د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د انګلستان نوی امنيتي تدبير

یاسر الهاشمی 26.07.2015 14:23

د انګلستان دولت غواړي د فرانسې په کالايس کې، له فرانسې څخه د راتلونکو لويو ګاډو د ښې څارنې په منظور يوه امنيتې حوزه جوړه کړي، تر څو د فرانسې له کالايس ښار څخه د راتلونکو کډوالو د راتګ مخنيوي وکړي.
د انګلستان دولت وروسته له هغې د دغې امنيتي حوزې د جوړولو پريکړه وکړه چې په تيرو درېيوو اونيو کې د انګلستان پوليسو د ناقانونه کډوالو (۸۰۰۰) هڅې شنډې کړې. يعنې د جون له (۲۱) څخه د جولای تر (۱۱) پورې (۸۰۰۰) ځلې ناقانونه کډوالو هڅه کړی تر څو د کالایس له لارې انګلستان ته داخل شي چې د پوليسو لخوا یې مخنیوی وشو.
د دې ترڅنګ د ترانسپورټي شرکتونو مشرانو، وار په وار د انګلستان حکومت ته شکايتونه کړی و چې د دوی په ګاډو کې د ناقانونه کډوالو د پټيدو له امله ډیری وخت د دوی ګاډي د پوليسو لخوا درول کيږي او دوی ته مالي زيان اوړي.
د انګلستان د کورنيو چارو وزيره (Theresa May)، د جولای په څوارلسمه د دوشنبې په ورځ رسنيو ته وويلې چې دغه امنيتې حوزه به په دوه نيم مايل (2.5 mile) ځمکه کې د دوو ميليونو يورو په لګښت جوړه شي چې (۲۳۰) عدد لوی ګاډی به پکې ځای شي.
همدارنګه د انګلستان د کورنيو چارو وزيرې هغه عواملو ته هم اشاره وکړه چې د دغه امنيتي حوزې جوړول يې په يو ضروري امر بدل کړی او هغه عوامل عبارت دي له:
- په تيرو پنځو اونيو کې څه د پاسه (۴۰۰) تنه ناقانونه کډوال د انګلستان د پوليسو لخوا نيول شوي چې په لويو ګاډو کې ځای پر ځای شوی و، دغه شميره د (۲۰۱۵) ز کال د لومړيو پنځو مياشتو په پرتله (۱۵) ځله ډيروالی ښيي.
- تيره اونۍ په يوه ورځ کې (۱۰۰) تنه کډوال د پوليسو لخوا نيول شوي.
- په ترانسپورټي وسايلو (لويو ګاډو) کې د کډوالو د پټيدو له امله د انګلستان دولت ته هرکال يو ميليارډ پونډ زيان اوړي.
په ورته کې وخت کې د (Later Kent) د پوليسو مشر(Alan Pughsley) محافظه کارانو ته په وينا کې وويلي چې په تيرو شپږو مياشتو کې له کالايس څخه انګلستان ته د ناقانونه کډوالو د راتګ (۲۷۰۰۰-۲۸۰۰۰) پيښې ثبتې کړي، چې په دې حساب سره د انګلستان پوليس د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو د (۲۷۰۰۰-۲۸۰۰۰) تنو ناقانونه کډوالو د راتګ څخه مخنيوی کړی.
نوموړی زياته کړه چې:
(( اوسمهال په کالايس کې څه کم (۵۰۰۰) تنه ناقانونه کډوال شتون لري او غواړي له کالايس څخه انګلستان ته راشي.))
له دې ور اخوا، د انګلستان د کډوالو د چارو وزير ښاغلی (James Brokenshire)، د محافظه کار ګوند له مهمو غړو سره په يوه کتنه کې ويلې چې حکومت دې بايد د فرانسې په شمالي برخه کې امنيتي تدابير د محافظوي ديوال او امنيتې حوزې په ګډون، د دې مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې بشپړ کړي.