د ناقانونه کډوالۍ په اړ ه د انګلستان نوی پلان
22.06.2015 12:15د روان کال د می د میاشتې په وروستيو کې د انګلستان لومړی وزير، ډيويډ کامرون د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې په اړه د نوی پلان د جوړولو څخه خبر ورکړ چې د دغه پلان پر اساس به د انګلستان دروازې د کډوالو په وړاندې و تړي.
د انګلستان لومړی وزير ډيويډ کامرون د پنجشنې په ورځ چې د روان کال د می د میاشتې له (۲۷) نيټې سره سمون خورې د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې په موخه له نويو اصلاحاتو څخه خبر ورکړ او وويلي چې دوی به ناقانونه کډوال له انګلستان څخه بهر کړي.
د انګلستان ګارډین ورځپاڼه د کامرون له قوله ليکي :
((يو هيواد هغه وخت پياوړۍ ګڼل کيږي چې ناقانونه کډوالۍ کنټرول کړي نه دا چې د سمندر په سر پل جوړ کړي. بی کنټروله مهاجرت د يوه هيواد، د کار پر بازار منفي اغيره کوي او کولای شي چې د هيواد اقتصاد ته لويه ضربه وارد کړي. یو شمير خلک شته چې د ټاکل شوي مودې څخه زيات په انګستان کې اوسيږي، يعنې د ويزې او پاسپورټ سره انګلستان ته راغلي خو، په ويزه کې له ټاکل شوي مودې څخه زيات په انګلستان کې اوسيږي. لدې وروسته به دوی ته اجازه ور نکړل شي چې په انګلستان کې و اوسيږي، ځکه چې د انګلستان خلک غواړي چې هر څه منظم شي.))
د کامرون په خپله مرکه کې ويلې چې د انګلستان اوسيدونکي د کډوالۍ د اوسنۍ سيستم څخه ناخوښ دي، ځکه چې اوسنې سيستم بهرنيو کډوالو ته اجازه ورکوي چې په انګلستان کې و اوسيږي او کار وکړي. زموږ غواړي چې ټول کډوال له انګلستان څخه بهر شي.
د انګلستان خلک نور نو د کډوالو د زغم توان نه لري او ځينې يې د انګلستان پر اقتصادي نظام باندې نيوکه کوي او وايي چې په سيمه کې روان اقتصادي ستونزې انګلستان ته د بهرنيو کارګرانو د راتګ اصلي لامل دی. د اروپايي ټولنې هغه غړي هيوادونه چې د اقتصاد له اړخه کمزوري دي انګلستان ته کارګران ليږدوی چې د بهرنيو کارګرانو په راتګ سره د انګلستان اصلي اوسيدونکو ته کار نه پيدا کيږي.
ګارډين ليکي:
د انګلستان هيواد نوی کړنلاره د ناقانونه کډوالو په وړاندې به ټول حکومتي سيستم دېته اړ کړي چې د ناقانونه کډوالو د ايستلو لپاره هلې ځلي وکړي.کامرون به خپله د کډوالو نيولو د پروسې څخه مستقيم نظارت وکړي.
- پوليس به ټول هغه کسان ونیسي چې په غير قانوني ډول کار کوي، اموال به يې دولت ته وسپارل شي او دوی به مجرم وګڼل شي.
- د ښاروالۍ پورې مربوط ارګانونو ته صلاحيت ورکول کيږي چې هغه کورونه مشخص کړي چې ناقانونه کډوال پکې اوسيږي او د دغه کورونو د خاوندانو په وړاندې له سخت چلند څخه کار واخلي. ناقانونه کډوال دې له کورونه څخه وشړي.
- هغه کسانو چې د پناه غوښتنې په برخه کې يې درخواستونه نه دی منل شوی، موقعيت معلومونکي لباسونه واغوستل شي تر څو صلاحيت لرونکي چارواکي په آسانی سره وکولای شي دوی و څاري.
کامرون وويلي چې:
د انګلستان پوليس يو شمير اشخاص چې د انګلستان د اتباعو سره د واده له امله انګلستان ته راغلی و، بيرته شړلي او همدارنګه د (۹۰۰۰) ناقانونه کډوالو د موټر چلوونې جوازونه ترې اخيستي.
موږ له يوې مودې څخه د کارګر د قوې له کمښت سره مخ و او په مختلفو برخو کې انجینران، ډاکټران، ښوونکي او نرسانو ته مو اړتيا درلود. له هماغه وخت څخه مو د اشخاصو په روزلو پيل وکړ او بريتانويان مو په مختلفو برخو کې وروزل تر څو دغه د کارګر موجوده خلا ډک کړي. د دې لپاره چې له دې وروسته په انګلستان کې غير بريتانوي کارګر په کار و نه ګمارل شي، ساجد جاويد مو د تجارت د مرستيال په حيث ټاکلی تر څو د کارګرانو د استخدام له پروسې څخه څارنه وکړي.
د دې ترڅنګ، موږ درې ميليونه نور کسان په مختلفو برخو کې و روزو، تر څو کار زده کړي. د دوی په ګمارلو سره به بهرنيو کار ګرانو ته په انګلستان کې د اوسيدو چانس کم شي او موږ به خپله سرمايه خوندي کړی وي.
اوسمهال د انګلستان هيواد يو نظامي بيړۍ د اروپايي ټولنې له ګډو ځواکونو سره د مديترانې په سمندرګي د ګزمې په حال کې ده تر څو ناقانونه کډوال له ډوبيدو څخه وژغورې او بيرته خپلو سيمو ته يا ايټاليي ته وليږدوي.
تیره اونۍ د انګلستان يوه بيړۍ (۶۰۰) تنه کډوال د مديترانې په سمندرګۍ کې د سمندري غلو له منګولو خلاص کړی و.