د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انګلستان د کډوالۍ نوی اصول

یاسر الهاشمی 06.07.2015 12:06

ټول هغه بهرنی اوسيدونکی چې په انګلستان کې دنده لري، مکلف دي چې هر کال (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي. که چيرې بهرنی کارګر په انګلستان کې و نه توانيږي په يوه کال کې (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي، نشي کولای چې د انګلستان له محیط سره ځان عيار کړي.
د انګلستان د کورنيو چارو وزارت په (۲۰۱۲)ز کال کې يوه کړنلاره وضع کړی و چې د هغې پر اساس هر بهرني کډوال له پنځو کالو وروسته بايد دومره وړتيا ولري چې په يوه کال کې (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي، د ذکر شوي مقدار پيسې د نه ګټلو په صورت کې به خپلو هيوادونو ته ډيپورټ شي. نو د دغې کړنلارې پر اساس د (۲۰۱۶)ز له اپريل څخه وروسته ټول هغه بهرني کارکوونکي چې و نه توانيږي په یوه کال کې (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي له انګلستان څخه به وويستل شي.
پورتنۍ کړنلاره د هغو کډوالو لپاره وضع شوی چې د اروپايي ټولنې له غړو هيوادونو څخه پرته له نورو هيوادونو څخه انګلستان ته د کار لپاره راځي.
به انګلستان کې د نرسانو شاهي انستيتوټ د کورنيو چارو وزارت دغه کړنلاره تر نيوکې لاندې نيولی او وايي چې د دغه کړنلارې پلي کول به په صحي خدماتو کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کيدو سبب شي. نو ځکه له کورنيو چارو وزارت څخه يې غوښتی چې هغه کارکوونکي چې د صحت په برخه کې کار کوي له دغه کړنلارې څخه مستثنی کړي.
د روان کال د می په مياشتې کې د بهرنيو کارګرانو شميره د کورنيو چارو وزارت لخوا خپره شوه. د کډوالو اوسنۍ شميره دا راښايي چې په (۲۰۱۴) ز کال کې د بهرنیو کارګرانو په شميره کې په بی ساری ډول زياتوالی راغلی، او د بهرنيو کارګرانو شميره له (۲۴۰۰۰) څخه (۶۸۰۰۰) تنو ته لوړه شوی او دوی ټول د ویزې له مخې انګلستان ته راغلي. د بهرنیو کارګرانو د شميرې ډيرښت په انګلستان کې د دغه هيواد چارواکي دې ته اړ کړي چې د دوی پر وړاندې له سخت چلند کار واخلي.
د کورنيو چارو د وزارت د کړنلارې د پلي کيدو له امله نه يوازي نرسانې بلکه په نورو برخو کې هم بهرني کارګرانو ته خطر متوجه دی او امکان لري چې د کړنلارې تر پلي کيدو وروسته ډيپورټ شي.
دغه کړنلارې د حکومت د هغې ژمنې يوه برخه ده چې د ټاکنو پر مهال يې له خلکو سره کړی وه چې د کډوالو شميره به په انګلستان کې تر لسګونو زرو پورې راټيټه کړي.