د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دادی بیا اختر راغئ خو...

حقیق 15.07.2015 12:28

دادی روژه هم پای ته رسېږی او اختر پیلېږي ، دمسلمانانو اختر مانا داچې خلک به خوښي کوي ، خو له بده مرغه دافغانستان خلکوته له ډېر کلونو راهیسې هسې اختر چې دوې یې په ريښتنې توګه ونمانځي شتون  نه درلود.
له کله نه چې په افغانستان کې کمونستی کودتاه وشوه له همغې ورځې دهیواد دخلکو بدمرغۍ په ستره کچه پېل شوې. مهاجرتونه پیل شول، زموږ هېوادوال یو شمېریې زندانونو ته واستول شول، یوشمېر یې په شهادت ورسېدل ، څه معیوب شول او څه هم دخپلو خپلوانو په وير کېناستل ، دغو بدمرغیو نه یواځې داچې نیغ په نیغه  زموږ خلکو ته جسمی او رواني زیانونه وروسول  ، بلکې زموږ کورونه او کلې او اقتصادي او فرهنګي بنسټونه یې هم را وران کړل . له همغه وخته  تراوسه پورې زموږ خلکو په  ریښتنې زړه او خوښې سره بیا دخپلو خوښیو ورځې ونه نمانځلې.
په نړۍ که چې څومره جګړې شوي ، او په هرهیواد کې چې څومره بدمرغۍ راغلي خو بیا یې پای موندلی دی، مګر دا دافغانستان ستونزې دادي وروسته له دومره اوږدې مودې هم  پای نه مومي . داسې ویل کیږي چې دافغانستان جګړې او ستونزې دنړۍ دمعاصر تاریخ د اوږدې جګړې په توګه ارزول شوی چې لاهم دوام لري.
دا څرګنده ده چې ستونزې په خپله پای نه مومي بلکې یو حرکت او یوه یون ته اړتیا لري ، نو دافغانستان خلک باید ددغه حرکت لپاره په ټینګه یون پیل کړي څوچې یې بدمرغۍ پای ومومي.
یوه ښه زمینه چې برابره شوې هغه دسولې نوي خبرې دي چې  دملي یووالي حکومت په نوښت پیل شوي دي ،  دبېلابېلو هیوادونو په ګډون چې دسولې په اړوند خبرې کې شوي ،  دادی په وروستیو کې د پاکستان هیواد داسلام آباد په ښارکې دافغان دولت داستازو او مخالفینو داستازو ترمنځ نیغ په نیغه په هېواد کې دسولې په اړوند خبرې شوي او دواړو لورو ژمنه کړې چې دغو خبرو ته به وروسته له اختره دوام ورکوي. دخبرو په اړوند هم کورنئ او هم نړېوال غبرګون مثبت اټکل کېږي او دپاکستاني مقاماتو وروستۍ څرګندونې دا جوتوي چې دغه هیواد هم اوس دې ته راضي شوی چې دافغانستان دسولې په بهیر کې مرسته وکړي.
وروستۍ خبرې ترنورو خبرو ځکه هم یو څه امیدوارونکی او له هیلو ډکې دي چې په لومړي ځل ددولت دوسله والو مخالفینو استازي له افغان دولت سره حاضر شوي چې مخامخ خبرو ته کیني او له نیکه مرغه چې ددغو خبرو پایله هم دشنونکو له لوري مثبته ارزول شوې ده . په دې اړوند د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ، د سپینې ماڼۍ ، دناټو سازمان څرګندونې دا جوتوي چې په دې برخه کې  به نړیوال ملاتړ هم دوام ومومي، او په مذاکراتو کې دناظر په توګه د امریکایی او چینایی استازو ګډون خپله ددې خبرو دښو پایلو لپاره یو شین څراغ دي چې کیدای شي افغانانو ته ددوی دهیواد داوږدې کشالې په ختیمدو کې انشاالله مرسته وکړي.
سره له دې چې زموږ دهیواد دښمنان او یو شمېر کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سوله کراری او داسې نظام چې په هغه کې دافغانستان دخلکو او دهیواد ګټې نغښتې وي پلی شی، خو دا دهیواد دخلکو دنده ده چې پرېنږدي دهیواد دښمنان خپلې دغې موخې ته لاسرسی ومومي.
زموږ دهیواد ریښتیینی اختر به هم په ريښتیا سره هغه وخت وي چې په هیواد کې زموږ ټول هیوادوال سره څنګ ترڅنګ راټول وي ، بهرنیان زموږ په هېواد کې مداخله ونه کړي او زموږ د واکدارانو په څېر له موږ سره مخامخ نه وي بلکې واک زموږ دخپلو خلکو وي ، او هغه نظام چې دافغانانو غوښتنه ددوی کلتور او دین یې ایجابوي او ملي ګټې په کې تامين وي په هیواد کې پلی شي .
په دې هیله چې ددې تېرې مبارکې روژې له برکته اوهم دخلکو دعبادتونو او دعاګانو له برکته زموږ په هیواد کې بشپړه سوله تأمین وي او موږ دپرمختګونو پرلوراو چت ګامونه واخلو او هم  له نورو سره دسیالیو جوګه شو.