د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اروپا ته د سمندر له لارې د راغلو کډوالو شميره له (۱۵۰۰۰۰) تنو واوښت:

یاسر الهاشمی 15.07.2015 11:25

د کډوالۍ نړيوال اداره، د جولای دولسمه، (۲۰۱۵).
د (۲۰۱۵) زکال په لومړيو اوو مياشتو کې څه د پاسه (۱۵۰۰۰۰) تنه کډوال د مديترانې د سمندرګي له لارې په قاچاقي توګه اروپا ته راغلي چې د هغې له جملې څخه (۷۴۹۴۷) تنه يې ايټاليي ته او (۷۵۹۷۰) تنه يونان ته راغلي. د دغه کډوالو ډيری برخه د سوريې اوسيدونکي دي، له سوريې وروسته افغانستان او اريټريا په ترتيب سره په دويم او دريم مقام کې ځای لري.
د دې تر څنګ بيا څه باندې (۱۹۰۰) تنه کډوال د مديترانې په سمندر ګي کې تري تم شوي او له منځه تللي چې د (۲۰۱۴) ز کال په پرتله دوه برابره زياتوالی راښايي. د (۲۰۱۴) ز کال په لومړيو اوو مياشتو کې څه د پاسه (۱۰۰۰) کډوال د مديترانې په سمندرګي تري تم شوی او له منځه تللی و.
د يونان د کډوالۍ د ادارې د راپورونو پر اساس په اوسط ډول هره ورځ (۹۰۰) تنه کډوال په غير قانوني ډول د دغه هيواد آګين ټاپو ته راځي. او روان کال د جولای د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې کابو (۷۲۰۲) تنه کډوال د يونان اګين ټاپو ته په غير قانوني ډول داخل شوي چې دغه کډوال د سوريې، افغانستان، پاکستان، عراق او سوماليا هيواد اوسيدونکي دي.
د ايټاليي د کورنيو چارو وزارت د راپورونوپر اساس د مديترانې سمندرګي له لارې دغه هيواد ته د راغلو کډوالو په شميره کې هم په بې سارۍ توګه زياتوالی راغلی او د کډوالو اوسنې شميره د تير کال په پرتله زياتوالی راښايي. د تير کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ټولتال (۶۳۰۰۰) تنه کډوال د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليي ته راغلی و او سږ دغه شميره په لومړيو شپږو مياشتو کې (۷۰۳۵۴) تنو ته رسيدلی.
ايټاليي ته د راغلو کډوالو له جملې څخه (۱۸۶۷۶) تنه د اريټريا، (۷۸۹۷) تنه د نايجيريا څخه، (۶۳۳۴) تنه د سوماليا څخه، (۴۲۷۱) تنه د سوريې څخه، (۳۵۹۳) تنه د ګامبيا هيواد څخه،(۳۵۸۹) تنه د سوډان څخه او پاتې نور يې د نورو افريقايي هيوادونو څخه ايټاليي ته راغلي.
تير کال په ورته وخت کې (۱۲۰۰۰۰) سيرياني کډوال ايټاليي ته راغلي و، دا چې سږ کال ايټاليا ته د مديترانې د سمندرګي لارې د سيريانې کډوال په راتګ کې کموالی راغلی علت يې دا ده چې سيريانې کډوال د ايټاليې په پرتله يونان ترجيح ورکوي او د يونان له لارې اروپا ته ځي.
په ترکيه او يونان کې د سيرياني کډوالو د شميرې ډيروالی د افغان کډوالو خوبونه له خاورې سره خاورې کړي، دا ځکه چې د دغه کډوالو شمير ډیر دی او د نوموړو هيوادونو چارواکي د افغان کډوالو موضوع ته د رسيده ګي لپاره وخت نه پیدا کوي، همدا لامل ده چې افغان کډوال اوسمهال په ترکيه او يونان کې په ډيرو بدو شرايطو کې شپې او ورخې سبا کوي.