د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمال بل واکۍ اتحاد د افغانستان د ورانۍ نوې څپه

همایون میاخېل 28.07.2015 11:30

پدې وروستیو کې درې رقیبانو او یو بل وژونکو قومي او ګوندي مشران، چې یو بل ته په سنګر کې ناست وو،جبري ملګرتیا ته ملاتړلې او غواړي د هیواد په شمال کې په ګډه نظامي ډلې فعاله کړي.په ظاهر کې د دوی له ادرسه ویل کیږي، چې دا کار یې د شمال د امنیت په خاطر او د هغو ډلو د مخنیوي په خاطر کوي، چې پدې وروستیو څو میاشتو کې د هیواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې خپل فعالیت پیل کړی او ځینې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او یا یو ډول تر ګواښ لاندې دي.
دا څو قومي مشران ( ټېکداران )، چې د اتحاد تر نامه لاندې خپل کارونه پیلوي، یو یې د جنبش ګوند رییس او مرستیال ولسمشر او دوهم یې د وحدت ګوند مشر او د اجرائیوي ریاست دوهم مرستیال او بل یېجمعیت ګوند اجراییوي مشر او د بلخ والي دی. درې سره په حکومت کې فعال او له پراخ نفوذ څخه برخمن دي. د دوی تر مشرۍ لاندې په هیواد کې تر څلورسوه زرو پورې ملي اردو، ملي پولیس، او ملي امنیت شتون لري او د دوی تر نېغې قومندې لاندې خپل ورځني عملیات تر سره کوي. د دې 400 زره ځواک مدیریت، د دوی تر منځ همغږي رامنځته کول د همدوی دنده او په سمه توګه د شته وسله وال ځواک کارول په ډېره اساني سره کولای شي اوسنی خراب امنیتي حالت د ښه والي په لوري بدلون ورکړي.
له تېرو څوارلسو کالو د دې نظام د تقویت لپاره په لسګونه ملیارده ډالر مصرف شوي، د ساتلو لپاره یې زیاتو افغانانو خپلې ککری خاورې کړې او دا درې سره مشران جنرال دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور هم د تېرو څوارلسو کلنو راهیسي په واک کې دي او دواړو لويې دندې لرلې او اوس هم پدې نوي سهامي حکومت کې ونډې لري. نور یوداسې والي، چې وزیر تولیدوي؛ نو ده او نورو ته اړتیا ده، چې ملیشې جوړي کړي!
جنرال دوستم د ټول هیواد مسوولیت لري او ټول هیواد او مېشت افغانانو امنیت او خاورې ساتل ورته یو ډول دي ځکه، چې افغانانو ده ته رایه ورکړې او د رایې په بدل کې یې ورڅخه د امنیت او ارام ژوند هیله لري. که یواځې د شمال امنیت، چې له تېرو تقریبا څلورو میاستو راهیسې خراب شوی، دوی ته مهم دی او د نور هیواد امنیت او اوسېدونکي ورته مهم ندي کېدای شي بیا نورې موخې او ګټې ولري او په جنوب کې، چې له تېرو څوارلسو کلنو جنګ دی یوه ورځ یې د دې سیمې د امنیت په هکله غږ پورته نکړ.
د دوی دې کار ته په کتو به د دې حرکت او اتحاد تر نامه لاندې نورې پټې موخې لري او په یو ډول د دوی څخه د هغه تللي نفوذ بېرته راستنېدو لپاره هلې ځلې کول وي او یا به نور څه! ولې ویلی شو، چې د دوی د دې کړنو په اساس ورڅخه د زیات شمېر افغانانو کرکه پیدا نشي، چې اوس هم د ټولو افغانانو په منځ کې ښه نوم نلري.
تر زیاته د دوی اتحاد په هکله یو ډول تت حالت دی او ویل کیږي، چې دا اتحاد د یو شمېر بهرنیو هیوادونو د هڅونې په اساس شکل نیولی او دوی یې په جبري ډول دې ملېشو جوړونې ته هڅولي دي چې زیات ایران، ازبکستان، ترکيې او روسيې هیوادونو ته اشاره کیږي.
دېته ورته ګروپونه به د مجاهدینو او طالبانو د مهال تکرار وي، چې طالبان هم د جهاد پیداوار وو، چې له روسانو سره تر جهاد وروسته په کور کېناستل، خو د هغو جهادیانو د ناراواو کړنو په ضد یې جهاد پیل کړ، چې له خپلې لارې څخه اووښتي او د بهرنيو هیوادونو د څارګرو ادارو په لمنو کې وغورځېدل او ملاتړ یې کېده. د وخت په تېرېدو همدا طالبان هم د همغې ښکارندې ښکار شول.

د ډاکټر نجیب الله په وخت کې هم همداسې ملېشې جوړې، چې د وخت نظام یې له سقوط سره مخ کړ او اوس د داسې ګروپونو او ملیشو جوړول به هم د تېر په څېر شته نظام، چې په ډېرو ستونزو او د سوال په ملیاردونو ډالرو جوړ شوی هسې نه، چې مشروعیت یې تر سوال لاندې راولي او ملیشي پرې حاکمې او په راتلونکې کې همدا ملېشې د هغو هیوادونو، چې په پیداکولو کې یې مالي او فکري مرسته کړي د یادو هیوادنو د څارګرو ادارو د سربازګیري لپاره به یوه ښه او اسانه وسیله وي، چې د افغانستان کې د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره و کاروي.
له دې درې ګوندونو څخه افغانان ښه خاطره نلري او په خپلو وختونو کې یې په افغانانو تر خپله وسه ظلم کړی، وژلي يې دي، مالونه یې لوټ کړي، کورونه یې ورته وران کړي، ملي شتمنۍ یې تالا کړي ... او اوس بیا غواړي د دې ډلو په رامنځته کولو سره خپلو ورانیو او ظلمونو ته یو ډول قانونیت ورکړي ولې دا ځل به ښې پایلې به ونلري.
دا ډلې به لکه د دوی د مشرانو په څېر ډېرې غیر قانوني خپل سري وکړي، چې بیا به یې مخه ډب کول ډېر سخت او د خپلو مشرانو جنرال دوستم، محقق او عطا محمد نور په څېر به د جرمي اقتصاد له لارې خپلې خېټې و پړسوي او ځانونه شتمن او په نږدې راتلونکي کې به لکه د یو شمېر نورو په څېر بهرنیو هیوادونو د خوشالولو لپاره خپلې ملي شتمنۍ لوټ او افغانان ووژني.
همایون میاخېل