د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اتصالات کارکوونکو لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

نعمت الله ظفرزی 16.06.2015 11:02

        د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اتصالات د کارکوونکو لخوا د وینې د ورکولو دوهم پړاو د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۵ مه نیټه د اتصالات په مرکزي دفتر کې  پیل شو، د وینې د ورکولو څخه وړاندې لومړی د هغوی وینه کتل کیږي، ترڅو  معلومه کړي چې وینه ورکوونکي په کومه ناروغۍ اخته نه دی او یا هم خپله د وینې کمبود نه لري.
د افغانستان د وینې د مرکزي بانک مشر ډاکټر مسعود پدې اړوند وویل، دا کمپاین د وینې د راغونډولو لپاره دی، ترڅو وینې لپاره اړمنو کسانو ته  ورکول شي.
 نوموړي د اتصالات له کار کوونکو څخه ډیره مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا وینه به اړمنو کسانو ته ورکول کیږي.
د اتصالات لخوا د وینې  اهدا کول هر کال ترسره کیږي، ترڅو له یو خوا هغه ناروغان چې وینې ته اړتیا لري مرسته کړي وي  او ترڅنګ نور خلک وینې ورکولو ته وهڅول شي.
 د وینې ورکولو بسپنه یا مرسته یو بل سره زمونږ د خواخوږۍ زیری راکوي او زمونږ یو څاڅکی وینه کولای شي چې د یو چا ژوند وژغوري.
د ویلو وړ دی، چې د وینې ورکولو دا کمپاین د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د وینې د مرکزي بانک په مرسته پیل شوی وو، ترڅو وکولای شي، چې د جګړې قربانیانو او ناروغانو ته چې وینې ته اړتیا لري وینه ورکړي.
اتصالات ژمن دی، چې د خپلو ټولنیزو مسوولیتونو ترڅنګ  د روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو ډیرو برخو کې چې د افغانستان لپاره د یوې روښانه راتلونکي سبب ګرځي مرسته وکړي.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.
پای