د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مسلم دوست د تکفیري موقف ارزونه

أبوعفراء السلفي 03.07.2015 15:20

برایي شپه راته یوه ملګري په خپل کمپیوتر کې یوه فتوی  ښکاره کړه چئ ظاهرا داسلامي دولت – داعش نومې ډلې  د افغانستان ښاخ د مسؤلینو لخوا خپره شوې وه، فتوی په دې اړه وه چې د داعش سره هر جنګیدونکی فرد یا ډله مرتد او واجب القتل دی.
ما چې دا فتوی په عمیق نظر مطالعه کړه د فتوی له لیکنیز طرز،بعضي اصطلاحاتو،محتوا او سیاق الکلام څخه رامعلومه شوه چې دغه اعجوبه فتوی د داعش د محلي مفتي ښاغلي عبدالرحیم مسلم دوست له  بې مهاره قلم څخه څڅیدلې ده چې دلته یي ځان د أبوالیاس حنیفي تر مستعار نوم لاندې پټ کړی دی .
به هر رنگی که خواهی جامه میپوش
من از طرز خرامت میشناسم  
په دې  لیکنه کې د یادې فتوی په ټوله محتوا او مافیها نه غږیږو، د مسلم دوست صاحب یاده  فتوی چې حق په ځان کې منحصر بولي او له  ځان او خپل بانډ  پرته  ورته ټول مسلمانان بغاة او  واجب القتل ښکاري، دغه مسخره قضاوت ته  به به خپل وخت مدلل ځواب وړاندې کړو، مګر په دې لیکنه کې غواړم  د مسلم دوست د فتوی په یوه اهمه برخه باندې رڼا واچوم  چې هغه د نوموړي مبالغه آمیز او منحصر بفرد تکفیري موقف دی، هغه موقف چې د یوه مسلمان په حیث یي زما په بدن ویښتان نیغ کړل او دغسې اغراق آمیز موقف مې د اسلام په تاریخ کې له خوارجي فتنې پرته  د بل هیڅ مسلمان څخه نه و مشاهده کړی .
مسلم دوست څه لیکلي ؟
مسلم دوست د خپلې فتوی په اووم مخ کې لیکي : د اسلامي دولت سره جنګ کوونکي هغه کسان دي چې د کفاروپه صف کې ولاړ دي او د هغوی سره اتحادیان دي لکه عربي ملکونه ، شیعه ګان او روافض چې ددوی په کفر او  ارتداد کې هیڅ شک نشته ... آه
مسلم دوست بل ځای داسې عنوان ایښی : د مزعوم اسلامي امارت هغه اقوال او افعال چې په ارتداد دلالت کوي ..... او بیا لیکي : آیا د قطر غوندې مرتد هیواد ته ورور  هیواد ویل ارتداد نه دی ؟
د اخوان المسلمین د مشر ډاکټر محمد مرسي د اعدام د پریکړې په اړه د طالبانو د غمشریکۍ اعلامیې ته په  اشاره سره لیکي : آیا د یوه مرتد په اعدامولو خفګان ارتداد نه دی ؟.... د فتوی په دې برخه کې مسلم دوست  اخوان المسلمون او طالبان دواړه په  یوه فتوی  مرتد بللي .. العیاذ بالله
مسلم دوست  بل ځای طالبانو ته په خطاب لیکي : نن چې تاسو د مرتد فضل الرحمن دفاع کوئ ... په دې فقره کې نوموړي د پاکستان د جمیعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم  تکفیر کړی دی .
په اسلامي نړی کې د جهادي او سیاسي اسلامي خوځښتونو رجع په لومړۍ کټه ګورۍ کې دوو فکري مکاتبو ته کیږي  چې یو داخوان المسلمون نړیوال تنظیم دی، چې د فکري نږدیکت او همخوانۍ له امله د برصغیر د مولانا مودودي  تحریک هم ددوی ملحق بلل کیږي، داسلامي ویښتابه دوهم فکري مکتب د دیوبند یا دیني علماء تحریک دی،چې طالبان  او مولانافضل الرحمن  په فکري او منهجي لحاظ د همدې مکتب ملحق بلل کیدای شي، داچې ښاغلي مسلم دوست ډاکټر مرسي ، مولانا فضل الرحمن او طالبان ټول تکفیر کړي دي، مطلب یي دادی چې په اوس وخت کې له داعش پرته هیڅ اسلامي خوځښت یا نفس مسلمان شتون نلري، ځکه مسلم دوست یوه بله قاعده هم د د نورو اثارو خوندې بې مورده  ذکر کړې او هغه داچې :  ومن لم یکفر الکافر او شک فی کفره فهوکافر ... څوک چې کافر کافر ونه وبولي یا یې په کفر کې شک وکړي  نو دغه کس هم کافر دی، د نړۍ مسلمانان اخوان المسلمین ، طالبانو او دیوبندیانو ته کافران نه وایي، نو د مسلم دوست له خبرې داسې معلومیږي چې په یاده قاعده دده په ګمراه زعم باید پاتې مسلمانان هم تکفیر شي، تر څو اسلام یوازې خپله ده جناب ته ټېکه شي .
راځئ دلته یوځل د تکفیر په مسئله څو عمومي خبرې وکړو او  بیا د مسلم دوست شاذ او باطل موقف وارزوو ترڅو معلومه شي چې نوموړی په څومره ژوره ګمراهۍ کې ډوب دی .
د تکفیر فتنه
د یوه مرتد شوي انسان کافر بللو ته تکفیر وایي اودا په مسلمانانو لازمه ده چې دیقیني مرتدینو ، مشرکینو، یهودو  او نصاراوو غوندې د اسلام منکرین تکفیر کړي یعني کافر یي وبولي،اما د مسلمانانو په تاریخ کې داسې هم پیښ شوي چې ډیرځله د تکفیر حربه خپله د مسلمانانو په خلاف کارول شوې وي، سپیڅلي مسلمانان د یوې ډلې غلاتو  لخوا کافر بلل شوي وي چې دې ته د تکفیر پدیده یا فتنه وایي .
خوارج  چې د حضرت علی کرم الله وجهه د خلافت په مهال راپورته شول ددې فکر مؤسسین او مخکښان بلل کیږي، د هجرت په ۳۸ کال د صفین په جګړه کې حضرت علي کرم الله وجهه له حضرت معاویه رض سره د نزاع غوڅولو لپاره ابي موسی الاشعري حکم  وټاکه، په دې سره یوه ډله خلک دده له صف څخه جلا شول،په دې آیت یي استناد واخیست چې الله تعالی فرمایي : ان الحکم الا لله .. حکم یوازې الله  لره دی، داچې حضرت علي د الله تعالی په ځای بشر حکم کوونکی مقرر کړ، نو په دې سره ددوی په زعم حضرت علی کرم الله وجهه له اسلام  څخه خارج شو.
د هغه مهال د تکفیري خوارجو یو صفت داوو،چې دهمدې یوه آیت په ظاهري معنی پورې کلک نښتي و او دبل چا هیڅ دلیل او خبرې ته یي  غوږ نه نیو، دوی دې ته نه کتل چې په ټولو امورو کې حکم یوازې تر الله تعالی پورې منحصر ندی ډیر داسې امور دي چې الله تعالی په خپله لارښوونه کړې چې تاسو په هغو کې انسانان حکم یا پریکړه کوونکي وټاکئ الله تعالی د ښځې او میړه د نزاع په اړه فرمایي : وان خفتم شقاق بینهما فابعثوا حکم من اهله و حکما من اهلها .... همدا راز د محرم حاجي لخوا د قتل شوي ښکار د جزاء  د تعین په اړه فرمایي : فجزاء مثل ما قتل من النعم یحکم به ذواعدل منکم ...
د خوارجو بل صفت دا وو چې د مسلم دوست غوندې یي د هر چا په مقابل کې په پټو سترګو د تکفیر حربه کاروله، دوی د لویو ګناهونومرتکبین مطلق کافران وبلل،د حضرت عثمان او حضرت علی رض په شمول یي تقریبا ټول صحابه تکفیر کړل،ددوی د عقیدې یوه برخه دا هم وه هغه څوک چې ددوی د فرقې حروریه ډلې مخالفت کوي نو هغه دهمدې مخالفت له امله  کافر دی،لکه مسلم دوست چې دداعش هر مخالف مرتد او مباح الدم بولي،د خوارجو بل صفت هغه و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه له وړاندې یادونه کړې وه و چې یقتلون اهل الاسلام و یدعون اهل الاوثان . دوی به مسلمانان قتلوي خوپه  بت پرستو یعني کفارو به کار نلري او پریږدي به یې .
حضرت علي کرم الله وجهه چې دخوارجي تکفیري فتنې عمق یي درک کړی و، ددې په ځای چې له خپل اصلي مقابل حضرت معاویه رض سره حساب تصفیه کړي، تر هغه مخکې یي په خوارجو برید وکړ،له هغوی سره یي  داسلام د مضرو دښمنانو په حیث چلند وکړ او دغه د فتنې سکروټه یي په نطفه کې خنثی کړه.
د تکفیر پدیده په معاصر دور کې
د اسلامي تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د مختلفو شاذو او منحرفو افراطي افرادو او ډلو لخوا عام مسلمانان تکفیر شوي دي،خو په معاصره اسلامي نړۍ کي خصوصا د معاصر اسلامي ویښتابه  او عالمي مقاومت په جریان کې د تکفیري فتنې ښکاره بیلګه په ۱۹۷۰ میلادي کال کې په مصر کې ښکاره شوه.
په مصر کې د شلمي پیړۍ په اوږدو کې اسلامي مبارزین د حاکمو طغاتو لخوابیا بیا سخت وټکول شول او د ژوند چاپیریال ورباندې تنګ شو، په پای کې د اخواني مبارزینو له منځه ځینو ځورول شویو ، جذباتي خو بي علمه ځوانانو د شهید سیدقطب دتعلیماتو په غلط تأویل سره د تکفیر مفکوره رامنځته کړه، دوی د سیدقطب د معاصر جاهلیت اصطلاح داسې تشریح کړه،چې تراسلام مخکې جاهلیت یعنی کفر حاکم و، اوس یوځل بیا ټولنه جاهله شوه یعني کافره شوې ده، دوی باید له سره اسلام ته راوګرځول شي او له دارالکفر څخه باید هجرت وکړي،د شهید سیدقطب نور پیروان چې یوازې یي داسلامي نړۍ حاکمان کافر بلل دغې نوې ډلې حاکمان او دهغوی د حکومت مننونکی رعیت ټول تکفیر کړل،د جماعة التکفیر و الهجرة په نامه مشهوره  شوې دغه ډله چې د ټولو شاملو کسانو شمیر یي تر پنځه زره نه اضافه کیده،د مصر او نورې اسلامي نړۍ د اسلامي خوځښتونو  او علماء کرامو لخوا مردوده وبلل شوه،تردې چې له څوکاله مقاومت وروسته یي  د مشر شکري مصطفی په اعدام سره نفوذ کمزوری او بالاخره له منځه لاړ .
د عالمي جهاد ستر مفکر او د تورې او قلم څښتن شیخ ابومصعب السوري  فک الله أسره د معاصر جهاد په بهیر کې د التکفیر و الهجرة په نوم د تکفیري ډلې راټوکیدل یوه ترخه او دعبرت وړ تجربه بولي، نوموړي په خپل کتاب دعوةالمقاومة العالمیه الاسلامیه  لومړي ټوک ۶۶۱ صفحه کې دغه ډول افراطي او تکفیري فکر (  صحوة شاذه منحرفه )  نومولې ده،چې د جهاد او اسلام واقعي مسیر یي غلط کړی دی.
نوموړی وایي جهادي خوځښتونه او عام مسلمانانو باید ددغسې ډلو د راټوکیدا مخه ونیسي، او باید ورسره همکار نه شي، نوموړی وایي ددغسې تکفیري منحرفو ډلو راپیدا کیدل د شرایطو جبر دی، کله کله زماني شرایط  جذباتي مسلمانان ځوانان دې ته هڅوي چې په دغسې منحرف خشن او مضر خوځښت باندې واوړي، نوموړي ددغسې ډلو د راټوکیدا علت په لاندې معادله  کې راخلاصه کړی دی .
حاکم کافرظالم + جلاد سفاح مجرم + عالم منافق للسلطان + صحوة عاجزه + عامة یغلب علیهم الفساد + شباب متحمس جاهل مظلوم  =  میلاد تیار التکفیر
که د ستر جهادي مفکر او نابغه شیخ السوري دمعادلې له عینکو ورته وګورو  د داعش د رامنځته کیدلو مخینه هم کټ مټ د جماعة التکفیر والهجرة د تکفیري ډلې په شان ده.د مستبدو جابرو حاکمانو او دهغوی د جلادپوځیانو تر مظالمو لاندې ،کله چې درباري علماء ګونګ وي،په ټولنیز ژوند فساد خپور وي او برحال جهادي خوځښتونه د حالت په بدلولو نه  وي قادر شوی،په دغسې تنګ چاپیریال کې یو جذباتي ، مظلوم او جاهل زلمی چې جوش یي پر هوش غالب وي ، ضرور به په یوه سخت او خشن خوځښت اوړي، په داسې خوځښت چې مسلمانانو ته به یې تر ګټې زیان ډیر وي.
په هرحال ... اوس د مصر د جماعة التکفیر تجربه یوځل بیا د ګردې اسلامي نړۍ په سطحه تکرار شوې ده، داعش کټ مټ دهمداسې شرائطو مولوده تکفیري ډله ده،چې په جهادي قاموس کې له وړاندې ورته شیخ السوري د صحوة شاذه منحرفه  یعني شاذ او بي لارې خوځښت نوم ټاکلی دی، په دې شرایطو کې زموږ لومړنی فرض دادی چې دغه ناپیژوندویه ډله د همدې سیاق او سباق له مخې په همدې عنوان وپیژنو، له معیاري جهادي خوځښتونو سره یي خلط او غلط نه کړو،بیزاري ترې اعلان کړو ځان او مسلمین ترې لرې وساتو.
شیخ السوري فک الله أسره  ددغسې ډلو د زیان په اړه وایي : وشهدت فترة السبعينيات والثمانينيات توفر أسباب النمو لهذه التيارات الشاذة التي آذت الإسلام والمسلمين والصحوة , وآذت نفسها . ووفرت فرصة ذهبية للعدو لنسف شعبية التيار الجهادي والصحوة الإسلامية كلها , حيث نسبت الحكومة إلى كل من يريدون تدميره تهمة الإنتماء إلى هذا التيار الممقوت والمعزول من قبل عوام المسلمين صالحهم و فاسدهم.
د مسلم دوست د تکفیري فتوی نقد
ددې لپاره چې خبره رانه اوږده  او په بله نشي ،موضوع رالنډوم او مخامخ  عنوان شده مطلب ته راځم چې هغه هم د مسلم دوست تکفیري فتوی ده،چې له عامو عربو هیوادونو نیولې، تر اخوان المسلمون، مولانا فضل الرحمن او طالبانو پورې یي ټول خلګ کافر بللي دي راځئ وګورو چې د نوموړي دغه سراسري تکفیري فتوی ددین په ترازو کې هم کوم وزن لري او کنه ؟
د تکفیر مسئله په شریعت کې یوه له  أشدو حساسو مسائلو څخه ده، چې دامت ټول علماء بدون استثناء له دې مسئلې سره محتاط چلیدلي دي،او کوم چا چې د خوارجو غوندې په دې مسئله کې بي باکي کړې امت هغه خلک له خپل سپیڅلي صف څخه رټلي او خارجیین یعنی وتلي یي بللي دي.
د تکفیر مسئله ځکه درنه ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : إذا قال الرجل لأخيه يا كافر فقد باء بها أحدهما فإن كان كما قال وإلا رجعت إليه) وفي رواية (ومن رمى مؤمناً بكفر فهو كقتله).
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي که چا خپل ورور مسلمان ته وویل چې  اې کافره ! نو په دوی کې یو کافر ګرځي که چیرې په مخاطب کس کې د کفر مورد و نو هغه کافر شو او که هغه مسلمان و نو دغه کلمه  قائل ته راګرځي یعني دی ورباندې کافر کیږي ... په یوه بل روایت کې راځي ... چا چې یو مؤمن ته کافر وویل نو ګواکې هغه یي مړ کړ ... یعنی د قتل غوندې کبیره ګناه ده .

د تکفیر اړوند  دری رأیې مشهورې دي، چې لومړۍ افراطي رأیه د خوارجو،دوهمه تفریطي رأیه د مرجئه وو او دریمه معتدله او حقه  رأیه د اهل السنة والجماعة ده .
خوارج وایي : چې د هر کبیرې ګناه په ارتکاب سره  مسلمان له ایمانه وځي کافر کیږي او مخلد فی النار ګرځي .
مرجئه وایي : ګناهونه او بداعمال ایمان ته هیڅ زیان لري، که مؤمن دهرډول ګناه مرتکب شي بیا هم مؤمن دی تر څو یي صراحتا جحوداو انکار نه وي کړی.
اهل السنة  والجماعه وایي : د هرې کبیره ګناه په ارتکاب څوک نه کافر کیږي ، اما که مؤمن داسې ګناه وکړي چې هغه دلالت دده په قلبي انکار ،تکذیب او اسلام ته نه اعتقاد کوي، مثلا  قران کریم قصدا په مرداریو کې وغورځوي یا بت ته سجده وکړي ، په دغسې ګناه سره مؤمن له ایمانه وځي.
تکفیر او سلف صالحین
زموږ سلفو علماء کرامو د تکفیر په مسئله کې فوق العاده احتیاط کړی دی چې دلته په اړونده موضوع د څو تنو سلفو صالحینو نظریات رانقلوو:
یقول الامام محمد بن عبدالوهاب رحمه الله : أركان الإسلام خمسة: أولها الشهادتان، ثم الأركان الأربعة، فالأربعة إذا أقر بها وتركها تهاونًا، فنحن وإن قاتلناه على فعلها، فلا نكفره بتركها، والعلماء اختلفوا في كفر تارك الصلاة كَسَلاً بدون جُحود، ولا نُكفِّر إلا مَن أجمع عليه العلماء كلُّهم وهو الشهادتان، وأيضًا نكفره بعد التعريف إذا عَرَف وأنكر”.
و یقول حفیده الشیخ عبداللطیف بن عبدالرحمن الشيخ محمدٌ – رحمه الله – من أعظم الناس تَوَقُّفًا وإحجامًا عن إطلاق الكفر، حتى إنه لم يجزم بتكفير الجاهل الذي يدعو غير الله من أهل القبور أو غيرهم إذا لم يتيسر له أن ينصحه أو يبلغه الحجة التي يَكْفُر تَارِكُها”
و یقول شیخ الاسلام الإمام ابن تيمية رحمه الله: “هذا ومع أني دائمًا ومن جالسني يعلم ذلك مِنِّي أني من أعظم الناس نَهْيًا عن أن يُنْسَب مُعَيَّن إلى تكفير وتفسيق ومعصية، إلا إذا علم أنه قد قامت عليه الحجة الرسالية، التي مَن خالفها كان كافرًا تارة، وفاسقًا أخرى، وعاصياً أخرى، وإني أقرر أن الله قد غفر لهذه الأمة خطأها، وذلك يعم الخطأ في المسائل القولية، والمسائل العملية، وما زال السلف يتنازعون في كثير من هذه المسائل، ولم يشهد أحد منهم على أحد لا بكفر، ولا بفسق، ولا بمعصية”.
ښاغلی مسلم دوست چې ځان د سلفي منهج لاروی بولي نه پوهیږم  له لوړو ذکر شویو سلفو صالحینو څخه په دین ښه پوهیږي او که تر هغوی دمسلمانانو په حال ډیر دردمن دی چې دتکفیر په ټټو سپور دی او لور په لور یې بې جلبه ځغلوي .
د مسلم دوست د څو خبرو لنډ سپیناوی
ــ  مسلم دوست  ډاکټر مرسي ، اخوانیان او مولانا فضل الرحمن له دې امله مرتد بللي چې دوی جمهوریت یاانتخابات منلي دي.
انتخابات چې یوه نوې پدیده ده  په اړه یي د اسلامي نړۍ د معاصرو علماء نظر ویشلی دی، څوک یي د بیعت او شهادت یو ډول بولي او جواز ورته ورکوي لکه د اخوان المسلمین ډیر علماء او د دارالعلوم دیوبند مفتي اعظم محمد شفیع عثماني صاحب ، او ځیني نور چې انتخابات ددموکراسۍ جزء بولي او ددموکراسۍ د فلسفیانه تحلیل سره هغه له کفر سره تړي هغوی انتخابات یو ناروا عمل بولي.
د اسلام د معتقداتو له جملې د اووګونو ضروري معتقداتو نه پرته  د اسلام نور ګڼ معتقدات چې د عقائدو په کتابونو کې ذکر کیږي، علماء کرام یي په اړه وایي چې د هر یوه په انکار څوک نه کافر کیږي ځکه په دغو معتقداتو کې چې زیاتره یي به نبوي احادیثو ثابت دي ځیني داسې هم شته ،چې ثبوت یي د قطعیت درجې ته نه دی رسیدلی نو ځکه یی منکر نه شي کافر کیدلی .
کله چې په ځینو معتقداتو کې د ظنیت له امله یي منکر نه کافر کیږي، نو دا نتخاباتو غوندې هغه معاصره پدیده چې په جواز او نه جواز کې یي اختلاف په ځای پاته دی څرنګه به یي په ارتکاب یو څوک له اسلامه وتلی وبلل شي ، په داسې حال کې چې فقهاء فرمایي : که په یوه مسئله کې ډیر احتمالات د کفر وی خو یوازې یو احتمال په کې د اسلام وي هغه به په همدې د اسلام په احتمال حمل کیږي : و فی الخلاصة و غیرها اذا کان فی المسئلة وجوه توجب التکفیر وجه واحد یمنع التکفیر علی المفتی أن یمیل الی الوجه الذی یمنع التکفیر تحسینا للظن بالمسلم .. بحرالرائق ۵/۲۵
ښاغلي مسلم دوست په خپله فتوی کې د حنفي فقهې په مشهور المبسوط للسرخسي باندې هم استدلال کړی او د مرتدینو په اړه یي یو قول ترې رانقل کړی دی ، مګر داقول یي هیر دی چې  : و فی ... الاصل أن لایکفّر احد بلفظ محتمل، لان الکفر نهایة فی العقوبة، فیستدعی نهایة‌ من الجنایة، و مع الاحتمال لا ...
د انتخاباتو او جمهوري نظام د مردودیت په اړه د اسلامي امت  علماء داحترام وړ رأیې لري اما تراوسه کوم عالم دا جرأت نه دی کړی چې په جمهوري نظام کې په شرکت سره څوک  له اسلامه وتلي وبولي، اکثره علماء کرام یوازې تر دې حده ځي چې دا دنظام ټاکلو یوه غیرشرعي او مبتدعه طریقه ده، اما د سعودي او نورو شاهي سلفي دولتونو د درباري علماء لخوا د خپلو متبوعو نظامونو د پایو ټینګولو لپاره د جمهوریت په خلاف تر اړتیا زیات  تبلیغات شوي او تر ضرورت اضافه سخت  شرعي موقف انتخاب شوی دی چې ځیني یي په کې شرکت د ارتداد مرادف بولي، مګر ددې افراطي فکر ترشا د هماغو شاهي نظامونو سیاسي ګټې تر ډیره مؤثرې دي چې په خپلو هیوادونو کې د جمهوریت فکر د خپل شاهي سلطنتونو لپاره ستر خطر بولي .
خلاصه داچې د امت معتدل او برحق علماء کرامو تراوسه د پاکستان، هندوستان، بنګله دیش ، مصر او نورو هیوادونو مسلمانان له دې امله نه دي تکفیر کړی چې په جمهوري نظامونو کې  شرکت لري، مګر مسلم دوست دغه درنه فتوی په ډیرو لنډو تورو کې شغولې ده .
داچې ددموکراسۍ او انتخاباتي نظام په اړه د عالمي جهادمتفقه او معتبره فتوی څه ده  الشیخ السوري ورته په خپل کتاب کې داسې اشاره کوي : ويعتبر جمهور الجهاديين الديمقراطيين من الإسلاميين بدخولهم البرلمان والمشاركة في السلطة التشريعية أو الوزرات والحكومات وهي السلطات التنفيذية . يعتبرونهم متلبسين بعمل من أعمال الكفر. ولكنهم لا يحكمون عليهم بالكفر العيني , ويعتبرونهم معذورين بالتأويل أو حتى بالجهل أحياناً بطبيعة كفر تلك المؤسسات, بسبب حالة استضعاف الصحوة والمسلمين , ونيتهم في تحقيق ما يمكن من العدل والتعاون على البر والإحسان.... / دعوة المقاومة الاسلامیة ج ۱ ص ۷۹۲
ــ  مسلم دوست وایي طالبان د افیمو کښت ته اجازه ورکړې او عشر یي اخلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي کل مسکر حرام ... او داچې طالبان د افیمو کاروبار کوي نو په دې سره کافر دي .
مسلم دوست صاحب لومړی خو په دې خبره سر خلاص کړه، چې ایمان او کفر د زړه صفات دي چې تر ډیره له اعمالو سره کار نلري، ایمان یقین او کفر انکار ته وایي ، چې دواړه په زړه کې وي، اما که داسې عمل وي چې هغه په انکار دلالت کوي لکه په دیني شعائرو ملنډې وهل بیا د کفر باعث ګرځي.
بله داچې زه لومړی دا خبره نه منم چې طالبان دې د افیمو کاروبار کوي، بیا که یي کوي هم دا یوه ګناه ده په ګناه څوک له اسلامه نه ځي، حتی هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تحذیرا ویلي چې دا عمل کفر دی ، لکه سباب المسلم فسوق و قتاله کفر ... مګر اجماع د امت  علماء کرامو ده چې په قتل د مسلم باندې څوک نه کافر کیږي، ځکه که قاتل په قتل کافر کیدلای الله تعالی به قاتل د مقتول دورثه و  ورور نه باله . فمن عفی له من اخیه شئ فاتباع بالمعروف و اداء الیه باحسان ....  یا داچې  الله تعالی فرمایي ... انمالمؤمنون  اخوة فاصلحوا بین اخویکم ... او صلحه مخکې قتال غواړي .
په هر حال که د مسلم دوست تکفیري فتوی د شریعت مطهره په میزان کې واچوو، هیڅ داسې مسلک او منهج به پیدا نه کړو چې ددغه ښاغلي شاذه فتوی تائید کړي،نوموړي د نامعلومو  دلائلو په بنست د امت په یوه لویه کتله  د کفر فتوی کړي هغوی یي مرتدین بللي او د هغوی سره قتال یي واجب بللی دی .
زه حیران یم چې دغه ښاغلي د تکفیر د مسئلې په اړه هغه درانه  اقوال څرنګه له ټول له پامه غورځولي چې زموږ دیني مراجع ورباندې مشحون دي .
قال الإمام ابن أبي العز الحنفي في  شرح العقيدة الطحاوية : [ قوله ونسمى أهل قبلتنا مسلمين مؤمنين ماداموا بما جاء به النبي صلى الله عليه وسلم معترفين وله بكل ما قاله وأخبر مصدقين ].
 (شرح ) قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( من صلى صلاتنا واستقبل قبلتنا واكل ذبيحتنا فهو المسلم له ما لنا وعليه ما علينا ) ويشير الشيخ رحمه الله بهذا الكلام الى ان الإسلام والإيمان واحد . وأن المسلم لا يخرج من الإسلام بارتكاب الذنب ما لم يستحله . والمراد بقوله أهل قبلتنا من يدعي الإسلام ويستقبل الكعبة , وإن كان من أهل الأهواء أو من أهل المعاصي ما لم يكذب بشيء مما جاء به الرسول صلى الله عليه وسلم .
قال حجة الإسلام الإمام أبو حامد الغزالي رحمه الله في كتابه (التفرقة بين الإيمان والزندقة ) قال : ( الذي ينبغي ؛ الاحتراز عن التكفير ما وجد إلى ذلك سبيلا , فإن استباحة دماء المصلين المقرين بالتوحيد خطأ , والخطأ في ترك ألف كافر في الحياة أهون من الخطأ في سفك دم لمسلم واحد.
د پای خبره
او په پای کې شاغلي عبدالرحیم مسلم دوست ته دالله تعالی لپاره بلنه ورکوم، چې له دغه ډول خطرناکو کړنو لاس واخلي، خپل علم دې دفتنو او فسادونو دخپرولو ، د ناحقه وینو تویولو او د پاک مؤمنانو د تکفیرولو لپاره نه کاروي ، مسلم  دوست باید پوه شي، چې تکفیر او تفسیق دده د وس خبره نه ده، یو انسان کولای شي بل څوک د کافر او فاسق په نوم ووژني مګر د وژل شوي او تکفیر شوي کس عاقبت د الله تعالی په لاس کې دی، د هغه په ایمان الله تعالی علم لري او څوک چې دالله تعالی په نزد مؤمن وي هیڅوک یي نه شي کافر کولای .
له مسلم دوست څخه  غوشتنه کوم چې د خپل ځان او خپلو همفکرانو د عاقبت خیال ساتلو لپاره باید د عامو مسلمانو له فکر او عقیدې څخه بغاوت ونه کړي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ومن شذ شذ فی النار ...
دغسي تکفیري او منحرفي فتنې چې د عام امت او اسلام له مزاج څخه مغایرې وي کله هم د بریا مخ نه شی لیدلی، د مسلمانانو تاریخ ددغسې بغاوتونو په په یادونو مشحون دی ،مختلف مبتدع افکار او ډلې راپیدا شوي دي، مګر الله تعالی یي په خپله علاج کړی دی، او امت له خپل سپین منهج سره د ځمکې په مخ باقي پاته شوی دی، الله تعالی ددغه دین ساتونکی دی او هیڅوک نه شي کولای دغه دین تحریف کړي.
موږ پوهیږو چې مسلم دوست او په عموم کې داعش دغسې ډارونکي فتواګانې د خپل پیل کړي رواني جنګ د ابزارو په حیث  کاروي، دوی خپل مقابل خلک ویروي چې که ورسره ملګري نه شي نو کافر به شي، کله وایي که څوک له بغدادي سره بیعت ونه کړي نو مات میتة جاهلیة ... یعني هغه به په جاهلیت مړ شي، دغسې فتواوې دوی یوازې د مسلمانانو د ویرولو  او تر اغیز لاندې راوستلو لپاره کاروي، تراوسه  داعش ډیره پراختیا دهمدې رواني جنګ په توسط کړې ده، ددوی  علمي، پوځي او استراټیژیک پوتانشیل ډیر کمزوری دی او هیڅ د ټینګیدو تضمین کوونکي پایه نلري، ځکه دوی په هرڅه کې له عام امت څخه جلا او شذوذ ځپلي دي، خو دوی په رواني اغیز غورځولو کې لوی مهارت لري، مسلمانان باید ددوی له سختو او غلیظو فتواګانونه ونه ویریږي، نه دوی معیار حق دي او نه هم ددین د تشریع یا دانسانانو د سعادت او شقاوت ټیکه له دوی سره ده و موږ مهربان، قادر، سمیع او بصیر الله تعالی لرو او یوازې هغه ته مسؤل یو، هیڅوک موږ  او ایمان نه شي سره جلا کولای . عقیدتنا باقیة  باقیة باذ ن الله
پای
د رمضان المبارک ۱۶ مه  ۱۴۳۶ هـ ق