د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نیوکه اوپر وګړو یی اغیز

شمس الدین شمس 24.06.2015 11:31

د یو شی یا یو چا د ښیګڼو او نیمګړتیاوو په هکله ماهیرانه او د پوهی وړ طریقه سره قضاوت ته نیوکه وایی، که نیوکه د اصلاح راوستلو په موخه ترسره شی د وګړو په شخصت کی مثبت بدلونونه راوستلای شی او د ټولنی د پرمختګ سبب کیږی، نیوکه کولای شی چی مونږ په راتلونکی کی د غلطیو له تکرار څخه وژغوری، او خپلو ټاکلو اهدافو ته مو په سمه توګه ورسوی، ځکه خو پوهان وایی چی : په کومه ټولنه کی چی نیوکه او پوښتنه نه وی هغه مړه او بی روح ده، یعنی د یوی ټولنی پرمختګ او اصلاح له سالمی نیوکی څخه پرته ناممکنه ده، نیوکه که څه هم په لومړی سرکی په انسانانو ناسم اغیز کوی، ترخه ورته تمامیږی خو پایله یی بیا خوږه وی، همدا نیوکه ده چی د انسان سره د شخصیت په جوړولو کی مرسته کوی، وسټون چرچل نیوکی ته د انسان د وجود له هغه بی خونده درد سره شباهت ورکوی چی د انسان د ودی او زده کړی لپاره لازمی ده، سالمه نیوکه د اسلام له نظره نه یواځی روا بلکه د مسلمانانو مسولیت هم دی لکه علی (رض) چی وایی ( مسلمان ورور د بل مسلمان آینه ده) ، خو له بده مرغه لکه څنګه چی په ورسته پاتی هیوادونو کی د ژوندانه د هر اړخ کیفیت ډیر ټیټ ده، همدا شان د نیوکی کیفیت هم ډیر ټیټ ده، په دی معنی چی په یادو هیوادونو او ټولنو کی نیوکه د اصلاح په موخه نه ترسره کیږی، بلکی د کینی او حسادت په اساس نیوکه کیږی او همیشه له نیوکی څخه تخربی اهداف تعقیبیږی، چی له بده مرغه دا حقیقت زمونږ په ټولنه کی هم په لوړه کچه شتون لری.
هغه نیوکه چی موخه یی د یوچا شخصیت ته سپکاوی ، په خلکوکی کم راوستل ، ناپوهه معرفی کول... وی دا ډول نیوکه ډیری بدی پایلی درلودی شی چی د ورانونکو نیوکو نوم ورته ورکولای شو، چی له بده مرغه تر ډیره حده زمونږ په ټولنه کی همدا ډول نیوکی دود دی، اکثرآ نیوکه دحقایقو په بنسټ نه وی، بلکه د شخصی ستونزو په اساس په یو چاباندی کیږی،او د نیوکی طریقه یی هم نسبتآ د توحین په بڼه وی، چی دا ډول نیوکی نه یواځی چی له وګړو سره مرسته نشی کولای بلکه د وخت له ضایع کیدو سره نوری ګڼی ستونزی هم را زیږولی شی، اساسی پوښتنه داده چی ولی ځنی خلک دا ډول نیوکی کوی؟
دا د هر انسان طبعی غوښتنه ده چی د کامیابی احساس وکړی او ځان ورته ارزښتمن ښکاره شی، ځینی خلک د کامیابی د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوی او ډول ډول تکالیف ګالی، خو ځینی نور بیا نور کسان لاندی غورځوی او تخربوی یی تر څو خپله د کامیابی احساس وکړی، د دا ډول اشخاصو په نظر که دوی نور لاندی ګوزار کړی نو یواځی به دوی مهم او ارزښتمن پاتی شی چی په دی صورت کی بیا په ډاډ سره د کامیابی احساس کولای شی( دنورو په ناکامی کی خپله کامیابی ګوری).
بل مهم لامل د ورانونکی نیوکی ، حسادت ده، کله چی یو شخص له کوم چا سره حسادت ولری ، همیشه هڅه کوی په نوموړی شخص کی داسی ټیکی پیدا کړی چی په بیان سره یی نومړی شخص د شرم احساس وکړی او ځان په خلکوکی کم احساس کړی، په داسی حالاتوکی نیوکه په اصلی موضوع نه بلکی د یو چا په شخصیت کیږی، که څه هم د نیوکی کوونکی به موخه د هغی موضوع یا کارغلط ثابتول وی چی دنوموړی له لوری بیان شوی، خو نیوکه تر ډیره دده شخصیت ته متوجه وی، که مستقیمآ په موضوع نیوکه وشی هم ، د نیوکی په ځای ثابتولو لپاره کوم منطقی دلیل نشی وړاندی کولای، د دا ډول بی ځایه نیوکو بل مهم لامل کیدای شی داوی چی په یو مجلس کی یو څوک وغواړی چی د خلکو توجه ځان ته جلب کړی او هغوی ته په نظر کی ورکړی چی زه هم فعاله او د نظر خاوند یم، نو همدا ډول بی ځایه او تخریبونکی نیوکی کوی، ځنی کسان عادت لری او غواړی په یو مجلس کی ځان پوهه معرفی کړی او ګډونوالو ته وښیی چی زه هم په مسایلو کی د قضاوت توان لرم، نو اکثرآ هڅه کوی دا ډول نیوکی وکړی، کله کله داسی کسان هم پیدا کیږی چی د یو موضوع یا کار په هکله خپله یو ځانګړی نظر ولری، چی د نوموړی له نظره دا موضوع په دی ډول ده، خوکله چی په مجلس کی ګډون کوی یو ګډون وال د ده دنظر خلاف نظر ورکوی که څه هم د نومړی ګډونوال نظر له هر لحاظه د تایید وړوی، خو دی هڅه کوی چی په یو شکل نه په یو شکل د هغه نظر رد او په ځای یی خپل نظر په نورو ومنی که څه هم سم منطق ونلری.
ځنی وخت زمونږ په ټولنه کی مخالفتونه تر دی حده زیات شی چی ان زمونږ سیاسون هم د یو موضوع په هکله همداسی په پټو سترګو نیوکه کوی، که د یو موضوع په هکله د یو سیاستوال سره د ده دسیال نظر شریک شی او ورته وویل شی چی د یادی موضوع په هکله ستاسو د سیال نظر دادی، تاسو په دی هکله څه نظر لری؟ نومړی سیاستوال به پرته لدی چی دهغه دسیال د نظراو منطق په هکله فکر وکړی هغه په ډیرو بدو الفاظو ردوی، خو که دا نظر د یو بل کس په نوم چی نسبتآ دی ورسره ښی اړیکی لری یا دده دډلی وی شریک شی ممکن دا ځل دی سل په سلو کی خپل نظر ته تغییر ورکړی او آن ممکن ده هغه تایید هم کړی، داسی ولی کیږی؟ دا ځکه داسی کوی چی له خپل سیال سره له حده زیاته کینه او حسد لری د هغه د شخصیت وژلو لپاره په هرډول چی کیږی کار کوی.
تر ټولو مهم لامل چی زمونږ په ټولنه کی د ورانوونکو نیوکو لپاره ده ، هغه دا چی یو شخص غواړی په دوامداره توګه د ده پوهه د ټولنی د وګړو له لوری تایید شی، نو نومړی په هر ډول چی کیږی د یو چا د نظر په هکله مخالفه موضوع ګیری کوی، که څه هم دی به ددی لپاره کوم منطق ونلری، خو بیا هم کوشش کوی د یاد شخص په وجود کی داسی ټکی پیدا کړی چی د هغه شخصیت پری ټولنی ته ټیټ معرفی شی، چی نن سبا دا زمونږ په تلویزونو رادیوګانو او ټولنیزو رسنیو کی عام دی،زمونږ په یادو رسنیو کی یو څوک په یو چاپسی ډیر لوی تهمت تړی، او دا تهمت له رسنیو ټول ولس ته رسوی خو د ثبوت لپاره یی هیڅ سند هم نه وړاندی کوی.
د اروا پوهنی له نظره هغه کسان چی ورانونکی نیوکه کول یی عادت ګرځیدلی وی، دا نور نو د نوموړو کسانو په لاس کی نده، بلکه دا یو ډول روانی تکلیف او ناروغی ده، چی په پایله کی یی د یو چا د نظر او نیوکی په وړاندی د حوصلی توان له لاسه ورکوی، چی د دی ډول کسانو د علاج لپاره باید جدی او دوامداره کار وشی،ځکه د دا ډول نیوکو اغیزی په ټولنه کی خورا منفی دی، په یو شخص باندی تخریبی نیوکه کول، د نومړی شخص په ځان باندی باور کموی، د شخصیت د ټیټوالی احساس ورته پیدا کوی، د ژوندانه د چارو په هکله زړه نازړه کیږی، تصمم نشی نیولای، همدارنګه په ټولنه کی د وګړو ترمینځ د عامه اعتبار کچی ته زیان رسیږی. د دا ډول نیوکو بل مهم لامل په ټولنه کی د پوهی د کچی ټیوالی او د نورو د نظر د تحمول د فرهنګ نشتوالی ده، د اکثره انسانانو بی ځایه غرور ، لویی اوتکبر د دی باعث کیږی چی تخربی نیوکی وکړی او دنورو نیوکو ته غیری اصولی غبرګون وښیی.
بل خوا په ټولنه کی یو شمیر داسی کسان هم شته چی د چا سمه نیوکه هم نشی زغملای او په ډیره جدی او غیری اصولی توګه غبرګون ښیی، آن ځواب یی دومره شدید وی چی لفظی او تر فزیکی شخړی مسله رسیږی، اکثرآ دا هغه خلک دی چی کله نیوکه ورباندی کیږی، ویریږی ، شرمیږی، غصه کیږی او یا هم د خپل ځان د ارزش په هکله نا آمنه کیږی یا د بی کفایتی احساس کوی. دا ډول کسان د هر ډول نیوکی په وړاندی شدید غبرګون له ځانه ښیی.
همیشه د دا ډول کسانو ستره ستونزه داده چی د خلکو نیوکی ته له ده سره د هغوی د شخصی ستونزی او تربګنی فکر کوی، دوی فکر کوی چی نیوکه کوونکی غواړی د ده شخصیت ته زیان واړوی، تر ډیره د نیوکی د کیفیت په هکله فکر نکوی، چی نیوکه یی څومره په ځای ده، ممکن که ورسته فکر وکړی د هغوی نیوکه به په ځای ورته ښکاره شی، خو له بده مرغه دوی ډیر ژر تصمم نیسی او غبرګون ښکاره کوی، چی په روانی لحاظ ، دا ډول کسان دی ته تیار ندی چی د خپل نظر یا ځان په هکله دکوم چا منفی نظر یا تبصره واوری، ځکه دوی ویریږی چی په دی سره به د دوی شخصیت ته تاوان ورسیږی.
دا چی ولی ځینی خلک د نیوکی په وړاندی غیری اصولی او نامناسیب غبرګون ښیی؟ خورا پیچلی موضوع ده، د اروا پوهانو له نظره لاندی دلایل موجود دی چی یو څوک د نیوکی په هکله غیری اصولی غبرګون له ځانه ښیی:
د نیوکه کوونکی د نیوکی طرز ډیر مهم ده ، که نیوکه کوونکی په ناسمو الفاظو یا په ډیر لوړ غږ یا هم په تیری کوونکی لهجه سره نیوکه وکړی،نو مقابل لوری تیار نده چی نیوکه یی ومنی یا لیږ تر لیږه سم غبرګون ورته وښیی.
بل مهم لامل یی د نیوکه شوی شخص د وړکوالی تجربی دی:یعنی نیوکی ته غبرګون د انسانانو د وړکوالی له تجربو سره تړاوو لری، په وړکوالی کی له نیوکی څخه زمونږ تجربه او دنیوکی په وخت کی د والدینو برخورد ، دنیوکی په وړاندی د انسان له غبرګون سره تړاوو لری.
په وړکوالی کی د نیوکی په وخت کی ناسم القاب: ډیر کم والدین او مشران زمونږ په ټولنه کی دی ته پام کوی چی کله په خپلو اولادونو نیوکه کوی، باید د اولاد شخصیت ته یی صدمه ونرسوی،اکثرآ کله چی ماشومان غلط کار کوی نو مور اوپلار یی ورباندی شدید انتقاد کوی، او ترڅنګ یی ورته نامناسب نومونه هم اخلی لکه ، ته زمونږ د اوږو بار یی، له تانه به هیڅ هم نشی جوړ،په تا شرمیږو او... له دا ډول ماشومانو سره د نیوکی په هکله ډیره بده تجربه پاتی کیږی چی د لوی والی په وخت کی هم د نیوکی په وړاندی غیری اصولی غبرګون ښیی.
د وړکوالی تجربی چی د وخت په تیریدو سره ډیری تقویه شوی دی، دا راښیی چی کله کوم څوک په مونږ نیوکه کوی، فکر کوو چی هغه غواړی تر مونږ ځان بهتر وښیی یا خپله بهتری په مونږ ثابته کړی، نو په دی اساس، مونږ فورآ دفاعی حالت غوره کوو او اکثرآ غیری اصولی توګه غبرګون ښییو.
بل مهم لامل کیدی شی داوی چی مونږ په د خپل نظر په صححوالی سره پوره باور لرو او د نورو نظر غلط راته ښکاریږی، نوکله چی څوک په مونږ نیوکه کوی مونږ یی د زغم وړتیا نلرو( ځان غوښتنه )

اساسی پوښتنه داده چی څنګه کولای شو د خلکو نیوکو ته اصولی غبرګون وښیو؟
نیوکه منل یا لیږ تر لیږه نیوکی ته اصولی غبرګون ښودل، اوږد مهاله تمرین ته اړتیا لری، هغه څه چی په دی هکله اړین دی تر هر څه له مخه کله چی تر نیوکی لاندی راځو باید، خپل ټول حواس پخپل کنترول کی ولرو، دنیوکی د اوریدو په وخت کی خپله ارامی وساتو، له نیوکه کوونکی سره باید په ډیر ورین تندی د سترګو ارتباط وساتل شی ، هیڅکله هم فکر ونشی چی نیوکه کونکی غواړی چی زما شخصیت تر پوښتنی لاندی راولی یا نیوکه د کوم حسادت له مخی کوی، له نیوکی کوونکی څخه ډیره توضیح وغوښتل شی، تر څو تاسو د ځواب او مناسب غبرګون لپاره لازم وخت په لاس راوړی،وړاندی له دی چی د نیوکی په هکله خپل ځواب ورکړی، لومړی نیوکه کوونکی ته نیوکه پخپلو الفاظو تکرار کړی او تری وپوښتی چی د دوی مطلب هغه څه وو چی تاسو وویل، تر څو یقینی شی چی د نوموړی له نیوکی څخه خو غلط نه یاست پوهه شوی، په دی باید وپوهیږی چی کله کوم څوک تر نیوکی لاندی راځی، هیڅکله هم د ده دشخصیت د ټیټیدو په معنی نده، بلکی انسان همیشه اشتباهات کوی، د نیوکی کوونکی موخه داده چی تاسو خپلی غلطی ته متوجه کړی او په راتلونکو کی له دا ډول غلطیو څخه ډډه وکړی، د نیوکی له اوریدو ورسته که پوه شوی چی د نوموړی نیوکه په ځای او خپل نظر مو ستونزه لری، نیوکه یی په سړه سینه ومنی او له نیوکه کوونکی څخه مننه وکړی.او که نیوکه بی ځایه درته معلومه شوه په منطقی دلایلو سره هڅه وکړی هغه ته قناعت ورکړی.
لنډه دا چی : که په ټولنه کی وګړی نیوکه د حالاتو د بدلون او سمون په موخه کوی چی په راتلونکی کی د غلطیو د تکرار مخه ونیسی، لکه ریس یا مدیر چی خپل کارکوونکی تر نیوکی لاندی نیسی تر څو په راتلونکی کی غلطی تکرار نشی او یا مور او پلار خپل او لادونه د دی لپاره چی خپلی غلطی کړنی اصلاح کړی نیوکه پری کوی ، دا ډول نیوکه نه یواځی چی د منلو ده بلکه د ټولنی د اصلاح او د وګړو د شخصت جوړونی لپاره اړینه هم ده دا ډول نیوکی د رغوونکی نیوکو به نوم یادیږی، خو له بده مرغه لکه چی په ورسته پاتی هیوادونو کی د ژوندانه د هر اړخ کیفیت ټیټ ده په همدی ډول د نیوکو کیفیت هم ټیټ ده، متاسفانه دا خبره زمونږ په ټولنه کی هم په لوړه کچه صدق کوی، ځکه زمونږ په ټولنه کی اکثرآ نیوکه د اصلاح په موخه نه ترسره کیږی بلکه نوری موخی لری چی د هغوی له جملی کیدی شی تر ټولو یی مهم د یو چا شخصت ته زیان اړول وی، چی لامل یی حسادت او کبر دی.
ځنی خلک د نیوکی په وړاندی غیری اصولی او نامناسب غبرګون ښیی، چی روان پوهانو یی لوی لامل په وړکتوب کی د نیوکی په هکله دهغوی تجربی بولی.
د هغه ورځی په هیله چی زمونږ په ټولنه کی نیوکه د اصلاح په موخه ترسره شی، او په وګړو کی د نیوکی د منلو زغم دود شی!!!


پای