  دجګړو او نورو ناخوالو دمخنیوی یوازینۍ چاره دالیدله چې سلطنت اوحکومت سره جلاکړي اوقانونآ دسطنتي کورنۍ غړي دسیاسي فعالیت اولوړودولتي پوستونواومقامونو ته درسیدو څخه بې برخې کړي۰ خود دموکراسۍ په لسیزه کې دپاچا له کړنو څخه داسې جوتیږي چې په هیوادکې  ددې نوي سیاسي بهیر( مشروطه پاچاهۍ ) دغوراوي څخه یې اصلي موخه په سلطنتی کورنۍ کې دخپل ځان ، شاولي خان اوعبدالولي ددریځ د پیاوړتیا او دمحمدداود اومحمدنعیم  کمزوري او له سیاسي ډګره ایستل وو۰ که داسې نه وای نو څرنګه سردارعبدالولي دمرکزي قول اردودقوماندان په توګه داسې امکانات  او واکونه ترلاسه کړي و چې د ملي دفاع دوزیرد واکونودمحدودولوسربیره دده قرارګاه  دملي شورا دوکیلانو ،قومي مخورو او مذهبي مشرانوپه مرکز اوښتې وه۰ البته دپورتنیوڅرګندونوسربیره یوشمیر پدې نظردي چې سلطنتي کورنۍ دهغه مهال نړیوال بهیراوشرایطوته په کتوسره چې  دآزادۍ غوښتنې اوولسواکۍ خوځښتونه پیاوړی کیدل په هیوادکې مطلق العنانه واکمنۍ که له یوې خوا  د خلکو له لوري په سلطنت باورله لاسه ورکاوه  او دهغوی مخالفت یې راپاراوه له بله پلوه په نړیواله کچه دهیواددانزوا سبب هم کیده۰پاچا دمطلقه پاچاهې پرځای مشروطه پاچاهي غوره وګڼله ۰ پدې کې شک نشته چې ددویمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې  دسولې اودموکراسۍ په ګټه بدلونوپه افغانستان کې هم خپل اغیزدرلود خوپه دوه قطبي نړۍ کې دیوه هیواددانزوا خبره دتامل وړځکه ده چې دوخت سیالو زبرځواکونو( شوروي اتحاد او دامریکې متحده ایالتونو) دخپلو شعارونواوتبلیغاتوخلاف دنړۍ دهردموکراسي ضد، دبشري حقونو سرغړونکو، جګړه غوښتونکو اومستبدو نظامونوسره  چې دوی ته ددوستۍ اوملګرتیا لاسونه ورکړي اوددوی دخوښې سره سم خپلې تګلارې عیارې کړي ښه مناسبات پالل۰
 ددموکرسۍ دلسیزۍ په درشل کې په سلطنتي کورنۍ دکړکیچن واکمن وضعیت اودپاچا دهغه مهال د دریځ په هکله دافغانستان ددیموکراسۍ اوجمهوریت په کلونوکې دکتاب لیکوال دخپل اثرپه ۸۱- ۸۳ مخونوکې د نوراحمداعتمادي د وینا یوه برخه اوخپل اندونه په لاندې څوکرښوکې وړاندې کوي :« دسلطنتي کورنۍ د زورورو اشخاصولخواپه دغه کورنۍ کې بې اتفاقي راغلې وه۰ پاچا غوښتل په کراره ، ځان داکاګانو اوداکا دزامنودتاثیر څخه وباسي ، اوپه اصطلاح تشخص وکړي۰ دکورنی بل غړي ، سردارعبدالولي هم غوښتل چې څه کارونه ده ته وسپارل سي۰ محمدداودخان غوښتل چې حزب جوړکړي اودحزب له لارې بیرته قدرت ته ورسیږي ۰ پاچا غوښتل چې محمدداود په خپله  استعفا وکړي اوپه دغه طریقه ځان دده دشره خلاص کړي ۰۰۰،  دافغانستان دصدارت په چوکۍ دپاچا اکاګان اوداکا زامن په نوبت مقرریدل، چې دمحمدداود خان وروسته دشاولی خان دزوی، سردارعبدالولي نوبت و اومحمدداودخان نه غوښتل چې سردار عبدالولي دافغانستان صدراعظم سي ، نو ده پاچا ته پیشنهادوکړچې د۱۹۳۱کال په اساسي قانون تجدیدنظروسي ، په هیوادکې دې دموکراسي راسي  اوخلکوته دحزب جوړولو اجازه ورکړه سي »  
نوراحمداعتمادي ددموکراسۍ دلسیزې د صدراعظمانو څخه هغه صدراعظم و چې دحکومت دوره یې ترنوروزیاته وه ،داساسي قانون دمشورتي کمیسیون ددیرش کسیزکمیسیون دمحمدزیو استازی ګڼل کیده اونوموړی په همدې کمیسیون کې یوازینۍ څوک وچې دسلطنتي کورنۍ دغړودسیاسي اوحکومتي فعالیتونوپه هکله یې مخالفه  رایه ورکړې وه۰ څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، محمدداود پاچا ته په هیوادکې دټولنیزو- سیاسي سمونودراوستوپه موخه دری مکتوبونه لیږلې وو چې پاچا لومړي مکتوب ته داسې ځواب ورکړ« دده دوړاندیزونو سره په اصولوکې همغږی دۍ خوپلې کول یې مناسب وخت اوهغه کسان چې وکولای شي دهغو دپلې کولو مسؤلیت واخلي » اړتیا لري یعني داچې اوس ددې سمونونو دپلې کولو وخت نه دی رارسیدلی ځکه چې نه ټولنه ورته چمتوده اونه داسې سیاستوال شتون لری چې دهغو دپلې کولووړتیا ولري۰ دویم مکتوب ته یې کوم غبرګون ونښود ترڅومحمدداودددریم مکتوب له لارې دحکومت دمشرۍ نه خپله استعفي وغوښتله اوپاچاهم بیله ځنډه ومنله اودکتورمحمدیوسف یې دکابینې اونوي اساسي قانون په جوړولو مؤظف کړداسې اساسي قانون چې محمدداودیې لیوال و۰ دمحمدداود وړاندیزونه میرمحمدصدیق فرهنګ دخپل کتاب افغانستان درپنج قرن اخیر ددویم ټوک په ۶۹۸  مخ کې داسې خلاصه کوي :                                                 ۱- دیوه واحدګوندپه جوړولوسره په ګوندي واکمنۍ باندې دشخصی واکمنۍ اړول اوټول واکونه هغې ته سپارل۰                                                                                                         ۲- په سیاسي اوحکومتي کارونوکې دپاچا دکورنۍ دغړودګډون مخنیوی چې پخپله دهغې غړی ونه شمیرل شي۰ دیادولو وړبریښي چې داساسي قانون  دوومؤظفوبنسټونو(پراساسي قانون دبیا نظر اچولوکمیټه اوداساسي قانون مشورتی کمیسیون ) داسې مسوده برابره اولویې جرګې ته وړاندې کړه چې په هغې کې دمحمدداوددوړاندیزونه په پام کې نیول شوي و۰ داساسي قانون ۲۴ ماده چې پورتنیو بنسټونو په پنځوفقروکې چمتوکړې وه ،دلویې جرګې ګډونوالودشپژمې فقرې پراضافه کولو سره چې داودخان هم دسلطنتي کورنۍ دغړي په توګه ومني اودسلطنتي کورنۍ غړي دژوند ترپایه ددې کورنۍ غړی پاتې شي۰ داچې داساسي قانون ۲۴ ماده په خلکوکې دداودخان دمادې په نامه شهرت وموند پخپله دنوموړې موضوع حساسیت جوتوي۰
که چیرې دمحمدداود وړاندیزونوته ځیرشولیدل کیږي چې محمدداودغوښتل په هیوادکې داسې یو  سیاسي دولتي سیستم منځته راشي چې مشروطه پاچاهي وي ، دسلطنتي کورنۍ غړي دسیاسي فعالیتونو اوحکومتي کارونوحق ونلري خودی پخپله دسلطنتي کورنۍ دغړي په توګه نه بلکې دیوه ګوند د مشرپه توګه را څرګند شي۰ عجیبه داده چې  داودخان تردری څلویښت کلنۍ پورې دسلطنتي کورنۍ دغړي په توګه د نه منونکو امتیازاتوڅخه برخمن و خوکله یې چې داامتیازات له ګواښ سره مخامخ کیدل ده ځان دسلطنتي کورنۍ غړی نه شمیره۰ نوموړي ته په پنځه ویشت کلنۍ کې دیوه کلن پوځي کورس وروسته راسآ جنرالي ورکړل شوه اودفرقي دقوماندانۍ سربیره دمشرقي  نایب الحکومه هم وګومارل شوچې دننیو څلورولایتونو(ننګرهار، کنړ، لغمان اونورستان) مطلق العنان واکداریا شاه دوشمشیره و چې هم قوماندان اوهم نایب الحکومه و۰ داودخان پداسې حال کې دا لوړدولتي مقامونه ترلاسه کړل چې هیڅ اداري اوکاري تجربه یې نلرله۰
محمدداود اودهغه ورور محمدنعیم مخکې هم د سردارشاه محمودخان دصدارت پرمهال دملي کلوپ اودپښتونستان داتحادیې په نامه د سیاسي خوځښتونو بنسټونه ایښي ووکوم چې په یوه اغیزمن سیاسي ځواک بدل نشول خوکله چې محمدداوددشاه محمودخان وروسته صدراعظم شو داسیاسي بنسټونه له منځه ولاړل اومعنا یې داوه چې نورکوم سیاسي سازمان ته چې دهغه پرمټ واک ته ورسیږي اړتیا نه وه ځکه چې خپلې موخې ته چې واک ته رسیدل ورسیدلی و ۰ څوک چې دسیاست  دالفبا سره لږ آشنایي ولري پوهیږي چې  دټولوسیاسي ګوندونواوسیاستوالو اصلي موخه  دښکلو شعارونو،په زړه پورې تګلارو،غوړوژمنواووعدوورکولو اود حکومتونوپه کړنوروا اوناروا انتقادونوکولوسره سره واک ته رسیدل دي اوټولې هڅې یې پدې راڅرخیږي  چې څرنګه واک ته ورسیږي، څه ډول واک انحصاراویا په واک کې پاتې شي۰ دلیکنې دویمه برخه کولی شوپه لاندې دووکرښو کې راونغاړو:   ۱ -  دپاچا لخوادمشروطه پاچاهۍ غوره کول یومجبوریت اوتحمیلي ګام و چې لامل یې په سلطنتي کورنۍ کې اختلافونه اوموخه یې په هیوادکې ددموکراسۍ ټینګښت نه بلکې دمحمدداودله شره خلاصون و۰                                                                                                    ۲ –پاچا ته دمحمدداودله لوري وړاندیزونه هم په هیوادکې ددموکراتیک نظام ټینګښت نه بلکې دیوه ګونددمشرپه توګه بیا واک ته رسیدل و۰
نوربیا۰۰۰