د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اروپايي ملتونه د ناقانونه کډوالو په بیرته لیږلو باندې په میلياردونو يورو مصرف کړي.

یاسر الهاشمی 05.07.2015 20:02

اروپايي هيوادونو په تيرو پنځلسو کلونو کې د ناقانونه کډوالو په بیرته ليږلو باندې (۱۱.۳) ميليارده يورو لګولي او د دې تر څنګ (۱.۶) ميليارده يورو یې د خپلو سرحدونو په حفاظت او ساتنې مصرف کړي دي.
دغه څیړنې چې د اروپايي ژورناليستانو د يوې ټولنې لخوا ترسره شوي د (Migrants Files) په نوم ياديږي. څيړنې دا په ډاګه کوي چې د ناروی، سويس او ايسلند په ګډون د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه د ناقانونه کډوالو په ډيپورټ (۱۱.۳) ميليارده يورو لګولي.
دغه څيړنه وروسته له هغې خپره شوه چې اروپايي ټولنه د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د نويو اقداماتو څخه خبر ورکړ او همدارنګه د زرګونو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره یې خپله غيږه پرانيسته.
د اروپايي ټولنې د سرحدونو نماينده ګي، فرانټکس (Frontex) د معلوماتو پر اساس اروپايي هيوادونه څه باندې يو مليارد يورو د خپلو سرحدونو په ساتنه مصرف کړي. د دې ترڅنګ د مديترانې د سمندرګي په څنډه پراته هيوادونه بيا څه د پاسه (۷۰) ميليونه يورو د بيړۍ ګانو او نورو ترانسپورټي وسايلو په اخيستلو مصرف کړي چې ناقانونه کډوال پرې بيرته خپلو سيمو ته وليږدوي.
راپور زياتوي چې اروپايي هيوادونه د هر فرد په بيرته ليږلو باندې (۴۰۰۰) يورو لګولي چې د دې نيمايي برخه يعنې (۲۰۰۰) يې په ټرانسپورټ مصرف شوی. په ورته وخت کې په راپور کې راغلي چې په تيرو پنځلسو کلونو کې، ناقانونه کډوال اروپا ته په راتګ (۱۵.۷) ميليارده يورو مصرف کړي.
د روان کال له جنورې څخه د می تر میاشتې پورې له (۱۰۰۰۰۰) څخه زيات کډوال د مديترانې له سمندرګۍ پورې وتي او اروپا ته راغلي او کابو (۲۰۰۰) تنه کډوالو د مديترانې په سمندرګۍ کې خپل ژوند د لاسه ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې په (۲۰۱۴) کال کې ټولټال (۶۰۰۰۰۰) کډوال پدې توانيدلي و چې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته راشي.
«««