د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له (اميد)او (اولفته) ډک (وصلت) اوبېلتون

سيداگل پاڅون 28.06.2015 14:09

يو شپه مخکې دکابل په لوري دخپلې کورنۍ له غړو سره يوځاى وخوځېدو په داسې حال کې چې په کابل کې خپل او خپلوان ټولو زمونږ د ورتگ انتظار کاوه دشپې ناوخته کور ته ورسيدو هغه کو رچې دکابل ختيځ لوري مکرويانو تر څېرمه دده خدايداد په کلي کې دى تنگې کوڅې او خټين کورونه چې زما او زما دکورنۍ دغړو لپاره هر وخت دسکون او ارامۍ جونگړه ده په ډېرې خوښۍ مو شپه سبا کړه ټوله شپه مو په دې فکر وکړو چې سبا ته له بهر څخه راتلونکي ميلمانه ،هوکې هغه ميلمانه چې تر دې دمه مو نه وه سره ليدلي څنگه روغبړ کړو او څنگه ورته ښه راغلاست ووايو ايا زمونږ ښه راغلاست به ددوي لپاره دمنلو وړ ووسي که نه ! په هرډول سبا سهار دچاى له څښلو څخه وورسته دوو چټکو موټرو په مټ هوايي ډگر ته ورسيدو په دوو موټرو کې يو موټر مونږ دجلال کوټ نه له ځان سره وړى وه او دوهم موټر مې دميرمنې دپلار دکور موټر وه .
هلته په هوايي ډگر کې ٨ بجې ، ٩ بجې شوې او بالاخره دانتظا شېبې دهر مېلمه چې له ميدان څخه راوځي کتنه او لېدنه او ددې اندېښنه چې زمونږ مېلمانه به څه وخت راځي خپلې دوه سترگې مو په څلورو بدلې کړې وې کله کله به مو دانتظار شېبې دمسافرينو په تللو ژړا او خندا سره بدلې رابدلې کيدې . خو له اوږده انتظار نه وروسته خبره ١١ بجو ته ورسيده کله چې زمونږ مېلمانه چې يوه مو راو بله يې لور وه دمنتظرينو دانتظار ځاى ته راښکاره شول دخوښۍ خبره داوه چې ميلمنه مور ديوځل لپاره زما منځنى ځوى (الفت) ليدلې وه او څو شېبې يې ورسره په يوه غونډه کې کتنه شوې وه .
دڅېرې شناخت يې موجود وو په خوښۍ او ليوالتيا سره اواز پورته کړ هغه دوه تنه چې را روانې دي زمونږ مېلمنې دي مونږ ټولو په بې صبرۍ خپل ترورې او وارخطا سترگې ددوى په لورې خښې کړې خداى شته ډيره اندېښنه دې ته وه چې په ميلمنو کې يوه مور او بله لور هماغه لور ووسي کومې ته چې مونږ په خپل ذهن او فکرکې ځاى ورکړى کومې ته چې يوې پښتنې دزړه په وينو پالنه او روزنه ورکړيده ايا دا لور به دقد او قامت له پلوه دوجود ظاهري بڼه راوني او جسماني حالت دعمر زياتوالى او کم والى به يې څه ډول ووسي . منتظرينو کې مې دميرمنې وروڼه او خوېندې موجودې وې او دخپل ذهن دبوختيا لپاره يې د(الفت جان) سره ټوکې ټکالې کولې خو دا دتصور جوړه دنيا په شېبو شېبو کې په يوه حقيقت بدله شوه او لا بدلېده د لومړي ځل لپاره ديوې ناليدلې پښتنې ميرمنې سره مې دخور په ويلو دلاسونو په ورکولو رغبړ وکړ او دخپلې ميرمنې نه وروسته مې يو تنکى نازولى موجود ته لاس ور اوږد کړ د سترگو په رپ کې مې په لاسونو ديوې (مقدسې)( معصومې) او پاکې سوهيلې دشونډو لمس حس کړ هغه (مقدسه) او پاکه سوهيلۍ چې د انسان په لباس کې دالله په پيروزونه يوه حوره راته دخداى په پراخه لويه او دهستۍ په ډکه خدايي کې راته د(اينګور) په جامه کې را ډالۍ شوه چې دخپل سر وى قد گل اندامه وجود سنبل ويښتان باامي سترگې متفکر او هوښيار مغز لوړ استعداد لرونکې وه . له ډيرې خوښۍ او خوشحالۍ نه سوگند خورم چې په جامو کې نه ځاېدم، نه پوهېدم چې په څه ډول به مې ددې روغبړ کړي وي او ددې په خوږه لهجه په نازکو شونډو او وړه د(شارو) پر ژبه دپلار جان لفظ به مې تر هغه پورې په ذهن کې پاتې اوسي چې ترڅو زما وروستۍ سلگۍ زما دضعيف بدن څخه فرار وکړي هوکې هره شېبه د(پلار جان) کليمه په غوږونو کې راته انګازي کوي او راته ددې نړۍ دټولو خوښيو په اندازه خوښي رابښي په هر ډول دخپل ژوند دکاميابو په لړ کې دا دژوند دټولو يوه لويه کاميابي او خوښي بولم خو ددې خوښۍ او خوشحالۍ لړۍ به مې ژر ژر د سوچونو او خيالونو يوه ستره هېله رامنځته کوله چې خداى ج دې وکړي چې زه او زما دغريبې کورنۍ هر فرد او غړى ددې جوگه وگرځي چې دخپلو ميلمنو نه بلکې دخپلې اينگور او دهغې دپښتنې ،درنې او پاک لمنې مور درناوى او خوښي په ځاى کړي
او ددې لامل داوه چې زه دخپلې غريبۍ او بيچارگۍ دافغانستان د امنيتي ستونزو په کورنۍ کې ديو لړ تنقضاتو او بدو ذهنونو چې ياول يې اړين نه بولم ډير په هجان کې اچولې وم او له بلې خوا ديوې پښتنې با ايمانه او با وجدانه، مسلمانې، په وطن مينې، ليکوالې، شاعرې، قران خوانې مېلمنې دعزت او دهغه په خپلې کورنۍ کې دپت ساتلو سره ډير انديښمن وم په هر ډول درحمان بابا يو بيت دى چې وايي :
چې الله درسره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وي يک تنها يې
زما او زما دمسافرو پاک لمنو مېلمنو سره الله ج مل وه او هر شېبه به يې ددې مقدسې رشتې د ښه پرمخ بيولو راته الهام کاوه ما به ټوله شپه او ورځ ددوى سره په شريک مصلحت کې په خوله او په زړه دالله (ج) ذکر کاوه او له الله څخه مې په دې لاره کې بريا غوښته هو الله ج بريالي کړو پټه دې پاتې نه وي چې زه دالله ج په نصرت دخپلې اينگور جانې معصومانه مينې او محبت ددې پښتنې مور او دخپلو والدينو ددعاګانو په ډاډگيرنه له هر مشکل نه بريالى راوتم او هر شېبه به مې دخپلو اولادونو، ميرمن او دخپل بوډا مور او پلار، ورور او خوېندو ته يو سوال کاوه او هغه دا وه چې کوښښ وکړئ چې خپل ځانونه په کابو کې وساتئ په دې پروسه کې په دواړو خواو کې خورا ستونزې موجودې وي چې جدي ستونزه زما دمېلمو دپت عزت ساتنه اوپه خوښۍ بيرته دتلو سوچ، فکر او عمل وو خو څو ورځې وروسته زما د(اينگور جان ) مشره خور دخپلې خور دکوژدې دمحفل دشرکت په خاطر خپل ټاټوبي افغانستان ته راغله په رښتيا چې هغه هم يوه نازنينه دښکلې حسن او اخلاقو لرونکې سوهيلۍ وه .
مونږ دهغې دهرکلي لپاره بيا دکابل هوايي ډگر ته ولاړو دهغې نا بلدې او يوازې توب مونږ دې ته اړويستو چې دکوم لوړ پوړې چارواکي نه موټر غوښتنه وکړو چې دالوتکې دکوزيدو سره سم هغه نيغ په نيغه دميدان څخه راولي دا کار هم ديوتن خپلوان په مرسته ترسره شو خودڅو دقيقو په ځنډ سره انجام شو ښکلې پاک لمنه پيغله چې په سترگو کې دپت او غزت نښې له ورايه ښکاريدې داهم له هېواده بهر دخپل ماما زوى سره کوده شوى ده دهوايي ډګر په ترمينل کې په پوره خلوص او خوښې سره مو استقبال کړه بيا مو دجلال اباد په لوري حرکت وکړو په دومره تفاوت سره چې تير ځل دووه وړو چټکوموټرو په واسطه مو سف رته ادامه ورکړه خو دا ځل دتير په خلاف چون دلارې امنيت د ډاډ وړ نه و ديو مارسيډيز ګاډي په سپيشل نيولو سره دجلال اباد په لورې ولاړو په لاره کې مو تير ځل دسروبي دناجوګانو دونو په باغ کې دمه نيولې وه .
دغرمي ډودۍ مو خوړلې خو دا ځل مو دمه او وقفه او نه کړه او راساً دخپل منزل په لور ولاړو که خوښۍ يو پردوه شوې وه نو مسئوليتونه هم يو پر څلورو شول او دا ځکه چې ما داگڼلې وه ، چې زما اينگور جانه به زما سره دلور توب او پلار توب او ددې کورنۍ دغړيتوب په خاطر حتماً په ځان ډير څه ومني خو ددې دوي مېلمنې خور څخه دا هيله ډيره مشکله برېښيده ددې په مور زه ډاډه وم چې زمونږ دټولو مشکلات درک کولې شي خو له دې نه دا هيله زما لپاره سخته وه په داسې حال کې چې حتماً په دې هکله زما پريکړه اواندېښنه د دقت او حقيقت پر بنسټ نه وه ولاړه.
او دا ځکه چې هغې هم دهمدې پښتنې مور شيدې خوړلې وې او زمونږ سره يې خپله پښتونولي ثابته کړه له الله نه ورته دعزت او دحياء څادر دتل لپاره په سر غواړم په په هماغه ورځ مې خپل کشر ورور او مشر ځوى ته دتليفون له لارې پروګرام وکړ چې په کور کې دتيار شوو خوړ سره د درونټي پارک ته راشي ترڅو زمونږ نوى مېلمنه له دې څه گيله منه نه شي چې زما لپاره په لاره کې کوم استقبال موجود نه وه ټوله ورځ مو په درونټه کې تېره کړه هغه درونټه چې ښکلا يې په دې وران وطن دبهر ملکونو ته ورته ده او ماښام کور ته ولاړو .
زمونږ مېلمانه له مونږ سره دګوتو په شمير شپې او ورځې په جلا ل اباد کې پاتې شول دکوژدې مراسم چې زمونږ لپاره به دژوند خوښيو تل پاتې صحنه ووسي زمونږ په نيمگړي کلتور دود او اقتصادي بيوسۍ سره ترسره شول او د ميلمنو په هکله به دهيڅ شي د يادولو جرات نه کوم ځکه دهغوى دشان او شوکت سره ددې نه څو چند لوړ هم دسمون او برابرې وړ نه وه او نه به اوسي دخوښۍ شېبې تېريدې دټولو نه زياته خوښي دکهول دخپل، خپلوانو په دې لړ کې دکاذبو او رښتينو خوښيو شېبې هره شيبه رنگينې او ښکلې کړې او هغه څه چې ددوى په وس پوره وه زما د خوښيو لپاره يې ونه سپمول چې زه ترې په خپل ځاى ډيره مننه کوم .
حتى ډېر کورنۍ ځينې مرور غړي ددوى په افتخار او هر کلي کې را پخلا شول چې دا دوى ته دمينې ورکولو ښه ثبوت کېدى شي هرې کورنۍ ته دې لوى رب العزت ډيرې خوښۍ ور په برخه کړې هو هره شيبه او لحظه په تېريدو وه او زما دګرانو مېلمنو دتم شيبې په لنډيدو وې ، زه به د ډيرو چرتونو او سوچونو په بحر کې په لامبو وم خو کله چې به مې دخپلې پاک لمنې خور او خپلې اينگور دمور جانې چې صحې وضعه يې چندان برابره نه وه حالت ته نظر شو خپل لاسونه به مو دالله په دربار کې لپه کړل چې يا لويه خداى ته مهربانه ذات يې ته په خپل عظمت او لويۍ سره دا دخپلې کورنۍ را جلا شوى خپل صادق او ريښتني بنده ګان په پوره سلامتيا سره دخپلې کورنۍ سره يوځاى کړى او لوى خداى زمونږ دعاګانو ته لپه لاسونو کې لکه دسپرلي دشيبو دباران په څېر مهربانۍ را توياو لې او الله په خپل کرم سره زمونږ سوالونه قبلول شپې ورځې ساعتونه او لحظې په تېزۍ سره تيريدلې که ديو طرف ته دميلمنو دتم کيدو وخت کميده نو له بل طرف نه زمونږ دجدايي او خفگان اندېښنه زياتيده او دهغې شيبې تصور ر اته په سترگو سترگو کې کېده چې بياسره جلا کيږو اودا گران ميلمانه چې دوخت په تېرديو سره دکورنۍ دهر غړي سره دومره مينه او خلوص پيدا شوې وه بياجلاکېدا ورته سخته وه په شپو شپو بيداره او بې خوبه پاتې کيدل سبا ورځ به هم دخوب لپاره وخت نه وه مبالغه به و نه وسيږي چې دډودۍ خوړولو وخت کاملاً بې پروګرامه شو دسهار چاى غرمي ته ووته او د غرمې ډودۍ په شپې بدله شوه دکورنۍ خوراو خورين ټولوخوښيوسره په شپو،شپواورځو،ورځوراگډشواوهريوبه ددې سوچ اوفکرکاوه چې په ټول عمر کې گوندې د لومړي اوروستي ځل لپاردې کور ته خوښيوکډه راکړې ده زه نه غواړم چې ټول حالت په ليکنه کې تصويرکړم او دا ځکه چې زما بېوسي اوغربت ديولړکميوسره دخپلوپټوعيبونولوڅول دي چې بې خونده اوبې مزې ژوند ورته ويلې شم هوکې بلاخره په هوايي ډگر کې دخداى په امانۍ محل (ځاى) کې ودريدم نه يم پوه شوى چې زمادکورنۍ غړي (مېلمانه ) ما په کوم حالت کې له هوايي ډگرڅخه وويستل او زمامېلمنودالوتکې په لورپه کوموحالتوقدمونه اېښودل دوروستي لاس خوځونې انځور مې په سترگوکې داسې ځاى شوى دى لکه د کاڼي کرښه په هرډول هره شېبه مې په غوږ داستاد،پلارجان اوماما جان اوازونه انگازې کوي چې دې درې واړو مېلمنوراته پرې غږ کاوه دشپې ناببره له خوبه راپاڅم الله (ج) ته لاسونه لپه کړم اوددې په هېله چې ديوې (شفيقې) مور،د(ارزو) دستورو(ځلا)په سترگوسترگوکې راته ځليږي او دخيال په فضاورته ادب کوم اودتل لپاره ورته کاميابي ،برياليتوب اوخوښي غواړم دهريودبيابيادلېدو په هېله روغتيااوسلامتياورسره مل بېلابېل دورولۍ ،پلارولۍ اوماماتوب په مينه اوالفت
جلال اباد خپل کور دشپې ١٢:٥بجې دثور(غوايي) ٢٨-١٣٩٤
دپورتني ليک ځواب
دباران وروسته
ناڅاپه مې يوه دروازه ټک ټک کړه د شپې شروع وه خو هسې مې دچا پوښتنه وکړه پوښتنه مې وکړه دشپې ناوخته راته ښکاری نو ولې بيداره ياست خورې ته خبره نه يې طوفان راغلى ټولې اوبه انګړ ته راننوتې وروره رښتيا وايې که ټوکې کوی نه خورې رښتيا وايم دوعا وکړه حالت خراب ښکاری وايې چې دشپې سيلاب راځې نه پوهيږم ټول دکوره تللې خو زه او پلار مې سره د وروره پاتې ياستو وروره ته هم لاړ شه هيله کوم نه خورې نه ځم خدای به خيرکړی چې داخبر ولې زما لپاره داسې وو لکه داسېلاب چې راځې او ما وړي ددی خبری د اوريدو سره مې دا دروازه خپله دکور دروازه شوه او ددې دروازې دننه خلک مې تن او وجود شول شپه ناکراره تېره شوه په دعا او خدای ج ته په زارۍ تر څو دغه کورنۍ چې ورسرهيڅ د وينې اړيکې نه لرم خو خپله راته ښکاري وژغوري سحر وختې بيادې دروازی ته لاړم خو خبره نه ووم چې دغه باران به مينه ووروي اودغه سيلاب به له ځان سره دزړونو ديوالې زيری راوړي دی سيلاب دوه نابلده کلي په خپلو څپو کې يوځاي کړل ډيره عجيبه او دتصور نه لرې خبره ده باران او سيلاب کلي ورانوي خو کله چې د رحمت باران وي بيا رحمتونه وروي او سيلاب په څپو کې دمينې او مهربانې موجونه راوړي
ريښتيا سيلاب مينه او دوستي په موجو کې راوړه او باران ملغلری وورولې دخور رشته دمور په( مقدس) نوم بدله شوه او ددغې دروازې ملنګې مور ددی کور دننه يوستوری چې د انسانيت او اخلاقو يوه خدای پيرزو پرې شوې وه ېوې غرېبې مور ته پېرزو شو دمور او زوی رشته په ډېرې پاکۍ شروع شوه داسې چې کله به دی مور خپله دی سپيڅلې رشتې ته دعقيدت سر ښکته کولو دخدای مهربانې تردې دمه راغله چې داکورنۍ يې د خپلوۍ په مزو وتړلې او زړونه سره نږدی شول کله چې زړونه نږدی شول نو فاصلې هم نږدې شوی او دغرونو شاته يو کاروان د يوی درنې او پښتنې کورنې دلېدو لپاره په بې صبرۍ په حرکت شو سره ددی چې نابلده خلک دلومړی ځل دپاره مونږ لېدل او هيڅ مو سره نه وو لېدلې خو بياهم دازړه ډير لېواله وو چې دادالهې پيرزو دزړه په سترگو وگوري دانتظار شېبې ختمې شوې او د عزت او مهربانۍ قافله د ډېرو مهربانيو سره زمونږ مخې ته راغله او دتصور نه اوچت استقبال يې راپيرزو کړ دا دهېلو او امېدونو کاروان په ډيرو خوښيو د منزل په لوري وخوريده او ددې قافلې هر يو غړي په سترگو کې بې سارې مينه او مهرباني په ولولو وه دې مينې مونږ ته لويه هستې راوبښله داسې هستي چې دلومړي ځل لپاره مې دانسانانو په وجود کې ولېده دامې يواځې دپرښتو په صفاتو کې ليدلې وه
اوريدلې مې وو چې پيسه انسان ته خوښي ورکوي خو ما داسې خزانې ولېدې چې د نړۍ ټولې سرمايه يې په مخ کې ډېرې عاجزې وې دلته دپېسو د هستۍ څخه دمينې هستي ډېره زوروره وه ددي مينې او سپيڅلتيا قيمت ددنيا ټولې خزانې نشې پوره کولې ډېر معتبر خلک ډېر دعظيم فکر خاوندان داسې خلک چې يوې پښتنې پکې د خپلې پښتو ډېر لوړ عزت ولېده ماشاالله دا دالله ډېره لويه پېزو ده او ډېره لويه مهربانې ده زما درب
زما ددی سفر ملگرې يوه داسې غوټې وه چې د ژوند واک يې يې خپلې مور ته سپارلې و او مور ورته د ژوند د ملګرتيا لپاره ډير مهربانه او پښتون ماليار انتخاب کړداسې مليار چې دګلونو په قدر او ساتنه پوهېده او مور هم د خپل خدای ج ددی پېرزو ډېره منندويه ده دخپل ژوند دابريا يې خپل رب ته په سجدو کوله ځکه چې داولاد اعتبار او خوښي يې په لاس راوړه داغوټۍ په دی باغچه د مهربانې او مينې په شبنم تر اوتازه شوه او د لومړی ځل لپاره يې دخپل ټاټوبي په خړو کوڅو کې دا دمينې او مهربانۍ رنگونه ولېدل نو دژوند رنگ يې بدلون وموند دی غوټۍ دنورو گلونو خوشبوي له ځان سره راوړه او دخپلو پاڼو رنگ يې هغوی ته په راتلو کې پريښوده يوې پښتنې مور ددې درنې کورنې نه داسې خوږې( خاطرې) راوړي چې دغرونو شاته او په ډېرو لرې فاصلو کې ځان له دې سره نژدې بولي داکورنۍ مې طبيبه شوه دامې عزيزان شول دامې ښه دوستان شول او بل اخره دامې اوس وجود او سترگې شوي درد يې خپل درد او خوښي خپله خوښي گنم خو جدايې راته ډيره سخته ده خدای ج دی بياداسې درحمت باران وکړي چې دافاصلې رالنډې کړي او دامهربان زړونه يوځاى کړي مونږ ته ډيره مينه پېزو کړي دلومړی ځل لپاره راته ديوې کورنۍ جدايې له موره سخته تمامه شوی داځکه چې ما ددنيا پر مخ پرښته صفته انسانان ولېدل په دی انسانانو کې (خاطرې) وې (اميدونه) وو (گلالې(مسکاگانې) وې( مقدسې)( ارزوګانې) وی دردونو ته(تسکين) وو دزوړنو (وصلت)وو( ملالې) سترگې وی دمينې يو لوى (پاڅون) وو( الفتونه) وو ديوې ادې سجدې وې او ديو مهربان بابا دعاگانې وې راته دې تل ژوندي او خوښ وي امين