د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د موقت حکومت جوړیدل د ستونزو د حل غوره لار ده

حسیب الله نوري 07.07.2015 11:05

له هغه وروسته چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ م کال د جون پر ۱۴ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو تر سره شو او دواړو کانديدانو ډاکتر محمد اشرف غني او ډاکټرعبدالله عبدالله پکې د بریا ادعا وکړه.
د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو وروسته چې اشرف غني پکې مخکښ وو، عبدالله عبدالله د یوه موازي حکومت د اعلانولو گواښ وکړ. دغو ټولو جنجالونو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دوه وارې افغانستان ته سفر کولو ته اړ کړ. هغه دواړه کانديدان یو له بل سره کښېنول او د ټولو رایو د تفتیش او د پایلې تر اعلان وروسته یې د یوه ملي یوالي حکومت د جوړولو پر سرموافقه رامنځ ته کړه.
د ملي یوالي د حکومت په جوړیدو سره دواړو لوریو وعده وکړه چې په هېواد کې به د سولې، امنیت، او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره به ګډ کار کوي، همدارنګه د کمپاین پر مهال د دواړو لورو لخوا زیاتو وعدو ورکولو هېوادوال هیله مند کړي وو چې د دوی په بریالیتوب سره به هېواد ګل او ګلزار شي بیکاري به ختمه او سوله به رامنځته، نړیوالي مرستې به له سره شروع ، امنیت به ټینګ او اقتصادې حالت به د ښه والي په لور روان شي.
خو دا دي د حکومت تر جوړیدو تقریبآ کال وروسته هم نه بیکاري له منځه تللې او نه هم د سولې په نامه کومه پروسه بریالی شویده، امنیتي ستونزې ورځ تر بلې زیاتیدونکې دي د دولت مخالفه ډله د هرې ورځې په تیریدو سره خپله پیاوړتیا ښکاره کوي آن تر دې چې پلازمېنې ته نژدې ولایتونو کې ولسوالیو ته سقوط ورکوي.
د داعش په نامه یوې نوې پیدا کیدونکې ډلې هم حکومت او هېوادوال اندیښمن کړي دي، د چارو شنونکي ددغه ډلې را پیدا کیدل په هېواد کې تر یو بل نامه لاندې د نوې جګړې او افغان وژنې پیل بولي. د ملي یوالي حکومت په داخل کې شته ستونزې ددغه حکومت شریکان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تیرې دیارلس کلنې دورې د بیکاره حکومتولی میراث بولي.
له وسله والو مخالفینو سره د سولې بهیر؛ په یو شمېر سیمو کې نا امنۍ، د یوې روښانې بهرنۍ پالیسۍ نه شتون؛ پراخ اداري فساد، ناوړه اقتصادي وضعیت، د مخدره موادو کښت او قاچاق هغه برخې دي چې؛ د چارو د کتونکو په وینا د ولسمشر کرزي حکومت په کې ناکامه و.
ولسمشر حامد کرزی په دوه زره او لومړي میلادي کال کې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته د "بُن" د غونډي پر مهال د افغانستان د موقتې او وروسته د انتقالي ادارې رییس وټاکل شو.
تر هغه وروسته په دوه زره او څلورم کال کې د لومړي ځل او بیا په دوه زره او نهم میلادي کال کې د دوهم ځل لپاه د افغانستان منتخب ولسمشر شو. په دغې مودې کې نړیوالي ټولنې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره لسګونه میلیارده ډالره مرسته وکړه.
دغه هیواد د پوهنې، روغتیا، رسنیو، بشري حقونو د خوندیتوب، پخو لویو لارو او نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. د لومړي ځل لپاره افغانستان په نړیوالې کچې بې ساري اړیکې ټينګې کړې او د څه باندې درې نیم لکه امنیتي ځواکونو خاوند شو.
د ملي یوالي د حکومت په راتګ سره قدرت د رئیس جمهور محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ وویشل شو د قدرت په ویش کې له کابینې رانیولې آن تر ټیت رتبه ماموریتونو پورې انډول په نظر کې نیول کیږي.
د انتخاباتي کمپاین پر مهال دواړو لوریو وعدې ورکولې چې دوی به کار اهل کار ته سپاري او سلیقوي برخورد به نه کوي خو اوس د عمل په ډګر کې لیدل کیږي چې دوی دواړه خپلو کړیو وعدو ته ژمن ندي پاتې او یوازې هغه کسان په دندو ګمارل کیږي چې له دوی سره یې د کمپاین پر مهال منډې ترړې کړې دي.
بیکاري ورځ تر بلې زیاتیدونکې ده په لوړو زدکړو سمبال ځوانان مو بیکاره دي او آن تر دې چې بهرنیو هېوادونو ته له غیر قانوني لارو ستنیږي.
د ملي یوالي حکومت د فساد په وړاندې مبارزه تش په نامه ده، په دولتي ادارو کې اصلاحاتو هم قومي رنګ خپل کړی دی د ملي یوالي له حکومت څخه هېواد وال خوښ نه ښکاري.
په نړۍ کې د حکومتونو تاریخ ته په کتو سره لیدل کيږي هغه نظامونه چې د عامو وګړو زړونه خپل نه کړي هغه نظامونه د زیات وخت لپاره خپل حاکمیت نشي ساتلای د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې دداسې نظامونو په وړاندې خلک را پورته شوي او د نظامونو د ړنګیدو سبب ګرځيدلي دي.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر مینځ په ډیرو مواردو کې شته اختلافونو ټولې حکومتي چارې له خنډ سره مخامخ کړي دي آن تر دي چې په ډیرو حکومتي اداره کې همغږي شتون نه لري دا او د نظام په ددننه کې شته زیاتو نورو ستونزو ته په کتو سره د سیاسي چارو شنونکي پدې آند دي چې افغانان ته په کار ده تر څو د یو بهرني هېواد په منځګریټوب سره لویه جرګه را وغواړي او یو موقت حکومت تشکیل کړي پدې وسیله به په قانوني توګه د انتخاباتو لپاره لاره پرانستل شي او له دې لارې به یو ولسواک نظام د خلکو په رایه او خلکو په غوښتنه رامنځته شي او شته ستونزو ته به د پای ټکی کیښودل شي.