د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو ژبې د ژوند لپاره ژب پلان

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 13.06.2015 19:57

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار، کلیفورنیا، امریکه
۸ جون ۲۰۱۵\۱۸ غبرګولی ۱۳۹۴
د ۲۰۱۵ د جون په ۱۵،کندهار پوهنتون – پاچاخان علمي څیـړنیـز مرکز د پښتو ژبې د بقا او فنا په اړه غوڼډه پلان کړې ده چې د لر او بر پوهان به پکې برخه واخلي. دا چې ما  د تخنیکي مشکلاتـو له امله ونشو کولی  په دغه غـوڼـډه کې ګـډون وکړم، خپله لانـدینۍ لیکـنه مې ور ولیـږله. هیله ده  چې لوستونکي به زما د پلان په اړه خپل نظر خپور کړي اوماته به یې هم یې زما د ایمیل له لارې راولیـږي. په ورورۍ، ځیرکیار
zirakyar1234@yahoo.com

هیله ده چې په کندهار پوهنتون کې ستاسې علمي غـوڼـډه (۱۵ جون ۲۰۱۵) کوټلې نتیجه ورکړي. زه د ملي ژبې پښتو د  ژوند او مړیني په اړه علمي بحث ته ښه راغلاست وایم، او ستاسې د هـیلې له مخې خپل نظر یو ځل بیا وړاندې کوم، د یو څو نوو وړانـدیزونو سره .هیله ده چې زما لیکنه به د غوڼـډې  ګـډون کوونکو ته واورول شي او په چارپوهانو به وویشل شي، او له ۳ تر ۴ نیمو بجو دې پرې چارپوهان د یو ګروپ په ډول بحث وکړي، او په څه کم پنځه بجو دې  غـوڼډې ته د بحث نتیجه  واورول شي
 کـه مو په یاد وي، ما د  ۲۰۱۳ کال په نومبر کې په کندهار پـوهنتون کې د کنفرانس د دوهمې ورځ په دوهمه نیمایي کې ستاسې د اوسني کنفرانس د موضوع په اړه خپل نظر ښکاره کړی و. ما چې هلته د کابل دعلومو اکاډیمۍ له یو غړي نه د ایمیل هـیله وکړه، هغه یـو ځوان ته وویل چې «دغه شی» یعنې ایمیل ما ته راکړي.خو ایمیل هم ناچله وخوت، او زه له تماس نه محروم پاتي شوم! ګمان کوم چې د علومو اکاډیمۍ به کرسۍ ، کتابونه او میزونه لـرل خو له کمپـیـوټـر نه بـه محـروم وو. نو څه باید وشي؟
په لومړي ګام کې باید  په کابل کې د علومو اکاډیمي لږ تر لږه دوه کمپیوټرونه ولري او د  دغې اکاډمۍ مشرانوغړو ته دې د کمپیـوټر د استعمالولو چل ور وښودل شي. له هریو منلي ورور ډاکټـر فـاروق اعـظم او ښوواند سعـدالدین شپـون نه هیله کوم چې د علومو اکاډیمۍ مشرانو ته د ایمیل د لیـږلو، بیـرته کولو ، چاپولو او سکایپ چل وروښئ
په دوهم ګام کې بایـد د علومو اکاډیمي یو تـلپاتی غړی ولري چې په انګریزي ژبه بر لاسی وی او د اړوندو بین المللي موسسو سره  راشه درشه کولی شي. ښوواند شپون دغه ظرفیت لري ځکه هم لیکوال دی او هم په انګریزي پوهیـږي
په  دریم ګـام کې باید د ملګرو ملتونو د یونیسکـو د یو ځانګړي پروګرام سره تماس ونیول شي، په لاندې نوم
UNESCO Guidelines on Language Policies: A Tool for Language Assessment and Planning
په څـلورم ګام کې باید د مشورې لپاره د هـنـد د ژبو د مرکزي موسسې سره تماس ونیول شي، په دې نوم
Central Institute of Indian Languages
د ژبوتماسونه دیرغل اونیواک (اشغال)، د کډوالتیا، د نویوملتونو د جوړولو،...او   تجارت له لارې رامنځته کیـږی. دلته یوه پوښتنه اهمیت لري:ژبه کوم مشکلات لري؟ په یوه سیاسي واحدکی د ګډی ژبی نشتوالی، دلیکلود نظام نشتوالی یاکموالی، د تخنیکی اوعلمی لغـتـونونشتوالی...د درسي کتابونونشتوالی یاکموالی. هرګڼ ژبي سیاسی واحد ته چی یوه یاڅوژبې پکی قوي وي اونورې پکی کمزورې وي، دژبنیومشکلاتوسیمه ویل کیـږی. دغه ډول سیمه ژب پلان ته کلکه اړتیالري. ژب پلان په ملی سویه دژبی د پرابلمونو(مشکلاتو) د حل کولو«منظمې پالنې» ته ویل کیـږی. په بـله وینا، ژب پــلان په ملی ســویه د ژبـی د مشکــلاتـومنظم حکـومتی فعالـیت ته وایي
ژب پلان دوه برخی لري: لومړئ برخه یی د شان یامقام ژب پلان نومیـږی چی په ژب سیاست راڅرخی، لکه د ژبی توزیع یا ویش په بیلا بیلوقلمرونوکی، مثلاَ د ژبې رسمي مقام په حکومت کی، په تجارت، په زده کړه اوپوهنه کی، او دروغتیا په چــاروکــی. دوهمه برخه یی
جسمي پلان نومیږی چی دژب سیاست په پلی کولو(اجرأ) را څرخی. په جسمی پلان کی دژبی جسمی شتون راځی، لکه دګرامر، املا، سیندونو(قاموسونو) د درسی کتابونو....اودلیکلویاخطی نظام تولید. په بله وینا، د شان یا مقام پلان ته رسمی پریکړې هم ویلی شو، اوجسمی پلان ته درسمی پریکړی پلی کول ویلی شوچی دژبی په مشخصوجسمي موادوراتاویـږي. د یوې ژبې د مقام پلان ګټه نلري، خوداچی عملی شی یانی په جسمی پلان واوړي. بې له مقام پلان یا ژب سیاست یارسمي پریکړې نه، جسمي پلان ډیرلږامکان لري چی ګټورشي.
په یوهیوادکی دیوی ژبې دغښتلتیا(تـقـویې) لپاره مهمه ده چی څومره وګړي پرې غږیـږي، په کومه کچه د ملي احساس اوملي تړون مرستـندوی ده، اوپه ملي تاریخي ځانګړتیا(پیژاند) کی څومره رول لوبولی شي، یانی ولس ورته د خپل مال په سترګه کسي که د بل چامال یی ګڼي.
 ژب پلان  لاندینیوسریزوفعالیتونو ته  اړتیالـری
۱ – غوڼدی(کنفرانسونه)
۲- ژب ټولنیزې سروې ګانې
۳- ازمایښتي پروژې (پایلټ پراجېکټـز) 
۴ - حکومتی کمیسون 
۵ - خپلواک کمیسون
۶ – دژبی په اړوندکی دبین المللی کنفرانسونوپریکړې
دیوې ژبې د مقامي پلان کولولپاره لاندیني ټولنیزقلمرونه ارزښت لري:
حکومت، پارلمان(ولسی جرګه اومشرانوجرګه)، محکمې، اداره، دروغتیاچارې، دښوونې اوپوهنې وزارتونه، تجارت، او وګړیزې رسانې (ماس میډیا). په یوهیواد کی چی دوه یاڅو رسمي ژبې مني، ډیرارت اودقیق ژب پلان ته اړتیاده. په ژب پلان کی دزده کړې اولوړوپوهنوقـلمرو زښت  ډیراهمیت لري، ځکه دلته دنوي او راتلونکي نسل په زړه اوفکر کی د ملي تړون زړي کرل کیدلی شي. دزده کړواو لوړو پوهنوپه وزارتونوکی غټې مفکورې په ورځني ژبني سلوک اوورځني متقابل احترام اوړي چی په خپل وارسره ملي تړون ته لار اواروي.  هغه ژب پلان چی لاندنیوحالتونوته ځواب ووایی، دبریالیتوب تومنه لري:
الف: عمومی معلومات:
۱ – دوګړوشمیر
۲ – داکثریت( له نیمایي نه زیات ویونکو) ژبه
۳ – داقلیت ژبه
ب : د ژبی قانوني مقام:
۱ – رسمي ژبې
۲ – نورې ژبې چی مقام یی ټاکل شوی وي
۳ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکی(داساسی قانون ماده یامادې، د  ژبو قانون، د محکمې پرېکړه/پرېکړې).
پ: په قانون سازۍ کی دژبواستعمال:
۱ – دژبواستعمال په پارلمان کی(وینا، لیکنه)
۲ – د قوانینوپه لیکلوکی دژبواستعمال
۳ – د قانون په اعلامولوکی دژبواستعمال
۴ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکی.
ت : په قضایی نظام کی دژبواستعمال:
۱ – مجازژبی
۲ – هغه ژبی چی معمولاً استعمالیږي
۳ – دقضاوت(پریکړې) ژبې
۴ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ټ: په اداره کی دژبواستعـمال:
۱ – داجرایې ژبې
۲ – ولایتي اومحلي حکومتونو ته دمرکزي اجرایې د رسمي مکتوبونوژبې
۳ – بهرنیوهیوادونوته دمرکزی حکومت درسمي مکتوبونوژبې
۴ – هغه ژبې چی په ایالتي اومحلي اداروکې استعمالیـږي
۵ – دانتخاباتي مبارزودغونډوژبې
۶ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ث: دزده کړی اوپوهنې ژبې
۱ – دوړکتون اوروزنتون ژبې
۲ – دښوونځي ژبې(لومړنی، دوهمی، لیسه)
۳ – دلوړوزده کړو(پوهنتونونو ژبې)
۴ – دغټانولپاره دلیک لوست دکورسونوژبې
۵ – هغه ژبې چی په ښوونځي(لومړنی، دوهمی اولیسه کی) اوپوهنځي کی زده کیـږي باید وښودل شي چی په کومه موضوع کی حتمي دي که اختیاري.
۶ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ج: په تجارت کی دژبواستعمال:
۱ – هغه ژبې چی په تجارتي اعلانوکی کارول کیـږي
۲ – هغه ژبې چی په اداري اطلاعیویااعلامیوکی کارول کیـږی 
۳ – هغه ژبې چی داموالوپه نومونې کی کارول کیـږي
۴ – هغه ژبې چی دمقرراتواودزده کړې لارښودونه پرې لیکل شوې وي
۵ – هغــــــــــه ژبې چی په تجارتي چاپ پاڼو کی کارول کیـږي
۶ – هغــــه متن چی دژبواستعــمال ټاکي
چ: په مطبوعاتوکی دژبواستعمال:
۱ – هغه ژبې چی په چاپی خپرونوکی کارول کیږي(دغټومهالیزودنومونولیست باید مل شی اوپه هغه کی وښودل شی چی څوځلی اوپه څومره شمیرخپریـږی.)
۲ – هغه ژبې چی په راډیوکی کارول کیږی(په اونۍ کې څو ګینټې)
۳ – هغه ژبی چی په تلویزیون کی کارول کیږي(هره اونۍ کې څوګینټی)
۴ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ح: رسمي ژبې په عمل کې
۱ – کومه ژبه عملاً رسمي ژبه ده؟
۲ – عملاً کومې ژبې په کوموکچو(څوسلنی٪) رسمي ژبې دي؟
لـــــــــــــــــــــــــــــنډ یـــز
انسان یواځنی ژوی دی چی د ویناپیرزوینه پرې شوېده. که له یوې خوا ژبه لوښی(وسیله) ده دپوهاوي راپوهاوي(افهام اوتفهیم) لپاره، نوله بلې خوا ژبه تړون دی اوغوټه ده د پیژاند(هویت) لپاره. پښتو په ټول افغانستان کې هویت سازه او هویت ساتونکې  او په دې ډول د اصالت د احساس ژبه ده. د پښتو رسمي کیدا هغه مهال زور اخلي چې دربار پرې وچلیـږي،  یانې په حکومتي میچن کې وویل شي، ولیکل شي او ولوستل شي، او په دې ډول له پاس نه کښته عملیه رښتونې شي. لومړی باید پښتو  په حکومتي قـلمرونو کې لــږ تر لــږه د پنځوس کلونو لپاره غــښتلې شي، او بیا دې ګڼ ژبتیا ته پاملرنه وشــي.
دیوې محرومې شوې اوغـفـلت زپلې ژبې په ژوندي کولواو پرمختیاکې څلورپریکړې روغ رول لوبولی شي:
- یوداچې په ژب سیاست کې یې مناسب حق په برخه شي 
- دوهم داچې ژب سیاست پلی شي
- دریم داچې دهغې لپاره ټولنیزه اړتیاخلـقه شي
- څلورم داچې ملي تړون اوغبرګون ته لاراواره شي. یانې په ټولو ټولنیزوقلمرونو کې(اجراییه، قضاییه، قانونیه، معارف،  تجارت ....... اومطبوعاتوکې) په دې بسنه ونشي چې«یا زماژبه یا ستاژبه»، بلکې پرځای یې دتړون اوغبرګون دریځ پیاوړی شي: « دواړه زماژبه اوستا ژبه»   
په ژب پلان کې درې ټکی کوټلی رول لوبوي
۱ – هغه ژبه چی پلان یی جوړیـږي، باید رسمی مقام یی منل شوی وي.
۲ – محرومه شوې اوغفلت وهلې ژبه بایدله ښوونځي نه ترپوهنځي پورې د تدریس ژبه وي ، اوڅوک چی یې بری لیک ونلري اولیکل، لوستل او ویناپرې نشي کولی، باید لوړرتبه دولتي اوعلمي مقامونه ورته ونه سپارل شي. دلته باید دواړه ملي کفایت اومسلکي کفایت دیوبل سره څنګ په څنګ غبرګ روان شي.
 پښتانه باید (دپښتوعمل جرګه) جوړه کړي. د دغې جرګې یوه موخه باید
داوي چی دپښتولغـتونو بریښناییزبانک راوباسی. د دغه کارلپاره دې دسریزوچاروکمیټه جوړه شي اود ټول افغانستان (له امو تر اباسینه) مهم شخصیتونه دې پکې کواند شي.
د ۲۰۰۱ زییز په اکتوبر کې  د امریکې په مشرۍ  د لویدیزې امپریالیستي نړۍ جنګي سازمان ناټو په افغانستان یرغل وکړ او خپله وحشي تنده یې د ټول( لر او بر) پښتون په وینه ، ژبه او سیاسي کلتور ماته کړه. د امریکې مرکزي استخبارات(سي.آې.أئ) د هر کال په جولای کې «د نړۍ د معلوماتو کتاب» خپروي. د ۱۹۹۱زییز(۱۳۷۰ لمریز) پورې، د مرکزي استخباراتوپه دغه کتاب کې پښتانه د افغانستان د وګړیو پنځوس سلنې(۵۰٪)جوړولولې او د پښتو ژبې برخه هم پکې پنځوس سلنې ښودل شوې وه. خو یوکال وروسته ،د  سي آې أئ په ذکر شوي کتاب کې ( ۱۹۹۲م=۱۳۷۱ل)  د پښتنو شمیر آته دېرش سلنې(۳۸٪)او  د پښتو ژبې برخه یې پنځه دېرش سلنې(۳۵٪)معرفي کړل.له دېنه دوه میاشتې وړاندې(اپریل ۱۹۹۲=ثور ۱۳۷۱)شمالي ټلوالې په کابل کې سړک الطوایفي پیل کړې وه. د ۹۱۱ بخولې سره جوخت، له اکتوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکې د روسیې، ایران او پاکستان د خوښۍ لپاره ټول پښتون اود پښتو ژبه ژوبل کړل،او  د افغانستان په  استعماري اساسي قانون کې یې د ډیورنډ لیکې وویستلې. ګوندې زما په دې پلان علاقمندان تبصرې او/یـا نیوکې وکړي او زما سره یې شریکې کړي.
د ژب پـلان لـپاره حتمي ده چې د کـلتـوري (پښتو ویـونکـو) پښتنواو د نـژادي (بـې پـښتـو شوو) پښتنو  کره احصائیې ولرئ. زه یې لرم. خو زه نه شم تصور کولی چې د پښتو ژبې د «فـنـا او بـقـا» پیچلې موضوع به په شـپـږ ګيڼټـوکې  حل شي (۱۲-۹بجو بحث، ۲-۱۲ لمونځ او غرمنی،۵-۲ بجو بحث). خو که ویناوالان  له ببـولالو او ورته ویناګانو نه ډډه وکړي، غوڼډه به نوکې اغیزمنه شي. دا د کندهار پوهنتون د میلمه پالو مسئولیت دی چې د غوڼډې په پرانیستونکې وینا کې د غوڼډې مقررات اعلان کړي. تاسې کولی شئ چې ګناه په ما واړوئ او زما وړانـدیز ورته واوروئ. لطفا ماته د غوڼډې راپور راولیـږۍ. کور مو ودان چې غوڼډه مو رابللې ده. بری مو غواړم. ځیرکیار
پای ۸ جون ۲۰۱۵

 - Status planning
 - Corpus planning
 - Socialinguistic surveys
 - Pilot projects
 ـ په کوم ټولګی اوپه کوم مضمون کی
 - Labelling
 - Policy and instruction manual
 - Printed matter
 - Tie
 - “ It is not a question of either A or B but of both A and B.”
 - Pashto action council
 - Pashto terminological databases
 - Task force