د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ریښتینه مینه

نجیبه احمدزۍ 07.06.2015 12:58

لاړم د مینې ښار ته
امبار امبار مینې وې
ځه د مطلب
ځه د هوس
ځه د ریا او د غرض مینې وې
ټولې د وخت
او
بیوفا مینې وې
! خو ستا
ریښتینې
پاکیزه
سوچه صادقی مینې
مورې
زه ډیر ستړی کړم
په ډیر لټون لټون مې
نیم عمر پاتې نه سو
! خو
ما دا ستا په شانې
هیڅ یو انسان ونه موند
هر چا عوض
د خپلی مینې غوښته
خو ستا
ریښتینه ، بې غرضه
او
سپیځلې مینه
د مینې ښار کې نه وه
هلته وو
ډیر او بیشمیر لفظونه
چې پرې ځرګند کړې
مطلبې محبت
زړګیه ، جان ، ګلابه
‍‍‍‍‍۰۰۰۰۰۰۰۰۰ او یا
! خو ستا
پر شونډو په پښتو کې
کوم ساده لفظونه
(مور درنه جار کړې زویه )
ځومره
ګرانښت
ځومره خلوص
د روح تسکین وو پکې
ددې جملې
په اوریدو پسې مې
د مینې ښار ستړۍ کړ
! خو
ما ونه موندله
نه به یی وموندمه
ستا مقدسه
بې غرضه مینه
په هیڅ یو ښار کې نه وه
په هیڅ انسان کې نه وه