وجدان اونَفّس
19.06.2015 01:06وجدان ولاړ په محکمې کي دقضا دی
نَـفّـس پــه امــاره ووکـي لـګـیا دی
نفـس لــــوامـه پــه خـپـلو کـړو ثابـتـه وي
وجـدان ئـې ننـداره کا که رښتـیا دی
مُـطـمئـنّـه تې کله رسـېـدلــې ده داهـیـله
په ضمیرکي ئې لا آند هم د پخوا دی
وجـــدان غــواړي پاڼـه سپینه بـې نښانه
نــفــس لا د امـــاره وو پـــه هــــــوا دی
وایـي وجـدان: ده محکمه د نفس آسـانه
ځکه امّاره وو لــوّامَـه هر یـو جلا دی
که ځي نفس اماره دهـواووهوس لــورته
پـه یـقـین ســرې عـمـل د نا رضــا دی