د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا د اپوزیسیون ایجاد د افغانستان لپاره ګټور دی؟

ا. پروفیسور محمد ظریف "امین یار" 05.07.2015 20:06

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

سریزه(Preface) :
په ډموکراتیکې حکومتوالي (Democratic Governance) کې څلور اساسي عناصر باید شتون ولري( حکومت، خصوصي سکټور، مدنی ټولنه او سیاسي اپوزیسیون). لومړئ حکومت(Government)  ده چې د خصوصي سکټور، مدني ټولنې او سیاسي اپوزیسیون لپاره ښه او مناسبه محیط (Conducive Environment)آماده کوي، دوهم خصوصي سکټور ده چې د خلکو لپاره اشتغال(Employment)  خلق کوي او د اشتغال کندو په نوم هم یادیږي، دریم مدني ټولنه(Civil Society)  ده چې د خلکو او حکومت تر منځ د ارتباطي پل په توګه کار کوي او د خلکو خبرې حکومت ته رسوي او د اړتیا په وخت کې مناسبه فشارونه پر حکومت اچوي. څلورم سیاسی اپوزیسیون(Political Opposition)  ده چې د حاکم ګوند څخه وروسته په هیواد کې  تر ټولو اغیزناکه قوا ګنل کیږي. د اپوزیسیون موخه په حکومت باندې نظارت او د اصلاحي طرحو پلي کول دي چې نهایی هدف یې د حاکم ګوند څخه سیاسي قدرت  په مسالمت آمیزه توګه لاسته راوړل دي. لکه څنګه چې پوهیږئ افغانستان هم ډموکراتیک نظام لري او د لویدیځ څخه کاپي شوئ سیاسي نظام عملي کوي نو پدې اساس د سیاسي اپوزیسیون  شتون یا نه شتون موضوع د تود  بحث وړ ده اما مخکې له دې چه دا ووایو چې د سیاسي اپوزیسیون ایجاد به د افغانستان اوسني حکومت لپاره ښه وي که بد د موضوع په اړوند ځیني اساسي مفاهیمو باندي باید پوه شو.   

اپوزیسیون (Opposition) څه ته وایی؟
په سیاسي فرهنګ کې اپوزیسیون د ضدیت، مخالفت او مقابلې په معنا دئ او په وسیع مفهوم کې هغه هلي ځلي او کوښښونو او مخالفت ته وویل کیږي چې سیاسي ګوندونه، اتحادیې او نورې هلقي یي د ځانګړي سیاسي، اقتصادی او ټولنیز موخو ته د تحقق لپاره موجوده نظام سره کوي. د نړئ سیاسی او حکومتی نظامونو کې دوه ډوله اپوزیسیون مطرح دي:
    •    قانونی یا پارلمانی اپوزیسیون
    •    غیر قانونی اپوزیسیون

    •    قانوني یا پارلماني اپوزیسیون(Legal or Parliamentary Opposition) : په هغه نظامونو  کې چې پارلماني حکومت لري او ډموکراتیک دي د اساسی قانون سوري لاندې اپوزیسیون په رسمیت پیژندل کیږي او په پارلمان کې داسې ډله جوړیږي چې د حکومت څخه یا خو هیڅ ملاتړ نه کوي یا هم ملاتړ کوي اما په اصلاحاتو باندې تل تاکید کوي او حکومت باندې لازمه فشارونه د اصلاحاتو را منځته کیدلو لپاره اچوي. دغه ډله کولای شي چې د پارلمان په ناستو کې د اساسي قانون(Constitution Law)  د شرایطو سره سم حکومت باندې نیغ نظارت ولري او عمومي افکار د حکومت د کړنو څخه باخبره کړي. دغه ډول اپوزیسیون په سنتي لیبرال(Classical Liberal)  هیوادونو کې لکه بریتانیا، فرانسه او دنمارک وغیره چې څو حزبي سیستم لري لیدل کیږي. مثلآ انګلستان کې د ویست مینستر(West Minister) په ماڼئ کې سیاسی اقلیتونه او اکثریتونه مخامخ کیږي او بیا د اپوزیسون مشر پوښتنې کوي او لومړئ وزیر ورته ځوابونه ورکوي. دا شاید په نړئ کې د اپوزیسیون تر ټولو څخه بهترینه بیلګه وي چې حکومت او اپوزیسیون دواړه په یوې غونډې کې د اصلاحاتو او نورو مسایلو په اړوند آزاد بحث کوي. پدغسې مجلس کې ټول سیاسی اکثریت او اقلیت دواړه متحده کیږي او په علني او روڼ میکانیزم لاندې د هیواد په بیلابیلو اړوندو مسایلو باندې مباحثه کوي. په دې غونډې کې د کابینې په راس کې لومړئ وزیر د اکثریتو په استازیتوب او د مخالف ګوند مشر د اپوزیسیون د استازي په توګه مطرح کیږي. اما دا باید په یاد ولرو چې  په نورو هیوادونو کې د حکومت او اپوزیسیون موقف په داسې مسلکي او شفافه توګه نه مدیریت کیږي. دا خو د ویست مینستر مثال وو چې د نړئ تر ټولو څخه مشهور سیاسي کور دئ. اما دا باید ومنو چې مخالفین د هر حکومت لاینفک جز دي او هیڅ حکومت په نړئ کې نشته چې ټول ملت خوشحاله وساتلئ شي نو د مخالفینو ظهور په معاصره نظامونو کې معموله موضوع ده. دا د یاد وړ ده چې یواځې مخالفت اپوزیسیون ته شکل نه ورکوي بلکې د اپوزیسیون تشکیل لپاره ډیرنور فاکتورهم لازم دي.

    •    غیر قانونی اپوزیسیون(Illegal Opposition) : هغه حکومتي نظامونه چې مبتنی په دیکتاتوري(Dictatorship) ، مرکزي او تحزب تښتیدنې دي، اپوزیسیون په اساسي قانون کې ځاي نلري او د یو قانوني او رسمي بنسټ په توګه نه پیژندل کیږي. نو د په دغه نظامونو کې د اپوزیسیون هلې ځلې هم ډیرې ګټوري پایلې نلري او د اعتراضاتو پایله یې معمولأ په زندانونو او شکنجو باندې پای ته رسیږي.

له بل طرفه سازمان موندنه په رسمي او غیر رسمي توګه د اپوزیسیون جوړونې لپاره اساسي شرط بلل کیږي. نو په دغه اساس اپوزیسیون ته موږ د مخالفینو یو سازمان شوي ډله چې موخه یې د حاکم حکومت څخه حکومت لاسته راوړل دي  وویلئ شو. د کلاسیک لارې په مطابق موږ اپوزیسیون په دوه ګړوه یعني "وفاداره اپوزیسیون" او  " لنډ نظره اپوزیسیون" باندي هم وویشل کیدلائ شي.

اپوزیسیون په بیلا بیلو نظامونو کې(Opposition in Various Systems) :

    •    اپوزیسیون په پارلماني نظام کې(Opposition in Parliamentary System):
لکه څنګه مو چې مخکې اشاره وکړه بریتانیا د نړئ تر ټولو څخه مشهور اپوزیسیون لرونکي هیواد دئ. لکه څنګه چې تاسې هم پوهیږي د انګلستان نظام پارلماني دئ نوهغه سیاسی مشر چې د ۶۵۰ پارلماني څوکئ څخه اکثریت وګټې د لومړي وزیر په توګه معرفی کیږي او د دولت غړي هم د ګوندونو د استازو و یا هم د حام پارلمانی ګوندونو څخه ټاکي. په همدغه ترتیب هغه حزب چې د بریالي حزب نه وروسته یې ډیرې څوکئ ګټلي وي د اپوزیسون مشر په توګه پیژندل کیږي. د اپوزیسیون رهبر یو رسمی سیاسی مقام ګنل کیږي چې د عمومي خزانې څخه معاش هم ترلاسه کوي. د ۱۹۵۰ کال څخه رادیخوا د "سوريزې کابینه" هم د مخالفو گوندونو د استازو څخه تشکیل کیږي تر څو د دولت اجرایی روند منظم کړي.
په دې نظام کې حاکم ګوند د خپل سیاست مخکې وړلو لپاره د اپوزیسیون آندونو ته اړتیا نلري او په ټولو سیاسی چارو کې (د تقنین او د اجرا مرحلې) کې د بشپړ قدرت څخه برخه مند دئ. یعنې د قانون جوړنې او نورو مسایلو کې د اپوزیسیون ګډون او فعالې ونډې ته کوم حقوقی ضرورت نشته او دولت د سیاسی کړنو په هکله خورا اختیار لري. نو اپوزیسیون د خپل فعالیتونه د خپلو سیاسي موخو پر اساس اجرا کوي او ټول ټاکنو ته منتظر وي او هڅه یې دا وي چې پکې حاکم ګوند ساقط شي او دوي قدرت ته ورسیږي.
آلمان د پارلمان محوره نظام یوه بله بیلګه ده. د انګلستان برخلاف آلمان کې متعدد امکانات د مستقیمې  ډموکراسئ لپاره په فدرال کچې کې شتون لري او همدغه رنګ د اپوزیسیون قدرت سره ګدون لپاره مهم ساختاري تمهیدونه هم وجود لري. د دغه موضوع پر اساس پارلمان کې اقلیت ګوند ته معنادارسهم په اساسی کمیتو کې ورکول کیږي چې هغوی ته د اساسي قانون اصلاح لپاره (که اړین وي) اجرایی او نظارتی توانایی ورکوی.

    •    په نیمه ریاستی نظام کې اپوزیسیون (Opposition in Semi-Presidential System):
د فرانسې پنځم جمهوریت او د هغوي نیمه ریاستی نظام اپوزیسیون سره د اړیکو یوه بله بیلګه په ګوته کوي. نیمه ریاستی نظام یو ترکیبی سیاسی ساختار دئ چې په دې نظام کې لومړئ وزیر، کابینه او ولسمشر معنادار سهم لري او موجوده پیچیده ساختارونه د اپوزیسیون د سیاسی ژوند لپاره ښه فضا وړاندې کوي. مثلآ خصوصآ هغه وخت چې یو ګوند د پارلمان اکثریت او بل ګوند د ولسمشر مقام لاسته راوړي. هغه څه چې د فرانسې سیاسی نظام د نورو نظامونو څخه جلا کوي دا ده چې اپوزیسیون پرته له دې چې پارلمان کې لږې ځوکئ لري د ولسمشر لخوا استازیتوب کوي، نو پدې وجه د هیواد لومړئ مقام ته د اپوزیسیون مشر په توګه هم وویل کیږي. دا قابل الذکر ده چې د فرانسې جمهور رییس دا صلاحیت لري چې د ضرورت په وخت کې پارلمان منحل کي،البته دا باید هیر نکړو چې د هم وسیدلو د قوا تعدد کله نا کله کړکیچونه هم منځته راوړئ شي.

    •    په ریاستي نظام کې اپوزیسیون(Opposition in Presidential System)
د امریکې متحده ایالتو نظام اپوزیسیون سره د اړیکو یوه نوې څیره ښکاروي. په دغه نظام کې چې د قوا د تفکیک نظام ورته وویل کیږي، کنګره(Congress)  د اپوزیسیون مهمترینه عرضه ځاي ده. د قوا د تفکیک نظام هم د حکومت او اپوزیسیون سره په اړیکو کې ځوریږي . په دې نظام کې ستونزې حله منځته راځي کله چې یو ګوند ولسمشر او دوهم کنګره په اختیار که ونیسې. هغه شرایط چې د ۱۹۴۵ څخه رادیخوا د ۳ څخه ۲ کاري دوره کې شتون درلوده د امریکې د کنګرې قدرت، د اپوزیسیون تشخیص او حاکم ګوند یې مشکل کې مواجه کړيدي او د ګوندونو د پردې شاته معاملو، د سیاسي نظام روڼوالئ یې مخدوشه کړي او د امریکې خلک یې په سیاستوالو باندې بې اعتماده کړیدي. دغه وضعیت په ولسي جرګې او مشرانو جرګې کې د ګوندونو فراکسیونونه منځته راوړي چې د جمهور رییس قدرت یې لږ کړئ ده. پدې لحاظ پرته لدې چې کنګره د اپوزیسیون د ظهور ځائ دئ ځیني وختونو کې اپوزیسیون د رییس جمهور څخه ځان قوي احساس کوی او دا کولاي شي چې خلک د رییس جمهور څخه لري کړي ځکه چې  د خلکو هیلې او د حکومت واقعیتونه یو بل سره توپير لري.   

افغان ملي یووالی حکوکت کې د اپوزیسیون اهمیت(The Importance of Opposition for Afghan Unity Government) :
د ملی یووالی حکومت لکه څنګه چې تاسې آګاه یاست د اساسي قانون په نقض سره د ۱۳۹۳ کال د ټول ټاکنو کړکیچ ته د پای ټکئ کيښودو لپاره یوه امریکایی طرحه وه چې د جان کیري(متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر) مستقیمې مداخلې په پایلې که لاسته راغلئ ده. جان کیری(John Kerry)  افغانستان ته څو څو ځلې سفر کوي او بالاخره د جان کیري د راتګ په نتیجې کې د افغانسان اساسی قانون نقض شو او بلاخره د ملی یووالی حکومت تشکیل او قدرت دوه سیاسی کمپونو(Camps) په منځ کې د ټولو سیاسی او حقوقي معیارونو خلاف وویشل شو.اما نن کابو ۹ میاشتو په تیریدو سره داسې معالومیږي چې د ملی یووالي حکومت طرحه یوه ناکامه تجربه ده ځکه چې نن د ملی یووالی حکومت کافي بحرانی حالت کې قرار لري او سترو ستونزو سره مخامخ دئ ؛ او داسې وویل کیږي چې تقریبأ یو سیاسي انارشیزم(Political Anarchism)  طرف روان دئ. د ملی یووالی حکومت د ستونزو په لوی لیست کې یو هم د اپوزیسیون د نه شتون ستونزه ده. ګرچه اپوزیسیون د افغانستان اوسني ډموکراتیک رژیم(د طالبانون رژیم څخه وروسته) کې ډیر ګټور نه دئ ثابت شوئ بیا هم د یوې نظارتي قوا په توګه شتون یې بې ګټې نه دئ. بله خبره داده چې په تیرو ۱۳ کالونو کې شمالي ټلواله هم په قدرت کې وه او هم یې رسمی اپوزیسیون رانیولئ وو چې قطعآ دغه ډول اپوزیسیون د افغانستان لپاره موثرې پایلې نه درلودې.
اوس نو چې د ملي یووالی حکومت میکانیزم(Mechanism)  لاندې اپوزیسیون څومره ګټور ثابت کیدئ شي دا به وخت ځواب ورکړي اما نه شتون یې اندیښنې رامنځته کړيدي. کله نا کله داسې شایعات مخکې کیږي چې ګواکې د مجاهدینو مشران غواړي یو لوی اپوزیسیون تشکیل کړي اما تر اوسه پورې دا خبرې یواځې یوه شایعې تر حدې د منلو وړ دي. پوښتنه داده چې افغان ملی یووایی حکومت به وشي کړئ چې یو ګتور او مضبوط اپوزیسیون تشکیل کړي که نه او بله دا چې دغه اپوزیسیون به د چا په مشرئ لاندې منځته راشي.
سیاسي اپوزیسیونونه د شرایطو تابع دي او مخصوصې ځانګړتیاوې لري. لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره شویده اپوزیسیون د سیاسي ګوندونو لخوا یا پارلمان خپله یې تشکیلوي چې رسمي اپوزیسیون ته موږ قانوني اپوزیسیون هم وایو. قانوني یا رسمي اپوزیسیون د مطروحه ملی او نړیوال قوانینو په رڼا کې وړاندې کیږي. دغه ډول اپوزیسیونونه ډموکراتیک نظام لاندې خپل همفکران لاریون ته هڅوي او غواړي چې حکومت مسالمت آمیزه توګه باندې خپل کړي. د دې ترڅنګ یو بل ډول اپوزیسیون چې ورته "مسلح  اپوزیسیون" وویل کیږي هم په سیاست کې شتون لري چې بل نوم يې "غیر قانونی اپوزیسیون" هم  دئ. د غیر قانوني اپوزیسیون موخه د مهماتو په وسیله د حکومت انهدام ګنل کیږي. نن په افغانستان کې د غیر قانوني اپوزیسیون ځاي طالبانو او حزب اسلامی (د حکمتیار بلاک) نیولئ دئ. که د افغانستان اوسني وضعیت ته موړ ځیر شو دا تحلیل به ګران نه وي چې نن غیر قانوني اپوزیسیون تر ټولو څخه ډیر د پام وړ اپوزیسیون دئ  نو که په صحی توګه او مسالمت آمیزه توګه خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي د حکومت لپاره موثره ثابتیدلئ شي. اما بیا چې د ټولنې واقعیتونو ته ګورو د طالبانو او نورو سیاسي مخالفینو غیر قانوني اپوزیسیون په دغه شکل کې چې نظامي جګړي باندې بوخت دي د افغانستان لپاره قطعآ ګټورې پایلې نلري او حتا کولائ شي چې د هیواد سیاسي ثبات ته یو لوئ ګواښ په توګه مطرح شي. چې په دغو کابو ۱۳ کالو کې دغه خبره تجربه شوې هم ده.     
د سیاسي کارپوهانو په باور په ډموکراتیک نظامونو کې اپوزیسیون یو مبرم ضرورت ګنل کیږي او نه شتون یې نظام ناقض کوي، اما داسې اپوزیسیون باید تشکیل شي چې د دولت نفوذ پکې احساس نشي او ملي موقف او اجندا(Agenda)  ولري ترڅو وتوانیږي حکومت د جدي نظارت لاندې ونیسي او حکومت د دیکتاتوري او خپل خوښي څخه وژغوري.  

په افغانستان کې د اپوزیسیون جوړنې حاضرې ستونزې (The Barriers of Establishing of Opposition in Afghanistan) :
افغانستان کې موږ د اپوزیسیون په نوم ډیر ابتدایی څیرې کې سیاسی غیر منسجم مخالفت تجربه کړئ دئ اما دغه اپوزیسیونونو دا توان نه درلوده چې حکومت باندې ټینګ نظارت وکړي او حکومت د غلطې لاري نه وژغوري. دا چې مخکنئ اپوزیسیون ولي میعاری او موثر نه وو ډیر فاکتورونه لري اما یو فاکټور یې د شایستګي نلرل ګنل کیږي. زما په آند د تیرو اپوزیسیونونو د نابریالیتوب علتونه په لاندې ډول خلاصه کیدلاي شي.  
    •    د طالبانو او حزب اسلامی مسلح اپوزیسیون شتون: تر ټولو څخه مهم عنصر دا وو چې طالبانو او نورو سیاسي مخالفینو لکه د حکمتیار ډلې د غیر قانوني اپوزیسیون ځائ نیولائ وو او حکومت د موجوده وضعیت سره سم مجبور وو چې د سیاسي اپوزیسیون څخه دغو ډلو ټپلو ته ډیر اهمیت ورکوو.
    •    د سیاسی ستراتیژی نه شتون: د یوې معیاري او د قبول وړ سیاسی ستراتیژی نه شتون مثلآ د اپوزیسیون مشرانو د پارلماني نظام رامنځته کول غوښتل اما کومه مشخصه ستراتیژي د تغییر لپاره یې نه وه مخکې کړي. نو ځکه اپوزیسیون یو غیر منسجم بنسټ باندې مبدل شوئ وو او پایلې یې ښې نه وې.
    •    اپوزیسیون موقف ته اهمیت نه ورکول: د اپوزیسیون موقف سره مینه نه درلودل او د اصلاح لپاره د ارادي نه شتون هم یو د اساسي فاکټورونو څخه دی چې اپوزیسیون یې په افغانستان کې په یوې ناکامه تجریې مبدل کړئ ده. مثلأ داسې معلوم کیده چې مخکنئ اپوزیسیون د اصلاح لپاره اراده نه درلوده او یواځنئ موخه یې د قدرت لاسته راوړل وو.
    •    د ګټو تناقض: مخکني اپوزیسیون حکومت سره تړلې منافع درلودې نو هیڅ کله یې نه غوښتل چې حکومت واقعآ نظارت لاندې راولي او د کړنو راپور یې ملت ته په شفافه توګه وړاندې کړي او خپل رسالت ادا کړي.
    •    د فعال ارګانیک ساختارونو او ګوندونو نه شتون: د ارګانیک ساختارونو او ګوندونو نه شتون اپوزیسیون یې "کس محوره" باندي مبدل کړئ وو چې طبعآ بې مفهومه او بې پایلې ښکاریده.
    •    د ایتلافونو او ګوندونو متزلزلې ګټې او موقفونه: هغه ګوندونه او ایتلافونو چې د اپوزیسیون په چوکات کې جوړ شول ډیر ژر د یو بل څخه جدا شول ځکه چې دوی د سیاست لپاره کوم ځانګړي آیدیالوژی نه درلوده  او منافع یې متغییرې وي.
    •    نا ظرفیتی: د پخواني اپوزیسیون مشر یو زحمت کشه او فعال سیاسي انسان نه وو او هیڅکله هم ونتوانیده چې خپل وخت د اپوزیسیون د مشر په عنوان د حکومت د کړنو د نظارت باندې ولګوي. له بل طرفه داسې وویل کیږي چې هغه ظرفیت چې باید د اپوزیسیون مشر ولري او هغه جوړښتونه چې باید اپوزیسیون کې موجود وي هغه په پخواني اپوزیسیون کې نه ښکاریده.
    •    د مناسبه حکومتی محیط نه جوړول : د ښاغلي کرزي حکومت اپوزیسیون ته هغه مناسبه محیط چې باید جوړ شوئ وائ جوړ یې نشوه کړئ او همدارنګه هغه موقف چې باید په یو ډموکراتیک نظام کې اپوزیسیون ته ورکړل شي ، ونتوانیده چې وریې کړي نو اپوزیسیون ته هغه اهمیت چې باید ورکول شوئ وو هغه اپوزیسیون ته ور نکړئ شوه ، نو دا هم یو علت وو چې اپوزیسیون ونه ځلیده.   
    •    مخفی اجندا: داسې هم وویل کیږي چې پخوانئ اپوزیسیون یو سمبولک بنسټ وو او ځانته مخفي اجندا درلوده. کارپوهان داسې وایی چې د ۹۳ انتخاباتو کړکیچن کیدل د پخواني اپوزیسیون د مخفی اجندا یوه برخه وه.
    •    د افغانستان د نه جوړلو اراده: که په افغانستان کې تیرو  ۱۳ کالو حکومتوالي ته یوه لنډه کتنه وکړو دا به په ډیر آسانئ سره په ډاګه شي چې امریکې د افغانستان د جورولو اراده نه درولوده او تل یې لنډ مهاله طرحو باندې تاکید کړئ او سیاسي حضور یې دوه معیاره ثابت شوئ ، نو سیاسي اپوزیسیون د جوړښت اراده هم امریکې سره نه وو او نه یې پرې تاکید کړئ ده.



کوم ډول اپوزیسیون: د خلکو یا سفارشي ؟ (What Type of Opposition: By the People or Based on the Order) :
ملي یووالي حکومت کې تر ټولو څخه دې اپوزیسیون په موضوع کې ستونزمنده خبره داده چې د اپوزیسیون تشکیل یې د  ولسمشر صلاحیت لاندې راوستلئ ده چې دغه مسله به هرومرو ستونزې ایجاد کوي. په توافقنامې کې داسې راغلي"جمهور رییس د اپوزیسیون د مشرئ مقام ایجادوی او دوهم بریالي شوئ کاندید په ټول ټاکنو کې د خپل په خوښه د موقف اشغال لپاره ټاکي." اوس نو پوښتنه داده چې داسې اپوزیسیون چې خپله ولسمشر یې په خپله صلیقه او خوښه ایجاد کړي موثره به وي او دا د حکومت د کړنو څخه به جدي نظارت وشي کړئ، ځکه چې د اپوزیسیون فلسفه داده چې د یو طرفه حکوت باندې جدي نظارت وشي او د بل طرفه یو بدیل د نظام د تغییر لپاره چمتو شي.  دغه هاغه دلیل دي چې ځیني خلک یې د اپوزیسیون ایجاد په هلکه منفی قضاوت ته هڅولي دي.

اوس سوال دا ده چې د معترضانو او د منتقدانو د لیست څخه کوم کسان د راتلونکي اپوزیسیون جوړلو لپاره شایستګی لری؟  او کوه ډله به اپوزیسیون تشکیل کړي. زما په آند لاندې ګزینې موجودې دي:  

لومړئ ګزینه: حامد کرزئ او د هغه ټیم (The First Option: Hamid Karzai and The Team):
داسې وویل کیږي چې حامد کرزئ او د هغه ټیم خوښ دئ چې سیاسي اپوزیسیون ایجاد کړي او سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي. لیکن انديښنه داده چې هغه مشران چې ۱۳ کاله یې د افغانستان سیاسی پروسې او نظامونه ایجاد نشوه کړئ، هیواد یې د اداري فساد، دمخدرو توکو په تولید او نا امني، ناکام حکومتوالي کې مشهور کړو د افغانستان راتلونکي لپاره بیا د رژیم په توګه راتلل یې ګټور به وي که نه او همدارنګ د مسلم اپوزیسیون جوړلو توان به ولري که نه د مکث وړ موضوع ګانې دي.   

دوهمه ګزینه: ناراضه جهادی مشران(The Second Option: Disagreed Mujahids)
 دوهمه ګزینه داده چې هغه جهادی مشران چې اوسني حکومت څخه بهر پاتي دي او ځانونه د حکومت تشکیل کې نه ګوري غواړي چې اپوزیسیون تشکیل کړي اما سوال داده چې په مجاهدینو باندې چې تجربه شوي ناکامان او جنګي جنایتکاران دي څومره باید اعتماد وشي او همدارنګه  د هغوي د ظرفیت موضوع هم ستونزمنده ده.

دریمه ګزینه :د لوئ افغانستان غوښتونکي(The Third Option: The Striver of Great Afghanistan)  
د لوئ افغانستان غوښتونکي هغه سیاسي ګوندونه او ټیمونه دي چې سیاسي موقف یې ورځ تر بلې په ښې کیدو دئ. دوئ ځانونو ته افغان نشنلستان(Afghan Nationalists)  وایی او جدوجهد کوي چې لوئ افغانستان تشکیل کړي چې ډیره معقوله اجندار هم ده(ځکه لوئ افغانستان یعنې پیاوړئ افغانستان) ، اما اصلي خبره دا ده چې  دوی لپاره مبارزه ډیره ستونزمنده ده ځکه چې متحده ایالات او د هیواد اوسني وضعیت کې دغه روحیه په لویې کچه موجوده نده او ډیرې هلقې شتون لري چې نه غواړي لوئ افغانستان تر لاسه شي. دا د ذکر وړ ده چې دوي کافي پیاوړي کادرونه لري او د اپوزیسیون جوړلو ظرفیت لري اما بیا سیاسي ملاتړ یې تر اوسه  کمزورئ ښکاري.

څلورمه ګزینه: چپي ګوندونه: (The Fourth Option: The Leftists)
هغه ګوندونه چې مخکې هم توانیدلي چې د خلکو په واسطه انقلاب وکړي او همدارنګ سیاسي کړنې یې کافي د پام وړ ګرځیدلي دی، هم کولاي شي اپوزییسون تشکیل کړي اما بیا د مجاهدینو، امریکا او  موجوده افغان آیدیالوژي د دغه ډلو ټپلو خلاف ښکاري. د پام وړ خبره داده چې د ملي یووالي حکومت کې دغه هلقي چې کافي متخصصین لري ډیر لوړ موقفونه ترلاسه کړي دي او د اپوزیسیون د جوړلو ظرفیت هم لري مګر عام ذهنیت او د منطقې سیاست دغه ډلو سره ظاهرآ همغږي نه ښکاري.




پائ لیک(Conclusion) :
اپوزیسیون په هر ډموکراتیک نظام کې اساسي نقش ادا کوي او د حکومت د فعالیتونه څخه کولائ شي جدي نظارت وکړي او حکومت د غلطې لارې څخه وژغوري اما په افغانستان کې اپوزیسیون ډیره ګټوره تجریه نه ده ثابت شوې. بیا هم لکه څنګه چې پوهیږو رسمي سیاسي اپوزیسیون په ډموکراتیک حکومتونو کې یوه اساسي اړتیا ده ، ایجاد به یې د افغانستان ښه راتلونکي لپاره بې ګټې نه وي.اما بل خوا بیا طالبانو او نورو سیاسی مخالفینو لکه د حکمتیار ډلې د غیر رسمی او مسلح اپوزیسیون ځای خپل کړئ دئ چې موخه یې د حکومت ترلاسه کول او ګواکې اسلامی امارت نافذول دي اما په عمل کې جګړه یې ملکي خلکو ته خورا زیانونه رسولي دي چې د توجیه وړ نه ده. د رسمی اپوزیسیون په هکله  که بحث خلاصه کړو نو داسې وویل به غلط نه وي چې مجاهدین او د کرزي ټیم یا هم مرکب د دغه ټیمونو څخه په ډیر ګمان کې د اپوزیسیون ایجاد باندې لاس پورې کړي. زما په آند د لوئ افغانستان غوښتونکي او چپیان لا تر اوسه هم د اپوزیسیون جوړلو لپاره هغه لازمه تیاري او مصون سیاسي محیط نلري او شرایط ورته آماده نه دي اما په راتلونکي کې وویل کیږي چې دغه ډلې به نور هم کلیدي سیاسی موقفونه ترلاسه کړي او په څو کالو کې به د اپوزیسیون ځائ خپل کړي.  په نهایت کې با داسې وویاو چې  کارپوهان د اپوزیسون د تشکیل په اړه معتقد  په دې دي چې مدني ټولنه، سیاسي ګوندونو او د نړیوالو ټولنې اراده د موثره اپوزیسیون د ایجاد لپاره لومړئ شرط دئ ، او وایی چې د یاد عناصرو څخه پرته د اپوزیسیون جوړل به ناقص او بې ګټې وي. لکه څنګه چې مکررآ ذکر شو اپوزیسیون په ډموکراتیک نظامونو کې یوه مبرمه اړتیا ده نو باید په منسجم شکل کې ایجاد شي ترڅو وتوانیږي افغانستان ته خدمت او د افغانستان راتلونکي ډموکراتیک نظام لپاره موثر تمام شي.


په درناوي