د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلي کرزي لمړی او وروستی مورچل

محمدکريم نور 04.07.2015 13:53

په بګرام کې د شمالي ټلوالې په وسله تون بمبار په څوارلسو کلونو کې لمړی يوازېنی ښه کار وو چې امريکايانو تر سره کړ . د شمالي ټلوالې لنډه غرو خورا په ډېر پام او غور سره غبرګونونه وښوول، خو تر ټوله حيرانوونکې د ښاغلي کرزي وينا وه چې نوموړی بمبار يې د افغانستان په ملي حاکميت يرغل وګڼه . له همدې سره يې سم په خپل لمړی مورچل ټينګار او خپل وروستی هغه وټاکه .

په انګريزی ژبه کې وايي چې هر سړی له خپل ټولي څخه ښه پېژندل کېږي .

هو، د ښاغلي کرزي ټولی د بدماشانو، مسلکي خونيانو، مسلکي غلو، قاچابرانو، جنګي جنايتکارانو او د وطن د غليمانو ټولی وو او دی . که څه هم چې د ښاغلي کرزي دوره پای ته ورسېده، خو دی د ټلواليانو تلپاتې يار او اعيار پاتې شو. کله کله داسې احساس پيدا شي چې دې سړي خپل ويښتان ټلواليانو ته په سجدو تويې کړل او ږيره يې د پښتنو په څپلو او د دوی د سټې د اېستلو پر ضد په توطئو کې سپينه کړه .
د ښاغلي کرزي لمړی مورچل هم له احمدشاه مسعود سره وو، د امريکا له راتګ سره سم يې بيا هم د شمالي ټلوالې مورچل ته ور ودانګل او پنا يې وروړه . د واک له اخيستلو سره سم يې ديارلس کاله د شمال ټلوالې مورچل ته اوبه ور وړي، نور يم هم غښتلی کړ، په جرم او جنايت کې يې لا نور هم روږدی کړ، سياسي، نظامي، استخباراتي، بدماش او لنډه غر کدرونه يې ورته وروزل، کنه ډاکتر عبدالله او ولسمشري، بسم الله او دفاع وزارت، امرالله او ملي امنيت، عطامحمد او سياست او ميلياردري، امان الله ګذر او د امنيتي اورګانونو پازه (مسئوليت) ډير سره لرې ول . خو نن له دوی ټولو څخه هر يو يې په خپله برخه کې جامع الکمالات دی .

همدا ټلواليان وو چې له روسانو سره يې د مظلوم ولس پر ضد توطئې جوړولې، د نجيب حکومت او د سولې پروسه يې له منځه يووړه، په کابل کې يې د وينو ويالې وبهولې، په شمال کې يې د پښتنو په سر، مال پت او عزت يرغلونه وکړل او لا يې کوي، په افغانستان يې د امريکايانو د يرغل مرسته وکړه او پدې ولس يې د "غتو غتو بمونو" غورځولو غوښتنې کولې. له څوارلسو کلونو راهيسې په مرموزه توګه د هېواد په هر کونج کې پښتانه مشران وژل کېږي، په مال او عزت يې تېری کېږي، خو تر اوسه مجرم مالوم نه شو . ټول ولس هر ګوره پوهېږي چې همدا ټلواليان د دې جنايت زړه او امکانات لري . کرزی هرګوره ګونګ وو او ګونګ دی . څوک وايي چې د ده شړومبې بوينې دي؟

دا دي څوارلس کاله پوره کېږي چې افغانستان ته په ميلياردونو ډالره مرستې راغلې، خو ولس ته ونه رسېدې، نيمې يې د شمالي ټلوالې بدماشانو واخيستلې او نيمې يې بېرته اروپايانو او امريکايانو يووړې . لوېديځوال پوه شول چې له افغانستان سره مرسته يوازې د ټلوالې له غلو، ځناورو او په لنډه توګه د کرزي له بانډ سره مرسته ده . نو ځکه يې خپلې روپۍ بېرته يووړي . دغه ټول ناورينونه او بدمرغۍ دکرزي سياست او د ده د سياست ميراث دی .

کرزي په يوه مرکه کې ويلي وو چې ده ځکه د شمالي ټلوالې ځينو کسانو ته څه نه ويل چې لمړی پلان دا وو چې بايد افغانستان په پښو ودرېږي .

د دې دليل مثال داسې دی لکه څوک چې يوازې بچيان راوړي، خو نه يې ډوډۍ ته پام کوي، نه تربيې ته او نه هم روغتيا ته، بلکې تر ټولو اړينه د بچيانو شمېر وي چې پوره شي . نور چې دوی خونکاران کېږي، غلا کوي، د خلکو په پت او عزت يرغل کوي، پروا نشته . خو ترې دې به ښاغلي کرزي ته ورتېر شو .
اوس يې ولې له خپل وروستي مورچل څخه - لکه څنګه چې ده ويل چې د افغانستان ثبات غواړي- بېرته خپل لمړي مورچل ته چې د ټلواليانو غلامي ده، ور ودانګل ؟

د ښاغلي کرزي په اړه د امريکا پخوانۍ د بهرنيو چارې وزيرې هېلري کلنټن وويل چې دماغي بې ثباتي لري، په مخدره موادو روږدی دی او ... که يې سپين ووايو، کرزی لېونغرتی يا لږ لېونی دی . مېرمن کلنټن دغه سړی ډېر سم پېژندلی وو، خو د دې تر څنګ يې بايد دا هم ويلي وای چې کرزی د افغانستان د مظلوم ملت په وړاندې ډېر ستر غداراو خائن دی .

ښاغلی کرزی په کوم جرات وايي چې په دې ډېپوه يرغل د افغانستان په ملي حاکميت يرغل دی؟؟
که افغانستان دولت وي، اردو، څارندوی او استخبارات شتون ولري، نو بيا ټلواليانو غوندې بدماش او ځناورو خلکو ته ولې اجازه ورکول کېږي چې له اردو څخه د ډېرې وسلې زېرمې ولرې؟

ټوله نړۍ پوهېږي چې د افغانستان له مظلوم ولس سره ټلواليانو بې شمېره ظلمونه وکړل او لا لګيا دي . د افغانستان سرسخترين غليمان همدا ټلواليان دي . نو کرزی شمالي ټلواله څنګه او د کوم اصل له مخکې د افغانستان له ملي حاکميت سره پرتله کوي؟

دا څو مياشتې کېږي چې کرزی يې له شمالي بانډ سره هلته دلته جرګې ، د دولت پر ضد تبليغات ا وجبهې نيسي . د مالوماتو له مخې کرزی او بانډ يې هڅه کوي چې لويه جرګه را وغواړي، دولت منحل علان کړي او دی په خپله واک واخلي او يو لنډمهاله حکومت جوړ کړي . د کرزي دغه خيال او خوب له څه شي څخه سرچينه اخلي چې غواړي همدغه نسبي امنيت او سياسي ثبات له منځه يوسي؟

کرزيه نور څه غواړې؟

ديارلس کاله دې وزيرانو دومره فساد وکړ چې نړۍ يې غولنه کړه، ان له هغو چيناني ښځو خو يې کمېشن واخيست چې کابل ته د فحشا لپاره راغلې وې . دريارلس کاله دې د شمالي ټلوالې د ټوپک خوله د پښتنو په ککريوسړه کړه . ديارلس کاله دې د مظلوم ولس په برخليک په يوه او بل منتر لوبه وکړه . اوس خو پرېږده چې يو څو جنايتکاران محاسبې ته راکش کړل شي، پرېږده چې يو څو خونيان وډار شي چې يا له خون څخه لاس واخلي يا هم له وطنه وتښتي، پرېږده چې يو څو مېرمنې په پت او عزت ژوند وکړي، پرېږده چې يو څو ماشومان داسې يوه ښوونځي ته ولاړ شي چې په فزيکي توګه شتون ولري، پرېږده چې دا د کې جې بې، سپاه پاسداران، آی اس آی، راو ، اېم ای 6، ديغېکسيان ګېنېغېل او سي آی اې غلامان لږ په ژبو او پښو وتړل شي !

تر څو پورې به له خپل يوه مورچل څخه د ولس پر ضد بل مورچل نيسې؟