د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اروپايي ټولنې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې نظامي عمليات تصویب کړل

یاسر الهاشمی 08.06.2015 12:13

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د (۲۰۱۵) کال د می د مياشتې په (۲۱مه) په یوه غونډه کې هوکړه وکړه چې د مديترانې په سمندرګۍ کې د ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې لپاره نظامي عمليات تر سره کړي.
اروپايي ټولنه د وروستۍ حل لارې په توګه د مديترانې په سمندرګۍ کې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې نظامي عمليات تر سره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو غوښتل د داخلي کړنلارو په ذريعه د ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاقبرانو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د اروپايي اتحاديي د بهرنيو اړيکو مسؤوله فدريکا موګرينې د مديترانې په سمندرګۍ کې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې د نظامي عملياتو موضوع د ملګرو ملتونو په سازمان کې، د جواز اخستنې په موخه مطرح کړه .
ميرمن موګرني د ملګرو ملتونو د سازمان د امنيت په شورا کې څرګنده کړه چې دغه نظامي عمليات يوازي او يوازې د کډوالو د ساتنې او د قاچاق وړونکیو شبکو د له منځه وړلو په موخه ترسره کیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د اروپايي تولنې دغه غوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی. خو، د دې احتمال شته چې د ملګرو ملتونو سازمان اروپايي ټولنې ته د مديترانې په سمندرګۍ کې د نظامي عملياتو اجازه ورکړي، دا ځکه چې بانکي مون د می د میاشتې په لومړيو کې د ايټاليي له صدراعظم سره په ليدنه کې ويلی و چې دوی ته د کډوالو ژوند تر هر څه مهم دی.
د مديترانې په سمندرګۍ کې د اروپايي ټولنې لخوا نظامي عمليات به په دريوو پړاونو کې ترسره شي. لومړي پړاو يې د بريتانيي هيواد د بې پيلوټه الوتکو او يو نظامي ټيم په مشرۍ ترسره کيږي. دغه بې پيلوټه الوتکې او نظامي ټيم به د مديترانې سمندرګي په شاوخوا سيمو کې د قاچاقبرانو په اړه به معلومات را ټول اوهغه سيمې به په نښه کړي چې قاچاقي بیړی له هغه ځایه حرکت کوي.
دويم او دريم پړاونه بشپړ نظامي پړاوونه دي، د اروپايي ټولنې نظامي بيړی به د مديترانې په سمندرګۍ کې پر انساني قاچاقبرانو او د هغوی پر بیړیو بریدونه وکړي . دا چې د عملياتو دغه برخه (دویمه او دريمه برخه) ډيره حساسه ده نو ځکه د ملګرو ملتونو د اجازې څخه پرته ناشونی ده.
تمه کيږي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دغه برخه کې خپله پريکړه د اروپايي ټولنې د مشرانو له ناستې څخه مخکې، چې د جون د مياشتې په وروستيو کې دايريږي، اعلان کړي.
پټه دې نه وي چې د مديترانې په سمندرګۍ کې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې لپاره له تر سره کيدونکیو نظامي عملياتو سره د اروپايي ټولنې ټول غړي هيوادونه موافق دی.
منبع: راډيو سوئد