د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حواريين څوک وو؟

مولوي عصمت الله عزام 16.06.2015 10:56

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

حواريين يوشمېرکسان دي چي دعيسی عليه السلام شاگردان وو، ايمان ئې پرې راوړ،ورسره ملگري اود ډېرومعجزومشاهده ئې هم کړې ده.

حَور سپينوالي ته ويل کېږي،دوی ځکه په دې نوم يادېږي چي دوی دوبيان وو،جامې به ئې پرېمينځلې،ياپه دې چي د دوی جامې سپيني وې اويا له دې امله چي زړونه ئې صاف اودوی مخلص مؤمنان وو.

حواريينود عيسی عليه السلام اودده د دعوت مرسته کړې،پرته له دې چي تحريف اوتبديل دي وکړي،په صحيح توگه په دين عمل کوونکي وو.

الله جل جلاله په قرآن کريم کي د دوی ستاينه کړې ده،فرمايي:(فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ ءَامَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ،رَبَّنَا ءَامَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ.(سورة آل عمران آيت:۵۲، ۵۳)

ژباړه : نوکله چي عيسی(عليه السلام)د دوی کفرمعلوم کړ،وئې ويل: د الله په لورمي څوک ملگري دي؟ حواريينو وويل : موږ د الله (د دين) ملگري يو،په الله مو ايمان راوړی او ته شاهد اوسه چي موږمسلمانان يو.زموږربه!په هغه څه مو ايمان راوړی چي تارا نازل کړی او ددې رسول متابعت موکړی،نوموږ له شاهدانوسره وليکه!!

حواريين سره د تکليفونو او کړاوونو تردې چي په دارشوي،اره شوي او وژل شوي دي،خوبياهم له اصلي دين څخه نه دي منحرف شوي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين