د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تراويح او قیامِ رمضان

محمد ابراهیم تیموری 13.06.2015 20:47

*(*)*

پېغمبر صلی الله عليه وسلم ۲۰ رکعته د تراويح لمونځ کړی دی، له حضور پاک وروسته عمر رضي الله عنه، عثمان رضي الله عنه، علي رضي الله عنه، ټولو صحابه کرامو، تابعينو، مجتهدینو امامانو، مشايخو، اوليا‌ء کرامو رحمهم الله اونورو ... پر دغه عمل کړی دی، ټولو اسلامي ملکونو له ۱۴مې پېړۍ نه تر اوسه پر دې عمل کړی دی او ټول اسلامي امت په دغه اجماع او اتفاق لري، تفصيلات به يې وروسته راشي.

(( تراويح کلمه ))

*(*)*

حافظ ابن حجر عسقلاني شافعی رحمة الله علیه ليکي:

(6) ـ  وَالتَّرَاوِيحُ جَمْعُ تَرْوِيحَةٍ وَهِيَ الْمَرَّةُ الْوَاحِدَةُ مِنَ الرَّاحَةِ كَتَسْلِيمَةٍ مِنَ السَّلَامِ.

ژباړه: تراويح د ترويحة کلمې جمع ده، ترويحة يو ځل استراحت ته وايي، لکه تسليمة چې يو ځل سلام کولو ته وايي[1].

 (( د تراويح د نومونې لامل ))

*(*)*

ترويحة هغې ناستې ته وايي چې په هغې کې لږ ه دمه وي، له څلور رکعت تراویح نه وروسته لږه دمه وي، نوځکه څلور رکعته تراويح ته ترويحه وايي، د تراويح په لمانځه کې پينځه ترويحې دې، نو همدا لامل شو چې پنځه واړو ترويحو ته تراويح وايي.

حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله ليکي:

(7) ـ  سُمِّيَتِ الصَّلَاةُ فِي الْجَمَاعَةِ فِي لَيَالِي رَمَضَانَ التَّرَاوِيحَ لِأَنَّهُمْ أَوَّلَ مَا اجْتَمَعُوا عَلَيْهَا كَانُوا يَسْتَرِيحُونَ بَيْنَ كُلِّ تَسْلِيمَتَيْنِ.

ژباړه: هغه لمونځونه چې د روژې مبارکې په شپوکې په جماعت سره کېږي، هغه ته تراو يح وايي، ځکه صحابه کرامو رضي الله عنهم په دې اتفاق کړی و، چې څلور رکعت تراويح نه وروسته به يې دمه کوله[2].

 
(( تراويح سنت مؤکد دي ))

*(*)*

پېغمبر صلی الله عليه وسلم تراويح لمونځ سنت ګڼلی، لکه چې د دې بحث په اول کې تېرشو، د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته، خلفا‌ء راشدينو او ټول صحابه کرامو په تراويحو همېشه والی کړی دی، چې دا د تراويحو د لمانځه د سنت مؤکديت ښکارندویي کوي.

حضرت عرباض بن سارية رضي الله عنه روايت کوي، چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته په خطاب کې ويل:

(8) ـ  فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الْمَهْدِيِّينَ الرَّاشِدِينَ، تَمَسَّكُوا بِهَا وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ.

ژباړه: تاسو زما او زماد راشده خليفه ګانو سنت پر ځان لازم کړئ او منګولې پرې ولګوئ.[3]

په دې حديث شريف کې پېغمبر صلی الله عليه وسلم د «عَلَيْكُمْ» او د «عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ»، په ذکر کولو سره لکه څنګه چې يې په خپلو سنتو د عمل کولو تاکيد کړی دی، همدا راز يې د راشده خليفه ګانو پر سنتو د تاکيد حکم کړی دی، چې دا په خپله د تراويحو د سنت مؤکد والي دليل دی.

[1] فتح الباري شرح صحيح البخاري: 4/250  |  و مثله فی عمدة القاري للعینی: 11/124

[2] فتح الباري شرح صحيح البخاري: 4/250

[3] سنن ابی داود: 4/200 حدیث 4607 كِتَاب السُّنَّةِ، بَابٌ فِي لُزُومِ السُّنَّةِ  |  مسند احمد: 28/375 حدیث 17145 حَدِيثُ الْعِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ

(( ادامه لری ))