د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داعشيان د قياس مع الفارق په کنده کې

فتح محمد کامران 07.07.2015 12:06

د اسلامي امارت د حاکميت په مهال په پاکستان کې د شريعتي په نامه يوه ډنډوره په کار واچول شوه: هغه څه موده د اسلامي امارت په خلاف د پاڅون او موازي حکومت جوړولو خبرې کولې او خپل تشکيلات او د موهومې دولتي کابينې په باب به يې څرګندونې او ځينې تلفونې مشورې کولې، اګر که هغه تر اخيره هم چا په سترګو ونه ليده چې دا څوک و او څه شو، خو د مولوي شريعتي په نوم د سپېڅلي شريعت د نفاذ او نوی حکومت را منځته کېدو خبرې کېدې، چې وروسته به بيا خلکو تبصرې کولې چې د ډېورند په باب دا د امارت په طالبانو يو وقتي ....
د داعشيآنو دا خبره هم ماته په لومړی سره کې همدا ډول برېښېده، خو چې کله يې عملي ګامونه واخيستل او ځينو سيمو ته له پولې را واوړېدل او کړه او وړه يې په عام منظر راغلل نو پوه شوم چې دا يوازې مطبوعاتي فشار پورې محدود نه، بلکې څه خلک شته هم او هغوی څه خيالونه هم لري.
هغه د دوستم خبره ده که مو حربي فاکولته نه ده لوستې خو د افغانستان د حالاتو او تېرو تجربو په تناظر په ډېرو خبرو مو سر خلاصېږي، نو څو خبرې مې په دې اړه په زړه کې وې ډېر سوچ مې وکړ چې دا به څنګه د داعش ملګرو ته عرض کړم، که مخامخ يې ورته ووايم زما خو نيت پکې د دوی پوهاوی او خير غوښتنه ده، نو که يې په مغزو سمه ونه لګېده لکه حق ويل ترخه کله ناکله ترخه لګېږي، نو بيا خو ټاپه، چاړه او رسۍ له هر يو سره چانټه کې دي، بله هېڅ لاره مې پيدا نکړه غير له دې چې د کوم اخبار يا رسنی له لارې يې ورسره شريکې کړم:
پيل به يې له يوې لنډې کيسې وکړم چې وای يو ملا به چې د مازديګر لمونځ ورکړ بيا به يې خپلو مقتديانو ته مخه کړه او شاته پر دېوال به يې تکيه وکړه، يو وخت چې د ګرمی موسم راغی او خلکو د جومات په بام جای نمازونه اوار کړل ملاصاحب چې د مازديګر جمعه ورکړه د خپل عادت مطابق يې شاته تکيه کوله چې دې سره لاندې پرېووت او مړ شو، بيآ به چې خلکو د هغه له نيمچه زلمي چړي څخه پوښتنه کوله چې ملاصاحب څنګه مړ شو هغه به ويل ملا صاحب خپل قياس خطا او مړ کړ.
مطلب مې دا چې که د داعش خلک قياس کوي چې طالبان همداسې را پاڅېدل افغانستان يې ونيو او خبره تر حکومته او امارته ورسېده نو دا قياس به دوی يو مخ تباه او پناه کړي مګر دا مطلب به يې ترسره نشي؛ ځکه چې د زمانې، حالاتو، اشخاصو، ظروفو په اعتبار سره ډېر زيات توپيرونه دي لکه د مثال په توګه:
لومړی: د طالبانو د پاڅون په مهال افغانستان کې د هېچا هېڅ هم خوندي نه و، د خلکو ژوند دومره تريخ شوی و چې د هغه بيان نشي کېدای،له مسلطو جنګي ډلو څخه يو مخ د سمسکي اميدونه ختم و، بلکې د هرې بدبختې مبتکرين همغوی و، نړيوالو هم دې غم ځپلي هېواد ته شا کړې و، بلکې دې ګرم تنور ته يې ښه په موقع تېل هم ورپاشل دا مهال چې طالبانو حرکت پيل کړ د وخت شديده تقاضا و
د د اعش د جنګياليو دې حرکت ته کومه اړتيا ده؟ او خلکو ته څه ډالی کوي؟
دويم: د طالبانو دا تحريک همزمان د ټولو کورني او بهرني علماوو او علمی شخصيتونو له لوري وستايل شو او طالبانو ته يې د خپلې ملګرتيا لاسونه ور اوږده کړل، او د هرې قربانې په هکله يې هغوی ته ډاډ ورکړ چې دوی هم چمتو دي.
اما د داعش په نامه دا حرکت داخلی او بهرنيو علماء لکه څنګه چې اورو او وينو غندي يې، بلکې تر ټولو زيات تشويش چې لري هغه علماء دي
دريم: طالبانو چې خپل حرکت پيل کولو سره کومه قرباني ورکړه ټول ولس په دې قانع و چې دا قرباني د ملت لپاره ده؛ ځکه چې طالبان به کومې سيمې ته ورسېدل د چا په اصطلاح له هغو خلکو څخه به اسمان پورته ولاړ او ځمکه ښکته، داسې خوښی او نعمت څخه به برخمن شول چې تر دې مخته يې تصور هم نشو کولای نو ځکه خو ورته په سر او مال ولاړ و.
څلورم: د طالبانو تحريک د قدرت تر لاسه کولو او بادشاهی د رسېدو په خاطر نه و او نه يې هغه مهال د دې تصور کولای شو، بلکې طالب يو سر درلود دا يې د خدای د رضا او د خپل مظلوم ملت د نجات په خاطر وړاندې کړ ويل يې يا به ظلم، وحشت او دا ناقابل برداشت حالت بدل کړم او يا به زه ترې په مرګ بې غمه شم تر دې ژونده خو له دنيا څخه ابرومندانه تلل غوره دی.
داعش جنګيالی د چا او څه لپاره دا جنګ کوي الله لپاره؟ د ولس د نجات لپاره؟ او که.............
پنځم: د طالبانو پاڅون د لنډغرو پاټکيانو، ملي خاينانو، ظالمانو او هغو سيمه ايزو امپراطورانو په خلاف و، چې هغوی په ظلم او وحشت کې اوج ته رسېدلی و او د تل لپاره يې حق او عدالت ته د را ګرځېدو اراده نه و.
داعش جنګيآلي د چا په خلاف جنګ کوي، د کافرانو په خلاف؟ او که د هغه چا په خلاف چې نړيوال کفر يې په ګونډو کړ؟ د ظلم په خلاف که د هغه چا په مقابل کې چې د ظلم سره په مقابله کې يې په زرګونو خپل ملګری شهيدان کړل؟ د مفسدينو په خلاف او که د عالمانو، طالبانو او رښتينو مجاهدينو بلکې د نړی د مجاهدينو د استادانو په خلاف؟
شپږم: د طالبانو مقابله له سيمه ايزو غير منظم، خپلسرو، او جنايتکارو ګروپونو سره و چې هغوی په کلونه کلونه خپل منځ کې سره خوړلي وو، طالب به که پر قوماندان جانو حمله وروړه قوماندان خانو ورسره کار نه درلود که به يې قوماندان چمن تر حملې لاندې راووست قوماندان قلم به د خپل سر بچ کولو په فکر کې و، مرسته يې تر وس تېره وه، خپلې د پاټک پيسې به يې په شا کړې او له سيمې څخه يې پښې سپکولې.
اما داعشيان چې له چا سره جنګ کول غواړي هغه داسې نه دي، هغوی په نظم، اطاعت، سرښنده، ايثار، جذبه، مقاومت او سختيو ګاللو کې نړيوال شهرت لري، داسې نه دی چې خپله چوکی او سرمايه ځان سره کړي مسکو، تهران يآ کولاب ته ځان ورسوي، د هغوی سرمايه همدغه ده چې داعيشان يې له منځه وړلو پسې بډې را وهلي دي: له امريکايآنو څخه تر لاسه شوې فتحه، امن، اسلامي نظام، د خپل دين او ملت د تعمير، تنظيم، پرمختګ او خوشحالی په ميدان کې هم حيرت انګيزانداز کې تبارز.
اوم: د طالبانو پآڅون له داخل څخه را پورته شو او ضرورت او باعث يې هم داخلی وه
داعش جنګيالي خو له بهر څخه راځي او امر او فرمايش، اړتيا او تقضا هم بهرنی دی.
اتم: د طالبانو مشران د افغانستان او ولس په مزاج بلد خلک وو، جنګي تجربې يې درلودې، منظمې جبهې او کاری وړتيا ورسره و، همدا وجه وه چې د هغوی جنګي تکتيکونو، مهارتونو او محاربوی وړتياو ته خلک حيران و او تر اټکل زيات نتيجه خيز و.
د داعش جنګيالی څو تنه اورکزي او څو تنه نور فرصت طلبه له جهادي صف څخه شړل شوی او......... چې دا هم زيات او مهم توپير دی.
البته له ډېرې مودې را هيسي خلکو په طالبانو دا نيوکه کوله چې طالبان ولې بې غوری کوي، خو د طالبانو هغې اعلاميه سره چې بغدادي ته يې واستوله د خلکو نيوکه ختمه شوه اوس زياتره په دې عقيده دي چې طالبان خپله دفاع او مقابله په ډېره حوصله مندی له روايت او درايت سره سمه پر مخه بيايي داعشايانو په مقابل کې د هغوی دغه صبر او زغم داسې مثال لري لکه يو ماشوم د يو غټ با ابرو سړی جامو ته لاس اچوي، ښکنځلي کوي او په لوټو يې ولی او هغه بيا دا ماشوم په چاکلېټو او له د مهربانی په ډکو الفاظو کراروي او په دې انتظار وي چې اوس به يې مور يا پلار له کوم لوري ورباندې ږغ وکړي، کنه نو ماشوم خو د يوې څپړې ده.
نهم: طالبان خلکو له پېړيو پېړيو سپېڅلي، مهربانه، خواخوږي او د اسلام او مسلمانانو رښتيني خادمان ګڼل، چې د طالبانو په هر قدم وړاندې تلو سره د خلکو په دغه عقيده کې لا زياتوالی را تلو او اعتماد يې ورباندې پخېده.
اما داعش جنګيالانو په رابطه خو د خلکو ذهنيت له مخکې منفي دی، خلک په دې نظر دي چې زموږ د مذهب خلاف دي زموږ اسلافو معتقداتو ته په بد نظر ګوري موږ او زموږ پلرونه يا مشرکان او بدعتيان ګڼي، لکه ددې ثبوت د دوی د مشر عدنانی صاب اعلان ښه په ډاګه کوي هغه اعلان چې له شريعت او سياست سره يې هېڅ اړخ نه لګاوه او ټول افغانان يې په غصه کړل: په وينا يې چې د دوی دا جنګ د مشرکينو په خلاف دی، نو چې ماته مشرک او بدعتي وايي او مذهب ته شرک وايی له هغه څخه زه د خير طمع کولای شم، نو که طالبان داعشيانو ته هېڅ هم ونه وايی اولاره ورته ورکړی ولس ته په هېڅ صورت هم د منلو وړ نه دي، او نه په دوی کې دا وړتيا شته چې کم له کمه يوه ولسوالی کې دوی حکومت وکړي.
لسم: د طالبانو د مشرانو په مسلمانی، تقوا، غيرت، اصيلتوب او افغانيت کې د هېڅ افغان هم شک نه و او نه نشته
اما د داعشيانو مشران څوک دی؟ د دوی د خليفه په.. .............هم خلکو سره شکونه دي، که له دې ور تېر شو نو سيمه ايز څوک يې چې ټاکلي هم بهرنی دی او که تر دې ورتېر شو په شخصيت خو يې شکونه شته او کوم افغانان يې چې څنګ کې ورسره ولاړ دي غير معروف دي لکه د مسلم دوست نه کوم علمي چهره ده، نه سياسي، نه ملی او نه .... او دا اوس چې تازه اورو د دې جناب په اړه خو هم درځن درځن داسې خبرې شته چې شک په يقين بدلوي او که فرضاً له هره لحاظه بې غباره هم شي طالب مشرانو چې کوم امتحان ملت ته ورکړی نور څوک يې هېڅکله هم سيال کېدای نشي نو د ملت کومه اړتيا ده چې بل چا ته پرې ترجيح ورکړي ؟