د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاجي صدیق یو مدبر او مخور ولسوال

فریدون سیال 26.07.2015 14:25

په دولتي چوکاټ کې یو تر ټولو مهم ماموریت چې د ولایت په کچه پرې حساب کېږي ولسوالي ده په ولسوالۍ کې باید داسې یو څوک وګومارل شي چې حد اقل دولتي سیستم، ولسي سیستم او قومی سیستم سره بلد او اشنا سړی وي. یا په بله اصطلاح له ولسي او قومي مسایلو اګاه شخص وي.
زه چې دلته د کوم ولسوالی یادونه کوم هغه حاجي محمد صدیق دولت زی چې تر دې وړاندې د ننګرهار د ناامنې ولسوالۍ چپرهار ولسوال و او تر ډېره وخته د بهسودو ولسوال هم و او اوس د حکومت د پرېکړې په اساس له دندې ګوښه شوی دی.
حاجي صدیق په چپرهار غوندې ناامنه ولسوالۍ کې چې هیچا يې ولسوالۍ کولو ته زړه نه ښه کاوه ده په ډېر جرات او میړانه حاضر شو چې هلته ماموریت ترسره کړي. په دغه ولسوالۍ کې يې د ماموریت پر مهال داسې امن راوستی و چې نورو ولسوالیو ته يې یو مثال پرېښود.
حاجي محمد صدیق یو مدبر، په کار پوه، ولسي، قومي، مخور، سپين روبی او د جرګو مرکو سړی و په ملي او ولسي مسایلو دومره پوه و چې هر ډول شخړې به يې په ډېرې اسانۍ او قومي لارو څخه حلولې. ښه مدیریت يې دا و چې د ولس له خلکو يې ځان نه و جلا کړی ولس يې خپل ګڼلی و او هر ډول پروژې، کارونه، پرمختیايي چارې او د ولس د ملاتړ مسایل به يې له ولس سره د دوی په خوښه حلول.
په چپرهار ولسوالۍ کې يې نه یوازې دا چې ډآډمن امنیت راوست بلکې سلګونه پرمختیايي او ملي پروژې يې هم دغې ولسوالۍ ته راوړې د پروژو د ښه مدیرت او ښه امنیت اوازې يې تر لرې لرې خورې او ان تر دې چې د ولایت، مرکز او ولسي خلکو له لوري ښه تقدیر هم شو.
صدیق دولت زي په چپرهار کې د امنیت، د حکومت واکمني، بشري حقوق، د ولسوالۍ بنسټيز جوړښت، طبیعي زېرمې، پوهنې، رسنيو ، ورزش، روغتیا، کرنې، کلیو پراختیا، ټولنیز خوندیتوب، اقتصادي پراختیا او خصوصي سکتور په برخو کې د پاموړ کارونه کړي او داسې پروژې يې په پورتنیو برخو کې ترسره کړې چې د چپرهار لوی واړه به يې تر ډېره یاد لري. سره له دومره ناامنۍ بیا هم نړیوالې او ملي ادارې او موسسې دې ته جلبول چې په چپرهار کې پروژې عملي کړي دا ساده او ړه خبره ده او نه اسانه کار دی بلکې دا د ولسوال صدیق دولت زی نوښت، ښه مدیریت، ښه همغږي، ښه روابط او ښې رهبرې لامل دی.
په چپرهار ولسوالۍ کې تر کامیاب او ښه مدیریت وروسته د حکومت د لزوم دید په اساس نوموړی د بهسود ولسوال په توګه وګومارل شو، حاجي محمد صدیق په چپرهار کې د کړو کارونو او نوښتونو له امله ولسونو نه پرېښوده چې ولاړ شي او غوښتل يې چې دی ورسره د ولسوال په حیث پاتې شي ترڅو ولسوالي يې لا پرمختګ وکړي. خو پرېکړه رسمي شوې وه او بالاخره بهسودو ولسوالۍ ته راغی.
په بهسودو ولسوالۍ کې يې له ولسونو سره پرلپسې ناستې وکړې، د دوی همیشنۍ اړتیاوې، بنسټيزې پروژې، رغنیزې چارې او هغه پروژې چې په نیمه کې همداسې پاتې دي وپوښتلي او د هماغې له مخې يې خپل کارونه پيل کړل. د ولس اړتیا وو ته په کتو يې د هغوی کارونو ته چې ډېره اړتیا وه اولیت ورکړ او داسې رغنیزې پروژې او کارونه يې وکړل چې ننګرهار کې يې مثال نه لیدل کېږي.
د بهسودو ولسوالۍ کې عرب ، تاجک ، پښتانه او پشه يي قومونه ژوند کوي ، ولسوال دولت زي ټول قومونه سره په يو ټغر راټول کړل د ټولو ستونزې او شخړې يې په یو ډول هوارولي او یو رنګ برخورد يې له ټولو سره کاوه.
یاده ولسوالي د خلکو دستونزو دحل لپاره انکشافي شورا لري ، چې ٢٠ تنه نارينه او ١٠ تنه زنانه غړي لري، ولسوال محمد صدیق تراوسه پورې په یاده ولسوالۍ کې ٥٢ پروژې پلي کړي چې زرګونه خلک ترې ګټه اخلي. په یادو پروژو کې سرکونه، استينادي ديوالونه ، حرفوي کورسونه ، سربندونه ، د پلو لارو رغونه ، ښوونځي ، د ښوونځيو احاطه ، د اوبو برېښنا ، د ويالو پاکول او پلچکونه شامل دي.
بهسودو ولسوالۍ کې ١٠٠ د ملي پيوستون شورا ګانې ايجاد شوي او ټولې پروژې يې پلي شوي دي او ١٨ کلي ، چې د ملي پيوستون د پوښښ نه پاتې وه د ولسوال محمد صدیق په هلو ځلو او کوښښونو اوس د شوراګانو په ايجادولو سره د UNHABITAT لخوا قرارداد شويدى .
دا چې ولسوال صدیق دولت زي په یاده ولسوالي کې ډاډمن امنیت تضمین کړی نو په کې يو شمېر کسانو پانګونه کړې ، چې له امله يې دغه ولسوالۍ ښه عوايد لري ، چې دهغې له جملې څخه په ياده ولسوالۍ کې ٨٨ د موټرو بارګينونه ، ٣٨ د تيلو پمپ استيشنونه ، ١٣٧ قراردادي ماليې ، ، ٧ مخابراتي انتنونه ، د اره کشۍ ماشينونه ، کرش ماشينونه ، ډيزلي ماشينونو ژرنده ، روغتونونه ، درملتونونه ، ليبارټرۍ ، شخصي جنراتورونه او د بلوکونو جوړولو دستګاوې شتون لري ، چې دهرې مياشتې په اخر کې ترې ماليات اخستل کيږي او دولتي بوديجې ته لېږل کيږي.
زه من حیث د بهسودو ولسوالۍ د یو مشر او یو تعلیم یافته انسان د ولسوال په ګوښه کېدا سخت خواشینی یم د ملي وحدت له حکومته مې غوښتنه دا ده چې زموږ ټول ولسونه په یوه خوله ښاغلي صدیق دولت زی د ولسوال په توګه غواړو.
د ولسوال محمد صدیق په کړو کارونو او خدمتونو هيڅ یو بهسودوال سترګې نه شي پټولی بلکې د ولسوال صیب احسانمند به هم وي. ښاغلي ولسوال له واړه، ځوان، ځلمي، سپين ږیري، ملک، قومي مخور او ټولو اوسیدونکو سره د ورورولۍ چلند کړی دی او دوی ته يې تل په درنه کتلي دي. زه څو څو ځله ورغلی یم د ده انساني او اخلاقي برخورد ډېر ښه او ډېر خوږ و.
د بهسودو ټول اوسیدونکي مشران او مخور په یوه خوله له ولسمشره غواړي چې ولسوال محمد صدیق بېرته د بهسودو د ولسوال په توګه په دنده وګوماري ترڅو په دغه ولسوالۍکې روانې پروژې او رغنیز کارونه په ښه توګه سرته ورسيږياو ولسي ستونزې لکه د پخوا په شانتې په ښه شکل سره حل و فصل شي.
یو ځل بیا هم له حکومته د خپل ولس په استازولۍ غوښتنه کوم چې دغې چارې ته عملي جامه واغوندې او موږ ته بېرته هم دا بانفوذه، مدبر او په کار پوه سړی ولسوالۍ ته راولیږي.