د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له انګلستان څخه د کډوالو د بيرته ليږلو نوی دريځ

یاسر الهاشمی 08.07.2015 12:11

د کډوالو ټولنې بايد د روان مياشت تر وروستۍ نيټې پورې د کډوالو لخوا د کورونو د کرايې نيونې د حق د څيړلو راپور وړاندې کړي.
د کډوالو پورې تړلي ټولنې د روان مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې بايد تشخيص کړي چې څومره کډوال په انګلستان کې د کورونو د کرايه نيونې حق نه لري او په غير قانوني ډول يې کورونه په کرايه اخيستي دي.
د کډوالو د هوساينې ګډه شورا وايي چې کډوالو پورې تړلو ځينو ټولنو سره يې د (West Midlands) په سيمو کې د بهرنيو اوسيدونکيو د اوسيدو د قانونيت د موندلو په موخه يو پروګرام په لاره اچولی چې د دغه پروګرام په لړ کې به دا معلومه شي چې په سیمه کې اوسيدونکي بهرنیان د دې حق لري چې کور یا آپارتمان په کرايه واخلي او که نه؟
دغه پروګرام د (Briminghm), (Wolverhampton), (Dudley), (Sandwall) او (Walsall) سيمو کې په لاره اچول شي شوی و.
د تير کال له ډسمبر مياشت راهيسې دولت په دغو سيمو کې د ځمکې له خاوندانو څخه غوښتی و چې د نويو کرايه نيونکو او اجاره اخيستونکو اسناد دې چک کړي او ځانونه مطمئن کړي چې دغه اشخاص په انګلستان کې د کرايه نيونې او اجاره اخيستنې حق لري، او هر کله چې دوی ډاډ تر لاسه کړ بيا دې کډوالو ته کورونه په کرايه ورکړي.
د کډوالو د هوساينې شورا وايي چې د (Chartered Institute of Housing)، (Generation Rent)، (Coventry Law Center)، (Shelter)، (National Union of Student) او ځينو نورو ټولنو سره ګډ کار کړی تر څو د پروګرام په پای کې يوه خپلواکه طرحه وړاندې کړي.
د کډوالو د هوساينې شورا وايي چې د دوی اهداف د طرحې له وړاندې کولو څخه عبارت دي له:
- د کډوالو د بشري حقونو له تطبيق څخه څار او د دغې طرحې پر اساس د کډوالو ملاتړ کول.
- د بیوزلو او متضررو کډوالو تشخيص او د هغوی سره مرسته.
- د دغې طرحې اغيزمنتوب او همدارنګه پر کرايه نیونکو، د ځمکو خاوندانو او د هغوی پر نماینده ګانو د طرحې د تاثير ټاکل.
د کډوالو د هوساينې شورا وايي چې د پروګرام د تطبيق پر مهال يې داسې موارد پيدا کړي چې د هغې پر اساس په ځينو حالاتو کی پرته له دې چې د کډوالو اسناد ملاحظه شي دوی ته کورونه په کرايه ورکړل شوی دی او په بدل کې ترې پيسې اخيستل شوی.
د (۲۰۱۴) ز کال د کډوالۍ د قانون (۲۰- ۲۷) مادو پر اساس د ځمکې خاوندان مکلف دي چې د کرايه نيونکي او اجاره اخيستونکي اسناد چک کړي، که چيرې د کور خاوند پرته له دې چې د کرايه نيونکی او اجاره اخيستونکی اسناد چک کړي هغوی ته کور په کرايه ورکړي، هغه هم پداسې حال کې چې کرايه نيونکی د کرايه نيونی او اجاره اخيستونکي د اجاره اخيستنی حق و نلري په دې صورت کې د کور مالک د کرايې په صورت کې په (۱۰۰۰) پونډه او د اجارې په صورت کې (۸۰) پونډه نغدي جريمې باندې محکوميږي.
که چيرې پورتنې عمل د دويم ځل لپاره تکرار شي نو د کور خاوند د کرايې ورکولو په صورت کې په (۳۰۰۰) پونډه او د اجارې په صورت کې په (۵۰۰) پونډه نغدي جريمې محکوم کيږي.
مخکينې ائتلافي حکومت د کډوالو د هوساينې د شورا سره موافقه کړی وه چې د کډوالو د اوسيدو په اړه يو شپږ میاشتنې پروګرام په لاره واچوي، چې د پروګرام موده د (۲۰۱۵) ز کال د می په مياشت کې پوره شوه. اوس نو دغه شورا بايد د جون د مياشتې تر وروستی نيتې پورې خپل راپور حکومت ته وړاندې کړي.